جنګ په خبرو وګټیً ، نه په عسکرو — ډاکټر نثار احمد صمد

 

جنګ په خبرو  وګټیً ، نه په عسکرو

د افغانستان د جنګ د ختمولو ځواب په وسلو او پیسو کی نه دی

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۱۰/۱/۳۱

ژباړن : نثار احمد صمد

 

امریکا او د هغه ناټویی ملګري د افغانستان نهه کلنه جګړه بایلي . ځکه نو واشنګټن او لندن دواړه چی په خطرناکه مالی تنګسه کی راګیر دي ، وایی چی اوس د خپلی آبرو ساتني په خاطر د پښتنی طالبانو او د هغوی د ملت پالو ملګرو سره یوې سوله ییزه معاملې ته چمتو سوي دي . یعنی دا چی که هغوی په بم وریو سره نسو تسلیمولای نو باید په روپیو یې رانیسو .

 

تیره پنجشنبه په لندن کی یو کنفرانس په دې هدف جوړ سوی و چی په لسګونو ملیونه ډالره را غونډ کړي تر څو کښته درجه طالبانو ته یې د رشوت په توګ ورکړي او هغوی هم د لویدیځی نیونی سره همکاري پیل کړی یا دا چی لږ تر لږه خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي . رشوت په جنګ کی د احترام وړ یو ذریعه ده . خو هغه په افغانستان کی ځواب ویونکی نه دی یعنی صدق نه کوی . دغه افغاني وینړۍ جګړه صرف په دوو طریقو سره پای ته رسېدای سی چی هغه واقعی خبري اتري او د ټولو بهرنیو ځواکونو وتنه ده او بس .

 

په افغانستان کی امریکایی قوماندانانو دا منلې ده چی هغوی پوځی نوښت له لاسه ورکړی دی . مقاومتی ځواک ورځ په ورځ خپل کنټرول زیاتوی . د امریکا او د هغه د ملګرو د پوځیانو شمیر یو نیم لک ( ۱۵۰۰۰۰ ) ته رسول به د دې جوګه نه وی چی طالبان مات کړي . د روان کال په پای کی به د امریکایی او ناټویی پوځیانو تعداد  د شوروی ځواکونو هغه شمیر ته ورسیږی چی په ۱۹۸۰ کلونو کی په افغانستان کی موجود وو .

 

په عین حال کی پاکستان ، چی امریکا د هغه د مرستی څخه پرته د افغانستان جنګ مخته نسی وړای ، ډیر ناکراره دی . امریکا د « زي » ( یعنی پخواني بلېک واټر ) او « ډین کورپ » اجیران پاکستان ته ور تیر کړي دي تر څو د کراچی څخه په شمال کی تر افغانستان پوری د امریکایی پوځی اکمالاتو لاره او هم په پاکستان کی امریکایی هوایی اډې وساتی او هلته عملیات مخته بوزی .

دغه اجاره سوي امریکایان د دې لپاره هم استعمالیږی چی جنګیالي او د امریکا لخوا د نصب کړی پاکستاني حکومت دښمنان ووژنی او هم د امریکا لخوا د پاکستان د اټومی تأسیساتو د آینده هدف نیولو لپاره کار ورکړی . دغه کار او د امریکایی وژونکو بی پیلوټه طیارو د حملو ډیرښت په ټول پاکستان کی د خلکو خښم راپارولی او دا خبردارﺉ ورکوی چی امریکا سَوکه سَوکه پاکستان اشغالوی .

 

امریکایی او کاناډایی ځوکونه په افغانستان کی هغه سړي ته ورته دي چی د داسی کور د چت له پاسه دودکښ جوړوی چی له دننه یې اور اخیستی او سرې لمبې پر ګرځی . تر څو چی پاکستان سوَځل کیږی افغانستان به هم ورسره سوَځی .

 

امریکا هغسی خلک ، پیسې او پوهه نه لری چی د بحراني پاکستان سره معامله ورباندی وکړی ، له بحرانه ډک افغانستان خو یې هیڅ په یاد هم نه دی .

واشنګټن ، لندن ، اوټاوا ، برلین او پاریس ټول یو ګډ مشکل لری یعنی : د دوی جنګی تبلیغاتو طالبان دومره تروریسټان او د ښځینه حقوقو پایمالونکي راښودلي چی د هغه له مخی یې لویدیځ سیاست وال د دې قبایلی غورځنګ سره د روغی جوړی په وړاندی بیخی ډبره کړي دي او دغه بی نتیجې جنګ ته د نورو پوځیانو په ورلیږلو سره د هغوی د وژل کېدو خطر بیانوی . وروستي فریادونه به داسی وی  : « تسکین » ،  « تروریزم ته تسلیمېدل » ، او « د خپلو ځوانانو سره خیانت » .

 

دلته د دایمی جنګ او کړولو څخه باید ډډه وسی . افغانانو په دیرش کلنو جګړو کی څه باندی درې ملیونه کسان تلفات ورکړي دي . هغوی د لویدیځ پواسطه د فعلی نصب کړي ګوډاګي رژیم غلو جنګسالارانو ، مخدره سالارانو او پخوانیو کمونیسټی قاتلانو ته نه بلکی په نهیلۍ سره سولی ، سیاسی ثبات او بیا جوړوَنی ته سخته اړتیا لری .

 

تر ټولو هغه ښه کار چی موږ یې خپلو عسکرو ته کولای سو  دا دی چی هغوی مخکی له دې چی په دغه ناپایه جنګ کی ووژل سی ، د دې افغانی دوږخ څخه راوباسو . دا ځکه چی لویدیځ یې په افغانستان کی نسی « ګټلای » . حتی دا چی واشنګټن دا هم نسی تعریفولای چی بریالیتوب څه شي دی .

 

په کابل کی د امریکا هوښیار ، رُک ویونکیً سفیر او پخوانیً جنرال کارل آیکن بري او هم مرستیال ولسمشر جوبایډن په دې ټینګار کوی چی نور نو د دې وخت رارسېدلی چی د سولی خبري اتري پیل سی . موږ باید د دوی د معقولو مشورو قدر وکړو .

 

د سولی رښتیانۍ خبري اتري یې اصلی ځواب دی ، نه دا چی د امریکایی جنرال سټینلی مک کریسټل اوږد مهاله مِکر  چی کښته درجه طالبانو ته د رشوت ورکړه پیشنهادوی او په دې ډول غواړی ګواکی افغان مقاومت دړی وړی کړی . دغه جنګی حیله او چم تر یو څه حده د عراقی سُنی قبایلو په وړاندی کار ورکولای سی ، خو برعکس د سرلوړو پښتني قبایلو په اړه چی شرافت او عزت تر پیسو ډیر ارزښتمن ګڼی ، برﺉ نسی رامنځته کولای . هو ، دا هغه لرغونی واقعیت دی چی اکثریت لویدیځوال یې نسی درک کولای .

 

طالبان ، یعنی دغه کمونیسټی ضد مذهبی غورځنګ هیڅ په دې خبر هم نه وو چی القاعده پر امریکا د حملې پلان درلود . هغه توطیًه په افغانستان کی نه بلکی په اروپا کی طرح سوې وه .

د کمونیسټی ضد طالبانو او د هغوی د ملګرو ډیر غړي د لویدیځ پخواني ملګري دي چی د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن لخوا « د آزادۍ د جنګیالیو » په نوم ستایل کېدل .

 

طالبانو د سپټمبر تر حملې وروسته د دې څخه انکار وکړ چی اسامه بن لادن  د لاس لرلو د شواهدو له سپارنی پرته خښمېدلي امریکا ته وسپاری ، دا ځکه چی هغه د شوروی ضد جهاد یو معزز مېلمه او اتل و .

هو ، طالبانو د خپل مېلمه سره د خیانت پر ځای د امریکا سره جنګ غوره کړ . نو ځکه دغسی انسانان داسی په اسانه نسی رانیول کېدای . پای   

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *