د با احساسه محصلينو په نوم پوهنیزه او روزنيزه برېښناپاڼه پر لیکه شوه — محصلین .نټ

 

د با احساسه محصلينو په نوم پوهنیزه او روزنيزه برېښناپاڼه پر لیکه شوه

 

محصلین .نټ

 

با احساسه محصلين چې د هيواد له ښوونځيو، ليسو، مدرسو او پوهنتونو څخه را پورته شوی یو ناپیلی او خپلواک بهیر دی. د بهرنيو کلتوري یرغلونو پر وړاندې یې د هيواد د ځوان نسل د بېدار ساتلو لپاره د خپل مسولیت له مخې د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو هوډ کړی.

د با احساسه محصلينو ويب پاڼه، اسلامی ،علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه ده چی د هیواد ځوانان د پرديو کلتورونو له بد اغیز څخه وژغوري.  په افغان ځوانانو کې د ګران هیواد افغانستان او ټول اسلامي امت ته د ورپیښو مشکلاتو او ننګونو په وړاندې د ویښتابه احساس پيدا کولو هلې ځلې کوي.


د با احساسه محصلينو ويب پاڼه د کورنيو او بهرنيو تازه خبرونو او مقالو په برخه کې زياته پاملرنه پوهنتونو، مدرسو او ښوونځيو ته کوي.

د مېرمنو ځانګړې پاڼه، په انګلیسي ژبه ځانګړې پاڼه، او د اډیو او وډيو درسونو برخو برسېره دهر ډول اسلامي، علمي، سياسي، فکري، ادبي، د ساینس او تکنالوژۍ، روغتايي، سپورټي او بېلا بېلو څیړنيزو مطالبو په خپرولو برسیره، د انلاين کتابتون پر لیکه کولو هوډ هم لري.

اسلام او د هیواد ملي ګټو ته ژمنو ټولو لیکوالانو، روڼ اندو، ځوانانو  او څېړونکو څخه د قلمي همکارۍ ترڅنګ د خپلو نظرونو شريکولو، ګټورو او هر اړخېزو لارښوونو او مشورو هيله لري

 

ويب پاڼه: http://www.muhassileen.net/
فیسبوک پاڼه:
 https://www.facebook.com/muhassileen
ایمل ادرس :   
muhassileen.net@gmail.com

بل ايمل ادرس:  muhassileen.net@hotmail.com

 


 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *