د افغانستان دېرش کلنه غمیزه — نثار احمد صمد

 

 

د افغانستان دېرش کلنه غمیزه

 

لیکوال : عبدالملِک مجاهد

منبع : کوَنټر پنج اورګ ( امریکا )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د « سی آی اې » د نړیوال معلوماتی کتاب له مخی د یو افغان متوسط عُمر صرف ۴۴ کاله دی . دا د پاکستان او ګاونډو هېوادو تر هغې ۲۰ ـ ۳۰ کاله لږ دی . دا د هېواد د روانی تباهۍ فقط یوه نتیجه ده .

 

دغه جنګ په ۲۰۰۱ کی پر افغانستان باندی د امریکا په یرغل سره نه دﺉ راپیل سوی ، بلکی  دیرش کاله وړاندی لا د ۱۹۷۹ په ډسمبر کی هله شروع سوی دی چی پخواني شوروی اتحاد پر دغه هېواد حمله وکړه . د دې جګړې انسانی تلفات نا ثابته دي : څه باندی یو ملیون افغانان ووژل سول او درې ملیونه هم معیوب سول .

پنځه ملیونه ( یعنی د دې جنګ څخه دمخکني نفوس یو پر درېیمه برخه ) مجبور سول چی له هېواده ووزی او مهاجر سی . همدا نن هم ۳٬۱ ملیونه افغانان ، چی  د نړۍ د مهاجرو ۲۷ سلنه جوړوی ، د مهاجرت شپې سبا کوی . اکثریت هغوی په پاکستان کی اوسیږی . نور دوه ملیونه افغانان هم د هېواد په دننه کی بې ځایه سوي دي . په ۱۹۸۰ لسیزه کی د نړۍ د هرو دوو کډوالو څخه یو یې افغان و .

 

د نن ورځی اکثریت ژوندیو افغانانو بېله جنګه بل څه نه دي لیدلي . په افغانستان کی ورځنی ژوند ډیر خوار او بدمرغه دی . د هېواد صرف شپږ سلنه خلک برق لری حال دا چی سوړوالی یې د شیکاګو د ژمي غوندی دﺉ . حتی په کابل یعنی د هېواد په مرکز کی لا هم برق د ورځی صرف څو ساعته راځی . په لرګیو رواجی تودوَل ځکه ستونزمن دی چی په افغانستان کی د ۳۰ کلن جنګ او د ځنګلونو د تباهۍ له وجی دومره لرګي نه دي پاته سوي . تیر کال د ډیر ساړه له امله څه باندی ۱۰۰۰ کسان مړه سول .

د یونیسیف له مخی « د دولتی ښوونځیو  څخه څه نا څه دوه ملیونه زده کونکی د څښلو صحی اوبو ته لاس رسی نه لری او د افغانستان د دغو مکتبونو ۷۵ سلنه  ژغورنده روغتیایی آسانتیاوی نه لری . »

 

د افغانستان په اکثریت سیمو کی نظم او قانون نسته . په کابل کی حکومت لږشانته موجود دﺉ . پخواني جنګسالاران نن مشران دي . د مخدره موادو او جرمونو لپاره د ملګرو ملتونود څانګی لخوا په ۲۰۰۸ کی د افغانستان د تریاکو سروې دا حقیقت ډاګیزه کړی چی « افغانستان د نړۍ د تریاکو د کرلو او تولیدولو تر ټولو لوی هېواد دی چی د نړۍ د مخدره ییزمارکیټ ۹۳ سلنه  جوړوی . » د برتانیې یوې ورځپاڼی راپور ورکړی چی « د هیروًینو په تجارت کی څلور تر ټولو غټ کاروباریان د افغان حکومت لوی غړي دي . »

 

طالبان چی د  ظلمونو له امله یې خپل مشروعیت د لاسه ورکړی ، بیا هم ځینی وختونه د افغانانو لخوا په افغانستان کی یو وخت د امنیت راوړونکو په توګه بلل کیږی .

 

ښځی بیا هم د هېواد د دغه دیرش کلن جنګ اول نمبر قربانیانی دي . د ملالۍ جویا یعنی پارلمان ته د انتخاب سوی غړی او په حکومت کی  د جنګسالارانو او جنګی مجرمانو د زړه وری انتقاد کونکې له خولې « د افغانستان د ښځو د آزادولو او د تروریسټانو پر ضد د جنګ تبلیغات ټول درواغ دي . » هغې په لندن کی د بشری حقوقو لخوا د جایزې د اخیستلو پر مهال په خپله وینا کی وویل چی :

« زموږ هېواد تر اوسه هم د جنګ ، جنایتونو او د بنسټ پالو د وحشتونو تر سیوری لاندی دﺉ ، ښځي د دې شرایطو لومړنۍ او خاموشانه قربانیانی دي . عدالت په افغانستان کی وجود نلری . نن په افغانستان کی د ژوند هر اړخ د ښځینه حقوقو څخه نیولې تر امنیت ، نظم او قانون  او د مخدره ییز مافیا تر تسلط پوری هر څه یوه غمیزه ده . »

 

د افغانستان تقریبأ دوه نسله کوچنیان په جنګ کی را لوی سوي دي او بېله جنګ ، بمونو ، بی کورۍ او لوږي څخه یې  بل څه نه دي لیدلي . دوی د هغو کسانو لپاره یو آسانه هدف دﺉ چی غواړی د پیسو ، مخدره موادو او وسلو لپاره افغانان یو تر بله سره ولوبوی .

 

افغانستان په ۱۹۷۹ کی د شوروی تر یرغل مخکی د خوراکی موادو له مخی تقریبأ پر ځان تکیه و . کیڼ لاسي حکومت ډیر اقتصادی او اجتماعی اصلاحات وکړل ، خو شورویان په هغه دام کی راګیر سول چی د پخواني ولسمشر جیمی کارتر امنیتی سلاکار زبګنیوبرژنسکی په ډیر غرور سره ویلي دی .

هو، دا ۳۰ کاله وړاندی د افغانی غمیزی پیلامه وه . تر هغه را وروسته هېواد صرف د طالبانو د لنډو ظالمانه کلونو څخه پرته نور حتی یوه ورځ لا هم د سولی مخ نه دی لیدلی .

 

امریکا افغان مهاجرین د مالی پلوه پر پښو ودرول او وسلوال یې کړل تر څو مجاهدین سی او شوروی کمونیسټان ووژنی . په دې ترڅ کی موږ د اسامه بن لادن په شمول د جنګیالیو ممتازی څیرې جوړي کړې. وروسته مو طالبانو ته هم مالی کومک ورکړ خو اوس غواړو چی هغوی بیرته ووژنو.

 

د امریکا لخوا د افغانستان د نیونی په دې اوو کالو کی د حامد کرزي حکومت او امریکایی نفوذ یوازی پر کابل او څو نورو کوچنیو سیمو باندی محدود پاته دی . همدا اوس نه یوازی امریکایان ، ناټو او پاکستان خپل خپل کارډونه استعمالوی ، بلکی هند ، روسیې او ایران هم خپل سفارتی پرسونل زیات کړي او لګیا دي په افغانستان کی ځانونو ته خپل خاص قلمرو توږی .

 

که برتانوی امپراتورۍ په ۱۹مه پیړۍ کی د سل کلنۍ جنګی تجربې سره سره و نسو کړای چی افغانستان ونیسی ، او شوریان هم په شلمه پیړۍ کی د عینأ برخلیک سره مخامخ سول ، نو موږ یې هم هیڅ نسو ګټلای . آیا د دې وخت نه دﺉ رارسېدلی چی موږ امریکایان په ۲۱مه پیړۍ کی د افغانستان پر دغه « ښه جنګ »  له سره غور وکړو ؟  دا ځکه  چی اووه کاله وروسته مو هم هیڅ و نه کړای سو ، نو دا یې بهترین وخت دی چی خپله ستراتیژی نوې کړو .

 

وګورﺉ : دا چی شورویانو په خپلو ۱۲۰۰۰۰ پوځیانو( چی مجموعأ ۵۰۰۰۰۰ کېدل ) څه ونکړای سو ، نو موږ به یې په صرف ۶۰۰۰۰ سره څنګه وکړای سو ؟  د ۲۰۰۰۰ الی ۳۰۰۰۰ امریکایی پوځیانو په ډیرولو سره څه شی لاسته نسو راوړای .

بل دا چی شوروی اتحاد د افغانستان سره ګډه پوله لرله ، حال دا چی امریکا په لس ګونو زره کیلو متره لیری واقع ده .

په عراق کی چی د افغانستان نیمایی مساحت لری ، امریکا څه باندی ۱۵۰۰۰۰ پوځیان او ۱۹۰۰۰۰ هم قراردادیان لرل ، یو ملیون کسان یې ووژل او د عراق ټوله اډانه یې د خاورو سره برابره کړه .

 

افغانستان خو تر عراق ۱۶ سلنه زیات وګړي لری . دا هېواد ځکه د پوځی چاپېریال غټ چلنج دی چی دوه پر درې برخه یې د عراق د هوارو دښتو پر خلاف غرني عوارض لري .

 

اکثریت افغانان په دغو دیرشو کالو کی د عراقی ښاری سوو خلکو برخلاف ډیر د جنګ او سختیو سره عادی سوي دي . همدا علت دی چی د ناټوـ ایساف تبدیل شوي قوماندان جنرال ډان مک نییل په ډاګه سره د افغانستان د جګړې لپاره د نورو  ۱۰۰۰۰۰ الی ۴۰۰۰۰۰  پوځیانو غوښتنه کړې وه .

 

ولسمشر اوباما دا ښه کار وکړ چی د ایران غوندی هېوادو سره یې ډیپلوماسۍ ته لاس واچاوه او اسلامی نړۍ ته یې هم لاس ور وغځاوه . خو د دې سره سره په افغانستان کی د نظامی لاری په خپلولو سره دﺉ په خطرناک ډول پر غلطه روان دی . دا هغه څه دی چی تروریزم به نور هم ډیر او ولمسوی او هم به هغه هېواد  چی دیرش کلني جګړې فلج کړی دی ، نور هم پسی تباه کړی . دا کار به د نورو ډیرو امریکایی عسکرو تلفات هم رامنځته کړی . او زه په دې کی  شک نه لرم چی دا به د افغانانو یعنی هغو کسانو متوسط ژوند نور هم راټیټ کړی چی د ستر مصیبت په غېږ ورغلي دي . پای، ( عبدالملِک مجاهد د لویی شیکاګو د اسلامی جوړښتونو لوی ریًس و . مجاهد د « حقیقی الهام د جوړښتون » مؤسس دی ، په پاکستان کی زېږېدلی او په شیکاګو کی اوسیږی . دغه مقاله یې د ۲۰۰۹ د مې پر ۱۸مه لیکلې ده ـ ژباړن )

       

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.