امریکا افغان انتخابات لوبوی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

امریکا افغان انتخابات لوبوی

 

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۱۰/۲۵

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

هنری کیسنجر یو وخت ویلی وو چی د امریکا دوست کیدل د هغه تر دښمن کیدو ډیر خطرناک تمامیږی . بیچاره حامد کرزﺉ خو وګوری چی یو پخوانی خوش طبعه سوداګریز مشاور او د سي آی اې یوه « سرمایه » وه چی واشنګټن په افغانستان کی د ولسمشر په توګه نصب کړی دی .

څنګه چی امریکا په زیاتیدونکی ډول په افغانستان کی  پر شا په لغتو وهل کیږی ، نو د خپل ویر او اشتباه ملامتي پر بې صلاحیته کرزي باندی اچوی . موږ او تاسی اکثرأ د واشنګټن لخوا د « بد ګوډاګی ! بد ګوډاګی ! » د ملامتۍ فریاد اورو .

 

د امریکا د کانګریس څیړنیزه څانګی په دې وروستیو کی واضح کړې چی په افغانستان کی د هر امریکایی عسکر پر اوسیدو باندی د کاله ۱٬۳ ملیونه ډالره خرڅ راځی . د کاناډایی پوځیانو لپاره هم تقریبأ همدومره مصارف راځی. دا ستر لګښتونه خو د تل لپاره مخته نسی وړل کیدای .

د امریکا حکومت وغوښته چی کرزﺉ ایسته وغورځوی ، خو بل کوم معادل اطاعت کونکی او ډیر اغیزمن ځای ناستی یې پیدا نکړ . نو ځکه د ده له پاسه د یو امریکایی « لوی اجرایًیوی افسر » د ترپلو خبري کیدې ، یا دا چی د پخواني برتانوي راج په قاموس کی  استعماری وایسرا ( مرستیال مشر ) بلل کیدﺉ .

 

واشنګټن باالآخره دا فیصله وکړه چی د کرزي رژیم ته بله تکیه ورکړی او هغه ته په اګسټ کی د ملی انتخاباتو په کولو سره یو څه مشروعیت وبخښی . ملګري ملتونه چی ورځ په ورځ د امریکا د بهرنۍ تګلاری د یوې وسلې په توګه اوړی ، راوستل سوه تر څو رایی ښه صفا وبرېښوی . کاناډا هم په مینه او شوق د ملنډو وړ دغی صحنې سره مل سوه .

هیڅ سیاسی ګوندونو ته په هغه کی د مبارزې اجازه ور نه کړه سوه ، بلکی هغو افرادو ته په رایه ګیري کی اجازه وه چی د لویدیځ لخوا د افغانستان د نیونی ملاتړي وو .

 

اشغالګر پوځ ـ

انتخابات د بهرنی اشغالګر پوځ تر ټوپکونو لاندی اجرا سول چی دا د نړیوال قانون څخه یو څرګند تیری دی . امریکا د انتخاباتو کمیسیون تمویلوی او د رایو مرکزونه یې د یوې فاصلې څخه په احتیاط سره څارل . شورویان ډیر ځیرک وو کله چی یې د افغانستان دغسی جعلی انتخابات مخته بیول .

لکه ما چی د انتخاباتو څخه مخکی ویلی وو ، دا په یو لوی فریب کی بل خورا ستر فریب و تر څو په دې ډول امریکایی ، کاناډایی او اروپایی رایه ورکونکي وغولوی چی وګورﺉ په افغانستان کی دیموکراسي څنګه ښه ګلونه کړي دي . بدګومانه افغانان ښه پوهیدل چی دا انتخابات به ساختګی او غولونکی وی . اکثریت پښتنو یعنی د هیواد توکمیزه اکثریت رایی ورنکړې . دا « انتخابات » یوه سرځوړیزه ناکامی وه .

 

دا د حیرانۍ وړ کومه خبره نه وه چی په کابل کی د واشنګټن نفر یعنی حامد کرزي هغه وګټل . خو د ده ملاتړو له نور افراط څخه هم کار واخیست او د رایو صندوقونو ته یې زیاتي رایی واچولې تر څو د سیال یعنی ډاکټر عبدالله عبدالله سره چی هغه هم د امریکا یو بل ملګری دی ، دوهم ځلی احتمالی انتخابات و نه سی . د کرزي او عبدالله کمپونو د امریکا د مرستو او مخدره ییزو پیسو د ویش په سر ، چی افغانستان یې باالکل فاسد کړی دی ، سختي ډغري سره وهلې .

خو هغه انتخابات بې اعتباره سول ، د اوباما د حکومت دا پلانونه یې تم او شنډ کړل تر څو د دې انتخاباتو څخه یې افغانستان ته د نورو پوځیانو د ورلیږلو لپاره د مشروعیت کار اخیستی وای . د سپینی ماڼۍ دوهم پلان دا دی : د خپلو دوو متخالفو « پانګو » یعنی کرزي او عبدالله په یو ایًتلاف کی سره مجبورول . خو په یو تار د دوو ګوډاګیو تړل ، تر یوه غوره نه تمامیږی .

 

واشنګټن د کرزي لاسونه وپیچل تر څو د هغه دوهم ځلي انتخاباتو سره موافقه وکړی چی کټ مټ به د تیرو انتخاباتو غوندی جعلی او ساختګی وی . قومیت او قوم په افغانستان کی هغه رنګ دی چی هر څه د ناکامۍ سره مخامخ کوی . کرزی یو پښتون دی ، خو په قومی سیاست کی تقریبأ کومی جرړي نه لری . خو مهذب او مؤدب عبدالله هم چی د واشنګټن په جیب کی قرار لری ، نیم پښتون او نیم تاجک دی . مګر دﺉ یو تاجک ګڼل کیږی چی پخپله هم د دې توکمیز اقلیت ویندوی دی چی هغوی  اکثریت یعنی پښتانه ترټی او کرکه ورڅخه لری . تاجکان به عبدالله ته رایی ورکړی خوپښتانه به یې ورنکړی .

 

که امریکا عبدالله د کرزي سره په یو ایًتلاف کی راولی ، نوپښتانه به چی د وګړو ۵۵٪ جوړوی ، د دغسی یو نوي رژیم ننګه و نه کړی چی هغه به اکثریت افغانان د لویدیځ د خوښي وړ کسان او د تاجکو مسلط رژیم وبولی .

عبدالله په خپل شمال کی هم ځینی ناخوښه ملګري لری چی هماغه د افغان کمونیسټ ګوند پخوانیً لوی مقام محمد فهیم او ازبک جنګسالار رشید دوستم دی چی دواړه جنګی جنایت کاران هم دي . د هغوی شا ته تاجک شمال ایًتلاف او نوﺉ راټوکیدلی افغان کمونیسټ ګوند ولاړ دی ، چی دواړو ته روسیه پیسې ورکوی او ایران او هند یې ملاتړ کوی .

 

خو د طعنې او پیغور خبره دا ده چی امریکا نن د افغانی کمونیسټانو نږدې ملګری دی او د خپلو هغو پښتني ملګرو سره جنګیږی چی په ۱۹۸۰ لیسزه کی یې د شوروی پر ضد په جنګ کی ملګري وو .

د شمالی امریکا اکثریت وګړي په دې نه دي خبر چی دوی نن د افغانی کمونیسټانو او هغو کسانو ملاتړ کوی چی د افغانستان غوړېدلیً مخدره ییز کاروبار کنټرولوی .

 

که حامد کرزﺉ په رښتیا هم غواړی چی ځان د یو معتبر او واقعی ملی مشر په توګه راولی ، نو باید د امریکا او ناټو څخه وغواړی چی خپل اشغالګر پوځونه وباسی او افغانان پریږدی چی خپلی شخړی او مناقشې د خپلو دودیزه او روایتی لارو څخه حل کړی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *