آیا درهین ټاکل د افغان ملت په ګټه دی او که په تاوان! — محسن علی زئ

 

آیا درهین ټاکل د افغان ملت په ګټه دی او که په تاوان!

 

محسن علی زئ

 

د هر څه نه مخکی خپل سلامونه د صدای افغان ټولو کتوونکو ته وړاندی کوم او ددی پاڼی دچلوونکی ګرانو ورونو څخه مننه کوم چه دټولو نه لمړی مقام دوی ملی ارزښتونو ته ورکوی.

ګرانو ورونو راځی چی پخپل کور کی دیو بل پر ضد دګام اوچتولو پرځای خپل ځان ته یو ملی هدف وټاکو او دی هدف ته مونږ صرف هغه وخت رسیدی شوچی ټول هر څوک په هر قوم او ملیت پوری چی تعلق لری دیو ځانګړی ملی افغانی اواسلامی نظر خاوندان اووسو او لکه درهین پشان د داسی یو څوک چی دپښتو اودری ژبی پر ضد زمونږ د ملی ترمنالوژی پر ځای د ایرانی ژبی ترمنالوژی استفاده کوی، د ناوړو اهدافو د پلی کیدو مخنیوی وکړو.

ایا دا یو فرهنګی یرغل او خیانت ندی چی زمونږ په خپل هیواد کی، زمونږ د خپلو افغانانو له خوا، د افغانی بیت المال او شتمنئ څخه په استفادی سره د افغانستان د ملی او وطنی اصلی ژبو ( دری او پښتو) پر ځای  د پردېو ژبه (ایرانی فارسی) د خدمت او خپرولو کوششونه کیږی؟.

زه نه یواځی دپښتو یا دری ژبی سره دخیا نت کوونکو ډیر سخت مخا لف یم بلکی د افغانستان دیوډیر کوچنی قوم او ژبی پر خلاف که څوک قدم اوچت کړی نو زه یی نشم ځغملی.

زه هیله مند یم چی دکرزی زړه دبهرنیانو په لاس دافغانانو په وژلو یخ شوی وی اوپه چوکئ کی د پاتی کیدو لپاره دافغانانو دفرهنګ سودا ونکړی او نا اهله او کینه کښو کسانوته چی د چوکئ څخه ناوړه استفاده او د پردېو خوش خدمتی کوی داسی مهم او اساسی وزارتونه لکه د "اطلاعاتو او کلتور وزارت" و نه سپاری.

 

په پاکه اسلامی او افغانی مینه او زمونږدګران  هیواد دبچیانو دیووالی په هیله.

 

محسن علی زی.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *