خښمیدلي اماتوران یو جدی تهدید دﺉ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

خښمیدلي اماتوران یو جدی تهدید دﺉ

 

موږ ځکه بختور یو چی ډېرﺉ کورني تروریسټان مو هغسی بُڼهارﺉ لری چی د اسلامی ګوتڅنډنی غوندی راښکاره کیږی

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه ۲۰۱۰/۲/۲۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

نیویارک ـ یو افغان کډوال چی نجیب الله ځاځی نومیږی ، تیره اوونۍ خپله دا ګناه ومنله چی غوښته یې د نیویارک تر مځکی لاندی ریل ګاډي سټیشن کی په خپل لاس جوړ کړي چاودېدونکي مواد وچاودوی تر څو د سپټمبر د یوولسمی د حملو کالیزه یې لمانځلې وای .

 

د دې ښار تر مځکی لاندی ریل ګاډي هره ورځ ۵٬۲ ملیونه ورختونکي کسان ۴۶۸ تم ځایونو ته رسوي . د « بیګ اېپل » د مځکی لاندی ریل ګاډه خو خلک د منهاتن ( یعنی مرکزی ښار ـ صدر بازار ) څخه تر « کوني ټاپو » او « راک اوَې » سواحلو پوری هم رسوي . د « بیګ اېپل » د مځکی لاندی ریل ګاډو په مقایسه د هیواد متباقی سیسټم د بازیچو غوندی کوچني ښکاری . تر مځکی لاندی ریل ګاډي د دې ښار حیاتی شیریانونه دي . دغه ګړندي او د سپرلیو څخه ډک ټرېنونه چی د ۹۶ نمبر سړک څخه تر وال سټریټ پوری لس کیلومتره واټن په شلو دقیقو کی وهی ، نه اور اخلی ، نه توپانی کیږی او نه هم ماتیږی . زما یو ملګرﺉ د نیویارک ناوړه او خیرن ټرېنونه «  د ګنډلو برقی ماشین » بولی .

زه چی کله شپږ کلن وم ، نو ښوونځی ته به هره ورځ د پورتني لویدیځ لورې څخه په « ګرېمري پارک » کی تر کښتني لورې پوری ۳ ریل ګاډو ته ورختلم . موږ د نیویارک یو څه سخت سري کسان د ښوونځیو  په هغو بسونو یا مینی بسونو کی نه سپرېدو چی پوخ سِنه ښځو به چلول . ما به د ښوونځي څخه د راستنیدو پر مهال د بدمعاشانو سره چی ټول بې لاري ، غله او لیوني غوندی وو ، جنګونه کول . په دغو « بیګ اېپل » ټرېنونو کی به مو چندانی عادی او سمه ورځ نه لیدله .

 

فډرالی ، ایالتی او ښاری چارواکي د اوږدې مودې راهیسی د نیویارک د مځکی لاندی ریل سیسټم څخه ځکه بیریږی چی هغه د امریکایی ضد ډلو د حملو لوی هدف دی . امنیت یې ټینګ نیول سوﺉ ، خو بیا هم د حملې وړ دی ، ځکه :  کېدای سی چی په چاودېدونکو موادو ، مسموم کونکې ګاز یا میکروبونو سره حمله د نړۍ دغه مالی مرکز فلج کړی او سپینی ماڼۍ ته یوه بربادونکې سیاسی ضربه ورکړی .

 

دورانی بس چلونکیً

یو افغان کډوال نجیب الله ځاځي په ډینوَر کی بس چلاوه . ده وغوښته چی په نیویارک کی پر ملکی انسانانو حمله وکړی تر څو په دې ډول یې په افغانستان کی د امریکا د جنګ پر ضد خپل اعتراض ښودلی وای . ده ښه کوچنۍ اسلامی ږیره پرې یښې او ښه انګریزی ژبه یې هم زده ده او د خپلو فعالیتونو د پټولو لپاره یې څو کوښښونه هم کړي دي . ده  په دې ډول د فیشن فروشیو څخه د اسیټون او پر اکسایډ کوچني کارتنونه رانیول تر څو بم یې ورڅخه جوړ کړی وای . خو ځاځی د یو اسلامی ګوتڅنډونکې په توګه را ظاهرېدﺉ او ډیر ژر یعنی پنځه میاشتي وړاندی د ایف بي آی لخوا د تروریزم د یو هدف په توګه وپیژندل سو . دﺉ هغه مهال ونیول سو چی نیویارک ته د خپلو دغو چاودېدونکو موادو سره راغیً .

خو د ښاریانو له ښه بخته ، ځاځي هرکله بُڼهار کاوه ، بلکی یو مسلکی تروریسټ نه و . حقیقت خو دا دی چی په امریکا ، برتانیه ، کاناډا او اروپا کی اکثریت هغه مسلمانان چی په تروریزم تورن دي ، په نوموړو هیوادو کی را لوی سوي اماتور ( یعنی غیر مسلکی ) مسلمانان دي چی د افغانستان او عراق په اړه خپل خښم څرګندوی .

 

هغوی هغسی ماهر کسان نه دي چی القاعده رالیږلي وی لکه څنګه چی چارواکی ادعا کوی چی دا نیوني ډیري مهمی دي او ګواکی حکومتونه د لویدیځ ضد ډلو سره ښه بریمن جنګ مخته بیایی .

دغو ځوانانو په اسلامی نړۍ کی د لویدیځ د پوځی عملیاتو په وړاندی له تشدده ډک عکس العملونه ښودلي ، نه دا چی پر لویدیځ یې حملې کړي لکه مخکني ولسمشر جورج بوش چی په درواغو سره ادعا کوله چی هغوی ګواکی زموږ د ارزښتونو څخه کرکه لری . دا کوم بې فکره تروریزم نه بلکی د لویدیځو هیوادونو د کړنو نیغ راغبرګیدونکیً ګوزار دی .

 

خو دغه اماتور انسانان بیا هم یو جدی تهدید دی . زه د ۲۰۰۵ د جولای پر اوومه د لندن تر مځکی لاندی ریل ګاډۍ کی سپور وم چی یو څو ځوانو برتانوي مسلمانانو خپل چاودېدونکي مواد وچاودول کټ مټ لکه دغه ځاځي چی هم غوښته هغسی مواد جوړ کړی . زه د توکیو د مځکی لاندی ریل ګاډی کی هم د اعصابو ختمونکی ګاز د متعصبی لیونۍ حملې څخه بچ سوی یم .

 

هیڅ هغسی اعتراض او غندنه چی ملکی خلک یا عامه ترانسپورټ هدف وګرځوی ، قطعأ مشروعیت نلری . پر ملکی انسانانو حملې د اسلامی قانون سخت خلاف عمل دی او ۹۸٪ مسلمانان د هغه مخالفت کوی .

هغه کسان چی دغسی جنایت کوی خورا کوچنیً اقلیت دی کټ مټ لکه د نولسمی پیړۍ بم غورځونکي انارشیسټان ( یعنی بلوا جوړونکي ) چی وو . مګر تر کومه ځایه چی د اسلامی هیوادو پر ضد لویدیځوال خپلي جګړې پراخوی ، نو دوی پخپله دغسی له تشدده ډک ځوانان هم ورسره تولیدوی .

 

اعترافونه

وروستیً خبردارﺉ : ځاځي وروسته له هغه اقرار وکړ چی کله جنایی تحقیق کونکو په دې تهدید کړ چی ستا ټوله کورنۍ به بندیان کړو . هو ، دا کټ مټ د شوروی پټو پولیسو ( استخباراتو ) طریقه ده چی د ۱۹۳۰ کلونو د تصفیو پر مهال به یې په خلکو دغسی اقرارنامې امضأ کولې .

 

موږ په دې هم غوږېدلي یو چی د « سي آی اې » تحقیق کونکو شکمن کسان په برقی ګیره کی د ورکولو په تهدید بیرولي او یا یې هم په دې تهدید کړي چی کورنۍ به مو هم ونیسو .

 

دا صحیح ده چی امنیت حیاتی دی ، خو د دې دواړو یوشان کول د قانون او دیموکراتیکو ارزښتونو په خپل لاس کی اخیستل دي . ځکه ، د دوو جنایتونو جمع کول یو « حق یا رښتیا » په لاس نسی راکولای . پای   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.