وژل ، د هر چا ؟ —- نثار احمد صمد

 

وژل ، د هر چا ؟

د « سی آی اې » لخوا د حملو د فسخ کولو ادعاګانی چټیات دي

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه ۲۰۰۹/۷/۱۹

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

د  سی آی اې لوی ریًس لیون پنیتا لږ څه مخکی کانګریس ته وویل چی ما د القاعده مشرانو د وژلو پټ عملیات فسخ کړي دي . پنیتا ادعا وکړه چی سی آی اې ته په ۲۰۰۱ کی د دې عملیاتو د صلاحیت تر عطا کولو وروسته موږ بیا هم دا کار نه دی کړی .

زه پنیتا ته احترام لرم خو د ده دا ادعا ټګي برګي بولم . ځکه امریکا د کلینټن له وخته زیار ایستلی چی القاعده وال ( که رښتیاني دي یا ګومانی ) ووژنی . دا هڅی د بارک اوباما پر مهال هم دوام لری . د کانګریس دا ادعاګانی چی وایی  موږ ته خبر نه و راکړه سوی ، باالکل چټیات دي .

سی آی اې او پنتاګون له هماغه ۱۹۵۰ کلونو راهیسی د وژلو په کاروبار کی لګیا دي چی د دې کار لپاره یې امریکایی ځپونکی ټیمونه یا درېیمی ډلی استعمال کړي هم دي . د مثال په توګه ، د سی آی اې لخوا هغه طرح کړې هڅه چی غوښته یې د لبنان  شیعه مشر محمد فضل الله په بمونو ډک یو لارۍ موټر سره ووژنی ، ناکامه سوه ، خو نور ۸۳ ملکی خلک یې ووژل او ۲۴۰ کسه یې هم ټپیان کړل .

 

ما په ۱۹۷۵ کی وکولای سو چی د امریکا د کانګریس  « کلیسا کمیسیون » ته لاس رسی ومومم چی غوښته یې د « سی آی اې » لخوا د فیدل کاسترو ، د کانګو د پاتریس لوممبا ، د ویتنام د نګو دینح دیم ، او د مصر د جمال عبدالناصر د وژلو هڅی وپلټی .

د امریکا په ځپونکی لیست کی صدام حسین ، د افغانستان ګلبدین حکمتیار ، د اندونیزیا سوکارنو ، د چیلی کمونیسټی مشران او په قوی ګومان یاسر عرفات هم شامل و .

د لیبیا مشر معمر القذافی زه تر لاس ونیولم او  خپلو نړېدلو شخصی خونو ته یې بوتلم ، هلته یې ما ته هغه کوټه هم راښکاره کړه چی د امریکا یو ۲۰۰۰ پاویزه دروند بم د ده د خوب خونه لوټی لوټی کړې او د ده یوه شیدې خوره کوچنۍ لور یې وژلې وه . اکثریت پاکستانیان په واقعیت یا غلطه سره په دې فکر دي چی امریکا د ولسمشر ضیأ الحق په وژلو کی لاس لری . دا هرڅه سړي ته د سټالین د خوښۍ وړ هغه خبره ور په یادوی چی ویل یې : « که انسان نه وی ، نو مشکلات به هم نه وی . »

 

وژنه په امریکا کی په ۱۹۷۶ کی منع کړای سوې وه ، خو دې کار د  وروستیو درو حکومتونو هغه هڅی تم نه کړې چی هماغه د اسراییلی موساد سره د خپلو دښمنانو د « هدف ګرځولو » سیالي وه . د جورج بوش ادارې او فعلأ د بارک اوباما سپینی ماڼۍ په خپلو دې خبرو سره چی ګواکی امریکا په جنګ کی ده او ځکه نو «  د دښمن جنګیالي » په حقه سره وژنی ، امریکایی قانون تر پښو لاندی کوی . مګر کانګریس خو قطعأ جنګ نه دی اعلان کړی .

 

د ډیک چینی وژونکې ډله ـ

واشنګټن د هغی مخفی وژونکي ډلی په هکله بڼهار ( بنګهار ) راپیل کړی چی د هغه مهال د ولسمشر مرستیال ډیک چینی او په افغانستان کی د امریکا فعلی قوماندان جنرال سټنلی کریسټل د ده د مأدون په حیث اداره کوله . دغه ډانګه یی جنرال د پنتاګون پټ ترین خاص عملیات قومانده کول چی په « کثیفو چارو » او پټو حملو کی د سی آی اې یو عمده سیال ترې جوړ سوی و ( لکه کی جی بی چی به وژني بللې ) .

دیموکراتانو ټولو د وژونکی ډلی د مسألې په هکله پر ډیک چینی خوله راخلاصه کړې ده حال دا چی ځینو جمهوریت غوښتونکو هم د بوش د ژغورلو په غرض دې کار ته مخه کړې ده . خو دا هدایات احتمالأ د بوش لخوا راغلي چی د دې کار نهایی مسؤل ګڼل کیږی .

امریکایان نن د بوش د کلونو د هغو ناولو او کرغېړنو رسواینو په توپان کی ډوب سوي چی د کړاو ، وحشیانه پټو جېلونو، مغز مینځلو ، او د امریکایانو د تلیفونونو ، ایمیلونو او بانکی حسابونو د یومخیزه تعقیبولو په باره کی وو .

 

د امریکا خاصو ځواکونو په ۲۰۰۱ کی ، لکه ما چی یې پخوا لا  راپور ورکړی و ، د افغانستان د لیلی په دښت کی د هغو زرګونو طالب جنګی بندیانو ډله ییزه وژنه له نږدې لیدله چی د جنرال دوستم یعنی کمونیسټی جنګسالار د ازبک ځواکونو لخوا ترسره کېده .

سی آی اې دغه شوم او بدنامه جنګی جنایت کار یعنی دوستم ته د ۱۹۸۰ کلونو راهیسی په ملیونونو ډالره ورکړي ترڅو د طالبانو سره جنګېدلی وای . همدا رشید دوستم وروسته د امریکا لخوا د ولسمشر حامد کرزي په نصب کړی حکومت کی د مرستیال ولسمشر په حیث پسی کښېنوول سو . بوش پر دغه لوی جنګی جنایت خوله پټه ونیوله .

 

امریکا د دښمنانو یا هغو کسانو په محوه کولو کی چی غواړی طرحی یې ور خنثی کړی ، باالکل تنها ده . د برتانیې استخباراتی شبکې ( ایم آی ـ ۶ ) او د فرانسې استخباراتو ( اس ډی اي سی اي ) د وژونکو په لېږلو کی ډیر بد نوم لرلیً دی . د فرانسې د استخباراتو پخواني ریًس ما ته ویلی وو چی د فرانسې د هغه مهال ولسمشر فرانسوا میتران هدایت راکړی و چی د لیبیا مشر قذافی ووژنم . د اسراییلو خوفناکه وژونکي هم په نړۍ کی لګیا دی .

 

مخ توري ـ

تاریخ راښیًی چی د دولتی هدایت پر اساس وژني تر هغو وژنو ډیری پیښیږی چی ارادي حالت ولری او مجبورأ له کنټروله وزی ، او تل هغه هېوادونه او جوړښتونونه مختوري کوی چی په دې  کار کی بوخت وی .

خو امریکایی وژونکي همدا اوس هم فعال دي . لکه څنګه چی امریکایی بې پیلوټه طیارې تقریبأ هره ورځ په افغانستان او پاکستان کی قبایلی انسانان وژنی چی  څه باندی ۹۰٪ یې ملکی خلک دي . امریکایان یوه عجیبه مفکوره وړاندی کوی ، یعنی دا چی د هوا څخه د خلکو وژل قتل نه دی حتی کوم جنایت هم نه دی ، بلکی ګواکی یو پاک عمل دی .

 

د امریکا دغه داړه مارې حملې د امریکایی او نړیوال قانون تر پښو لاندی کول دي . د پاکستان د حکومت څخه ، چی هېواد یې وربمباري کوی ، د دې حملو اجازه نه ده اخیستل سوې ، او نه هم د دې حملو خبردارﺉ ورکول سوی دی .

 

هو، په غزه کی د استوګنی پر ودانیو د  ۲۰۰۰  پاویزه لویو بمونو اچول او یا هم د پاکستان پر قبایلی سیمه  داړونکي بریدونه کټ مټ د موټري بمونو یا انتحاری بمی حملو غوندی قتلونه دي چی کوم فرق نه سره لری. پای 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *