امریکا پخوا هم دغسی سوې وه — داکتر نثار احمد صمد

 

امریکا پخوا هم دغسی سوې وه

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه ۲۰۰۹/۹/۲۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا خو هماغه د ویتنام حالات دي چی امریکایی قوماندانان  افغانستان ته د جنګ لپاره د نورو پوځیانو د ورلېږلو زارۍ کوی .

موږ باید پر افغانستان باندی یوه غټه سرلوحه وځړوو چی د نیون په ګروپ ښه روښانه وی ، او دا سی پر ولیکو : « احتیاط کوﺉ : دا د ماضی تکرار دی . »

 

په افغانستان کی د هېواد د بهرنیو یرغلګرو لخوا وروستي جوړ سوي خورا نمایشی او ساختګی انتخابات ، لکه ما چی یې یوه میاشت مخکی پیش بینی کړې وه ، په یو داسی تقلب سره پای ته ورسېدل چی د خندا او ملنډو وړ دي . دا کټ مټ هغسی جعلی او تقلبی وو لکه د امریکا تر پالني لاندی چی د ۱۹۷۰ کلونو پر مهال په ویتنام کی سوي وو . کاناډا هم په دغو واضحأ خطا ایستونکو انتخاباتو کی له شرمه ډک رول ولوباوه .

 

په عین حال کی امریکایی او ناټویی جنرالان دغه افغان جنګ په اریانونکې توګه تدریجأ بایلی او دا خبردارﺉ ورکوی چی د ۱۰۷۰۰۰ پوځیانو ، « بی ـ ۱ » سترو بم غورځونکو طیارو ، ایف ـ ۱۵ ، ایف ـ ۱۶ ، ایف ـ ۱۸ ، اپاچی ، او « اې سی ۱۰ » توپ لرونکو طیارو ، درنو توپونو ، ټانکونو ، رادارونو ، وژونکو بې پیلو ټه طیارو ، غونچه ای بمونو ، سپینو فاسفورسو ، راکټونو ، او فضایی څارنی یا تعقیب سره سره بیا هم د طالبانو تر مرګونو ګوزارونو لاندی دي .

 

واشنګټن په افغانستان کی د ۲۰۰۱ راهیسی ۲۵۰ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . کاناډا لا تر اوسه دا نه ده ښودلې چی څو بلیونه ډالره یې خرڅ کړي دي . هر ځل چی امریکا هلته ډیر پوځیان ورلېږلي او ډیر کلي یې بمباري کړي ، نو ورسره جوخت افغان مقاومت هم ډیر شدید سوﺉ او طالبانو خپل کنټرول ورسره زیات کړی چی نن هغه دی د هېواد څه باندی ۵۵٪ خاوره کنټرولوی .

 

همدا نن په داسی حال کی چی ولسمشر بارک اوباما فقط لږ څه مخکی امریکایی پوځیان هلته درې چنده زیات کړل ، بیا هم امریکایی قوماندانان د نورو لږ تر لږه ۴۰۰۰۰ امریکایی پوځیانو د ورلیږلو زارۍ کوی . هو ، دا خو هماغه ویتنام ډوله « څخېدونکي عملیات » معلومیږی ، او کټ مټ د جنرال ویلیم ویسټ مورلینډ  روح ده چی ستاسو زامو ته یې رېږد او کړپیً در اچولی دی .

 

د امریکا د ملی استخباراتو لوی ریًس فقط څو ورځی مخکی دا څرګنده کړه چی امریکا تیر کال د استخباراتو په ساحه کی د ۲۰۰۰۰۰ کسانو په استخدامولو سره ۷۵ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . نو دا خو ډیره د شرم او سرځوړۍ خبره ده چی امریکا بیا هم نه اسامه او نه هم ملاعمر ونیو که څه هم د اتو ( ۸ ) کالو راهیسی مسلسل ورپسی ګرزی . واشنګټن اوس بیریږی چی طالبان به پر لویو ښارونو  ویتنام ډوله « ټیډ » حملې راپیل کړی .

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز مایک میولن په خرخښه او لیونتوب سره کانګریس ته وویل چی « موږ باید ډیر ژر او بېله ځنډه افغان اردو او پولیس ور جوړ کړو . »

 

ویتنامی کیدل ـ

خو د بهرنۍ اردو په جوړولو کی د امریکا سوابق هڅونکي نه دي ثابت سوي . آیا « ویتنامی کېدل » مو په یاد نه دي ؟ دا خو د پنتاګون هڅه وه چی غوښته یې د جنوبی ویتنام اردو  ورجوړه کړی تر څو هغه د امریکا د هوایی دفاع ، اکمالاتو ، او « مشاورینو » څخه پرته پر خپلو پښو ودرېدای سی ، مګر موږ ولیده چی هغه نسکوره سوه او په ځغستا وتښتېده .

 

د استعمار نمبر ۱۰۱ هر شاګرد په دې ښه پوهیږی چی پر کوم منابع لرونکې یا ستراتیژیکی هېواد تر برید وروسته هلته دیر ژر کوم ځایی ګوډاګی نصب کیږی او بې وفا اقلیتونه استعمالوی تر څو هغوی حکومت مخته بوزی ( یعنی سره ویې ویشه او فتح یې کړه ) او یوه ځایی اجیره اردو ورجوړه کړی . دغسی پوځونه د سپین پوستو افسرانو لخوا قومانده کیږی چی په برتانوي هند کی یې « سپاهی » بلل او په برتانوي ختیځه افریقا کی یې هم « اسکری » نوم ورکړی و .

 

د امریکا دا هڅي چی غواړی د افغانستان لپاره ۲۵۰۰۰۰ کسیزه هماغه « سپاهی » اردو جوړه کړی ، په بدمرغۍ او بد بختۍ سره ناکامه سوي دي . تر اوسه یې صرف اتیا زره کسه تیار کړي چی د هغوی ۹۵٪ بېسواده دي او  ټول د خپلو کورنیو لپاره د پیسو ګټلو په خاطر وظیفه اجرا کوی او بس . هغوی په کابل کی هغه فاسد حکومت ته وفاداري نه لری چی لویدیځ نصب کړﺉ دی . په افغانستان کی سي آی اې پر خپلو ۷۴۰۰۰ « قراردادیانو » ( یعنی اجیرانو ) باندی ډیر اعتماد او باور لری .

 

خو په افغانستان کی تر ټولو غټه ستونزه د پخوا غوندی هماغه قبایلی توب دی . د امریکا لخوا د افغان اردو ډیر استخدام سوي پوځیان تاجکان ، ازبکان او هزاره ګان دي چی د شورویانو سره یې همکاري کوله . د هغوی سره د پښتني اکثریت د قومونو لخوا د غلیمانو او بهرنیو ګوډاګیو په توګه کرکه کیږی . د امریکا دغه معاش خوره پوځیان په دې هم ښه پوهیږی چی که امریکا او د هغه لویدیځ ملګري کله هم د افغانستان څخه ووزی ، نو دوی به ووژل سی .

 

شورویانو ته افغانستان تر امریکایی پوځ ډیر ښه ورمعلوم و ، لکه څنګه چی یو لوړ رتبه انګرېز جنرال په  دې وروستیو کی دوی  « د کلتوری پلوه جاهل » وبلل . ماسکو د افغان حکومت لپاره یوه ۲۴۰۰۰۰ کسیزه اردو جوړه کړه چی ډیرﺉ یې کمونیسټ پلوه وو . هغوی ، لکه زه چی یې پر ضد جلال آباد ته نږدې د جنګ تجربه هم لرم ، کله کله ښه جنګېدل . خو باالاخره مات او ټوټه ټوټه سول . د شورویانو د ملاتړ وړ پیاوړﺉ کس نجیب الله وټکول سو او بیا په کراره سره د کرین ( جرثقیل ) څخه راځوړند کړه سو .

 

امریکایی کنټرول چی د بوش د حکومت له لاسه د خلکو او منابعو څخه محروم سوﺉ ، صرف دومره کړي چی ۸۰۰۰۰  خښمېدلي او بې دسپلینه وسلوال افغانان تهیه کړي . دغه افغان اردو کټ مټ د صدام حسین د مابعده عراقی  پوځ غوندی د سپینو افسرانو لخوا رهبری کیږی چی په دې حالت کی امریکایان ځانونه « روزونکي » یا « مشاورین » بولی .

 

افغانستان ما ته یو ځل بیا د پخوانۍ برتانوي امپراتورۍ تکراري حالت او هغه  جالب جنګی فلمونه راپه یادوی چی راج ، ډُولونه ، د بنګالی نیزه وهونکې ژوند ، او کیم نومېدل . برتانوي استعمارچیانو هرڅه بېحده ښه او په ښه انداز سره کول . لکه څنګه چی  ډیرو تر استعمار لاندی اتباعو حتی خوښي ورڅخه ښکاره کول او دوی یې خوښول . پای    

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *