مارجه که یوه بله سیاره ؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

مارجه که یوه بله سیاره ؟

د مارجې عملیات د کسپین د  حوزې د تیلو د ژغورنده انتقال اول ګام دی !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

پر مارجه د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځی عملیات د ۲۰۱۰ د فبرورۍ پر ۱۳مه پیل سوي چی پنځلس زره پوځیان پکښی جنګیږی . په دې عملیاتو کی د امریکا ، برتانیې ، کاناډا ، ډنمارک ، استونیا او افغانستان پوځیان شامل دي . خو پوښتنه دا ده چی واشنګټن ولی دغه پوځی عملیات کوی او هدف یې څه دی ؟ د دې حساسی مسألې تر شا پنځه غټ حقیقتونه پټ دي چی هغه دا دي : لومړی امریکایی عامل ، دوهم افغانی عامل ، درېیم ستراتیژیکی عامل ، څلورم فردي عامل او باالاخره پنځم تبلیغاتی عامل . اوس به هر یو مختصرأ داسی وشنو :

 

لومړی ـ امریکایی عامل :ـ

امریکایان ورځ په ورځ د روان افغان جنګ سره مخالفت څرګندوی . نو سپینه ماڼۍ مجبوره ده چی عامه ذهنیت تر اغیزې لاندی راولی او هغوی په دې معتقد کړی چی دغه اته کلن جنګ دا دی خپل نوي او تکاملی پړاو ته ننوت . پوځی مقامات په دې هیله دي چی په مارجه کی « لوی برﺉ ! » به امریکایان په دې باور کړی چی د ډیرو پوځیانو ورلیږل ، د ګڼو قراردادیانو ګومارل ، د زیاتو مصارفو کول ، او د نوو تاکتیکونو کارول ګواکی بهتر نتایج راوړي . امریکایان ورځ تر بلی د خپلو مالیو د ورکړي حساب غواړي ، د خپلو اولادونو د وژل کېدو یا معیوبېدو دلایل غواړي ، د خپل سپماییز ـ ټولنیز انحطاط عوامل پوښتي . څنګه چی عامه خپګان او نارضایًیت مخ پر ډیرېدو دی ، نو باید یو څه ورکول سی ، او هغه همدا عملیات دي تر څو د مارجې تر « فتحی ! » وروسته هغوی څه نا څه قانع او تطمیع کړای سی .  دا هغه تریخ حقیقت دی چی واشنګټن پوسټ هم د فبرورۍ پر ۲۲مه لیکلی دی .

 

دوهم ـ افغاني عامل :ـ

واشنګټن سخت لګیا دی چی د کابل رژیم د ګوډاګیتوب له دریځه وباسی . د بارک اوباما سپینه ماڼۍ اوس کابل ته په ټینګه مسؤلیت ورسپاري او کار ځنی غواړی . امریکا د رژیم د پوځ او پولیسو د جوړښت او روزنی لپاره څه باندی لس بلیونه ډالره مصرف کړي دي نو ځکه اوس باید هغوی د طالبانو سره وجنګوي . د مارجې روان عملیات د دې اجیر ځواک لومړنی عملی امتحان دی . جنرال مک کریسټل د نیویارک ټایمز له قوله پخپله اعتراف وکړ چی موږ د دې عملیاتو تر ختمېدو وروسته مارجې ته افغان حکومت په قطۍ کی وروړو او هلته به یې مستقر کړو تر څو هلته خپل شتون پیدا کړي ، حکومت داري وکړي ، منطقه وساتي او مسؤلیت ادا کړي .

امریکا غواړی چی په دې ډول طالبان د ګڼ میشتو سیمو څخه وشړي او ملکی خلک خپل ټول پام د طالبانو څخه رژیم ته واړوی . د امریکایی پوځي مقاماتو ظاهری هدف دا دی چی افغانانو ته وښیًی چی امریکایی ځواکونه ګواکی دوی د طالبانو څخه ساتی ( واشنګټن پوسټ ـ ۲۰۱۰/۲/۱۵ ) . مګر اصلی واقعیت دا دی چی امریکا په ټینګه لګیا ده چی افغانان د طالبانو څخه وړیا واخلی مګر پر رژیم یې په ګرانه بیه وپلوری .

د دې عملیاتو څخه د امریکا تاکتیکی هدف دا دی چی افغانان متوجه کړی چی دا عملیات خو ګواکی یوازی موږ نه کوو بلکی ستاسی خپل « پوځ ! » یې مخته وړی او موږ یې صرف ملګري یو ، او همدا وجه ده چی ګواکی د دې عملیاتو نوم هم د فارسی ژبی « مشترک » لغت غوره سو . خو امریکایی جنرالان هم د پخوانیو شوروی اشغالګرو غوندی لمر په دوو ګوتو پټوی .

 

درېیم ـ ستراتیژیکی عامل :ـ

د امریکا لوی ، اصلی او اساسی مقصد دا دی چی په افغانستان ـ پاکستان ( افپاک ) کی بی ثباتي او بې نظمي وساتي او د دې سیاسی دوړو شا ته خپل جیوپولټیک اهداف ولټوي . امریکا دلته د اوږدې مودې لپاره تشریف راوړﺉ دی ، نه د افغانستان او نه هم د افغانانو په غم کی ده چی تیر ۸ کلن سخاوت یې ښه ثبوت دی . واشنګټن د اوباما د حکومت لخوا د طالبانو ضد خپله ستراتیژي ازمویی . په بل عبارت ، د مارجې پوځی عملیات د اوباما د ستراتیژۍ کلیدی امتحان دی ( یعنی ډیر پوځیان ، ډیر قراردادیان او ډیر ډالران ) . یو امریکایی لوړ رتبه افسر واشنګټن پوسټ ته وویل چی « دا یرغل د نوی ستراتیژۍ پیل یا د توپونو د شلیک اول ډز دی . دا عملیات به د ټول افغانستان لپاره د کټ مټ عملیاتو پیلامه وی . » د ناټو ریًس « واسموسن » هم داسی وویل : « په هلمند کی روان عملیات به د نورو عملیاتو لپاره نمونه او سرمشق وی . » پس د دې څخه ښکاری چی امریکا او ناټو افغانستان ته مرګونه راصادروی او که د چا خوښه وی یا نه ، همدا یې راتلونکې ستراتیژي ده .

 

څلورم ـ فردي عامل :ـ

د مارجې پوځی عملیات د جنرال مک کریسټل غوښتنه او ټینګار دی . د نورو دیرش زرو پوځیانو رابلل د ده فشار او پلان او د اوباما یو هوس او آرمان دی . نو کریسټل باید په دغو اضافي پوځیانو څه وکړی ؟ ځواب دا چی باید ویې جنګوی ، استعمال یې کړی ، خپل دریځ په لوړ کړي ، ستوري او نښانونه یې اضافه او رتبه یې جګه سی . د مارجې عملیات د جنرال کریسټل لپاره یو بل امتحان دی .هغه مخکی درې نور امتحانونه هم ورکړي دي : لومړی یې د نورستان په برګِ مټل کی د ۲۰۰۹ د سپټمبر پر اتمه په یوه پوسته کی د طالبانو لخوا د ۸ امریکایی پوځیانو وژنه وه . دوهم امتحان یې بیا په هماغه نورستان کی په یوه بله پوسته کی د پنځو امریکایی او اتو افغانی پوځیانو وژنه وه . درېیم یې د ۳۰۰۰۰ نورو امریکایی پوځیانو راغوښتل و ، او څلورم امتحان یې همدا د مارجې پوځی یلغار دی . په دوو ازموینو کی ناکام ، یو یې مساوی او وروستی یې فعلأ جاری دﺉ . فلهذا ، دا او مابعده نور عملیات د مک کریسټل او بارک اوباما  د  ستراتیژۍ یو ازمویښت دی خو انشاالله بریمن به نه وی .  

 

پنځم : تبلیغاتی عامل :ـ

جالبه دا ده چی پر مارجه د پوځی برید اعلان  حتی دوې اوونۍ مخکی لا ( په مرکو ، غونډو ، خبرو اترو او اعلامیو کی ) مسلسل ورکول کېدﺉ . هغوی داسی انځورول لکه مارجه چی  بیخی یوه بله سیاره وی او غواړی چی په ډمامو سره یې « فتحه ! » کړی . د دې پرله پسې خبرتیاوو لوی مقصد دا و چی مارجه وال باید فیصله وکړی چی ووزی ، یا د رژیم سره ودریږی او یا هم مخامخ د طالبانو مقابله وکړي . بل دا چی پخپله طالبانو ته فرصت ورکړی چی وتښتی او یا هم تسلیم سی او د دې پرته به ووژل سی . درېیم هم دا چی په دې توګه یې مخدره ییز کاروباریانو ته خبردارﺉ ورکاوه چی نور بس ده ! خپله مالیه او سهمیه به نوره طالبانو ته نه ورکوﺉ بلکی د رژیم تر خوا به درېږﺉ . او باالاخره وروستی لوی هدف یې دا دی چی طالبان باید تجرید او د پیاوړي څخه کمزوره دریځ ته راکښته کړی او په دې ډول یې د « سولی ! » بهیر ته اړباسی . مک کریسټل پخپله  داسی وویل : « زما په فکر دا هر لوری ته یو فرصت ورکوی ، دا چی هغوی څه کوی ، نو مخکی تر دې چی په توره شپه کی حمله پر وسی باید ښه فکر وکړی . » خو د عملیاتو په درېیمه ورځ یې اعتراف وکړ چی څنګه زموږ تمه وه ، دا عملیات هغسی مخته نه ځي .

واشنګټن په داخل او خارج کی د زیاتو نیوکو  او خوابدیو سره مخامخ دی . په دغو عملیاتو سره به انتقادیانو او خپرونو ته وښیًی چی وګورﺉ ستاسو د انګیرنو پر خلاف موږ هلته په جبه زار کی ښویېدونکي او بند سوي نه یو ، بلکی د دې جنګ ګټونکي یو .  خو داسی ښکاری چی دغه حیله او حربه یې هم ژر یا وروسته ځای نه نیسی .

 

ښه ، چی داسی ده نو امریکا ولی په ټول افغانستان کی هلمند او په هلمند کی بیا مارجه د دې لوی پوځی یرغل لپاره انتخاب کړه ؟ ځواب دا چی هلمند فعلأ په ټول افغانستان کی یو ځانګړی دریځ او خاص اهمیت لری چی بل کوم ولایت یې نه لری . ځینی دا ځانګړني په دې ډول دي :

 

لومړی ـ هلمند له سره د طالبانو د تحریک زانګو ده ، او نن د هغوی د محرکه قوې هسته ګڼل کیږی . امریکایان د همدې مرکزی هستې ماتول غواړي .

 

دوهم ـ هلمند نن د بل هر ولایت په پرتله ډیر تکړه ، مجرب او فعال طالبان لری چی هغوی په کندهار ، ارزګان او فراه حتی نیمروز کی هم پرله پسې حملې کوی او امریکایان یې سخت مصروفه او خوږمن کړي دي . همدا علت دی چی ناټو په دې ولایت کی  د ۲۰۰۶ راهیسی ۱۳ پوځی عملیات کړي او څوارلسم یې همدا اوس جریان لری .

 

درېیم ـ هلمند د افغانستان د تریاکو بڼ او د هیرویًینو ګودام دی . امریکایان هغه د طالبانو مالی منبع بولی او غواړی چی دا چینه وچه کړی ( حال دا چی دغه ادعا د طالبانو په مقایسه پخپله پر « سي آی اې » باندی ډیره اطلاق کیږی چی ویل کیږی هغوی په هلیکوپترونو کی دا مواد امریکا ته وړي . )

 

څلورم ـ مارجه د مرکز ( لښکرګاه ) په صرف شل کیلو مترۍ کی واقع ده نو ځکه دا ښار د طالبانو د نفوذ ، محاصرې او حتی لویی حملې د خطر سره مخامخ دی . دغه عملیات به طالبان څه موده پر شا وتمبوی .

 

پنځم ـ هلمند د ایران سره پوله جوړوی او واشنګټن غواړی چی تهران ته له دې ځایه هم ورنږدې سی او هغه متأثره کړی .

 

شپږم ـ هلمند د پاکستان د بلوچستان ګاونډی هم دی او امریکا غواړی چی په ګوادر بندر کی د چین سره سیالي پیل کړی او هم  پر بلوچستان خپل نفوذ تأمین کړی . روان عملیات به د دې هدف لپاره په ظاهره ممد واقع سی .

 

اووم ـ د ترکمنستان څخه مخ پر پاکستان د تیلو او ګاز متوقعه نلونه په هلمند کی راتیرېدونکي دي( دوه کاله وروسته یې پروژه پیلېدونکې ده ) او هغه باید د طالبانو د آینده تهدید څخه سر له اوسه وژغورل سی .

 

اتم ـ هلمند طبیعی زیرمي خصوصأ یورانیم ډیر لری او برتانویان غواړی چی د سنګین ولسوالۍ څخه د دې موادو په غلا وړل نور هم اطمیناني کړی .

 

نهم ـ مارجه په جنوب لویدیځ کی یوازینۍ سیمه ده چی نه ولسوالي او نه هم علاقه داري ده مګر اتیا زره وګړی لری او طالبان په هغوی کی ښه ننوتلي دي ، نو ځکه امریکایان غواړی چی هغوی سره بیل او متخالف کړی .

 

لسم ـ مارجه د ټول هلمند لپاره د طالبانو اکمالاتی اډه او عملیاتی پایګاه ده ، نو ځکه د دې لوی ګارنیزیون نیول به ګواکی طالبان متشتت او بې کوره کړي .

 

ښه ، چی داسی ده  نو واشنګټن ولی د دې عملیاتو لپاره ژمی انتخاب کړ ؟  دا ځکه چی :

لومړی ـ طالبان زیاتره په ژمني خوب ویده وی ، خوځښتونه یې لږ او حملې یې محدودي وی ؛

دوهم ـ د دوبی لپاره یې فعالېدو او حملو ته نه پریږدی ؛

درېیم ـ طالبان په ژمی کی په خپلو زنګ وهلو وسلو سره ښه نسی جنګېدای حال دا چی امریکایان په عصری او مجهزو کمپیوټرایزډ وسلو سمبال دي او موسم یې نه اغیزمن کوی ؛

څلورم ـ دیرش زره امریکایی او ۷ زره اروپایی پوځیان رارسېدونکي دي ، باید ژر تر ژره هغوی ته « میدان صاف » سی ؛

پنځم ـ تلوار دا دی چی ژر پر کندهار هم یلغار پیل کړی او د ونو غوړېدو ته یې پرې نږدي ؛

 

خو پوښتنه دا ده چی پر مارجه به  روان پوځی عملیات څه پایلي او لاسته راوړني ولری ؟

۱ ـ امریکایان به په تاکتیکی ډول کامیاب سی خو په ستراتیژیکي توګه به ژر یا وروسته ناکامیږی ؛

۲ ـ جنګ په بهرنیو پوځیانو ګټل کېدای سی خو سوله او دیموکراسي نسی ورباندی ګټل کېدای ؛

۳ ـ لکه د امریکا امنیت چی په « فلوجه » او « انبار » کی په دیموکراسۍ پوری نه دﺉ تړلی ، نو هغه په « نادعلی » او « مارجه » کی هم د دیموکراسۍ سره کوم ربط نه لری ؛

۴ ـ د ډیرو وینو تویول او د ډیرو ډالرونو ضایع کول ستراتیژي نه بلکی پالیسي ده ؛

۵ ـ امریکا د افغان آینده جنګ څخه ( چی مارجه یې مبدأ ده ) ، نه راوتلای سی او نه هم پاتېدلای سی ؛

۶ ـ د پوځی طاقت په زور د ګوډاګیانو ترپل او په جعلی توګه یې قانوني کول ملاماتونکیً تمامیږی ؛

۷ ـ دا عملیات به طالبان نور هم ولمسوی او هغوی ته به اهداف ډیر کړی ؛  

۸ ـ د کابل رژیم به نور هم ګوډاګی او امریکا به نور هم اشغالګر ثابت کړی ؛

۹ ـ افغانستان به نور هم بلواک خو طالبان به خپلواک ثابت کړی ؛

۱۰ ـ اصلی مشکل دا دی چی طالبان د واشنګټن فرعونیت ته ( د نورو پر خلاف ) د سجدې سر نه ټیټوی ؛  

 

وګورﺉ د لاندنیو څو اعترافونو څخه هر څه څنګه ښه ترا ثابتیږی : بارک اوباما د ۲۰۰۹ د ډسمبر پر اوله داسی وویل : « موږ باید د طالبانو قوت کمزوره کړو او د هغوی څخه دا توان واخلو چی د کابل حکومت کمزوره یا نسکوره کړی . » په کابل کی امریکایی سفیر ( کارل آیکن بري ) داسی اعتراف وکړ : « افغان حکومت به هلته ورسی او کنټرول به یې واخلی او هلته به روغتیایی ، ملکی ، تعلیمی او امنیتی خدمتونه وکړی . خو د دې کار لپاره روزلو او صادقو افغان مامورینو ته اړتیا سته چی کابل یې نه لری . دغسی افغان کادرونه خو تر اوسه نسته او کلونه کلونه وخت غواړی چی تهیه سی . امریکا به دلته په یوه اوږده او له مصرفه ډکه جګړه کی بنده وی دا ځکه چی هغه د افغان حکومت پر ځای پخپله عمل کوی . کرزﺉ او د هغه حلقه نه غواړی چی امریکا رخصت سی او په دې خوشاله دي چی موږ دلته نور او نور هم دخیل اوسو . » د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس اعتراف وکړ چی « طالبان په افغاني ټولنه کی اوبدلي دي او هغوی د دې ټولنی یوه جوړونکې برخه ده . » جنرال مک کریسټل داسی اعتراف وکړ : « موږ به افغان حکومت هلته په قطۍ کی ور وړو تر څو کارونه او اجرأت وکړي . » ښه ، آیا په دغو اعترافونو کی هغوی پخپله د « ګوډاګیتوب » ، « اشغالګر » او « مقاومت » مفاهیم او حقایق نه راته ثابتوی ؟  دا چی ځینی حاسدان او بدخواهان تبلیغ کوی چی طالبان یې د امریکا او ناټو غوندی ستر ځواک څخه نسی ګټلای باید ورته وویل سی چی د همدې په اصطلاح عظیم طاقت سره د هغوی د تیر ۸ کلن جهاد پایښت پخپله د دې  ادعا ارتداد ثابتوی او همدې « زیرو پاور » د نوموړي « سوپر پاور » څه باندی ( ۱۶۷۰) پوځیان د خاورو مېلمانه کړي دي چی د دې جملې څخه( ۱۰۱۰) یې امریکایان دي . نو دغسی کسان باید ښه متوجه اوسی چی : که یې طالبان ګټلای نسی ، نو امریکایان یې بیا ماتولای نسی . وما ذالک علی الله به عزیز ( ن . صمد )   

 

  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.