د طالبانو سره پټی خبري پر مخ ځی … — نثار احمد صمد

 

د طالبانو سره پټی خبري پر مخ ځی خو هلته پوځی څپه راڅرګندېدونکې ده

سعودیانو واشنګټن ته اخطار ورکړی چی یرغل ښایی د جنګیالۍ ډلي سره خبری اتری ودروی

 

لیکوال : کیم سین ګوپتا

منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ( لندن )

نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پټی خبری اتری د سعودی شاهی کورنۍ یو غړي پر ذمه اخیستی چی هغه په عین حال کی د هېواد داستخباراتی څانګی ریًس هم دی . دا مذاکرات مخکی له دې چی په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ د پوځی یرغل څپه راپیل سی ، خپل ګامونه اخلی .

تر کومه ځایه چی انډپنډنټ غوږېدلی ، ویل کیږی چی شهزاده مقرین بن عبدالعزیز آل سعود هغو خبرو اترو ډیر هڅولی چی پدې وروستیو کی یی د افغانستان او پاکستان څخه د خپلی کتنی پر مهال د دواړو خواوو سره وکړې چی اوس یی د نوو خبرو اترو لپاره لاره خلاصه کړې ده .

 

جنګیالیو ډلو ځکه د طالبانو د رژیم یو پخوانی غړﺉ  نوموَلی چی هغه پخوا د سعودی حکومت سره ښې اړیکی لرلي دي . دا سړی اغا جان محتسم نومیږی چی د طالبانو د معزول سوي مشر ملا عمر په وخت کی وزیر و . ده د سعودی مقاماتو سره مفصلی خبری اتری لرلي او په تېره روژه کی هلته ورغلی هم و .

 

داسی ویل کیږی چی افغان ولسمشر حامد کرزﺉ چی په را روانو ملی انتخاباتو کی د امریکا د ملاتړ څخه ډاډه نه دی ، اوس د ښورښیانو د مشرتابه سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو سوی دی . ده ته نژدې مامورین ادعا کوی چی دا زیاتېدونکې اندېښنه هم سته چی د امریکایی پوځ تعرض به د ملکی تلفاتو په ډېرښت سره د سولی د معاملې خنډ سی .

 

د سپټمبر د یوولسمی د حملې پر مهال په نیویارک کی د طالبانو نماینده عبدالحکیم مجاهد د ښاغلي کرزي لخوا افغانستان ته وربلل سوی او ورڅخه غوښتل سوی چی د پخلاینی د دې بهیر په انتظام کی مرسته وکړی . ده  په ۲۰۰۱ کی د بوش د ادارې غوښتنی ملا عمر ته رسولي وې هغه دا چی اسامه بن لادن باید په لاس ورکړی . دﺉ په هغو کسانو کی هم شامل و چی د ښاغلي کرزي د مشر ورور قیوم په ملګرتیا یی تیر سپټمبر د مکې په  غونډه کی چی سعودی پاچا عبدالله ترتیب کړې وه ، برخه لرله .

ښاغلي مجاهد وویل : « شهزاده مقرین یو اغیزمن سړی دی او ځکه نو د خبرو اترو په دې بهیر کی د هغه ګډون ډېر اهمیت لری . هغه خبری اتری چی ده په کابل کی تر سره کړې د لوړو مقاماتو سره کېدې او بلخوا وسلوالی مخالفی ډلي هم ده ته ډېر احترام لری . د مقاومت لخوا د اغا جان محتسم نوموَنه هم ځکه ډېره مهمه ده چی یو خو هغه د سعودیانو سره ښه مناسبات لری ، او بل دا چی دغه کار ثابتوی چی د وسلوال مقاومت ځینی اړخونه دا موضوع ډېره جدی نیسی .

 

« سعودی حکومت تر خپله وسه زیار باسی چی د سولی دا خبری اتری پایښت ومومی خو که امریکایان خپل دا تعرض په غلط ډول اجرا کړی نو لویی ربړی به پیښی کړی . دغسی کار به خښم راوپاروی او د هغو طالبانو سره به مرسته وکړی چی پر هیڅ ډول خبرو اترو کوم باور نه لری . نو ځکه دا ډېره مهمه ده چی موږ باید مخکی له دې چی دغه تعرض پیل سی ، یو څه وکړو او نړیواله ټولنه هم باید زیار وباسی چی امریکا دې ته حاضره کړی چی باید ډېر نه بلکی لږ پوځی عملیات وکړی . »

 

ښاغلي کرزي څو څو واره شکایت کړی چی د ناټو هوایی حملو ملکی افغانان وژلی یا زخمیان کړي دي . ده پدې وروستیو کی ناټو ته داسی اسناد ورتسلیم کړل چی په هغو کی یی « د کړنی نوي اصول » ورته واضح کړي دي . خو د ناټو مامورین وایی چی هغه ځکه « باالکل غیر عملی » دي چی پدې کار سره به هغوی پدې هېواد کی د بهرنیو ځواکونو په قیمومیت او پالنه کی مستقیمه لاس وهنه وکړی .

دیپلوماتیکی سرچینې وایی چی د ښاغلي کرزي لخوا شپول ته د ښورښیانو د بیرته راوستلو دا وروستی هرکلیً څرګندوی چی دﺉ دې ته اړتیا لری چی ګواکی د لویدیځ په وړاندی یی یو ملت پال دریځ غوره کړی دی . لکه څنګه چی ده تېره اوونۍ پارلمان ته وویل چی « زه مخالفینو ته یو ځل بیا بلنه ورکوم چی بېله کومی بیری څخه بیرته هېواد ته راستانه سی ، د کوچنیانو ژوند وژغوری او د خپل هېواد په بیا ودانولو کی مرسته وکړی . »

 

څوک په خبرو اترو کی سره مخامخ دي :

 

۱ ـ شهزاده مقرین بن عبدالعزیز آل سعود ـ

ده ته د سعودی استخباراتی جوړښتون د مشرۍ مقام د هغو جهادی ډلو سره د جنګ په خاطر سپارل سوی و چی د دې سلطنت پر ضد یی جګړه  اعلان کړې وه . ده د بیا پخلاینی د استقرار په هغه پروسه کی رول ولوباوه چی د هغې له مخی ګڼ شمېر سعودیان د تروریزم په تور نیول سوي وو او  پخوانی حیثیت یی بیرته اعاده سو .  دﺉ اسامه بن لادن هم ځکه ښه پیژنی چی یو وخت یی هغه هڅاوه چی په افغانستان کی د روسانو پر ضد جهاد ته ورسی ، څو چی دغه یمن الاصله سعودی تبعه هلته القاعده پسی جوړه کړه . که څه هم سعودی حکومت د بن لادن سره مقاطعه کړې ، خو د طالب جنګیالیو سره یی تماس ساتلی او ځکه نو ویل کیږی چی شهزاده مقرین د همدغو اړیکو په کارولو سره هڅه کوی چی د افغانی حکومت سره د سولی دلالی وکړی .

 

۲ ـ آغا جان محتسم ـ

د طالبانو پر مهال د مالیې وزیر سو ، او په همدې حد او توان کی یی د سعودیانو سره چی د دغه اسلامی رژیم مالی ملا یی ورتړله ، لوی رول ولوباوه . ښاغلي محتسم په ۲۰۰۱ کی د طالبانو تر سقوط او د توری بوړی تر جنګ وروسته چی د هغه له امله اسامه بن لادن او طالب مشران پاکستان ته وتښتېدل ، په یوه اعلامیه کی داسی وویل: « موږ غواړو چی خلکو ته ووایو چی د طالبانو سیسټم نور نسته . دوی باید د طالبانو په نوم چا ته بسپنی ور نه کړی . » تر هغه وروسته دﺉ په پاکستان کی اوسیږی او مخکی لدې چی په دغو کلیدی خبرو اترو کی راښکاره سی ، چی سعودیانو ترتیب کړي او دﺉ هم د څو مسلسلو کلونو راهیسی ښه تماسونه ور سره لری ، یو کوچنی مقام درلود . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *