د رایو ساختګی مرکزونو کرزي ته رایی ورکړې — نثار احمد صمد

 

د رایو ساختګی مرکزونو کرزي ته رایی ورکړې

 

راپورتران : ډیکسټر فیل کینس ، او کارلوټا ګال

منبع : نیویارک ټایمز

نېټه : ۲۰۰۹/۹/۶

ژباړن : نثار احمد صمد

 

کابل ، افغانستان ـ د عالیرتبه لویدیځو او افغان مامورینو له قوله حامد کرزي ته وفادارو افغانانو د رایو په سلګونو جعلی او ساختګی مرکزونه جوړ کړي وو چی هلته هیچا هم رایی نه دي ورکړي خو د ولسمشر د بیا انتخابېدو لپاره د دغو ځایونو څخه په سلګونو زره رایی اعلان سوي دي .

 

په افغانستان کی یو عالیرتبه لویدیځ دیپلومات چی نه یې غوښته ځان د رایو د سیاسی حساسیت له وجی معرفی کړی ، وویل چی څه نا څه ۸۰۰ دغسی مرکزونه صرف د کاغذ پر مخ موجود وو . ځایی کارمندانو راپور ورکړ چی د تیری میاشتی د انتخاباتو پر مهال په دغسی مرکزونو کی په سلګونو او په ځینو کی خو حتی په زرګونو رایی د ښاغلي حامد کرزي په ګته ور اچول سوي دي . دا مثال په افغانستان کی د یو بل لویدځ دیپلومات لخوا هم تایید سو .

دغه عالیرتبه لویدیځ دیپلومات وویل چی « زموږ په فکر د انتخاباتو په ورځ د رایو ورکولو څه نا څه ۱۵ مرکزونه هیڅ خلاص سوي هم نه دي . خو د هغو څخه د کرزي په ګټه د زرګونو رایو د ورکولو راپور ورکول سوی دی . »

عالیرتبه مامورین وایی چی د ښاغلي کرزي ملاتړو د دغسی ساختګی مرکزونو د جوړولو څخه علاوه څه نا څه ۸۰۰ قانونی مرکزونه هم په خپل واک کی لرل او د هغو څخه یې د ښاغلي کرزي په ګټه د لسګونو زرو رایو تقلبی راپورونه ورکړل . هغوی زیاته کړه چی د دې کار نتیجه دا سوه چی په ځینو ولایتونو کی د کرزي پلوه رایو شمېر د رښتیانی مشترک عامل یعنی ۱۰ څخه هم زیات و . دغه عالیرتبه لویدیځ دیپلومات وویل چی « موږ د حجم د دې لوی والی په باره کی خبري کوو . »

 

د تقلب او ساخته کاریو دغو خورا ډیرو پیښو د اوباما حکومت د یو سخت مشکل سره مخامخ کړی دی چی هغه په افغانستان کی د طالبانو څخه د سیمو د بیرته نیولو په خاطر ۶۸۰۰۰ پوځیان مستقر کړي دي . امریکایی لوړ مامورین په دې تمه دي چی دا انتخابات به افغانانو ته په حکومت کی د لوړ سهم ورکولو په وجه هغوی د طالبانو څخه راواړوی . خو اوس به د دې برعکس د اوباما حکومت د پنځو نورو کالو لپاره د یو داسی افغان حکومت دفاع کوی چی په پراخه کچه  غیر مشروع ښکاری .

 

لویدیځ عالیرتبه دیپلومات وویل چی « دا تقلب بیخی په عامه سره  سوی دی . » د ښاغلي کرزي په ګټه اکثریت دغه تقلب او ساخته کاري د هېواد  د ختیځ او جنوب په پښتنی سیمو کی عملی سوی چی هلته د اګسټ پر شلمه رایی ورکول خورا لږ وو . په دې سیمو کی د ښاغلي کرزي خپل پلرنیً ولایت یعنی کندهار هم شامل دی چی هلته ابتدایی نتایج ښیًی چی تر درې لکه پنځوس زرو ( ۳۵۰۰۰۰ ) هم ډیري رایی شمېرل سوي دي . خو لویدیځ عالیرتبه مامورین اټکل کوی چی هلته په واقعیت کی صرف ۲۵۰۰۰ خلکو رایی ورکړي دي .

 

د حامد کرزي انتخاباتی مسؤل وحید عمر په یکشنبه دا ومنل چی په ځینو مواردو کی د مختلفو کاندیدانو لخوا تقلب سوی دی . خو ده د ولسمشر مخالفین تورن کړل چی زیار باسی خپل سیاسی اهداف په خپرونو او رسنیو کی د غوغا کونکو تهمتونو په توګه ثبت کړي . ده وویل چی « هوکې ، په دې باره کی ځینی پیښی سوي دي ـ موږ د زیاتو دغسی پیښو راپور هم ورکړی  دی ـ او زموږ نظر دا دی چی یوازینۍ هغه مرجع چی هلته دا ډول خبري کېدای سی ، هماغه د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون دی . »

 

امریکایی مقاماتو د تقلب او ساخته کاریو د دې تورونو په باره کی په عامه توګه پټه خوله نیولې ده . یو لوړ امریکایی مامور په یکشنبه وویل چی موږ دغه تهمتونه د صحنې شاته تر نظر لاندی لرو . دغه مامور وویل چی  « د یوې عامی اعلامیې نشتوالی په دې معنا نه دی چی موږ نو ګواکی په دې مسأله کی اندېښنه او اشتغال نه لرو . »

خوپه کابل کی بېلابېلو غربی مامورینو وویل چی د نړیوالی ټولنی او افغان سیاسی کړیو تر منځ په دې باره کی چی څه اقدام وسی ، اختلافات موجود دي . دغه عالیرتبه مامور وویل چی زه په  دې فکر یم چی راتلونکي څلور یا پنځه ورځی به دا فیصله کړی چی آیا دا ټوله انتخاباتی بهیر باید دوام وکړی او که ختم سی . ده وویل چی « دا د چیچلو او کړپوَلو وخت دی . »

 

پر دغه درب او دروب باند د ور زیاتولو په توګه د افغانستان د انتخاباتو د مستقل کمیسیون مرستیال ریًس په یکشنبه وویل چی موږ قطعأ د دې کفایت نه درلود چی په ۴۴۷ انتخاباتی مرکزونو کی د تقلب له امله رایی ګیری وکړو . مرستیال ریًس داؤد علی نجفی وویل چی موږ نه پوهیږو چی څومره رایی به متأثره سوي وی ، یا دا چی هغه به د ټولو رایو څو سلنه وی . ده دا تفصیل ور نه کړ چی څومره تقلب یې کشف کړی دی .

 

د اګسټ د شلمی د انتخاباتو څخه درې پر څلور برخی رایی شمېرل سوي دي چی په هغو کی ښاغلي کرزي تقریبأ ۴۹ سلنه ګټلي دي حال دا چی د ده اصلی سیال یعنی عبدالله عبدالله ۳۲ سلنه وړي دي . که کوم کاندید تر پنځوس سلنی زیاتی رایی و نه ګټی ، نو دا انتخابات به ترک سی .

 

په کابل کی رسمی مامورین وایی چی ښایی څو میاشتی په بر کی ونیسی چی د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون چی د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل سوی خو لویدیځوال یې پالنه کوی ، ګټونکیً اعلان کړی . د یو معلوم مشر څخه پرته به دغسی یوه خالی دوره  دا هېواد نور هم بې ثباته کړی چی د مخکی څخه لا د توکمیز اختلاف او زیاتېدونکی ښورښی تشدد په غېږ ورغلی دی .

 

د ولسمشرۍ لپاره یو مخالف کاندید ، اشرف غنی یعنی د مالیې پخواني وزیر وویل چی د انتخاباتو په ورځ د تقلب حد هغه سیاسی بهیر ډیر زیانمن کړ چی په افغانستان کی تدریجأ منځته راغلی دی . ده په کابل کی د خپل کور څخه په یوه مرکه کی وویل چی « ښاغلی کرزﺉ پنځه کاله زما ولسمشر و ، خو اوس به څومره افغانان هغه د خپل ولسمشر په توګه ومنی . »  له هغه راهیسی چی تیره میاشت رایی ورکول سوي ، د افغانستان د جنوب او ختیځ په پښتنی یعنی هغو سیمو کی له هر چا نه د تقلب او جعل د زیاتو پیښو خبري اورېدل کیږی ، چی ښاغلی کرزﺉ ډیر ملګري لری . ډیر دغسی تهمتونه د کندهار یعنی هغه ولایت څخه راځی چی هلته د ښاغلي کرزي کشر ورور احمد ولی کرزﺉ د ولایتی شورا ریًس دی او په منطقه کی یو ډیر قدرتمن سړی بلل کیږی . تیره اوونۍ د کندهار د ښوراوک ولسوال ادعا وکړه چی په دې منطقه کی د حامد کرزي ملګرو د رایو ټول مرکزونه وتړل او په درواغو سره یې د ښاغلي کرزي په ګټه ۲۳۹۰۰ رایی وشمېرلې .

 

په کندهار کی د ولایتی شورا دوو کاندیدانو ، چی دواړه د حکومت پلویان دي ، دا تایید  کړه چی خصوصأ په هغو سیمو کی چی د امنیت د خرابۍ له امله کتونکي او د کاندیدانو استاځي د مراقبت لپاره نسول ورتلای ، د کرزي په ګټه خورا ډیر تقلب او ساخته کاري سوې ده . محمد احسان د ولایتی شورا مرستیال چی غواړی بیا ځان انتخاب کړی ، وویل چی « نور نو خلک پر ولایتی شورا او حکومتی سیسټم باور نه لری . اوس خلک ښه پوهیږی چی څوک پر قدرت کښېنی او څنګه . »

 

د کندهار ولایت د ارغسان ولسوالۍ د قومی شورا مشر ، ۷۵ کلن حاجی عبدالمجید وویل چی سره لدې چی امنیتی ځواکونو د دې ځای د رایی ګیرۍ مرکزونه خلاص کړي وو ، خو هیچا هم رایی ور نه کړې . نو ځکه ، که د ده د ولسوالۍ څخه هر ډول نتیجه اعلان سی ، هغه به درواغ وی . ده وویل چی « خلک پوهیږی چی حکومت د انتخاباتو په ورځ د ولسوالۍ د مرکز کنټرول اخیستی و . خلک ډیر نامېنده سوي دي . هغوی پر حکومت باور نه لری . » ده زیاته کړه چی « که کرزﺉ بیا انتخاب سی ، نو خلک به یا خو هېواد پرېږدی او یا دا چی د طالبانو سره به یو ځای سی . »

 

په تیرو څو ورځو کی د تقلب او ساخته کاریو نور شواهد هم راښکاره سول . په زنګ آباد کی چی د کندهار د لویدیځ په شل میلۍ کی پروت دی ، ځایی خلک وایی چی هلته د اګسټ پر شلمه هیڅ رایی هم نه دي ورکول سوي . د هغه ځای خلکو وویل چی د رایو ورکولو یوازینی مرکز یعنی د سلېمان ماکو ښوونځی اصلأ د طالبانو قرارګاه ده . د زنګ آباد سیمه په افغانستان کی د اعتراضه ډکو او جنجالی ترینو سیمو څخه ده . هلته د انتخاباتو د نشتوالي سره سره  د افغان انتخاباتو ثبت ښیًی چی د سلېمان ماکو د ښوونځی څخه تقریبأ ۲۰۰۰ رایی راټولي سوي او د شمارلو لپاره په کابل کی د انتخاباتو کمیسیون ته لېږل سوي دي .

د زنګ آباد  دغه تورونه په ټول پنجوایی کی منعکس کیږی . د انتخاباتو رسمی ثبت ښیًی چی هلته د انتخاباتو په ورځ ۱۶ مرکزونه جوړ سوي وو ، خو د لږ تر لږه یو محلی مشر له قوله صرف یو څو یې فعال وو او بس .

 

حاجی اغا لالی د کندهار د ولایتی شورا ( چی پنجوایی هم پکښی شامل دی ) عمده مشر دی . ده د بیا انتخابېدو لپاره د پنجوایی په شمول څو سیمو ته انتخاباتی کتونکي ولېږل . ښاغلي لالي په یوه مرکه کی وویل چی په هماغه ورځ  په پنجوایی کی د رایو ورکولو صرف « پنځه یا شپږ » مرکزونه پرانیستي وو . دا د هغه شمېر یعنی ۱۶ څخه خورا لږ دی چی حکومت یې ادعا کوی . خو د دې سره سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنجوایی د مرکزونو څخه د ( ۷ ) مرکزونو نتایج اعلان کړي دي چی د هغو څخه ۵۲۱۳ رایی د ښاغلي کرزي او ۳۲۸ رایی هم د ښاغلي عبدالله عبدالله په ګټه بلل سوي دي . پای 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *