لوی خیټی پنتاګون ! — نثار احمد صمد

 

لوی خیټی پنتاګون !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) دومره لویه ګیډه لری چی هر څه وراچوې ، نه ډکیږی . د دغی سترې بلا ستره خېټه هیڅ مړېدل نه لری .همدا سږ کال ( یعنی په ۲۰۰۹ کی ) یې ۵۸۱ بلیونه ډالره ور واچول ، خو هغه ټوله په دې تور غار کی ورک سول .

وګورﺉ د عراق او افغانستان د ظالمانه جګړو مصارف ( د ضمنی او تړلو لګښتونو په شمول ) تر دوه ټریلیونو ډالرو هم اوښتي دي . دا دومره ستر مبلغ دی چی که په هره ثانیه کی ۱۰۰۰ ډالره ترې خرڅېدای نو هغه به په شپېتو کالو کی ختم سوی وای . همدا  نن د عراق او افغانستان د جګړو د هر ساعت مصرف ۲۰ ملیونه ډالره دی.

 

د بارک اوباما حکومت همدا سږ کال خپله پوځی بودجه د بوش په مقایسه ۱۲٪ نوره هم زیاته کړه یعنی ۵۸۱ بلیونو ډالرو ته یې ورسوله چی په دې کی د عراق او افغانستان د خاصو عملیاتو لګښت شامل نه دی . استخباراتی بودجه یې ۷۰ بلیونو ډالرو ته جګه کړه ، د کورني امنیت د وزارت بودجه یې هم ۴۳ بلیونه ډالره کړه .

 

دا لا څه ، د نیویارک ټایمز ( ۲۰۰۹/۳/۲۹ ) له مخی د راتلونکې ( ۲۰۱۰ ) کال لپاره د پنتاګون بودجه ۶۶۴ بلیونه ډالره ښودل کیږی ، خو مستقلی منابع هغه ۶۶۹ بلیونه ډالره بولی . ( په دې بودجه کی دغه ضمنی مصارف هم نغښتي دي : د پنتاګون اصلی بودجه ۵۳۴ بلیونه ډالره ، د عراق او افغانستان لپاره نوره اضافی ۱۳۰ بلیونه ډالریزه بودجه ، د انرژی د وزارت لخوا د اټومی وسلو د ژغورنی او زخیره کېدنی لپاره ۲۲ بلیونه ډالره ، د جنګېدلو پوځیانو د وزارت لخوا د زخمی او معیوبو پوځیانو مصارف او یا هم د وژل سوو پوځیانو انسانی قیمتونه ۱۰۶ بلیونه ډالره ، د کورني امنیت د وزارت لپاره ۴۳ بلیونه ډالره ؛ عراق ، افغانستان اسراییلو او د ملګروملتونو د سوله ساتو پوځونو لپاره اقتصادی او پوځی کومک ۴۹ بلیونه ډالره ، د خزانې د وزارت لخوا د پوځی متقاعدینو بودجه ۲۸ بلیونه ډالره ، په ملی پور کی د پنتاګون د سود سهم ۵۷ بلیونه ډالره ) .

 

بلخوا ، د دفاعی معلوماتو د مرکز له مخی به د ۲۰۰۹ کال تر پایه  د عراق او افغانستان لپاره د پنتاګون ټول پوځی مصارف ۸۶۴ بلیونو ډالرو ته رسېدلي وی . که یوازی د افغانستان لپاره د پنتاګون پوځی لګښت ملاحظه کړو ، نو و به ګورو چی په ۲۰۰۱ ـ ۲۰۰۲ کی هغه ۲۰٫۸ بلیونه ډالره و  ، په ۲۰۰۳ کی ۱۴٫۷ بلیونه ډالره ، په ۲۰۰۴ کی ۱۴٫۵ بلیونه ډالره ، په ۲۰۰۵ کی ۲۰٫۹ بلیونه ډالره ، په ۲۰۰۶ کی ۱۹٫۱ بلیونه ډالره ، په ۲۰۰۷ کی ۳۶٫۸ بلیونه ډالره ، په ۲۰۰۸ کی هم ۱۴۰ بلیونه ډالره  او باالاخره په ۲۰۰۹ کی  هغه ۱۷۳ بلیونه ډالره سوی دی چی مجموعه یې ۴۳۹٫۸ بلیونه ډالره کیږی . هو ، دا هغه ستر پوځی مصارف دي چی یو فاسد رژیم یې ورباندی ساتلی ، افغانستان یې ورباندی لوټی لوټی کړی ، افغانان یې ورباندی شهیدان کړي او خپل څه باندی ۷۰۰ پوځیان یې هم ورباندی وژلي دي خو نتیجه یې تقریبأ صفر ده .

 

پنتاګون وایی چی د افغان جنګ مصارف به په راتلونکې ( ۲۰۱۰ ) کال کی تر عراق واوړی . اوباما چی په ۲۰۱۰  کی د ماورأ ابحار لپاره ۱۳۰ بلیونه ډالره پوځی بودجه غوښتې ، له هغې څخه ۶۵ بلیونه ډالره افغانستان ته او  ۶۱ بلیونه ډالره هم عراق ته ورکوی . له دې نه ثابتیږی چی د افغانستان جنګ پراخېدونکی او خونړﺉ کېدونکی دی .

 

هو ، د لوی خېټې پنتاګون همدا فعلی بودجه ( یعنی ۵۸۱ بلیونه ډالره ) د ټولی نړۍ څه کم نیمایی یعنی ۴۸٪ پوځی مصارف تشکیلوی چی هغه د چین تر پوځی بودجې ۵٫۸ چنده زیاته ده ، تر روسیې ۱۰٫۲ چنده ، تر ایران ۹۸٫۶ چنده او تر وینزویلا هم ۲۷۳٫۵ چنده زیاته ده .

د پنتاګون دا بودجه د امریکا د ټول ملی اقتصاد څه نا څه ۴٪ جوړوی . دا د هغه « ستر پوځ » لپاره هغه « ستره بودجه » ده چی د یو څو « تروریسټانو » د تهدید پر ضد ضایع کیږی ، یعنی هغه په اصطلاح تروریسټان چی په خپلو هېوادونو کی پټ دي ، له یوه کوره تر بل کوره او له یوه غاره تر بل غاره په پټه ځغلی او د خپلو حکومتونو تر ظالمانه تعقیب لاندی شپې سبا کوی . واشنګټن د دغو څو « تروریسټانو » په خاطر چی امریکا ته اصلأ هیڅ  خطر نه لری ، خپل ستر ستر مبلغونه په وژلو او ورانولو او د فاسدو رژیمونو په ژغورلو کی مصرفوی . که دغه پیسې د تروریسټانو لپاره مصرف سوي وبولو ، نو د کاله به  د هر تروریسټ لپاره څه نا څه ۱۰۰ ملیونه ډالره ضایع سوي وی . آیا  همدا چټی مصارف به لازم وی او که هغه چی امریکا په درېیمه نړۍ کی په لوږه ، قحطی ، تعلیم ، روغتیا او نورو مرستو کی لګولي وای ؟ د کوم یوه نتیجه به بهتره وای ؟

 

 مهمه دا ده چی امریکا او ناټو د ټولی نړۍ ۶۷٪ پوځی بودجه مصرفوی ( یعنی امریکا ۴۸٪ ، ناټو ۲۳٪ او متباقی نړۍ هم ۲۹٪ ) .

د افغانستان روان جنګ د امریکا په تاریخ کی د هوایی او ځمکنیو عملیاتو له مخی د اندوچینا څخه وروسته دوهم اوږد ترین جنګ دی . دا جنګ د ناټو لپاره هم د اروپا څخه دباندی لومړنی اوږد جنګ دی چی په خپل ۶۰ کلن تاریخ کی یې سابقه نه لری . البته ، ایساف یوازی د افغانستان لپاره یو نوموَل سوی پوځ دی خو اصلی ډرایور یې ناټو دی .

 

امریکا په افغانستان کی د بیا رغاونې او بشری مرستو لپاره د ۲۰۰۱ راهیسی فقط یو بلیون ډالره عملأ ورکړي دي ، خو په همدې موده کی یې د پوځی عملیاتو مصارف تر شل چنده هم زیات کړي دي .

افغانستان د یوویشتمی پیړۍ د وسلو د امتحان تر ټولو بهترین ځای ، د مځکنیو عملیاتو او ویشتونکې قوت د ازمویلو یو بهترین ، بې څښتنه او بې مسؤلیته ډګر ګرځېدلی دی چی تر قانون لاندی ( د نړیوالو ځواکونو ) بې قانوني پکښی روانه ده . که نور هېوادونه پریږدو ، صرف پنتاګون په افغانستان کی د میاشتی ۲٫۷ بلیونه ډالره مصرفوی چی دا څه عادی مبلغ نه دی .

 

هو ، دا د هغه « ستر پوځ » ستره بودجه ده چی د اسامه بن لادن په نیولو کی ناکام سو ، د طالبانو په ماتولو کی ناکام سو ، د عراق په آرامولو کی ناکام سو ، د فساد څخه د افغان رژیم په خلاصولو کی ناکام سو ، پر درېیم هېواد ( خصوصأ ایران ) یې د حملې جرأت تمام سو ، د امریکا پر ضد د نړیوالو احساساتو په تمښت کی ناکام سو . لنډه دا چی دغه « ستر پوځ » په خپله دغه « ستره بودجه » سره په خپلو ټولو اصلی دندو کی ناکام سو خو بیا هم د نورو  وزارتونو حق خوری او ګېډه یې هیڅ نه ډکیږی . نو آیا نسو ویلای چی پنتاګون په رښتیا هم ډېر لوی خېټیً دی؟  والسلام ، نثار احمد صمد

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *