د حملې ریښه کشمیر دی — نثار احمد صمد

 

د حملې ریښه کشمیر دی

د هند د ویشلي ولایت په سر اوږدې شخړې د ممبیً ډل وژنه رامنځته کړه

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

واشنګټن ډی سی د امریکا ستراتیژیکی ارزونکي جوړښتون ( رند ) اټکل کړی چی د هند او پاکستان لخوا به یو پر بل اټومی ګوزارونه په اول ټپال کی دوه ملیونه انسانان ووژنی او سل ملیونه نور به هم ټپیان کړی او د مځکی کُره به په راډیو اکټیف دوړو سره وپوښی .

دا صرف یوه لسیزه مخکی وه چی هند او پاکستان خپل اټومی قدرت  چی همدا اوس فقط د ماشې وهلو په حال کی تیار سیً  دی ، څلور چنده زیات کړ .

 

د ممبیً د ډل وژنی په انتقام کی د خښمیدلی هند لخوا پر پاکستان د حملې ویری دلته په واشنګټن کی ډېره لویه اندیښنه رامنځته کړې ده . بل غټ تهدید هم دا دی چی ښایی اسلام آباد خپلی دوې هغه پوځی فرقې له دې ځایه چی په افغانستان کی د امریکا د جنګ ملاتړ کوی ، وباسی او بیرته یې هلته د هند په مقابل کی ځای پر ځای کړی . نو امریکا هم ډېر ژر پر پاکستان فشار راوړ چی د لشکر طیبه د ډلی مشر ونیسی چی هند د دې حملې پړه پر اچولې ده .

لشکر طیبه د شوروی پر ضد د افغان جنګ په وروستیو کی تأسیس شو تر څو د یوې نوی مبارزې لپاره چی هماغه د کشمیر د دوه پر درې ( ۲/۳ ) برخی د آزادولو په خاطر چی د هند تر واک لاندی دی ، نوي جهادیان تهیه کړی .

 

کشمیر د هند یوازینی ایالت دی چی مسلمانان یې اکثریت دي . مسلمانو کشمیریانو د هماغه ۱۹۴۷ راهیسی د هند څخه استقلال او د پاکستان سره یوځای والی غوښتی دی . په ۱۹۸۹ کی د هند پر ضد یو پاڅون راوټوکېد . څه باندی شل کشمیری اسلامی جهادی ډلی ، چی ځینی یې په پټه د پاکستانی استخباراتو د ملاتړ وړ هم وو ، په یو ظالمانه ، ناولی جنګ کی چی دواړو خواوو بې رحمۍ پکښی کړي ، د ۵۰۰۰۰۰ هندی پوځیانو او پولیسو سره جنګیږی. په دې ترڅ کی ۴۰۰۰۰ الی ۸۰۰۰۰ کشمیریان وژل سوي چی اکثریت یې مسلمانان دي .

 

چریکی کمپونه

ما په خپله د کشمیری مجاهدینو چریکی کمپونه د پاکستان تر لاس لاندی درېیمه برخه کشمیر کی لیدلي ، چی د مظفر آباد په شاوخوا کی جوړ سوي ، او لکه چی ما په خپل هغه کتاب کی چی « جنګ د نړۍ پر بام » نومیږی ، لیکلی هم دي ، د هندی ځواکونو پر ضد د کشمیری مجاهدینو عملیاتو ته ورسره تللی یم . غټ غټ کمپونه د دوو جهادی ډلو یعنی لشکر طیبه او جیش محمد لخوا اداره کېدل . دغو دواړو ته تر ۲۰۰۲ پوری د آی ایس آی یعنی پاکستانی استخباراتو لخوا وسلې او پیسې ورکول کېدې .

 

هند او امریکا ډېر ژر لشکر طیبه او نور کشمیری جهادیان د ممبیً د برید  له امله ملامت کړل . امریکا  د خپل زاړه متحد او زما د پخواني ملګري یعنی د آی ایس آی د پخواني ریًس جنرال حمید ګل نوم هم واخیست چی  وایی لاس پکښی لری .

هند ټینګار کوی چی پاکستان ګرم او مقصر دی ، خو تر اوسه یې لا شواهد او ثبوتونه نه دي وړاندی کړی . جنرال ګل یو پاکستانی هېوادپال دی او تروریسټ نه دی . د ده اصلی جُرم دا دی چی د طالبانو ملاتړ کوی او د سپټمبر د یوولسمی حمله یوه غولونه بولی .

پاکستان د امریکا فشار ته تسلیم سو او د لشکر طیبه مشر یې ونیوی . پاکستان مفلس ( ډیوالی ) دی او د هغه پیسې د مشرف د دیکتاتورۍ پر مهال غلا سوي دي . پاکستان همدا اوس د امریکا په روپیو سره پایی .

 

اکثریت پاکستانیان د کشمیر د خپلواکیزه مبارزې څخه د پاکستان د ملی قضیې په توګه ملاتړ کوی . خو امریکا د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته ټوپک د پاکستان سر ته ونیو او مشرف یې تر دې فشار لاندی راوست چی په افغانستان کی د امریکا د جنګ ننګه وکړی ، د کشمیر خپلواکیزه غورځنګ خوشی کړی او د پاکستان د ملګرو یعنی طالبانو څخه لاس په سر شی او هغوی د « تروریسټانو » په توګه وغندی .

امریکا او هند ډېر خوشاله وو . هند تل دغه کشمیری پاڅون ، که څه هم چی د هند د فاسد واک پر ضد یو رښتیانی پاڅون دی ، د پاکستان څخه « تر پولی ورتېرېدونکی تروریزم » بللی دی .

 

پاکستانیان د دې دوه اړخیزه خیانت له امله وخښمېدل او مشرف یې یو امریکایی غلام وباله . نن د ولسمشر آصف زرداری نوی حکومت هم د امریکا تر فشار لاندی هماغه تګلاره مخته بیایی او ورځ په ورځ مخ پر تحقیر او تنفر درومی .

پاکستان اصلأ دوه حکومتونه لری چی هغه ملکی او پوځی دي . جنرالان او آی ایس آی هیڅکله هم نه د پاکستان تر نفوذ لاندی افغانستان پریږدی او نه هم د کشمیر د جهاد له پایښته تېریږی  او دغو دواړو ته د حیاتی ملی ستراتیژیکو ګټو په توګه ګوری .

 

واشنګټن د پاکستان ۱۳۰۰۰۰ پوځیان اجاره کړي دي تر څو د پاکستان پر شمال لویدیځ سرحد باندی یې د طالبانو د ملګرو یعنی پښتنی قبایلو پر ضد  وجنګوی . د حیرانۍ خبره نه ده چی دا پوځیان د دغه مأموریت څخه کرکه لری ځکه یو وخت پاکستانی ویاړلی او سرلوړی پوځ نن هغه دی یو اجیر ځواک سوی دی . همدا نن واشنګټن غواړی چی خپل کرایه کړی پاکستانی پوځ په افغانستان کی هم جنګ ته ولیږی .

 

بنسټ پال کېدنه

په واشنګټن کی یو څو کسه په دې پوهیږی چی پاکستان ځکه ورځ په ورځ مخ پر بنسټ پالنه ځی چی واکمنان او پوځیان یې د خپل ملت د غوښتنو پر ضد کښېکښل سوي دي .

خو واشنګټن برعکس یوازی د غربی سوو اشخاصو او کیڼ لاسو « ماهرانو » خبری اوری چی هغوی د نفوس تر یوې سلنی هم لږ دي لکه احمد رشید ، چی مسلسل واشنګټن ته د ترخو حقایقو پر ځای هغه څه وایی چی هغوی یې اورېدل غواړی .

 

د کشمیر دغه ورسته او خوسا شخړه چی په اټومی وسلو مجهز هند او پاکستان یې یو د بل پر ضد سیالۍ ته درولي ، د ممبیً د ډل وژنی تر شا قرار لری . نو ځکه د لویدیځو ځواکونو لپاره باید د همدې خطرناکی چارې حل د هر څه په سر کی وی . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *