اوباما څه تأثیر و نه کړ — نثار احمد صمد

 

 

اوباما څه تأثیر و نه کړ

اسلامی نړۍ د دې وینا څخه راضی ښکاری خو د معقول عمل په تمه ده

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه ۲۰۰۹/۶/۱۴

ژباړن : نثار احمد صمد

 

سیفنوس ، یونان ـ  په دې وروستیو کی د ولسمشر بارک اوباما لخوا په قاهره کی د ده استادانه او هنرمندانه وینا له هغه څه نه ډکه وه چی اسلامی نړۍ یې انتظار کاوه .

د نړۍ یونیم بلیون مسلمانانو د جورج بوش د ادارې لخوا د ۸ کلني اسلامی ضد ظالمانه دښمنۍ څخه وروسته باالاخره د ولسمشر اوباما لخوا یوه هوښیارانه او احترامانه وینا واورېده چی د اسلامی نړۍ سره یې ( چی په هغه کی پخواني « د بیری وړ » ایران او سوریه هم شامل دي ) د ښه اړیکو ، ګډی مرستی ، دیموکراسۍ او بشری حقوقو د پرمخ بېوني غوښتنه وکړه .

 

ډیر ښه ، مګر د اوباما دغه غوړي شفاهی وینا اسلامی نړۍ هم د ډیرو امریکایانو غوندی ورسره کش نه کړه ، بلکی د هغوی لخوا عامه غبرګون دا و چی « تر خبرو عمل مهم دی ، په عمل کی یې راښکاره کړه » .

ډیر مسلمانان د یوې دوستانه او مرستندویی امریکا په عوض کی عملأ ګوری چی اوباما د دې پر ځای چی دغه مقام ته له رسېدو وروسته یې په افغانستان کی جنګ بېله کومی ستونزی ختم کړی وای ، برعکس هغه نور هم پسی پراخوی . هغوی دا هم ولیده چی امریکا د پاکستان پوځ اجاره کړ او د ښورښی قبایلو پر ضد یې په سوات کی په خپله حمله سره درې ملیونه خلک بې ځایه کړل ، د عراق نیونه هماغسی روانه ده ، او د ایران او سوریې د بې ثباتۍ لپاره د سي آی اې پټ عملیات کمافی السابق پر مخ ځی .

مسلمانانو دا هم ولیده چی د اسراییلو ښیً لاسی حکومت د اوباما د هغی محسوسی غوښتنی په وړاندی چی وایی په لویدیځه غاړه او ګولان کی خپلی مستعمراتی کورجوړني تم کړﺉ ، په باک نه راوړی ، او د امریکا کانګریس هم د اسراییلو افراطیان د روزلو سمندری خوکانو غوندی ستایی . هو ، دا ټوله هغه حقایق دي چی د ولسمشر تر ظاهرأ خوږو خبرو په عمل کی ښه ترا لیدل کیږی .

 

کېدای سی موږ پر دغه نوي ولسمشر باندی شکمن اوسو . ځکه ، هغه تر اوسه په دفتر کی صرف څلور میاشتی تیری کړي دي او ډیر نور وخت ته اړتیا لری تر څو هغه له ناورینه ډک زیانونه بیرته مرمت کړی چی د بوش ادارې امریکایی ګټو ، اسلامی نړۍ او اروپا ته پېښ کړي دي . د مثال په توګه په همدې یونان کی د امریکا پر ضد احساسات خپل اعظمی حد ته رسېدلي دي ، خو اوس د اوباما له وجی مخ پر لږېدو دي .

 د دې سره سره ، بیا هم د سپینی ماڼۍ وروستۍ کړنی د ولسمشر ژمنی درواغجني ثابتوی ، هغه لکه :

 

لومړی مدرک : اوباما مسلمانانو ته د ښه اړیکو ، دیموکراسۍ او بشری حقوقو په برخه کی د خپل پیغام د ورکړی لپاره متأسفانه مصر انتخاب کړ . د امریکې تر ننګی لاندی د مصر دیکتاتور حُسنی مبارک د ۳۷ کالو راهیسی واک چلوی او خپل زوی یې اوس د خپل ځای ناستې په توګه روزلی دی . دغه مشر عربی هېواد د فاسدو بډایانو ، پوځ او استخباراتو پواسطه کنټرولیږی .

 

کړاو ـ

مصر د کړولو او بشری حقوقو د پایمالولو تر ټولو  بد نوم لری . د رژیم مخالفین سخت بېرول کیږی یا نیول کیږی او کړول کیږی . انتخابات یې تصنعی او خطاایستونکي دي .

مصر د سعودی عربستان تر څنګ د امریکا تر ټولو مهم اسلامی ملګری دی . آیا د اوباما لخوا د دیموکراسۍ او بشری حقوقو د غوښتلو څخه مراد همدا ځپونکي دولتونه دي ؟ ښه به دا وای چی اوباما خپل دا بیان په دیموکراتیکه اندونیزیا کی ورکړی وای ، یا دا چی له پرمختللی متحد عربی اماراتو او قطر څخه یې اورولی وای ، نه دا چی په منځنی ختیځ کی یې د امریکایی راج د اصلی پایې یعنی مصر څخه ورکړ .

 

دوهم مدرک : د لبنان د جون د اوومی پارلمانی انتخابات . د امریکاـ فرانسې ـ سعودی عربستان تر ننګی لاندی د سُنیانو ، عیسویانو او دروزانو ګډ اییتلاف د سوریې ـ ایران تر ننګی لاندی د حزب الله په مشرۍ د هغه اییتلاف په وړاندی ودرول سو چی ارمنیان او یو انشعابی عیسوﺉ ګروپ هم پکښی شامل دی .

د تیری میاشتی په وروستیو کی د امریکا مرستیال مشر جوزف بایډن لبنان ته ورغی او اخطار یې ورکړ چی که په ډیموکراتیک ډول د ټاکل سوي حزب الله تر مشرۍ لاندی اییتلاف انتخابات وګټی نو امریکا به پر لبنان چی ۳٬۹ ملیونه وګړی لری ، خپلی ټولی مرستی بندی کړی . هیلری کلنټن هم کټ مټ زیږه او ستوغ تهدیدونه ورکړی وو .

دا هغسی مثال لری لکه د سعودی عربستان ولیعهد چی تر انتخاباتو لږ څه مخکی امریکا ته راسی او دا اخطار ورکړی چی که دیموکرات ګوند انتخابات وګټی نو موږ به د خپلو تیلو بیه لوړه کړو ، نو پوهېږﺉ چی څه غوغا او نارې سورې به راپورته سی ؟

 

امریکا ، سعودی عربستان او فرانسې د لبنان د کرایې وړ سیاست مدارانو او رایه ورکونکو ته د رشوت لپاره په ملیونونو ډالره مصرف کړي دي . امریکا خو آن د ۱۹۵۷ راهیسی لبنان کثیف کړی هم دی .

ایران هم دلته ښه ډیري پیسې مصرفوی او دا کومه نوې خبره نه ده . ځکه ، د لبنان سیاست پوهان هم د نړۍ پر مخ تر ټولو ډیر په آسانه رانیول کېدونکي کسان دي .

 

د رایو سمبالول ـ

د لویدیځ ټول « بخشش » او ځینو تجملی رایه ورکونکو د مې پر ۱۴ د سعد حریری په مشرۍ د امریکا ملاتړی اییتلاف جوړ او هغه یې د ۷۱ څوکیو په ګټلو سره دا دی کامیاب کړ . د هېواد د شیعه حزب الله تر مشرۍ لاندی ایتلاف صرف ۵۷ څوکۍ وګټلې . دغه کیڼ لاسیً مذهبی ، ټوټه سوﺉ لبنان هماغسی دی لکه تر دغو معیوبو انتخاباتو مخکی چی و .

 

آیا دا هغه څه دی چی اوباما یې په اسلامی نړۍ کی د یو ښه حکومت غوندی بولی ؟ ډیر مسلمانان او غیر مسلمانان اوباما د یو محترم ، شریف او ښه نیتې مشر په توګه ګڼی چی تر اوسه یې لا خپله اراده پر هغه یرغلیز مالی ـ نظامی ـ صنعتی اتحاد باندی چی د واشنګټن اصلی طاقت دی ، نه ده تحمیل کړې . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *