د ناګټونکي جنګ څخه ځان خلاصول — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د ناګټونکي جنګ څخه ځان خلاصول

 

لیکوال : اریک مارګولیس

ژباړن: ډاکټر نثار احمد صمد

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نیته : ۲۰۱۰/۷/۱۱

 

په پورونو کی تر غوږو غرقیدل او د بریالیتوب څخه واټن ښایی ځکه سرونه وپیچی ، چی امریکا او ناټو لګیا دي د خپل بې ځایه افغان خطر څخه ځانونه راکاږی

 

په پام کی وو چی مک کریسټل یعنی هغه امریکایی جنرال ، چی تر خوله یې اور راوتیً او د ده خاص ځواکونه « مافیا » به افغان مقاومت د لویدیځی نیونی په پښو کی دړی وړی کړی . خو مک کریسټل ځکه له کاره وشړل سو چی دفتر یې د سپینی ماڼۍ په هکله یوه بې ادبه څرګندوَنه وکړه . یو ډیر دماغی او سیاسی جنرال ډیویډ پترس د مک کریسټل پر ځای کښېنوول سو . پترس په دې توانېدلی و چی عراقی مقاومت مؤقتأ وځپی .

همدغه معمولأ احتیاط کاره پترس تیره اوونۍ د کابل څخه دا هوډ وکړ چی دغه افغان جنګ به « وګټی » یعنی هغه جنګ چی تر ننه امریکا ته په څه کم ۳۰۰ بلیونه ډالره او ۱۰۰۰ تلفاتو سره تمام سوﺉ دی [ خو د مؤثقو منابعو له مخی په دې جنګ کی د امریکایی تلفاتو شمیر ۱۱۷۵ ته رسېدلی دی ـ ژباړن ] . ستونزه خو دا ده چی : هیڅوک هم دا نسی تعبیرولای چی ګټل اصلأ څه معنا لری . هر ځل چی امریکا خپل قوت زیات کړﺉ ، نو مقاومت هم ورته پیاوړﺉ سوی دی . افغانستان همدا نن د امریکا تر ټولو اوږد جنګ ثابت سوﺉ دی .

 

اوس هره میاشت د امریکایی مالیه ورکوونکو ۱۷ بلیونه ډالره دغه جنګ ته ځی . د ولسمشر بارک اوباما لخوا د نورو دیرش زرو پوځیانو « عاجل ډېرښت » به نور دیرش بلیونه ډالره هم کش کړی .

د افغانستان او عراق جنګونه ـ چی په یو ټریلیون ډالرو تمام سوي ـ د پور په روپیو چلیږی حال دا چی امریکا همدا نن ۱٬۳ ټریلیونه ډالره پورړې ده . هو ، امریکا نن د پور او جنګ معتاده سوې ده .

کاناډایان به تر ۲۰۱۱ پوری اټکل ۱۸٬۱ بلیونه ډالره مصرف کړی ، چی د هری کورنۍ په سر به ۱۵۰۰ ډالره ورسیږی .

 

د امریکا کانګریس یعنی یوازینۍ هغه مرجع چی جنګ اعلانولای سی او هغه پسی تمویلوی ، په شرمندګۍ سره ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما ته اجازه ورکړې چی دا قدرت ځنی غصب کړي . نن اکثریت امریکایان د دې استعماری بدمرغۍ او مصیبت سره مخالفت ښیًی . که څه هم سیاست وال بیریږی چی د دغه جنګ سره مخالفت مبادا « د خپلو پوځیانو سره د خیانت » په تور و نه ګڼل سی ، خو بیا هم نارضایًیت او مخالفت ورځ په ورځ زیاتیږی .

 

تیره اوونۍ د جمهوریت غوښتونکی ګوند د ملی کومیټې مشر « مایکل سټیل » همدغه پشي د توبرې څخه راوکښله او دا یې ومنل چی افغان جنګ ګټونکی نه دی . جګړه پاله جمهوریت غوښتونکي له قهره وپړسېدل ، تقریبأ ټولو سټیل په بې وفایی او خیانت سره متهم کړ . پر سټیل ډیرو شاهین مزاجه جمهوریت غوښتونکو انتقادیانو لکه جورج بوش او ډیک چینی پخپله د ویتنام د جنګ پر مهال د پوځی خدمت څخه ځانونه دوری هوری کښل .

 

جمهوریت غوښتونکو ( چی زه هم یو وخت وم ) د مک کریسټل دا معقوله کړنلاره ورانوله چی غوښته یې د امریکایی بم وریو او توپ وریو له امله د ملکی افغانانو تلفات راټیټ کړي . په افغانستان او پاکستان کی د همدې زیاتېدونکو ملکی تلفاتو په سر د لویدیځ پر ضد د خښم یوه تونده څپه ایجاد سوې ده .

جمهوریت غوښتونکي د نورو زیاتو یرغلیزو بریدونو په نارو سره چی د ملکی انسانانو ژوند به د خطر سره مخامخ او طالبان به ځواکمن کړی ، یو ځل بیا په خواشینۍ سره راښیً چی هغوی د امریکا د ناپوهو او تاریک فکره کسانو یو ګوند او ږغ دی .

 

اوباما ادعا وکړه چی غواړی افغان جګړه پراخه کړي تر څو د القاعده سره وجنګیږی . خو د دې سره سره بیا هم پنتاګون اټکل کوی چی په افغانستان کی د یو څو کوچنیو القاعده والو څخه پرته نور څه شتون نه لری . نو ځکه اوباما د امریکایانو پوروړﺉ دی چی د افغانستان په هکله باید رښتیا ورته ووایی .

 

تر نهو کالو جګړې وروسته ، د امریکا خورا ستر پوځی طاقت ، د هغه تر غاښو وسلوالو ملګرو یعنی ناټو ، او اجیرو ځواکونو ونسو کړای چی د لویدیځ اشغال پر ضد دغه مقاومت مات کړي یا دا چی په کابل کی وګړنیز او مشروع حکومت جوړ کړی . د مخدره موادو تولید نور هم زیات سوی دی .

 

څنګه چی امریکا د جولای پر څلورمه د بهرنیو ظالمانو څخه د خپلواکۍ اخیستلو ورځ ونمانځله ، خو مسلکی پوځیانو یې بیا په افغانستان کی هر ډول وسله د درنو بم وریو څخه نیولې تر ټانکونو ، زرهپوشونو ، توپ لرونکو هلیکوپترو ، بی پیلوټه طیارو ، درنو توپ وریو ، غونچه ای بمونو ، او هر ډول عالی تکنالوژۍ لرونکو وسایلو پوری هر څه استعمالول .

خو د دې ټول طاقت سره سره ، یو څو پښتني قبایلیان او بزګران د خپلو صرف کوچنیو وسلو ، خپلی ارادې او بې حده زړه ورتیا سره د لویدیځ د دغه ستر جنګی ماشین سره په وقفه ای توګه جنګیږی او هغه یې اوس یو ستراتیژیکی دفاعی حالت ته رسولی دی .

 

د « ګلیات په وړاندی د داؤد » دغه بې رحمه جنګ نور نو د کاناډا په شمول د لویدیځو قدرتونو لپاره د عزت کوم ځای نه دی پرې یښی . هو ، هغوی نن په بهر کی یو بل داسی نا زړه سویه استعماری جنګ وینی چی د یو کوچني ولس او وروسته پاته خلکو سره کیږی او هدف یې د منابعو تسلط او ستراتیژیکی جغرافیه ده .

 

د بشپړ اکثریت افغانانو زړونه پسله دیرشو کالو جنګ څخه سولی ته تږي دي . خو د حامد کرزي د حکومت ، طالبانو او پاکستان دا هڅی چی غواړی سوله راستنه کړی ، نن د واشنګټن ، اوټاوا او د افغانستان د مسلط تاجک کمونیسټی ایًیتلاف لخوا خنثی کیږی . هند هم په افغانستان کی دغه اور ته په داسی حال کی لمن وهی چی هلته د هند تر نیونی لاندی کشمیر کی ښورښ راپورته سوﺉ دی .

 

هو ، دغه کافر سوﺉ جمهوریت غوښتونکی « سټیل » خو صحیح دی چی وایی دغه کرغیړن او چټی جنګ ګټل کېدونکی نه دی . خو د واشنګټن استعماری لمسون بیا هم پایښت لری . په امریکا ، کاناډا او اروپا کی خورا ډیر سیاسی کسان په دې نامشروع جنګ پوری مښتي دي . ګڼ شمیر هم په دې عقیده دي چی د ناټو اتحاد به د همدې افغانستان په غرونو  رغونو کی د واټرلو غوندی حتمی ناکامۍ سره مخامخ کیږی . پای  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *