د افغان جنګ تر شا څه پراته دي — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د افغان جنګ تر شا څه پراته دي

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۱۰/۱۱

ژباړن : نثار احمد صمد

 

حقیقت همیشه د جنګ لومړنی قرباني وی . د افغان جنګ تر ټولو ستر درواغ دا دی چی وایی « موږ  د تروریسټانو سره مخکی له دې چی همدلته جنګیدای ، باید همالته وجنګیږو . »

د شمالی امریکا ډیر خلک همدا اوس هم دغه درواغ رانیسی ، ځکه هغوی په دې ګومان دي چی د سپټمبر د یوولسمی برید مستقیمأ په افغانستان کی د استوګن القاعده او طالبانو د غورځنګ لخوا وسو . دا باالکل درواغ دی . بلکی د سپټمبر د یوولسمی حمله په جرمنی او هسپانیه کی پلان کړه سوې وه او کړوني یې زیاتره په امریکا کی استوګن سعودیان وو چی په دې سره یې امریکا ته داسراییلو څخه د ملاتړ سزا ورکړه .

 

طالبان یعنی د پښتنی ټبرونو یو پوځی ډوله مذهبی ، او کمونیسټی ضد غورځنګ د سپټمبر د یوولسمی د حملې په اورېدو سره هک پک او حیران سول . طالبانو حتی د ۲۰۰۱ د مې تر میاشتی پوری لا د امریکا مرسته تر لاسه کوله . سي آی اې دا پلان درلود چی د اسامه بن لادن القاعده د چینایی واک پر خلاف د « یوګر » د مسلمانانو په راپاڅولو کی وکاروی او طالبان هم د روسیې د منځنۍ آسیا د ملګرو پر ضد استعمال کړی .

 

القاعده صرف ۳۰۰ غړي لرل چی اکثریت یې وژل سوي دي حال دا چی صرف څو کسان یې پاکستان ته وتښتیدل. د هغوی څو د ګوتو په شمار کسان په افغانستان کی پاته دي . خو بیا هم ولسمشر بارک اوباما ټینګار کوی چی باید ۶۸۰۰۰ یا تر دې هم ډیر امریکایی پوځیان په افغانستان کی شتون ولری تر څو د  القاعده سره وجنګیږی او بنسټ پالان « د تروریسټی روزنیزو کمپونو » د بیا لرلو څخه راوګرځوی .

دغه ادعا کټ مټ د صدام حسین د ناموجودو ډل وژونکو وسلو غوندی یوه په لاس جوړه سوې چیغه ده تر څو په دې ډول جنګ پر خلکو وپلوری . خو نن ، نیمایی افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندی دی . امریکایی ضد جنګیالي نن په آسانۍ سره سومالیا ، اندونیزیا ، بنګله دیش ، شمالی او لویدیځه افریقا او یا هم سوډان استعمالولای سی . هو ، د سپټمبر د یوولسمی حمله په یو اپارتمان کی پلان سوې وه نه په کیمپونو کی .

 

امریکا ته لازمه نه ده چی د طالبانو پر ضد وجنګیږی . هغوی د پښتنی قومونو وروسته پاتی او ساده خلک دي چی پر امریکا باندی نه د حملې هیله او نه هم مینه لری . دا لاڅه ، پر کاناډا خو یې بیا باالکل نه لری .

طالبان د هغو مجاهدینو زامن دي چی امریکا مرسته ورسره کوله او په ۱۹۸۰ لسیزه کی یې شورویان مات کړل. لکه ما چی د سپټمبر د یوولسمی د حملې راهیسی څو څو واره ویلی ، طالبان هیڅکله هم د امریکا دښمنان نه وو او نه دي . خو امریکا باید په ۲۰۰۱ کی پر افغانستان د خپلی حملې پر ځای په طالبانو سره القاعده دړی وړی کړې وای .

 

پښتنی توکمونه غواړی چی بهرنۍ نیونه پای ته ورسوی او افغانی کمونیسټان وشړی چی همدا نن په کابل کی د امریکا لخوا پر نصب کړی رژیم باندی تسلط لري . خو امریکا نه یوازی د طالبانو پر خلاف ، بلکی د افغانستان د اکثریت پښتنی زیږو ټبرونو پر ضد هم چی د وګړو نیمایی تشکیلوی ، د پراخ جنګ سخته اشتباه کړې ده .

 

اوباما د دې جنګ نور پراخولو ته په غیږ ورغلی دی . په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو لوی قوماندان ، دلته پس له اتو ( ۸ ) کالو په نظامی عملیاتو کی د ۲۳۶ بلیونو ډالرو د مصرفولو سره سره بیا هم څو ورځی مخکی د « ناکامۍ » یعنی ماتیدو خبردارﺉ ورکړ . کاناډا هم په دې جګړه کی تر اوسه ۱۶ بلیونه کاناډایی ډالره ضایع کړي دي . د لویدیځ اشغالګر ځواکونه به هغه مهال د خپل عمل سزا  ووینی که افغان مقاومت کله هم د طیارو ضد او ټانکونو ضد راکټونه تر لاسه کړی .

 

امریکا همدا اوس د جنوبی آسیا په خوسا ډنډ کی نوره هم ډوبیدونکې ده . واشنګټن زیار باسی چی د پاکستان لاسونه د ځان د نور تابع کولو لپاره ښه پسی ور وپیچی او په هغوی سره دغه جنګ د خپلو آزاد خیالو پښتنی قبایلو پر ضد چی په غلطه سره یې طالبان بولی ، نور هم پراخ کړی .

د واشنګټن د نه منلو وړ هغه له حده وتلي هڅي چی غواړی د پاکستان بی سیکه او فاسد حکومت او پوځ ته ۷٬۵ بلیونه ډالره ورکړي ، تر څو  پوځی ترفیعات یې کنټرول کړی او د پاکستان پر اټومی وسلو غیږ راوګرځوی ، د دې باعث ګرځیدلي چی پاکستانی پوځیان ښورښ او پاڅون ته لاس واچوی .

 

اوباما په زیاتیدونکې توګه د جنډه خوځونکو جمهوریت غوښتونکو ، اکثریت رسنیو ، او یرغلیزه ملی امنیت د جوړښتون تر پرله پسې فشار لاندی دﺉ تر څو دا جنګ نور هم پراخ کړی . د اسراییلو ملاتړي چی د کانګریس ډیر دیموکراتان هم پکښی شامل دي ، غواړی چی امریکا د پاکستان اټومی وسلې په خپل اختیار کی راوړی او افغان جنګ ایران ته هم ور خپور کړی .

 

خو اوباما باید دا ومنی چی ، الف ـ طالبان نه اوس او نه هم پخوا لویدیځ ته کوم تهدید و ؛ ب ـ په شډل تیا سره له اغراقه ډکه راښودل سوې القاعده تقریبأ ټوټې ټوټې سوې ده ؛ ج ـ په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ دغه جنګ په اسلامی نړۍ کی ( چی د ټول بشریت ۲۵ ٪ کیږی ) د امریکې ګټو ته زیانونه پسی رسوی ، د بن لادن او د هغه یو څو پست ملګري څه شي دي .

 

په مادرید او لندن کی بمی چاودني او په ټورنټو کی توطیًه ټول د  افغان جنګ پر ضد د ځوانو مسلمانانو له خوفه ډک مګر غلط اعتراضونه وو .

 

موږ ته لازمه نه ده چی بس د دې لپاره هلته وجنګیږو چی د افغانانو لخوا د خپلو ښځو سره سلوک او رویه وربدله کړو او یا هم دا چی په ساختګی او جعلی انتخاباتو سره دیموکراسی وروړو .

 

زه هیله من یم چی اوباما نور نو په افغانستان کی خپل برﺉ اعلان کړي ، یعنی لویدیځ پوځونه ورڅخه راوباسی ، او امنیت یې د اسلامی هیوادونو ګڼ ملتیزه ټینګ ځواک ته وسپاری . ښه ولسمشر هم لکه ښه جنرالان ښه پوهیږی چی کله راپر شا سی . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *