اتحاد او سراسري پاڅون د وخت ضرورت دئ — مصمم

 

اتحاد او سراسري پاڅون د وخت ضرورت دئ

 

مصمم

 

د استعماري ځواکونو انسان دښمنه پلانونه د وروسته ساتل شوو هيوادونو هغه چي لاتر اوسه ئې د ځمکې لاندې زيرمو لاس ندى خوړلئ د حرص سترگې پاتي او نيولي دي، خپل دې شوم هدف ته د رسيدو په خاطر د خپلو جاسوسي شبکو پواسطه ځينې سست عنصر او ضعيف القيده اشخاص د مادياتو په ورکړه او داسې نورو لارو په کار اچولو سره د استعمار په خواره شوي دام کى نښتي، عقيده او ايمان ئې له لاسه ورکړى، له همدغه ځايه ده چي د استعمارگرو گټې له هر څه لوړې او مقدمه ورته ښکاري، اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کول د تمدن نښه بولي، که پرون روس پرست کمونستانو د خپل لويدلي خصلت له مخې مسلمان افغانان د خپلو جناياتو په اور کې لو لپه کړل، خپل روسي باداران ئې د دې مظلوم ملت د قتل عام لېاره راوبلل، يونيم مليون افغانان ئې د خپلو وحشي بادارانو د بم او بمبارۍ او ډولاډول وحشيگريو پواسطه په نهايت درندگۍ سره په شهادت ورسول او په همدې اندازه هم معلول او معيوب کړى شول، کلي او کورونه په کنډوالو بدل شول، د ژوند داسې اړخ پاتې نشو چې صدمه او ضربه ئې نه وي ليدلي، روسانو له خپلې ماتې وروسته له امريکايانو سره غوږونه وجنگول د گډو توطيو له مخي د خپلو مزدورانو او معامله گرو څېرو په يوه کولو سره ئې خپل بل کړى شوى اور بل وساته او دا مظلوم ولس ئې په اږوده ناورين واړاوه.

دا دئ نن بيا يرغلگر امريکايان او هم څنگ ملگري ئې چې د خپل يرغل پدا اوږده موده کې پدې ونتوانيدل چې د ايمان او عقيدې سنگر مات او برى ترلاسه کړي د دوى دا ناکامي او مايوسيت ددې سبب شو چې د اشغال د دوام لپاره يو اوږږدمهاله نوې توطيه او برنامه عملي او پکار واچوي، هغوى غواړي په ستراتيژيکو سيمو کې فوځي قرار گاوې چې په مدرنو جنگي وسايلو مجهزې حتى تردې اندازې قوي مراکز وي چې د ضرورت په وخت د سيمې هيوادونه پرې تهديد او وگواښلى شي په لاس کې ولري، اجير فوځيان چې لويه برخه ئې پخواني کمونستان دي د دوى په هر اړخيزه همکارۍ د عامه مسلمانانو په وژلو او ځورولو گمارل کيږي.

که پدې وخت کې لږ غوندي بې پروائي وشوه د ولس لپاره به سخته دردوونکې تمامه شي.

د امريکايانو له غوښتنې سره سم د تش په نامه ولس مشرۍ شوقيان اشرف غني احمدزى او ډبل عبدالله که چيرې په خپل منځي سازش کې نتيجې ته ونه رسيدل د انتخاباتو په دوهم دور کې به يو د بل په وړاندې ولاړ وي، دواړه په ډيره بې شرمۍ سره امريکايانو ته د خپلې سراپا تسليمۍ او غلامۍ د ثبوت لپاره وايي واک ته د رسيدو په صورت کې به امنيتي سند (د هيواد د خرڅولو او ښکيل کولو) به له ځنډه پرته په پټو سترگو امضا کوي پدې لويدلي، له شرمه ډک عمل باندې شرم څه چې هر يو يې د ځان لپاره د افتخار نښه بولي.

د افغان مومن ملت راتلونکې له نازکو او حساسو شېبو څخه تيريږي، که مزدورو عناصرو ته موقع پلاس ورغله ولس به له دوامداره بدمرغيو او ستونزو سره مخ کړي، اشغالگرو ته نظامي اډې ورکول ملت لاس تړلئ امريکايانو ته سپارل، د اشغالگرو د مظالمو او وحشتونو لپاره لار هموارول دي، د امنيتي سند تر نامه لاندې په کورونو چاپې اچول، د آزاد منشو افغانانو بې تپوس او پوښتنې وژل، تړل او زندانونو ته اچول، ملت سراپا د اشغالگرو په منگولو کې له ښکيلولو پرته بل معنى او مفهوم نه لري، د اشغالگرو فوځيانو د پاتې کيدو شمير او اندازه يو مسخره خبره ده، د تسليمۍ پدې سند کې هر څه د امريکايانو خوښي ته پريښودل شوي، امريکائي فوځيان چې وغواړي له هر هوايي ميدان څخه استفاده کولى او خپلې الوتکې پکې راکوزولى او جگولى شي، د ويزې اخستو ته اړ ندي تگ راتگ يې آزادانه او بى پوښتنې دي، د وسلو ځاى پر ځاى کولو او نصبولو کې د خپلې خوښي مالکان گڼل شوي، د وسلو ماهيت او کيفيت هغه راز دئ چې پرته له نيواکگرو بل څوک يې د پوهيدو حق نه لري، خداى ج مکړه که فوځي اډې ئې دلته ځاى پر ځاى شوې يوه ورځ نه يوه ورځ به د سيمې له هيوادونو سره د تاوتريخوالي په راپيدا کيدو سره مظلوم افغانان له دردونکي حالت سره مخامخ شي، د ولس مشرۍ په گدۍ نصبيدل د نيواکگرو پلاس کې ده څوک چې وغواړي هغه به نصبوي، انتخابي مداري گريو ته سترگې نيول له ځان غولونې پرته بل څه نه دي، مسلمانو هيوادوالو، په اسلام او آزادۍ مينو مجاهدينو له پکار ده چې فرعي اختلافات شاته وغورځوي د لوى مصلحت لپاره هغه چې د هيواد آزادي، د غربي ديموکراسي پر ځاى اسلامى عدالت برقرارول، په سرلوړي آزاد افغانستان کې د هر افغان لپاره د هوسا او آرام ژوند د زمينه برابرول د غلو، لوټمارو، رشوت خورو، مفسدو او غلامو څېرو ناولي لاسونه دابد لپاره ورلنډول دي، دى هدف ته د رسيدو لپاره نه ستړي کيدونکى کار او زيار پکار دى، دې هدف ته رسيدل، يووالي، اتحاد او عمل ته ضرورت دى، ځان ځاني د دنيا او آخرت زيان او تاوان دى، راځئ سر له همدا نن څخه د هيواد د ژغورنې او نجات لپاره يو بل ته د اخلاص لاسونه سره ورکړو په يوه عملي طرحه د ولس په دننه کې سره خواره شوو، زوړ او ووړ د امنيتي سند په ناولي ماهيت او خطرناکو موخو او پايلو باندي خبر او پوه کړو، د ملت په سطح د غږ په يو کولو سره په دښمن رڼا ورځ توره شپه جوړه کړو، د ملي پاڅون تر باوقاره عنوان لاندي د اشغالگرو ظلمت ته د هغوى په ورکاوي سره د پاى ټکى کيږدو، تر کومه به په رڼو سترگو د خپلو مظلومو همسايه وروڼو په کورونو د نيمو شپو د چاپه اچولو ننداره چيان يو، تر کومه به د کونډو، رنډو سوځوونکو نارو سورو ته لاس ترزنې ناست يو، داسي نه چې بې تفاوته ژوند مو په يوه مزمنه ناروغۍ بدل شي، دحق او ناحق په وړاندې د تميز جرئت راپکي مړ شي.

دا هسې يوه بې بنسټه خبره نده، وگورئ د هيواد له گوټ، گوټ څخه د اشغالگرو په بمبارۍ او چاپو اچولو کې د مظلومو بې دفاع افغانانو د ناتاره وژلو خبرونه اوريدل کيږي، داسې معلوميږي چې د بې تفاوتۍ په مرض اخته کسانو باندي د زرې قدرې اثر نکوي، علت ئې په غربي ناولي فرهنگ کې ډوبيدل دي، په استعمار پورې وابسته تلويزيونونه، راډيو گانې اخبارونه او له اخلاقي معيارونو وتلي او پريوتي پروگرامونه دي چې د ځوان نسل د بې لارې کولو لپاره پکار اچول شوي، طلوع تلوزيون له ستاره افغان او خندا بازار څخه نيولې، تر گمراه کوونکو سريالونو او فلمونو پورې د همدې مقصد لپاره په مخ بيول کيږي د ټولو تلوزيونونو او راديوگانو همدا زهر لړلي نشرات دي چې زمونږ کاري قشر په بله بيايي، زمونږ د ځوان نسل د ځينو کسانو لاوبالۍ او بې تفاوته ژوند واقعاً د انديښنې وړ دى.

د اشغال پدې څه د پاسه ديارلسو کلونو کې د ژوند داسې ساحه نه تر سترگو کيږي چې د نيواکگرو له زهرو ډک گزند څخه خوندي پاتې شوي وي، ځينې ساده لوح کسان د سرکونو قير او تورول د نيواک لويه کارنامه بولي، حال دا چې هغه ئې د خپلو فوځي وسايلو او فوځيانو د تگ راتگ لپاره هغه هم په غير معياري توگه جوړ کړي، يا هم د غاصبينو، لوټمارو، غلو او رشوت خورو لخوا جوړې کړى شوي پلازى، او بلډنگونه بيا روغونه ورته ښکاري، بايد دا ټکى د يوه انکار نه کيدونکي واقعيت په توگه ومنو چې د هغه کسانو کش و فش او مادي ژوند جوړ او برابر دى چي د اشغالگرو په چوپړ او د عامه شتمنيو په چور کې خلاص لاس درلود، د ملت غوڅ اکثريت د فقر تر کرښې لاندې ژوند کولو باندې مجبور دي.

ددې ټولو دردونو علاج د مسلمان ملت يو لاس او يوه خوله کيدل دي، اتحاد او يووالى دى چې د منزل مقصود لار رانيږدې کوي، د ملت دردونه ټکور، دردونه او غمونه په خوشحالۍ او سوکالۍ بدلولاى شي.

راځئ يو بل ته پلاس ورکولو او د سراسري پاڅون په لاره اچولو سره د امنيتي سند غوښتونکو ناولي پلانونه له عمل نه مخکې له خاورو لاندي، نيواکگر او پريوتي غلامان ئې په تېښته او وتلو باندې مجبور کړو، د غلامانو په انتخاباتي کشمکش کې پراته بړيڅي د امنيتي سند امضا کيدو ته ټټروهونکي او سينه ډبوونکي د ملت د طوفاني سيلاب يعنې سراسري پاڅون سره په گرداب کې د تل لپاره غرق تر څو ملت د دوى له شره په نجات موندلو د خپل واک آزاد افغانستان خاوندان شي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *