هغه پراخ لیست چی اوباما یې باید عملی کړی — نثار احمد صمد

 

هغه پراخ لیست چی اوباما یې باید عملی کړی

د امریکا ټاکل سوﺉ ولسمشر به مجبور وي چی د نړۍ خورا ستونځمني برخی آرامی کړی

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټو سن ورځپاڼه

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

نړۍ د بارک اوباما د تاریخی بري په ویاړ خوشالۍ کوی . صرف په اسراییلو ، جورجیا او فلپین کی د مک کېن پر ځپونکې ماتی باندی ویر وښودل سو .

خو د اوباما دا خوږه موده به لنډه وی . ځکه ده ته یو داسی هېواد ور پاته دﺉ چی د مفلیسۍ او ډېوالیتوب په خټو کی بند دﺉ چی علت یې د بې پروا پورونو عیاشي او له جنایته ډک تقلب دﺉ .

د اوباما بري او په ولسی جرګه او سنا کی د دیموکراتانو اکثریت کېدو ده ته د امریکا د خورا ناندره ییزو بهرنیو ستونزو د اوارۍ لپاره یو بې سارﺉ چانس ور کړی دﺉ .

لومړنی ګام یې دا دﺉ چی د امریکا بهرنۍ تګلاره غیر پوځی کړی . د پنتاګون څخه دې د بهرنۍ تګلاری جوړښت واخلی او هغه دې بیرته خارجه وزارت ته ورکړی . ورپسې کارونه یې دا دي :

 

روسیه

کریملین د اوباما بریالیتوب د جورجیا او اوکراین په سر د خبر داري او هم په خپل کالینن ګراډ کی د توغندیو د مستقرولو په پلانونو سره بدرګه کړ تر څو په پولینډ او چیک جمهوریت کی د بوش د ادارې د توغندیو ضد سیسټم سره مقابله وکړای سی . د امریکا د ملی امنیت تر ټولو مهم ګواښ اسامه بن لادن یا عراق نه بلکی د روسیې سره اړیکي دي چی په زرګونو هغسی اټومی سرګلولې لری چی هدف یې امریکا ده . بوش او چینی پر خپله لاره ولاړل چی روسیه به یې د خپلو توغندیو ضد احمقانه پلان او هم پر جنوبی اوسیشیا باندی د جورجیا په حمله سره ضدیت ته رابلله او هغه به یې لمسوله ، او دا هر څه یې د جان مک کېن انتخابی چانسونو ته پرې یښی وو .

نو اوباما باید د توغندیو ضد دغه عبث پروګرام پریږدی او جورجیا ته ووایی چی هر څه حل کړی او د اټومی بې وسلې کولو لپاره د ولسمشر آیزنهاور غوښتنه یو ځل بیا را مخته کړی .

اوکراین یو بل بحران دﺉ . واشنګټن او ماسکو باید پر یو داسی تړون باندی کار وکړی چی د اوکراین دایمی استقلال خوندی کړی خو د دې څخه دې ډډه وکړی چی هغه د ناټو یو داسی نیزه وګرځوی چی نېغه به یې  د روسیې زړه ته  نیولې وی . ناټو دې د روسیې د پولو څخه لیری کړی .

 

چین

د یو نوي نړیوال طاقت په توګه د چین د را څرګندېدو سنبالښت د امریکا د بهرنۍ تګلاری یوه بله مهمه مسأله ده . واشنګټن باید د بیجنګ سره د ژوند کولو یوه طریقه رامنځته کړی او د چین په وړاندی د جمهوریت غوښتونکو د آینده جنګ خوبونه ایسته وغورځوی .

 

عراق

اوباما باید پر خپله هغه ژمنه بیړه وکړی چی ویل یې د عراق څخه به امریکایی پوځیان راباسو . پریږدﺉ چی عربی ټولنه د امنیت دا مسؤلیت واخلی . مفلس او ډیوالی سوﺉ واشنګټن نور نه سی کولای چی د عراق د نیوني میاشتنیً ۱۰ بلیونه ډالریزه خرڅ تادیه کړی .

 

اسراییل/ فلسطین

دغه شخړه د لویدیځ ضد تشدد هغی ستری برخی ته چی د اسلامی نړۍ څخه نشأت کوی ، نور سېک هم پسی ورکوی . اوباما باید خپل زور د اسراییلو د مرکز او کیڼ لاسو ګوندونو شا ته ځای پر ځای کړی چی هغوی د مځکی د سولی لپاره د یوې رښتیانۍ روغی جوړی ننګه کوی . یوه عادلانه سوله به د هغه څه ستره برخه چی موږ یې « تروریزم » بولو ، پای ته ورسوی .

اوباما باید همدا راز اعلان وکړی چی امریکا به په اسلامی نړۍ کی د دیکتاتورو واکمنانو د ملاتړ څخه تدریجأ لاس واخلی او د « تروریزم » د  ودی اصلی علت هم همدا دﺉ ، او دغسی کار به رښتیانۍ دیموکراسی ښه پسی ترویج هم کړی .

په هر حال ، د منځنی ختیځ سوله د امریکا د مستقیم منځګړتوب او فشار څخه پرته احتمال نه لری . پدې کار کی ناکامی او د سیمی د مستبدو واکمنانو څخه د امریکا د ملاتړ دوام هغه څه دی چی د اسلامی نړۍ سره شخړه دایمی کوی او په دې ډول به د امریکا د بهرنۍ تګلاری او ملی امنیت سر او بر هم ورک وی .

 

افغانستان

اوباما د افغانستان د جنګ د ژورو  قومی او تاریخی پیچلتیاوو په پوهېدنه کی پاتی راغلی دﺉ . ده لوړه کړې چی هلته به نور پوځیان ورلیږی او د پاکستان په دننه کی به حملې کوی . اوباما باید د هغو لوړو افسرانو خبره واوری چی وایی دا جنګ پوځی برﺉ نه لری بلکی یوازینۍ چاره یې داسی خبری اتری دي چی طالبان او د هغوی ملګری به هم پکښی شامل وی . دا ضروری ده چی دا جنګ مخکی له دې چی اټومی وسلوال پاکستان ټوټه ټوټه سی ، پای ته ورسیږی .

 

ایران/ شمالی کوریا

د دغو دوو ستونځمنو هېوادو سره د اوباما لخوا د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه معقوله او د ستایلو وړ ده . دواړه په خورا مینه د امریکا لخوا د پاملرنی او خیال ساتنی  په تمه دي او هیله من دي چی حمله به نه پر کیږی .

 

اروپا

اروپا د اوباما په بریالیتوب سره خوښی څرګندوی او د بهترو اړیکو په تمه ده . واشنګټن باید د اروپایی اتحادیې سره د یو لاس لاندی غوندی نه بلکی د یو برابر شریک په توګه رویه وکړی . امریکا ته لازمه ده چی د اروپایی ټولنی څخه زده کړه وکړي چی په بشری حقوقو ، محیطی مسایلو ، د مصرفونکو په ساتنه ، او ټرانسپورټېشن کی د امریکا څخه ډېره مخته ده .

 

د اوباما اداره باید ډېر ژر ګوانتانامو وتړی ، د لاتینی امریکا سره اړیکی سمی کړی او پر کیوبا باندی خپله بې شرمانه محاصره پای ته ورسوی .

 

خو د امریکا د خورا معقولی او بشپړ بهرنۍ تګلاری اومیدونه به د واشنګټن د پیاوړو خاصو ګټو د مقاومت سره مخامخ سی . ځکه هغوی د مخکی څخه لا پر اوباما او دیموکراتانو باندی خپل دروند فشار ساتلی دﺉ .

 

اوباما د بوش د وراني ورانۍ او نورو ستونزو سره مخامخ دﺉ . لاکن دا هم لومړی ځل دﺉ چی د جان ایف کنیډی څخه را په دې خوا د نړیوالو زړونه نن یو وار بیا د امریکا لپاره د ولولو او نیکو احساساتو څخه ډک دي . پای ،

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *