امریکا د افغانی کوکنارو د محوه کولو څخه ستړی سو — نثار احمد صمد

 

 

امریکا د افغانی کوکنارو د محوه کولو څخه ستړی سو

 

راپورتر : شاون ټنډن

منبع : فرانس پریس آژانس

نېټه : ۲۰۰۹/۶/۲۴

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د امریکا سیمه ییز استاځې په چهارشنبه وروسته له هغو انتقادونو څخه چی وایی د امریکا تُوندې رسیدګۍ بزګران د طالبانو لمن ته ورټېل وهلي دي ، وویل چی امریکا په افغانستان کی د کوکنارو د محوه کولو هڅی سُستي کړي دي .

د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استاځی ریچرډ هولبروک وویل چی د ولسمشر بارک اوباما ادارې د اسلامی بنسټ پالنی په محوه کولو کی د جورج بوش دټیم په نسبت « مهم اصلاحات » کړي دي . هولبروک د کانګریس په وړاندی تصدیق کړه چی « موږ د دې پیداوارو په محوه کولو کی خپلی هڅی راټیټي کړي دی – دواپاشی – هغه تګلاره ده چی زموږ په فکر هیڅ کوم تأثیر نلری . »

ده وویل هغه پیسې به چی سپمېدلي ، د دې موادو  وړو راوړو ، د لویو کاروباریانو تعقیب او د بزګرانو لخوا د نورو عوضی شیانو کرلو ته وقف سی . هولبروک وویل چی « موږ مخدره مواد نه بلکی د هغه پیداوار بې ارزښته کوو . »

 

افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه هیرویًین تهیه کوی چی ستره برخه یې په جنوب کی د هلمند ولایت څخه راځی چی هلته د طالبانو پاڅون د لویدیځو ځواکونو او افغان پوځ پر ضد خونړی کمپاین مخته بیایی .

 

انتقادیانو ، حتی په افغانستان کی د ناټو تر مشرۍ لاندی ایًتلاف په دننه کی هم دا بېره څرګنده کړې چی امریکا د بزګرانو د دې کلیدی نغدی پیداوارو په محوه کولو سره چی د بنسټ پالو جنګیالیو اصلی مالی منبع تشکیلوی ،  بېوزلي بزګران په لوی لاس د طالبانو لمنی ته وراچوی .

 

هولبروک وویل چی « هغه په سلګونو او سلګونو ملیونه ډالره چی موږ د پیداوارو د محوه کولو لپاره مصرف کړي ، طالبانو ته هیڅ ډول زیان نه دﺉ پېښ کړﺉ . بلکی برعکس د هغوی جلب او جذب یې نور هم ډیر کړی دی . » دغه تجربه کار او مذاکره وال امریکایی وویل چی « زما د تجربې پر اساس دا کار تر اوسه تر ټولو لږ اغیزمن پروګرام ثابت سوی دی . »

هولبروک دا هم وویل چی د اوباما ادارې افغانانو ته د عوضی روزي لپاره زراعتی کومک ډیر کړی دی . خو دا څرګندوَنه یې د بوش د جمهوریت غوښتونکې استاځی مارک سووډر لخوا د چلنج سره مخامخ سوه چی داسی یې وویل : افغانستان هغه وخت لا « د نړۍ ښېرازه مځکه » وه چی کوکنار د دومره ګټی وړ نه وو ګرځېدلي . سووډر زیاته کړه چی « د نورو عوضی نباتاتو د کرلو د انګېرنی نه علاوه باید د هیرویًینو د کرلو لپاره غیرهڅوَنی موجودی وی . دا کفایت نه کوی چی ورته وویل سی د دې لپاره چی نور ډیر ډالرونه هم درکړو ، نو جواری وکرﺉ . »

 

د آسیا لپاره د دفاع د وزارت مرستیال ، جنرال چیپ ګریګ سن وویل چی د اوږدې مودې حل د افغانستان امنیت او اډانه ورسمَوی تر څو د ډیر قانونی زراعت باعث وګرځی . ګریګ سن دغی استماعیه غونډې ته وویل چی « په خپل سر له منځه وړل کروندګر زیانمن کوی . هغه خلک چی د مخدره موادو څخه روپۍ تر لاسه کوی ، اصلأ ګذاره کونکي بزګر نه دي ، بلکی هغوی وسطی کسان یعنی دلالان دي . »

 

طالبانو هغه مهال د تریاکو تولید د آسمان څخه مځکی ته راکښته کړ چی په افغانستان کی یې د خپل پنځه کلن واک پر مهال د اسلام سرسخته طریقه تحمیلوله څو چی د سپټمبر د یوولسمی د حملو په نتیجه کی د امریکا په مشرۍ د پوځی عملیاتو په اثر بېواکه سول .

خو تر هغه راوروسته د تریاکو تولید د یو داسی لوی صنعت بڼه اخیستې چی د ځینو کارپوهانو د  اټکل له مخی د کاله ۱۰۰ ملیونه ډالره عاید راوړی او  د طالبانو د مالی منبع اصلی برخه جوړوی .

 

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د څانګی ریًس انتونیو کوستا وویل چی په افغانستان کی د دې پیداوارو محوه کولو څه فایده نه ده کړې او بهتره اغیزه به یې هله وی چی اصلی اهداف یعنی لابراتوارونه پسی راواخیستل سی .

کوستا په واشنګټن کی د مخدره موادو په هکله د ملګروملتونو د کالنی راپور د وړاندی کولو پر مهال وویل چی د مارکیټ قدرت هم مرسته کولای سی . ده وویل چی افغانستان د نړۍ تر اړتیا دوه چنده زیات تریاک تولیدوی چی دا کار نرخونه راکښته کوی . کوستا زیاته کړه چی « موږ اساسأ داسی شرایط غواړو چی د هغو له مخی بیې دومره کښته سی ترڅو بزګران مجبور کړی چی کوم بل شیً وکری . » پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *