وخت د افغانستان د پریښودلو دی — نثار احمد صمد

 

وخت د افغانستان د پریښودلو دی

دا چی صدراعظم دا مني چی دغه جنګ نه سی ګټل کېدای ، نو کاناډایی پوځیان هلته نور څه کوی ؟

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۳/۱۵

ژباړن : نثار احمد صمد

 

خورا ډېر وخت یې ونیو چی صدراعظم سټیفن هارپر باالاخره اعتراف وکړ چی د افغانستان دا جګړه نه سی ګټل کېدای . هو ، تر هیڅ خو همدا ناوخته هم ښه دی . هارپر بیا هم ځکه د ستاینی وړ دی چی حقیقت یې ومانه او کاناډایانو ته یې رښتیا وویل .

که دا جنګ نسی ګټل کېدای ، نو بیا ولی د کاناډایی پوځیانو ژوند چټی د خطر سره مخامخ دی ؟ دا چی همدا شعار هلته د افغانستان پر دېوالونو لیکلی  ، نو ولی لا نور هم ځانونه د دې خطر په خوله کی ورکوو ؟ ولسمشر بارک اوباما هم چی غواړی نور ۳۰۰۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږی ، باید له ځانه همدا پوښتني وکړی .

موږ باید له ځانو سره هلته په سپکو وسلو د هغو غرنیو قبایلی خلکو پر ضد د دې زیاتېدونکی خونړۍ جګړې په هکله فکر  وکړو چی هره ورځ څلیرویشت ساعته د امریکایی ځواک تر درنو بم وریو ، جټ او هلیکوپترونو ، توپ لرونکو اې سي ۱۳۰ نومو الوتکو ، وژونکو بې پیلوټه طیارو او د  درنو توپونو تر مهلکو حملو لاندی شپې سبا کوی . آیا موږ په رښتیا هم د هغو خلکو ټینګ عزم ازمویو چی هغسی غونچه ای بمونه تحمل کوی چی په زرګونو تېره ټوټې او هغسی سپین فاسفورس لری چی تر هډوکو  پوری ټولی غوښی سوځوی او داسی توَښ تنفس کوی چی سږي څیری کوی او بدنونه ټوټه ټوټه کوی ؟ آیا د کاناډا لخوا به د شوروی ساخته هلیکوپترونو او اسرایًلی ساخته بې پیلوټه طیارو استعمال د افغانانو زړونه وګټی ؟

 

زموږ پروپاګنډ پر  دغو پښتنی قبایلیانو باندی د « تروریسټو طالبانو » ټاپه وهی . خو هغوی ځانونه هغه جنګیالي بولی چی د لویدیځو ځواکونو او د دوی د محلی کمونیسټو ، تاجکو او ازبکو ملګرو پر ضد جنګیږی . د القاعده څو سوه غړي ډېر مخکی لا محوه سوي دي .

 

زموږ دا احمقانه ادعاګانی چی وایو افغانستان مو د ښځو د ساتنی په غرض نیولی ، په اصل کی د لویدیځ تر واک لاندی د افغانی ښځمنو د پرله پسې بدي ورځی په توګه منل کیږی . یو برتانوﺉ تازه راپور وایی چی په هندوستان کی هر کال یو لک ( سل زره ) ښځی د خپلو هغو  کورني سامان آلاتو له درکه چی د خپل میړه کور ته یې ورسره راوړی ، ژوندۍ سوَځل کیږی . چی داسی ده ، نو موږ باید هند ته هم خپل پوځونه ولیږو ؟

 

صرف لومړنی ګام ـ

د دې خبري منل چی امریکا او ناټو افغان مقاومت د تسلیمولو په غرض نسی ماتولای ، صرف لومړنی ګام دی . نو دا چی موږ یې نه سو ګټلای ، غوره دا ده چی کاناډایی پوځیان په خپلو اډو کی پاته سی ، خپلی یرغلیزه ګزمې ودروی ، او د طالبانو پر ملاتړو او ملکی خلکو حملې بندی کړی . د ناټو نور غړي هم باید کټ مټ همدا کار وکړی . ورپسې ګام دا دی چی باید پوه سو چی جګړې د دې لپاره نه وی چی یوازی خپل دښمنان ووژنی ، بلکی هغه  د سیاسی هدفونو په غرض راپیلیږی .

 

په کابل کی د امریکې لخوا د کرزي نصب کړی رژیم سیاسی مشروعیت نه لری او کوم احترام یا وفاداري نه ورته کیږی . هغه په فساد او ستر مخدره ییز کاروبار کی ډوب دی . د اوباما اداره په دې تکل کی ده چی کوم نوﺉ ګوډاګی کښېنوی ، خو هیڅ یو داسی څوک به و نه مومی چی تر بیچاره کرزي دې ښه کار وکړی . یو ګوډاګی هیڅکله هم د ملی مشر په توګه نسی راتلای .

 

تر هغه لا بده هم دا چی هلته کابل دوری هوری لاس او پښې اچوی او طالبان او د هغوی ملګری په تعرضی حالت کی دي ، مګر په ګاونډ یعنی پاکستان کی بیا پیښی د هیبتناک او ناوړه حالت څخه یو غمجن حال ته تلونکي دي . لویدیځ په افغانستان کی د پاکستانی پوځ ، هوایی اډو ، استخباراتو او لوژستیکی اډانې د ملاتړ څخه پرته جنګ پر مخ نه سی بېولای . د دې معنا دا ده چی په اسلام آباد کی یو داسی حکومت لازم دی چی امریکایی غوښتنو ته ځواب ویونکی وی او خپل پوځ واشنګټن ته په کرایه ورکړی .

خو پاکستان همدا اوس په یوه سیاسی ګډوډۍ کی رانغښتی دی . امریکا د پخواني بې اعتباره دیکتاتور پرویز مشرف تر بې واکۍ وروسته د بینظیر بوټو د میړه او د پاکستان د خلکو د ګوند د مشر آصف علی زرداری په واکمنېدو سره نور نو آرام سو . د هغه  د ګرانښت درجه نن ډیره کښته ده .

 

زرداری په دې وروستیو کی د پاکستان فاسده ستره محکمه استعمال کړه تر څو په خورا دیموکراتیک ډول د پاکستان د ټاکل سوي مخالف ګوند مشر یعنی د مسلم لیګ ګوند رهبر نواز شریف د صدراعظم کېدو څخه راوګرځوی . د نواز شریف ورور شهباز هم د پاکستان د غټ ترین ایالت پنجاب د لوی وزیر له دندی څخه د محکمې لخوا ایسته کړای سو .

 

د زرداری د دې دیکتاتوریزه اقدام پر ضد له تشدده ډکی مظاهرې  پاکستان  ښوروی . دا به د حیرانۍ وړ وی چی کرکجن زرداری چی د فساد تر لویو تورونو لاندی دی ، په زوره پر قدرت پاته سی . خو نواز شریف هم په خپلو نږدې کسانو کی ډېر قوت لری . پوځ یعنی د پاکستان یو بل حکومت مفلیسۍ او سیاسی بې نظمۍ ته د هېواد ورشیوه کېدل په ډیره اندیښنه سره څاری .

 

په جنوبی آسیا کی د امریکا او ناټو پوځی بخت په افغانستان او پاکستان دواړو کی په سیاسی لوشو کی قرار لری . د امریکا هغه پلان چی غواړی د پاکستان په صوبه سرحد کی قبایل وسلوال کړی ، ضرور نور ډیر تشدد او بشپړ بې نظمي پسی رامنځته کوی . ناټو چی په دې سیمه کی کومه ستراتیژیکی ګټه نه لری ، به هله د تمیز څښتن وی چی د دې ایشېدونکی وراني ورانۍ څخه خپل پوځونه وباسی . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *