په افغانستان اوپاکستان كې له دوه ګونې لوبې دپاكستان هدف څه دى؟ — قاسم رحمانی

 

په افغانستان اوپاکستان كې له دوه ګونې لوبې دپاكستان هدف څه دى؟

 

قاسم رحماني/ Strategic Review /

 

په افغانستان كې د امريكا د ۲۰۱۰ كال د پروګرام له پيل نه وروسته، پاكستان دوه مخى سياست تعقيبوي. پاكستان له يوې خوا  له واشنګټن سره مرسته كوي او له بل لوري طالبان بيرته په پښو دروي. اسلام اباد غواړي طالبان پوره سمبال كړي، څو په سيمه كې خپل طاووس پر وساتي او په حساسه موقع يې بيا په امريكا وپلوري. په دې برخه كې ان، چې د طالبانو په نيولو هم صرفه نه كوي. په دې ليكنه كې د پاكستان او افغانستان د ورځې مسايلو ته كتنه شوې، چې د ((افپاك)) يا افغانستان- پاكستان په كړكيچ كې د ښكيلو لورو هدفونه په ګوته كړي.

 

د اوباما له طرحې نه را ټوكیدلې ستونزې:

وروسته له هغه، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي اعلان كړه او په دې ستراتيژۍ كې يې د تازه نفسو ۳۰ زره سرتيرو ليږل، له منځلارو طالبانو سره خبرې اترې، د طالبانو د ټيټپوړو كسانو تطميع او له هغو كسانو سره جګړه، چې له امريكا سره خبرو ته تيار نه دي، شامل كړل، پاكستان په دې ستراتيژۍ كې د خپلې لوبې د طاووس پر د سوځيدو په حال كې وليد. په ځانګړي ډول هغه مهال، چې واشنګټن له اسلام اباد نه وغوښتل او اوس هم غواړي، چې په خپله خاوره كې د جنګياليو پر ضد عمليات وكړي. اسلام اباد ته د امريكا د جګپوړو چارواكو پرله پسې سفرونه او هلته د دولت له مشرانو سره ليده كاته په همدې خاطر ترسره كيدل.

امريكا يوه مياشت وړاندې د پاكستان پولې ته نږدې د هلمند پر ولايت بريد وكړ او د مارجې ا و نادعلي سيمې يې ونيولې. دغه بريد چې پر وړاندې يې د طالبانو كوم جګپوړى قوماندان نه و درېدلى، د افغانستان پر نورو سيمو د حملې لپاره تمرين او دهغو جنګياليو پر وړاندې غبرګون و، چې د افغانستان له دولت سره خبرو او د امريكا شرايطو ته غاړه نه ږدي. له بل لوري امريكا هڅه كوي يو شمير طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو اترو ته وهڅوي. په همدې برخه كې د امريكا تر نظر لاندې د افغانستان د دولتي چارواكو او د حكمتيار د زوى  ترمنځ خبرې اترې وشوې، خو د حكمتيار هغه شرط، چې امريكايان دې له افغانستان نه ووځي، په دولت او پارلمان كې دې تغير راشي، د واشنګټن او كابل ستوني يوڅه ترخه كړل.

د مارجې او نادعلي د نيولو لپاره يو شمير قبايل او د طالبانو ځينې غړي تطميع شول. دا، ددې لپاره، چې په افغانستان كې ناټو او امريكا بريالي ښكاره شي او خلك ووايي، چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې هم اواريداى شي، څو له دې لارې نور هيوادونه وهڅوي، چې افغانستان ته خپل سرتيري را واستوي. همداراز امريكايانو غوښتل په هيواد كې عمومي افكار په دې قانع كړي، چې د بري نيټه را نږدې شوې ده.

د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګيټس، چې څو ورځې وړاندې كابل ته راغلى و، پر كندهار د پوځي بريد خبره وكړه. پر هغه ځاى، چې د طالبانو د واكمنۍ پرمهال د پايتخت په توګه كارول كيده. د دغو بدلونونو ترڅنګ په شمالي او جنوبي وزيرستان باندې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه، پاكستان د خپلې راتلونكې په اړه سخت انديښمن كړى دى. له بل لوري پاكستان د امريكا مالي او پوځي مرستو ته اړتيا لري، نو بايد خپله خاوره د واشنګټن په واك كې وركړي. له دې سره جوخت خپل اټومي قدرت په خطر كې ويني، نو له دې امله يې دوه مخې لوبې ته لاس اچولى دى.

 

له امريكا سره د پاكستان دوه ګونې لوبه

وروسته له هغه، چې پاكستان ته دا پته ولګيده، چې امريكا غواړي پاكستان پلوي طالبان له منځه يوسي، اسلام اباد لاس تر زنې پاتې نه شو او يوې دوه مخې لوبې ته يې لاس وغځاوه. له يوې خوا يې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره د امريكا راضي كولو ته مخه كړه او له بل لوري يې د طالبانو په بيرته چاغولو لاس پورې كړ.

دغې نوې ستراتيژۍ له پاكستان سره دا مرسته وكړه، چې  تر واك لاندې طالبان بيرته په پښو ودروي او د راتلونكې لپاره يې چمتو وساتي. نوې ستراتيژي په پاكستان كې د يوشمير جګپوړو طالبانو پر نيولو پيل شوه. دغو كسانو له پخوا نه د پاكستان له استخباراتي كړيو سره مستقيمې اړيكې درلودې او په پاكستان او افغانستان كې د دغې ډلې مټې بلل كيدې، خو اوس يې د هغوى خبرې ته غوږ نه ايښود او د استخباراتي كړۍ له واكه وتلي وو. دغو كسانو د اسلام اباد له اجازې پرته  غوښتل د افغانستان له دولت سره خبرې اترې وكړي. له بل لوري له دغو كسانو سره د پاكستان د استخباراتو په اړه زيات معلومات وو، چې پاكستان په هيڅ صورت نه غوښتل د امريكا لاس ته ورشي. همدا علت و، چې په تيره يوه مياشت كې پاكستاني استخباراتو د ملاعبدالغني برادر په ګډون د طالبانو لس جګپوړي قوماندانان ونيول.

((برادر))، د طالبانو دوهم نمبر مشر د اى ايس اى تر نظر لاندې نا معلوم ځاى ته لیږدول شوى، چې د امريكا له لاسرسي خوندي پاتې شي. د ځينو خبري سرچينو په حواله ويل شوي، چې ملاعبدالغني په داسې حال كې د پاكستان د دولت له لوري ونيول شو، چې غوښتل يې له دوى سره خپل اړيكي پرې كړي او د كرزي له دولت سره خبرو اترو ته كښیني. هغه په كراچۍ كې د پاكستان له لوري تر نيولو څو اونۍ وړاندې د افغانستان د ولسمشر له استازي سره كتلي و او له كرزي سره يې په ټليفون خبرې كړې وې.

 

د پاكستان په خاوره كې د لوبې بدلون:

دغه نيول په دې معنى نه دي، چې پاكستان دې د طالبانو له ملاتړ نه لاس په سر او د نورو پر وړاندې دې د هغوى د كارولو نه ډډه كړې وي، بلكې د ځانمرګو بريدونو دنده يې هغې ډلې ته سپارلې، چې د پاكستان استخباراتو ته وفاداره ده. د رسنيو په راپورونو كې راغلي، چې د وروستۍ يوې مياشتې ټول ځانمرګي بريدونه د جلال الدين او سراج الدين حقاني له لوري رهبري شوي وو. په خوست كې د امريكا پر استخباراتي مامورينو بريد، د كابل وروستي بريدونه او د جمهوري رياست پر ماڼۍ د بريد هڅې هم دغې ډلې كړې دي.

په اصل كې اسلام اباد نافرمانه ځواكونه زندان او وفادار يې صحنې ته را وستل او بيرته يې فعال كړل. د دغو عناصرو ادلون بدلون د طالبانو په جوړښت كې پر بيارغونې تمام شو. د پاكستان ديني مدرسې ددوى ستر انساني ځواك ګڼل كيږي او همداراز د افغانستان او پاكستان په پولو كې ۱۰۰ ميليوني نفوس بله پشتوانه ده، چې پاكستان يې په واك كې لري. له دې مخې به پاكستان كله هم د طالبانو په بيا بيا فعالولو كې د كمي احساس ونه كړي.

پاكستان د امريكايي ګټو په هيله دى، نو له دې امله ځان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې ډير جدي ښيي. له همدې ځايه د پاكستان دوه مخې لوبه پيليږي. په افغانستان كې له امريكا سره د مرستې نارې سورې او له طالبانو سره جګړه له يوه لوري او د هغوى د مشرانو ساتنه او پټ ملاتړ له بل لوري د پاكستان د دوه مخۍ ښه ثبوت دى. دغه ټكى بايد په ياد ولرو، چې طالبان وركيدونكي نه دي، ځكه پاكستان نه غواړي. طالبان له پاكستان سره مذهبي او استخباراتي اړيكي لري او لكه، چې و مو ويل، اسلام اباد په سيمه او نړۍ كې د خپلو امتيازونو د ترلاسه كولو لپاره  له هغوى نه د يوې وسيله په توګه كار اخلي.

 

له افغان طالبانو سره د اسلام اباد په موډل مذاكره

څو موده وړاندې د بغلان په ولايت كې د طالبانو او حكمتيار د ډلې ترمنځ د جګړې  يو خبر خپور شو. په دې نښته كې له دواړو لوريو ۷۰تنه مړه او د حكمتيار د ډلې ۹۰ كسان د طالبانو له لوري ونيول شول. دغه كسان كابل ته د كرزي له دولت سره د يوځاى كيدو لپاره را روان وو. بغلان د كابل په شمال كې پروت دى. د حكمتيار او طالبانو ترمنځ د نښتې رېښه بايد په اسلام اباد كې ولټول شي. په اصل كې پاكستان نه غواړي د حكمتيار د ډلې غړي د افغانستان له دولت سره يوځاى شي.

په سلو كې ۴۰ مخالفين د حكمتيارپه ډلې پورې تړلي دي او كه د كرزي له حكومت سره د پاكستان له حضور پرته خبرو ته كښيني، پر اسلام اباد به كلك ګوزار وي. پاكستان غواړي يا بيخي خبرې اترې ونه شي او كه خبرې كيږي بايد د اسلام اباد په ګډون ترسره شي، څو پاكستان په ښه بيه حكمتيار او دهغه ډله پر امريكا وپلوري. له همدې امله طالبانو د حكمتيار د پلويانو پر كاروان بريد وكړ، يو شمير يې ووژل او ځينې يې ټپيان او ژوندي ونيول. سره له دې هم د حكمتيار د ډلې پنځه قوماندانان او دهغوى ۶۹ افراد كابل ته ورسيدل او له دولت سره يې خپل پيوستون اعلان كړ.

پر امريكا سربیره پاكستان غواړي، د طالبانو په پياوړتيا سره د واشنګټن په زيان ( دغه متاع) پر روسيه او چين وپلوري. په دې معنى، چې پكنګ او مسكو پوهيږي كه طالبان پياوړي شي، نو امريكا به ورسره په جګړه كې ښكيله پاتې شي او دوى به يې له شره په امان كې وي.

د سي اى اې يوه مدير ليو پانتا د تيرې چهار شنبې په ورځ وويل، هند او برازيل د طالبانو او القاعدې له ګواښ سره مخ دي، په داسې حال كې، چې تر دې وړاندې امريكايي چارواكو روسيه او چين په دې ډله ګواښلي وو. امريكا له برازيل، روسيې، هند او چين سره د مقابلې لپاره هڅه كوي او غواړي د هغوى د پرمختګ مخه ونيسي. بايد دا ومنو، چې پاكستان غواړي طالبان او القاعده په واك كې ولري او په وړ وخت كې يې د نړۍ پر سترو قدرتونو وپلوري، چې اوسمهال د پاكستان تر ټولو ښه مشتري امريكا دى.

پاكستان كيداى شي څه موده وروسته نيول شوي طالب قوماندانان بيرته خوشې كړي او هغه كسان، چې فكر كيږي له كرزي او امريكايانو سره د اسلام اباد له حضور پرته خبرو ته كښيني، كه د دوى پر وړاندې توبه وباسي كيداى شي ويې بښي او له نويو طالبانو سره يې يوځاى كړي. هغوى پوهيږي، چې  ۲۰۱۰كال د امريكا او اوباما لپاره ډير مهم كال دى، ځكه واشنګټن غواړي دلته خپل وضعيت تثبيت كړي. پاكستان د كال ترپايه او يا هم د سږ كال تر اوړي پورې صبر كوي او كله، چې امريكا د حقاني او حكمتيار له پاتې كسانو سره ښكيله شوه، نو بيا به خپل طالبان كابل ته ولیږدوي او كه نه نو حد اقل د افغانستان د حكومت په ټاكلو كې به ارزښتناك رول ولوبوي. كيداى شي د امريكا د دفاع وزير رابرت ګيټس په كندهار كې د امريكا او ناټو ځواكونو لپاره د سختو ورځو وړاندوينه په همدې دليل كړې وي. كيداى شي په لنډه موده كې پاكستان پر دې ونه توانيږي، چې د افغان حكومت ملاتړ ترلاسه كړي، خو پردې يې سر خلاص دى، چې په اوږد مهال كې به امريكا پر افغانستان بشپړ واك ولري، له همدې امله كيداى شي پر چين او هند د فشار لپاره فضا رامنځته كړي او د كابل په دولت كې لومړۍ درجه رول ولوبوي.

(له خدمتګار  په مننه)

 

ژباړن: محمدالله بهاند

لیږونکی محسن علی زی 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *