افغانستان ، د بزکشۍ میدان ! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

افغانستان ، د بزکشۍ میدان !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 

افغانستان په یوویشتمه پیړۍ کی دغه سیمه ییز او ستراتیژیکی اهمیت میندلیً دی :

۱ ـ افغانستان د منځنۍ آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ تړونکې نقطه ده ؛

۲ ـ افغانستان د ایران ، پخواني شوروی اتحاد ، چین او پاکستان سره ستراتیژیکی پوله جوړوی ؛

۳ ـ افغانستان هغه ځمکنی پُل او د تیلو او ګاز د نل یو باالقوه دالان ( راهرو ) دی چی د کسپین حوزه د عربي سمندرګي سره تړی ؛

۴ ـ افغانستان هغه سوق الجیشی موقعیت دی چی نن د «  ورېښمو نوې لاره » بلل کیږی ؛

۵ ـ افغانستان  د څلورو اټومی قدرتونو یعنی چین ، روسیې ، پاکستان او هند سره په تماس کی واقع دی ؛

۶ ـ افغانستان د پنتاګون د راتلونکو پلانونو لپاره همدا نن د پوځی اډو مرکزی هسته ګرځېدلې ده ؛

۷ ـ افغانستان د امریکا د راتلونکې « سترې لوبی » عمده مورچل جوړوی ؛

۸ ـ افغانستان د سالمو او ثابتو کانی موادو خزانه هم ده لکه طبیعی ګاز ، پټرولیم ، د ډبرو سکاره ، مس ، کروم ، تلک ، بیرایټ ، سلفر ، سرپ ، جست ، اوسپنه ، یورانیوم او باالاخره قیمتی ډبري او نور ( خو دم ګړﺉ یوازی یورانیوم او طبیعی ګاز په غلا  ورڅخه  وړل  کیږی ) ؛

۹ ـ افغانستان نن د نارکو ډالر ( مخدره ییز ډالر ) لویه منبع هم ده چی د کاله څلور بلیونه ډالره عاید جوړوی . روسان له دې درکه سخت په عذاب دي . ویکټور ایوانوف څو څو واره نړیوالو مراجعو ( لکه ملګرو ملتونو او ناټو ) ته شکایت کړی چی د افغانستان هیرویًن هر کال دیرش زره روسان وژنی ( یعنی په افغانستان کی د شوروی د  پوځی تلفاتو دوه چنده کسان هر کال ! )

 

ښه ،  نو افغانستان څنګه د بزکشۍ میدان دی ؟ هغه داسی چی امریکا خو نن افغانستان اشغال کړی او خپل ګوډاګی رژیم یې په جعلی او قلابی توګه « قانونی ! » کړی دی ، په لس ګونو پوځی اډې او ۶۸۰۰۰ پوځیان پکښی لری ، په خپل سر پوځی عملیات او بم ورۍ کوی ، په بګرام او کندهار او نورو ځایونو کی غیرقانونی جېلونه لری ، چی زړه یې وی هغه کوی او دا بې خاونده او بې غمخوره هېواد  وړیا په لاس ورغلی او عام اختیار یې لری .

 

په افغانستان کی د تیرو ۸  کالو راهیسی د امریکا په مشرۍ د نړۍ څلوېښت بډای ترین هېوادونه دخیل دي ، لاکن  افغانستان بیا هم د دنیا د ۱۹۲ هېوادونو له جملې نه د ترقۍ او انکشاف له مخی د پای لخوا شپږم هېواد دی . د دې ځوړتیا څخه معلومیږی چی امریکا او لویدیځ حتی  پسله اتو کالو څخه بیا هم د افغانستان اساسی ترقي او ښېرازي نه ده غوښتې . ځکه ، افغانستان دم ګړﺉ زیات مقدار طبیعی او قیمتی مواد ګټی ته تیار نه لری چی لویدیځ راجلب کړی ، بلکی کوم څه چی فعلأ تیار لری هغه د افغانستان ستراتیژیکی او سوق الجیشی موقعیت دی چی د سیمی پر هره طبیعی منبع او زیرمتون باندی د ورخلاصېدو آسانه او لنډه لاره او هم د چین او روسیې د احتمالی راخوځېدو مخنیویزه مورچل دی . په لنډه توګه ، افغانستان د درو عمده سیمو ( لکه منځنۍ آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ ) وصلوونکې نقطه ده او واشنګټن هم همدې نقطې ته اړتیا لری . په دې حساب افغانستان نن د خپل حساس موقعیت قرباني سوﺉ دی او د خپل دغه مهم جغرافیوی دریځ سزاوی ګالی . پس ویلای سو چی افغانستان د امریکا او لویدیځ لخوا د ټوپ د یوې تختې غوندی استعمالیږی ، او افغانستان د اشغالګرانو هدف نه بلکی د « هدف » لپاره یوه وسیله ده .

همدا علت دی چی اشغالګرو ( خصوصأ امریکا ) دا ۸ کاله افغانستان ته څه اساسی کار نه دی کړی ، دا ۸ کاله یې مهمی تولیدی او ترقیاتی پروژې نه دي راوړی ، دا ۸ کاله یې ملی اډانه یا ملی عاید له مځکی نه دی راپورته کړی او په عامه اصطلاح خښته یې پر خښته نه ده ایښې ( که وی هغه تبلیغاتی او سیاسی جنبه لری ) ، حال دا چی په پوځی عملیاتو او جاسوسی فعالیتونو کی یې دلته « ۴۴۰ » بلیونه ډالره مصرف کړي دي . که هغوی ادعا کوی چی په جنوب کی ځکه ګواکی پرمختګ نه سی راتلای چی هلته د طالبانو لخوا مقاومت راسره کیږی یعنی جنګ روان دی ، نو که داسی وی  په شمال کی خو همدا مشکل نسته ، هلته ولی په دې ۸ کالو کی په ملی سطح کوم زیربنایی ، عایداتی او تولیدی پرمختګ نه دی سوی ؟  فلهذا ، امریکا او لویدیځ د افغانانو لپاره عملی خدمت نه غواړی بلکی د افغانستان خاوره یې په کار ده او هغه هم د یو بل هدف لپاره !

 

همدا نن عملأ ګورو چی د هېواد اصلی اداره او اراده باالکل د پردیو په لاس کی ده او رژیم د هغوی د « لوډسپیکر » رول لوبوی حال دا چی زموږ د هېواد  د برخلیک تصمیم د هغه د پولو څخه بهر نیول کیږی . ځکه نو د اشغال په حالت کی د دیموکراسۍ ، آزادۍ ، آبادۍ ، انتخاباتو او نورو ظاهری اجناسو عرضه کول ټول هغه خطا ایستونکي او ساختګی لوبی دي چی نتایج یې له وړاندی څخه لا معلوم ، معین او ثابت دي .

 

نن موږ عملأ ګورو چی « د تروریزم پر ضد جنګ » اصلأ د پوځی ـ استخباراتی اجندا هغه  تولید دی چی د امریکا بهرنۍ تګلاره مخته پوری وهی . بارک اوباما دا « جګړه » د نړۍ د نورو برخو څخه راټوله کړه او هغه یې  په افغانستان کی متمرکزه کړه .

هو ، « د ترور پر ضد د نړیوال جنګ » تر ماسک لاندی نن د افغانستان او پاکستان پوځی کول په اصل کی د هغو دوو پوځی ډوله اتحادیو پر ضد راتلونکې چمتوینه ده چی یو یې « اس. سی. او » یعنی د شانګهای د ګډې مرستې جوړښتون او بل یې هم « سی. اس. ټی. او » یعنی د ټولنیزه امنیتی تړون جوړښتون نومیږی او د دواړو مشري د چین سره ده .

 مهم ټکیً دا دی چی د بارک اوباما لپاره د ایران سره جنګ هم پر خپل حال پاته دی . شواهد ښیًی چی نوې سړه جګړه راټوکېدلې او هغه د امریکا لخوا د چین ، روسیې او د هغوی د ملګرو پر خلاف ده چی هماغه د « اس. سی. او » او « سی. اس. ټی. او » پوځی ډوله اتحادیه ده . ځکه نو افغانستان نن امریکا ته حیاتی اهمیت لری او د افغانستان د لاسه ورکول به د امریکا لپاره یوه منطقوی تباهي وی . همدا علت دی چی افغانستان د امریکا د راتلونکې مهلکي بزکشۍ ډګر دی ، او واشنګټن یې په هرڅومره ستره بیه او لویو تلفاتو سره بیا هم د لاسه نه ورکوی . لاکن د زوال خدایی قانون خو هم یو منلی حقیقت دی او هغه  که د چا خوښه وی یا نه ، که یې وغواړي یا نه ، که یې ومني یا نه ، هرومرو راتلونکی دی . والسلام ، ( د افغان رسالې د سپټمبر ګڼه ،  ۲۰۰۹ )

یادونه : د دې لیکنې دوهمه برخه  تر دغه عنوان لاندی  دوام لری : « د تیلو سیاسی پایپ لاین ! » .    

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *