افغانی ښځی د ترور او سیاست تر سیورې لاندی — نثار احمد صمد

 

افغانی ښځی د ترور او سیاست تر سیورې لاندی

 

تبصره کونکی : نثار احمد صمد

نېټه : ۲۰۰۹/۵/۲۱

 

دا هغه په زړه پوری کتاب دی چی په دې وروستیو کی چاپ سوی او لیکواله یې میرمن عالیه راوی اکبر ده . کتاب په امریکا کی د میټروپولیشیین خپرندویی څانګی لخوا په ۱۸۸ مخونو کی په انګریزی ژبه خپور سوی چی ښکلې قطع او صحافت لری .

دا کتاب لکه د نوم څخه چی یې ښکاری ، د افغانی ښځو تریخ ژوند خصوصأ په تیرو دیرشو کالو کی د هغوی د حقوقو هر اړخیزه پایمالی څیړی . کتاب د هغه د لیکوالی یعنی میرمن راوی اکبر یوه سریزه او دیرش فصلونه او په پای کی هم یو بېل مبحث لری چی عنوان یې « د کریملین زمری » دی .

کتاب د افغانی ښځو بده ورځ ، د هغه عوامل ، د هغه څرنګوالی او په هغه کی د بېلابېلو ذیدخلو اړخونو رول مفصلأ څیړی او دا راښیًی چی افغانی میرمنی څنګه د حق تلفیو ، تیریو او بدمرغیو ښکار سوي دي . که دا کتاب په غور سره ولولو، نو و به ګورو چی میرمن عالیه اکبر یوه تکړه لیکواله ، د افغانستان په تاریخ ، کلتور ، بشر پیژندنه او سیاست باندی ښه پوهه او یوه هېوادپاله میرمن ده .

 

تر هغه ځایه چی د کتاب په منځپانګه پوری اړه لری ، نو هغه په تیره بیا پر درو اړخونو ډیر تمرکز کوی ، یعنی : الف : پخپله د لیکوالی د ژوند خوږې او ترخې یا لوړي ژوري  ،

ب :  د افغانی میرمنو او ښځینه ستونزو ، حق تلفیو او تیریو  مسأله ،

ج :  په دې غمیزه کی د بېلابېلو افغانی جنګی ډلو ، واکمنو رژیمونو او تر پولی بهر په پاکستان کی د افغانی ښځو مبهمه آینده .

 

میرمن اکبر په دغه کتاب کی لومړی د افغانستان ټولیزه تباهی څیړی ، د هغه لاملونه او کړوني په ګوته کوی او وروسته د دې ستری غمیزی اصلی قربانیانو ته راګرځی چی هماغه « افغانی ښځی » دي .

کتاب لومړی د افغانی ښځو د حق تلفیو او بی برخیو اوږد بهیر د کورنۍ او نرینه واکۍ په چوکاټ کی راپیژنی ، وروسته ګام پر ګام ټولنیزه او ټولیزه منفی اغیزې څیړی او په درېیم ګام کی هم پر دغو ټولو دودیزه ناخوالو باندی هغه سیاسی او غرضی لاس اچوَنی بیانوی چی افغانی تاریخ یې هیڅ بیلګې نه لری او باالکل پردۍ پدیدې دي . همدا له عقدو څخه ډک سیاسی او غرضی حق تلفۍ د کتاب عمده برخه جوړوی چی میرمن عالیه اکبر دا هرڅه په یوه هېوادپاله روحیه ، افغانی دبدبه ، او ښځینه جذبه سره څیړلي او شنلي دي .

 

که یو څه جزیًیاتو ته نظر وکړو نو کتاب د افغانی ښځو رواجی ژوند ، د کورنۍ جګړې متوجه کېدل ښځو ته ، د بېلابېلو جنګی ډلو لخوا پر ښځو فزیکی او جنسی تیري ، ښځه آزاري  ، ښځینه مبارزه ، د کډوالو ښځو بده ورځ ، پرښځو د روحیاتی او دماغی پریشانیو دروند پیټیً ، د ښځو په وړاندی لومړی د کمونیسټانو ،  بیا د تنظیم والو، وروسته د طالبانو او نن تر امریکایی پالنی لاندی د نوي رژیم سلوک او کړنی ګام پر ګام څیړلي دي او د دې ټولو بدمرغیو څخه یی د سالم خلاصون علمی لاری چاری ښودلي چی دا کار کتاب ته نور اهمیت هم وربخښی .

 

د کتاب څه برخه د تروریسټانو لخوا د افغانی ښځینه حقوقو پایمالی او بیا تر ۲۰۰۱ را وروسته د لویدیځی وارداتی دیموکراسۍ تر ترماسک لاندی د هماغه تروریسټانو د ملګرو یعنی جنګسالارانو لخوا تر پخوا لا ډیر پر ښځو وحشی ظلمونو ته وقف سوې او دا هر څه په ډیر جرأت سره بیانوی .

 

که څه هم کتاب په انګریزی ژبه دی او د بهرنیانو د ښه ترا پوهولو لپاره لیکل سویً ، خو یو لړ داسی ترخه حقایق لری چی د هغو لوستنه او ورباندی پوهېدنه هر احساسمند افغان ته هم لازمه ده . د بیلګې په توګه د کتاب ۷۴ مخ د ښځینه بدمرغیو یو اړخ داسی بیانوی : « همدا نن د ښځو اکثریت یا خو کونډیانی او یا هم بی میړه دی ، او د ښځو متوسط عُمر څلورڅلوېښت کاله دی . د کوچنیانو تلفات هم ډیر لوړ دي ؛ د لنګون پر مهال ۱٬۹ سلنه ښځی او ۶٬۵ سلنه هم کوچنیان مړه کیږی . ډیری ښځی د جګړې په وخت کی وژل سوي وې چی یتیمان یې پاته سوي دي . د طالبانو څخه ډیر کلونه وروسته همدا نن هم شپیته سلنه نجونی ښوونځیو ته نه ځی .

نن حتی پر افغانستان د امریکا د حملې پر مهال هم هره ورځ ۷۰۰ کوچنیان او یا ښځی د روغتیایی خدمتونو د نشتوالي له امله مړه کیږی . امریکا تر ننه په خپلو جګړو او یرغلونو کی ۳ ټریلیونه ډالره مصرف کړي دي ، خو د ښځو پر حقوقو سترګی پټوی . د ښځو او کوچنیانو روغتیا نن یوه غټه مسأله ده ، خو نړیواله ټولنه او افغان حکومت هغه ته ډیر پام نه ساتی . »

 

تر هغه ځایه چی ما دا کتاب لوستلی ، نو داسی فکر نه کوم چی هغه دې یوازی د بهرنیانو د خبروَلو په هدف لیکل سوی وی بلکی زما غوندی ډیرو افغانانو لپاره هم نوي او تازه حقایق لری . څه موده مخکی د کتاب محترمی لیکوالی عالیه اکبر هیله راڅخه وکړه چی که دا کتاب په پښتو وژباړم نو ښه به وی . ما هم د هغې په احترام او ګرانو هېواوالو ته د دې مهم او مغتنم اثر د ښه ترا ورپیژندلو په خاطر دا خواهش ومانه او د هغه د ژباړلو کار می د همدې تبصرې سره سم  راپیل کړ چی ښایی په همدې روان میلادی کال کی انشاالله بشپړ او چاپ سی .

زه د خوږو او ترخو حقایقو څخه د دغه ډک کتاب د خپرولو په مناسبت محترمی عالیه راوی اکبر ته د زړه له اخلاصه مبارکی وایم او د دې دا شهامت ستایم او د ګرانو دوستانو څخه د دې په زړه پوری کتاب د لوستلو غوښتنه کوم . والسلام ، نثار احمد صمد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *