هغه څه چی د ۲۰۰۹ څخه مو زده کړل — ډاکټر نثار احمد صمد

 

هغه څه چی د ۲۰۰۹ څخه مو زده کړل

په نړۍ کی تر ځپونکي کال وروسته زموږ کالنۍ مالی خبرتیاوی باالاخره پر ځای سوې

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۱۲/۲۷

ژباړن : نثار احمد صمد

 

هغه نړیوال سپماییز رکود او سقوط چی په ۲۰۰۸ کی په امریکا کی راپیل سوﺉ ، علت یې څو کارونه وو لکه : هغه احتکار چی د بل له ځپلو نه خوند اخلی ، د حکومت چلوني ناکامي ، د حساب کتاب او قرضی اعتبار په مؤسسو کی عظیم تقلب .  د دې په نتیجه کی نړیوال بانکی سیسټم په څو ساعتو کی د یو بشپړ سقوط او رکود په غیږ ورغی .

د امریکې او برتانیې دواړو اقتصاد ته په مصنوعی ډول هوا ورکول سوې وه او د ارزانه مخدره ییزی مادې یعنی « آسانه اعتباری پور » په واسطه بی لاری سوی و . هغوی دواړه لګیا دي اوس د دې « اعتباری پور ـ یعنی کریډټ » د اعتیاد له خوږ او درد څخه ځانونه خلاص کړي . دا خو یې یو بدرنګه او خطرناک اړخ دی . ناوړه یې لا دا چی د هغوی مشران حتی همدا اوس هم د سترو پورونو غوښتونکي دي تر څو هغه ټکه او ناورین ختم کړای سی چی د ډیرو پورونو له امله منځته راغلی دی . دغه « هوا بندي او تړبوختي » کاناډا ته هم خبردارﺉ ورکړ .

 

د دې مالی تقلب لمبه چی د ۱۹۳۰ لسیزی راهیسی تر ټولو ناوړه بلل سوې ، د کلنټن د حکومت پر مهال راپیل سوې ده او بیا د جورج بوش د دواړو جمهوری دورو پر مهال هماغسی مسلطه وه . فډرالی اداره چیان ، خپروني ، کانګریس او د امریکې ولسمشران ټول د وال سټریټ لخوا غولېدل . مالیه او دارایی د امریکا یو بهترین صنعت وګرځېد . د تولید ځای طفیلی ژوند ونیوﺉ .

په ملیونونو انسانانو کارونه د لاسه ورکړل . ټریلیونو ډالرو پور د امریکا ملا ورماته کړه . د امریکا نړیوال طاقت یو ګیچ کونکی ګوزار وخوړ . خو د دې سره سره د امریکا د معاصر تاریخ د دې عظیم ترین جنایت مرتکبین او هغه سیاست وال چی د دې کار پیښیدو ته یې لاره ورکړه ، تر اوسه هم مجازات سوي نه دي . وال سټریټ خپل حماقت او د حکومت لخوا تضمین سوي ګټي هماغسی مخته بیایی حال دا چی  کوچنیو پانګه والو بلیونونه ډالره وبایلل . د پیسو ګټلو ستر جوړښتونونه باید د فډرالی پولی څانګو لخوا دړي وړي سوي وای .

 

ولسمشر بارک اوباما د اوبو پر مخ نه دﺉ روان . د ده بهرنۍ تګلارې نړیواله مأیوسي او نامیندي رامنځته کړې ده . د اوباما دا ژمنه چی د منځني ختیځ ورانه وراني ، یعنی د سمندرونو آخوا ته د امریکا تر ټولو ستره سردردي به حل او فصل کوی ، د اسراییلو پواسطه هله خنثی او تحقیر کړه سوه چی د فلسطینیانو پر مځکه یې د اشغالګرانه کور جوړولو تمښت هیڅ په باک هم را نه وړﺉ . اسراییلو د اوباما څخه یو کمزوره او اماتور شیً جوړ کړ ، نه داسی چی د امریکا د منځني ختیځ پر تګلاره دې حاکم وی .

هغه کسان چی په دې هیله وو چی امریکا به د اوباما تر مشرۍ لاندی په نړیوالو چارو کی یو مثبت ، مرستندوی او غیر استعماری رول ادأ کړی ، په ژوره توګه بی جرأته او نهیلي سوي دي .

 

موږ د عراق د نیونی دوام په سترګو وینو ، په افغانستان کی پراخیدونکیً ټریلیون ډالریزه جنګ عملأ ګورو ، په سومالیا ، لویدیځه افریقا او فعلأ په یمن کی پوځی عملیات مشاهده کوو . سپینی ماڼۍ د کړولو بهیر ته هماغسی پایښت ورکړﺉ ، په دې کی ناکامه راغلې چی د بوش د مهال کړاوونه او تښتوني قانونأ پسی راواخلی ، او د داخلی تعقیب او څارنی ختمول یې رد کړي دي . او د جنیوا د کنوانسیون څخه په هره برخه کی تیرﺉ کوی .

 

پوځی مصارف چی د بوش پر مهال ۶۶۷ بلیونه ډالره وو ، د اوباما یعنی د سولی د نوبل جایزه ګټونکي پر مهال دا دي ۷۳۴ بلیونو ډالرو ته جګ کړای سول . استخباراتو ته یې نور ۴۹٫۸ بلیونه ډالره هم پسی ورکړل . امریکا همدا نن مفلسه او ډیوالي ده او د چین په پور سره ژوند کوی . خو د دې سره سره بیا هم د واشنګټن د ملی امنیت ستر ډاروَنکیً طاقت د هرڅه په رأس کی دی .

 

پاکستان ورځ په ورځ یو لوی او خطرناک مشکل ته تلونکی دی . په اسلام آباد کی  تجرید سوی ، فاسد  ، او د امریکا تر ملاتړ لاندی حکومت د ټوټې ټوټې کیدو په حال کی دی . د افغانستان جګړه د پاکستان  پښتنی قبایلی سیمو ته ورپراخیږی .

پنتاګون په افغانستان کی د پاکستان د بشپړ کومک نه پرته جنګ مخته نسی وړای . خو د پاکستان ۹۵٪ وګړي د امریکا په مشرۍ د دې جنګ مخالف دي . داسی ښکاری چی د هغوی ۱۶۸ ملیونه وګړیزه هیواد یو رښتیاني خطرناک بحران ته په غیږ ورتلونکی دی حال دا چی هند بیا ورځ په ورځ په افغانستان کی خپله مداخله نوره هم پسی پراخوی .

د واشنګټن لخوا پاکستان ته د ۱۵ بلیونو ډالرو ورکړه ، تر څو دا هیواد  د  ورپیښی ربړي څخه وژغوری ، ګټه نه لری . په رښتیا چی اوباما خپل سر د غالبوزو چرګیني ته ور اوږد کړی دی . د دې پر ځای چی دﺉ خپل سر ورڅخه راایسته کړی ، برعکس دا یې غوره بللې چی نور هم ورننوزي . نو ځکه  یوازی ولسمشر او د ده نوي محافظه کاره مشاورین باید وترټل سی .

 

هغه څه چی دﺉ او موږ باید په پوه سو ، دا دی چی د هغسی ځای په زړه کی ، چی هیڅ خوا ته څوک نسی ځنې وتلای ، د ستراتیژیکی یا سیاسی څرګندو اهدافو د لرلو څخه پرته د جګړو جوړول یو احمقانه مأموریت دی او ډیر خطرناک او له مصرفه ډک پیغام لری . افغانستان ، دغه د امپراتوریو قبرستان ښایی د اوباما د ولسمشرۍ قبرستان هم ثابت سی .

 

دا چی په سر تر پایه ټوله نړۍ کی د چاپیریال د ککړ والي اړونده اندیښنې ډیریږی ، نو زموږ تر ټولو کثیف مخفی توب ـ چی هماغه د حیواناتو ځورول او ترور دی ـ اوس ورځ په ورځ شکر دی د حیواناتو د حقوقو د ملاتړو لخوا راپورته کیږی .

هر کال په ټوله نړۍ کی څه باندی پنځوس بلیونه څاروی حلالیږی ؛ چی لس بلیونه یې یوازی په امریکا کی او ۶۵۰ ملیونه یې هم په کاناډا کی ذبح کیږی . اکثریت دغه حیوانات په خورا وحشیانه ډول په صنعتی مسلخونو او هغسی فابریکو کی  وژل کیږی چی د عامه انظارو څخه پټي دي . د حیواناتو سره زموږ غلطه رویه او وژونکي فابریکې به نوری هغه لویی ستونزي وی چی نړیوال وجدان به ورسره مخامخ سی . د شرم ځای خو دا دی چی کاناډا نن د مُهر کولو ، نیولو ، ښکار کولو او حلالولو له پلوه د حیواناتو یو لوی توهین کونکی دی .

اروپایی اتحادیه د حیواناتو سره د ښه بشری سلوک له مخی په ټوله نړۍ کی لومړی دریځ لری . موږ باید ځانونه د هغوی د دې متمدن والی سره برابر کړو . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *