د احمقو حکومت ! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د احمقو حکومت !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د احمقو د حکومت څخه می مطلب کوم مشخص حکومت نه بلکی د رسول الله (ص) د یو حدیث اقتباس دی . خو که موږ لیری او نږدې د هر اسلامی حکومت کړني مشاهده کړو ، نو بشپړ اکثریت یې په همدې تعریف کی راځی یعنی تقریبأ هر یو یې « د احمقو حکومت » دی . په مسند احمد کی راغلی چی « یوه ورځ رسول الله (ص) کعب بن عُجزه (رض) ته وفرمایل چی : الله دې د سفهاوو ( احمقو ) د حکومت څخه وساته . کعب (رض) پوښتنه ځنی وکړه چی یا رسول الله (ص) ! د سفهاوو حکومت څه شي دی ؟ رسول الله (ص) ارشاد وفرمایه چی : تر ما وروسته به داسی امیران او واکمنان راسي چی زما هدایات به نه عملی کوی او نه به هم زما اُسوه ( یعنی بېلګه ) مراعاتوی . نو که هر چا د هغوی درواغ تصدیق او ومنل ، او د هغوی په ظلم او زیادتیو کی ورسره ودرېدل ، د هغوی زما سره او زما د هغوی سره هیڅ تعلق نسته او نه به هم هغوی پر حوض کوثر باندی زما سره یو ځای سی . او هغه کسان چی د دوی درواغ و نه منی او د ظلم او تیریو ملاتړ یې و نه کړی ، نو هغوی زما دي او زه هم د هغوی یم او همدغه خلک به پر حوض کوثر زما سره ملګري وی . »

ښه ، اوس نو که موږ لیری او نږدې هر دولت ، هر حکومت ، هر حاکم او هر واکمن او د هغوی نمایندګانو ته عمیقأ ځیر سو ، آیا هر یو یې ( لږ یا ډیر ) درواغ نه وایی ؟ لږ یا ډیر ظلم او زیادتی نه کوی ؟ تقریبأ هر یو یې په وچ زور ، تقلب ، فریب ، ټګۍ او د رایو په غلا کولو سره نه دﺉ واکمن ؟ آیا هر یو یې د رحمن پر ځای د شیطان دوست نه دی ؟ آیا هر یو یې سیاسی قدرت نه دی غلا کړی ؟ آیا هر یو یې د کافرانو او منکرانو صمیمی او قلبی ملګری نه دی ؟ حتی ځینی یې همدغو کفارو نه دي واکمن کړي یا  یې نه دي ساتلي ؟

په هر صورت ، یوه جالبه ټوکه را په یاد سوه . وایی په کوم اروپایی هېواد کی یو ولسمشر یوې لویی غونډې ته خپله وینا اوروله . دا مهال ناببره یو چا د غونډې څخه ور ږغ کړه چی « ښاغلی ولسمشره ، تاسو خو یو احمق یاست ! » ټول خلک چُپ سول او امنیتی کسان په بیړه راغلل دا سړﺉ یې ونیوﺉ او وروسته یې محکمې ته بوت . هلته قاضی دغه سړﺉ ۱۰۰۰ یورو  جریمه کړ . سړي ورته وویل چی قاضی صاحب ، دا خو باالکل ظلم دی ، ځکه ټول خلک پوهیږی چی ولسمشر واقعأ هم یو تقلب کاره ، درواغجن او احمق انسان دی . نو ولی دې دومره ډیري پیسې جریمه کړم ؟ قاضی ورته وویل چی ۱۰۰ یورو دې په عام محضر کی د ولسمشر د توهین جریمه ده ، او متباقی ۹۰۰ یورو  جریمه د دې لپاره ده چی تا یو پټ دولتی راز افشأ کړ .

هو ، نن لیری او نږدې واکمنان ، سیاسی لیډران ، چارواکي په څه نا څه ټولو اسلامی هېوادو کی په همدې وجدانی تکلیف او ناروغۍ مبتلا دي . هر څوک ښه پوهیږی خو بیا هم ډیر کسان حق پټوی او باطل برېښوي . د قرآن د القصص سورت ۸۳ نمبر آیت فرمایی چی مشر باید امین وی او باید فاسد نه وی ، خطا ایستونکی نه وی ، زیانمن او درواغجن نه وی . همدا علت دی چی د مسلمانانو مشر باید خپل رعیت ته مسؤل وی ، باید صادق ، عادل ، رښتین او فعال وی ( نه دا چی مفسد ، غولونکی او پر طاغوت متکی وی لکه نن چی یې عملأ وینو. )

خو نن موږ ګورو چی اکثریت اسلامی واکمنان فاسد ، درواغجن ، د کفارو د پښو خاوری او حتی منافق دي . د النسأ سورت ۹۱ نمبر آیت فرمایی چی په هغه ژمنه چی کړې مو ده ، وفا وکړﺉ . د آل عمران سورت ۱۵۹ آیت د مسلمانانو سره د مشورې هدایت فرمایی نه د کافرانو او طاغوتیانو سره . د البقره سورت ۴۲ نمبر آیت فرمایی چی حق د باطل سره مه ګډوﺉ او مه یې پټوﺉ حال دا چی ښه پوهیږﺉ . د الاحزاب سورت ۲۱ نمبر آیت فرمایی چی د رسول (ص) طریقه اختیار کړﺉ . ښه ، اوس نو که موږ لیری او نږدې وګورو ، کوم رهبر یا د هغه نماینده د الله او رسول (ص) د هدایاتو څخه سرغړونه او سرکښي نه ده کړې ؟ د آل عمران ۱۳۷ نمبر آیت فرمایی چی تر تاسی دمخه ډیری دورې تیري سوي دي نو په مځکه کی وګرزﺉ او وګورﺉ چی ( د الله د حُکمونو او لارښوونو ) د درواغ ګڼونکو برخلیک څنګه سو . په بخاری شریف کی حدیث دی چی عبدالله بن عمر (رض) بیان کړی چی رسول الله (ص) وفرمایل : « ستاسو څخه هر یو حاکم دی او د هغه د رعیت په باره کی به ورڅخه وپوښتل سی ، ځکه نو اول د خلکو امیر واکمن دی او د هغه څخه به د ده د رعیت په باره کی پوښتنه کیږی ، دوهم هر سړی د خپل کور پر اعضاوو امیر ( حاکم ) دی او د هغه د رعیت په باره کی به ورڅخه پوښتل کیږی ، درېیم ښځه د خپل میړه د کور او د هغه پر اولادو حاکمه ده او د هغې څخه به د دې د رعیت په هکله پوښتنه کیږی ، او څلورم مرییً د خپل بادار د مال حاکم دی او د هغه څخه به د ده د رعیت پوښتنه کیږی . نو پوه سیً چی ستاسو څخه هر یو حاکم دی او د هر یوه څخه به د هغه د رعیت په هکله ( په قیامت ) پوښتنه کیږی . »

خو نن موږ په سترګو وینو چی لیری او نږدې تقریبأ ټول اسلامی واکمنان او د هغوی نمایندګان ښه پوهیږی چی درواغ وایی مګر بیا هم دوام ورکوی ، ښه یې منی چی ناروا او غیر اسلامی کارونه کوی یا یې ګوری مګر نه یې ختموی یا یې نه منع کوی ، حال دا چی د قرآن او سنت د احکامو څخه ښکاره تیرﺉ کوی . د آل عمران ۱۰۴ نمبر آیت پر ښه کارونو د کولو امر او پر بدو کارونو د منع امر فرمایلی دی ، مګر کوم واکمن دا اوامر عملی کړي دي ؟ په حدیث کی داسی راغلي دي : « کله چی خلک په منکراتو کی اخته سی او هیڅوک نه وی چی دوی له هغو څخه وژغوری ، نو د عمومی عذاب د راتګ اندیښنه سته . » آیا همدا نن هر ځای پر اسلامی ټولنو همدا عذاب ( لږ یا ډیر ) نازل نه دی ؟ په بخاری او مسلم کی صحیح حدیث دی چی رسول الله (ص) داسی وفرمایل : « که خدای هر څوک پر خلکو د واکمن په توګه مقرر کړی او هغه په داسی حال کی مړ سی چی د خپلو خلکو سره یې خیانت کړی وی ، نو  خدای به پری نږدی چی هغه جنت ته داخل سی . » د مسلم شریف بل حدیث دی چی عبید بن عامر خپل زوی عبیدالله ور وغوښت او داسی یې ورته وویل : «  اوه زما زویه ، ما د رسول الله (ص) څخه اورېدلي چی ویل یې : خراب ترین ولی ( ساتونکی ) ظالم واکمن دی . د هغوی د جملې څخه نه سې . » له همدې امله پر هر مسلمان واجب ده چی د دغسی ناروا کړنو په وړاندی حتی الوسه روا مبارزه وکړی . رسول الله (ص) فرمایلي چی : « که ستاسو څخه څوک خراب کارونه ووینی نو هغه دې په لاس سره ایسته کړي ، که یې وس و نه لری نو په ژبه سره دې یې ختم کړی ، او که داسی هم ونسی کړای  نو په زړه کی باید کرکه ورڅخه ولری او پوه سیً چی دا د ضعیف ایمان نښه ده . » همدا حدیث په صحیح مسلم او مشکوت کی داسی راغلی دی : « . . . که چا د دغسی خلکو ( چی خبره او عمل یې یو ډول نه وی ) مقابله په لاس سره وکړه ، هغه مؤمن دی او چا چی دا مقابله په ژبه سره وکړه هغه مؤمن دی او څوک چی په زړه کی جهاد ورسره وکړی یعنی په زړه کی هغه بد وګڼی ، دا هم مؤمن دی . خو د دې څخه پرته نور خلک په زړونو کی د یوې آورۍ دانې په اندازه هم ایمان نلری . » نو ځکه هر مسلمان باید حق ته حق او ناحق ته ناحق ووایی او دا یې ایمانی مسؤلیت دی .

سید قطب وایی چی « دا په انسانیت کی نسته چی انسان دې د انسان بنده وی . تر دې به بل شر او ناوړه عبودیت کوم وی چی یو انسان هغه څه ته سر ټیټ کړی چی بل انسان یې د قانون په توګه په منی ؟ او تر دې به بل شر او ناوړه عبودیت کوم وی چی د یوه انسان زړه د بل انسان په اراده ، او د هغه په خوښه یا غضب پوری تړلی وی ؟  . . . او تر دې به بل شر او ناوړه عبودیت کوم وی چی یوه انسان ته بل انسان واګي وراچولي وی او هررنګه چی یې خوښه وی هغسی یې کشوی ؟ »  د البقره ۲۰۸ نمبر آیت امر کوی چی ټول قرآن ومنیً ( نه نیم یا یوه برخه ! ) پوښتنه را پورته کیږی چی کوم واکمن او کوم حکومت پوره قرآن عملی او تطبیق کړی دی ؟ آیا دغو ټولو الهی « حدود » تطبیق کړي دي ؟ آیا دوی د قاتل ، غله ، زناکاره ، ظالم او فاسد سره قرآنی برخورد کړی یا قرآنی جزا یې ورکړې ده ؟ آیا هغوی په دې هکله قرآن تطبیق کوی او که غربی ډوله قانون چی د انسان په لاس جوړ سوی دی ؟ فلهذا ، دغسی حکومت بېله شکه د مخکني حدیث له مخی د « احمقو حکومت » باله سی ، او د هغوی  دغسی اعمال د منافقت سره موافقت لری . رسول الله (ص) داسی فرمایلي دي : « د منافق نښي درې دي : چی خبري کوی نو درواغ وایی ، چی وعده وکړی نو خلاف ورزي کوی ، چی امانت ور وسپارل سی نو خیانت پکښی کوی  » ( متفق علیه ) . اوس نو که موږ لیری او نږدې د هر اسلامی واکمن او حکومت ګفتار او کردار  ته عمیقأ ځیر سو ، همدغسی نه ده ؟ هر یو « درواغ » نه وایی ؟ « وعده خلافی » نه کوی ؟ او « په امانت کی خیانت » نه کوی ؟ حتی ځینو پخپله هم اعتراف نه دی کړی ؟ آیا نو هر ریښتنی مسلمان حق نه لری چی تر وسه وسه د دې دوه مخۍ ، منافقت ، حماقت او ظلمت مخه ( د پورتني حدیث له مخی په لاس ، یا ژبه ، یا په زړه کی د نفرت په وسیله ) و نیسی ؟ هسی نه چی رسول الله (ص) باالاخره داسی شکایت وکړی : « اې زما ربه ! زما قوم په واقعیت کی دغه قرآن ترک کړی و » ( الفرقان : ۳۰ ) .   

الله (ج) د عنکبوت سورت په ۱ ـ ۳ آیتونو کی فرمایی چی آیا خلکو دا ګڼلې ده چی یوازی په دومره ویلو به پرېښودل سی چی : موږ ایمان راوړی دی ، او و به نه ازمویل سی ؟ په داسی حال کی چی موږ هغه ټول خلک ازمویلي دي چی تر دوی دمخه تیر سوي دي . الله به هرومرو معلوموی چی څوک رښتینی دی او څوک درواغجن . بیا د آل عمران په ۱۷۸ نمبر آیت کی فرمایی چی : دا مُهلت موږ کافرانو ته ورکوو ، دا دې د ځان لپاره خیر نه ګڼی . دا مهلت د دې لپاره دی چی دوی په ګناهونو کی نور هم زیادتوب وکړی او د هغوی لپاره خواروونکی عذاب دی ( اوس دغه مهلت امریکایانو او یهودانو ته ورکول سوی ، چی پخپله یا په نوم د مسلمانو واکمنانو په ذریعه  پر مسلمانانو ډول ډول ظلمونه کوی . ) خو دغسی ګوډاګي ، احمق ، منافق او سرکښه واکمنان او د هغوی رژیمونه به ژر یا وروسته د الله د غضب میلمانه کیږی . والسلام ، ( ن . صمد )   

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.