دمولوی داکتر سعید افغانی غوری ویناوی — عزيز الدين سعيدی

 

دمولوی داکتر سعید افغانی غوری ویناوی

 

خـدايبخښلى مولوي داکتر محمد سعيد ( سعيد افغاني )

 

ليکنه او ټوولونه:عزیز الدین  « سعیدی-سعید افغانی »

 

گرانو لوستونکو  !

غوارم دخـدايبخښلى مولوي داکتر محمد سعيد ( سعيد افغاني )  د مـــړینی «۲۵ تلین »           په مناست دهغه مرحوم  دغورو وینا گانو  نه څو لنډی  نمونی تاسو محترمولوستونکو ته  هدیه او ډالی کړم .

مولوی داکتر « سعید افغانی »  زمونږ د هیواد مشهور عالم  او روحانی په ( ١٣٠٠ ) هجرى شمسى  کال  کى دلغمان ولايت  دخير آباد په کلي کى زيږ يد لی  او په کال  « ۱۳۶۴ » دحوت په اوومه د(۱۹۸۵  فبرورى ٢٥ مه ) ددرى شپيتو  کالو  په عمر  حق ته رسیدلی .

  سعيد افغانى  (دوه ديرش )  ټوکه کتابونه  او د دوه زرونه زيات  مذهبى ، فلسفي ، اجتماعي ، او ادبي مقالې ليکلى چه دانيس ،  هيواد ،  پامير  ،  کاروان ، ننگر هار ،  دکابل  مجله ، پيام حق ، قضا ،  او دهيواد  په نورو ورځپاڼو او مجلو کښى  خپاره  شوى دي .

غوری ویناوی  :

ــ  د انسان د رسالت غوښتنه داده چی خلک  د حق او حقانیت  په رڼا کی  ژوند  وکړی  او خپلی ویــناوی ، تعبیر ، لیکنی ، کــړه  او وړه په همدغه  اساس  عیار کړی .

ــ  استقامت په ژوند کی او متانت په کارونوکی  د مـوفقیت رازدی .

ــ دحقیقت څخه تعبیر باید د حقیقت د واقعی روښانتیا په اساس وی.

ــ زه کله د ځان  سره  وایم   کاشکی  نه  وای  پیـدا ، او  که  پیــدا  وای په هغــه  رمز پــوه  شوی  وای  چه ځان  او دخلکو  ژوند می  د بی نظمیو ، لانجو  او مشکلاتو څخه خــلاص  کړی  وای .

ــ و بښی  که زه ووایم  چه  زه پـــوهیږم  ، ځکه  زه په خپله  پدی پــوهیږم  چه زه نه  پو هیــږم ؛ او که زه پوره پوهیدلی ، په دی به هم پو هیدلی چه خلک څنګه پوه کړم

ــ افسوس ، افسوس او بیا بیا افسوس ؛  چه  دخلکو  د خدمت  په  منظور  او  دعلــیا  منافعو د تامین  په  غرض څومره چه می هیله  درلودله  کامیاب  او مــوفق  نشوم .

ــ آفرین په هغوی چه  پدی ناګزیر  جریان کښی حوصله دلاسه  نه ورکوی او په  میړانه قدم په قدم  اصلاحات  روالی  او اجتماعی  عدالت  ته  احترام  لری .

ــ  وائی :  هر څه  هیریږی  خو مینه چی  خپلی ریښی د عاشق په زړه ګی  و غوڅو ی هیریدل ئی  ګران  او  سخت  دی .

ــ  وائـــی :  که منطــق ،  استدلال  ، شرافت  او کرامت  کار نه کوی  نو  دظالمـــانو او مستبدانو  ګریوانو ته لاس  واچوی، او په دغه  لیار  کښی  د جائزی دفاع  په  منظــور او د انسانی  کــرامت  د  حمــایی  او ساتنی له  امــله   د ژوبلی ،  ربـــړ او مرګ څخه مــه  ډاریـــږی.

ــ  زما  په عقیده  د وطن  د ابادی  له پاره  ښه تدبیر  دادی  چی اجتماعی امراض  تشخیص اود معالجی د پاره یی اقـدام و شی .

ــ  ښه  تدبیر  دادی   چه  اول  دقام  ، ولس  او وطن  ټول  دردونه  درجه  بندی  او وسیړل شی  او بیا  د حـــل دپــارئی  عمومی   ذهنیت اوروحیه دیو مثبت تحول ،  تطور او بدلـون  پخاطر امـاده  او برابر شی  . 

ــ  خیال بافی  چه  وځنډیږی ورڅخه مزمن  مرض  جـوړیږی او د  رکود ، خمــود او جمود  موجب  ګرځی .

ــ ژوند  کول  د کړاونو سره  مجادله  ده ، پدی  مجادله کښی هغه څوک  دبریالی  توب  مقام  ته رسیږی چه لاس تر ځنی کی نه ئی ، او د اګاهانه  شعورسره  یو ځای کار  او عمل  ته  دوام  ورکړی .

ــ   امید واری  ښه  تجویږ  دی ،  چه  ورسره  دهمت  مټی  هم  پورته شی  او عاقلانه  تجویږ  سره  عـــاقلانه  فعالیت  جوت  په  کار  ولویـــږی .

ــ خطائی  بده ده  او تکراری  شنیع دی، نو اول کوښښ کوی چی خطا نه شی او که خطا شی  باید  د شناعت  سره  مواجه نشی .

ــ پام کوه چی خطا نشی ، او که خطا  شوی  دخپلی  خطائی  څخه باید  عبرت  واخلی     تر څو بیا  خطا نشی ، ځکه چی  دغه شان  عادت د انسان  منزلت ټیټوی .

ــ پام  کوه چه ونه ښویږی ،  او که د ښوئیدو احتمال  وی  نوامسا   د ځان  سره  ملګری  ساته .

ــ  تیرویستل  کمزوری  ده ،  تیرویستل اخلاقی ضعف دی  او دا دهغو کسانو کار دی کوم چی په میړانی  نشی کولی مطلب لاس ته راولی .

ــ  تیرویستل اعتماد او اطمینان له  مینځه وړی ، او په جامعه کښی تیرویستونکی  کسان  اخر د رسوائی سره مخامخ کیږی .

ــ  ننی  عصر  ډیر  ایجابات لری  او په ننی عصر کښی زرنګی  زیاته شـــوی  ده ، نو پام کـوه  چی  تـل  د شرایطو ، ایجاباتو اود زرنګیــو خیـال  د ځـان  سره  قــوی وساتی .

ــ احتیاط  ښـه دی، خو چی داحتیاط  څخه مضراحتیاط  جـوړنشی  او د جمود او خمود موجب  و نه  ګرځی .

ــ  شکاکی  بده  ده ،  هغه  داچی هر څه ته  په شک  وکتل شی او په  شک  کښی بیاهم  شک  پیدا  شی ، او که نه  ډیر  کرته شک د تصفیی ،  یقــین  او باور موجب  ګرځی . نو پام  کـوه چی څو مره  شک څخه  باید کار  واخستل  شی  !  

همدا  وجه  ده چی  شک د علمــاو او اهـــل دل  خاونـدانو  په نزد ،  د علم او معرفت  لپاره  یو ضروری  پړاو  ګڼل  کیږی.

ــ اعتــدال ښه شی  دی ، خود عتــــدال پیدا کـــول  اکثر د خطبونو سره مواجه  کیږی او  د عامه منافعو  د تامین  د اټکل په اساس زیات  غور او  دقت ایجا بوی ،نو پدیاساس داعتدال معلومول باید    د پو هانو یوه  پیاوړی  کمیټه او یا کمیټی  تخمینی کړی .

ــ د خیر  مفکوره  د خیر  او  خیرونو  مولــد ګرځی  او زیات دوام  او حسن عاقبت پیدا کوی ،  د شر مفکوره که څه د شر او شرونو  مولد ګرځی  خو زیات دوام  او حسن  عاقبت نه لری .

ــ په جوامعو  کښی  په عامـلانه  ‌ډول  د خیر احساس  قوی وساتل شی ، او پام وساتو  چـی د شر په مقابل  کښی  عالمانه  مجادله  ته دوام  وړکـــړی  شی .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.