اسلامي هیوادونه او د جګړو په لمن کښې زمونږ وینې!! — شاهد شفق وردګ

 

اسلامي هیوادونه او د جګړو په لمن کښې زمونږ وینې!!

لیکوال: شاهد شفق وردګ

لیږونکی: حسن همکار


ننۍ اسلامي نړۍ او نني مسلمانان د یوه سخت دردناک تاریخي ناورین په غیږه کښې د ‌ډوبیدو شیبی شمیري ،که چیرته جنګ ده که چیرته د وینو تویدنه ده که چیرته د میندو کریږې دي پوه شي چې همغه اسلامي نړۍ ده،دا همغه نړۍ ده چې د لوړتیا کيسې یی د نړۍ سیندونه هم په حيرت کښې اچولی وو ځکه د دوی عزم  د غرونو او سیندونو په غیږ کښې ساه ورکولو ته چمتو نه وو.
نن همغه د عزم قافله ویده شوې ده،نن هغه ستوري د شپې په غ
یږه کښې ورک شوي دي،نن هغه ګلونه چې شبنم د دوی لیدو ته له اسمانه ستړی او ستومانه راته د مني یخو بادونو رژولي دي،نن هغه میندې چې خپلو زامنو ته به یی د عزم درس ورکولود خپلو زامنو په تیتانیک او تیري نام کیدلو ویاړ کوي،نن هغه پلرونه چې د تکبیر غږ یی د ژوند هره برخه راسپړله له پړونو سره کورونو کښې ناست دي،نن زمونږ د ښوونکو کتاب او لیک لوست پخوانی رنګ،پخوانی زنګ او پخوانی شرنګ نه لري ،ورشی وپوښتی چې کومه مور خپل وړوکي زوی د ویده کولو په وخت کښې هغه ته ستر خالد رض کيسې کوي او که نه؟؟ورشی وپوښتی چې نن کوم  مسلمان خاص د الله د رضا لپاره چا ته د کومک لاس اوږدوي او که نه؟؟؟
له بل لوري په اسلامي هېوادونو هغه څوک واکمنی کوي چې د الله له دین سره په جګړه لګیا دي،دغه واکمنه طبقه تر ټولو ذلیله او منفوره طبقه ده،دوی تر ډېره د شاهي مستبدو ظالمو مطلق العنانه ټولواکانو د لړۍ یوه سلسله ده ،دغه ټولواکان د خپلو ګټو د خپلو ناروا هيلو لپاره د اسلامي امت د میندو پړوني پر یهودوپلوري،لومړۍ تاسې دغه سترې عربي نړۍ ته پام وکړی چې په ټولو کښې یواځې او یواځې فلسطین داسې یو هېواد ده چې ټاکنې په کښې تر سره کېږي او نور ټول هېوادونو د شاهي،خانداني،طبقاتي نظام ښکار ګرځېدلي دي.
نن همدغه شاهان د خپلو ولسونو د غږ په چپولو لګیا دي،نن که له یوه لوري د ولس په زړه کښې د فلسطین سره خواخوږی شته ده همدومره همدغه شاهان له اسراییلو پلوی کوي او د هغوی څخه په پټه یا ښکاره ملاتړ کوي.
ولې جګړه د اسلامي هېوادونو په برخه رسېدلې ده؟؟
تر هر څه وړاندې باید دې ته پام وکړو چې پرمختللي هېوادونو خپلې ګټې څنګه او په کومو ځایونو کښې لټوي؟
د اقتصادي لوړتیا غوښتلو په وحشتناکه ژرنده کښې اسلامي نړۍ د دل کولو یوه غوره بلګه ده او د انسانیت د غلیمانو له نظره د دوی د هیلو خلاف یوه ټولنه ده او اسلام یواځنی دین ده چې د ظالم نظام د جوړېدو مخنیوی کوي او هم الکفره ملت واحده،له زاویې څخه زمونږ او دوی تر منځ د واټن شتوالی او هم د اسلامي هېوادونو پراخې معدني زېرمې دې ته لار هواروي چې جنګ په اسلامي هېوادونو کښې تر سره شي له دې سره یو ځای دا دوه یو له بل سره مخالفو نظریو ،او دوو مخالفو مدنیتونو ټکر ده ،د اسلامي مدنیت بریا ظالم ته د هغه واکمنی د پای نقطه ده او ظالم نظامونه خپله بقا د اسلامي امتونو په وژنه،په هغه هېوادونو کښې په جګړه سره تامینوي.
او دلته چې دوی له کومو خلکو څخه کار اخلي هغه تر ډېره واکمنه طبقه ده او د واکمنې طبقې هڅه د خپلو خلکو په جهل کښې ساتل ،له بېلا بېلو قومي او نژادي توپيرونو په را بر سېره کولو د ولسونو د ذهنیت اړول دي.
راځی چې دې ته پام وکړو چې د اسلامي هېوادونو په سلو کښې څو فيصده د لیک او لوست څخه برخمن دي؟؟
که په لنډ ډول ووایو ډېره لږه فيصدي  ده چې زده کړه یې کړې او د ساسیو او وژنو لومړنۍ هدف همدغه خلک دي ځکه پوه د پوهانو په روزلو د یوه ولس د ویښولو بنسټ ږدي او پوهان دي چې خپل ولس د تیاره ذهنیت په له منځه وړلو کښې رول لوبوي.
او هم زمونږ ټولنه له داسې جاهلو انسانانو څخه ډکه ده چې ځان ته پوه وایې او د پوهې په تعریف نه پوهېږي،دوی فکر کوي چې له انساني معیارونو وتل پوهه ده،بربنډېدل،د خدای ج په نړۍ کښې له خدایه منکرېدل، له الهي ظوابطو سرغړول دا دوی ته پوهه ښکاري.
په داسې حال کښې چې دا پوهه نشته چې د الله په موجودیت د هغه په واکمنۍ او زمونږ پر بندګۍ شاهدي ونه وایې.
دا خلک د صلیبیانو او د اسلام د غلیمانو لپاره یو بل د ګټې اخستنې وړ توکي دی،دوی یواځې او یواځې غوره غلامان جوړېدلی شي.
له بهرني غلیم سره په داسې حال کښې مخامخ یو چې غېږه مو د لسټوني په مارانو ډکه ده او داسې څه په کولو لګیا یو چې په خپله ځانونه د هلاکت کندو ته ورغورځوو.
تر څومو چې الله ته رجوع نه وکړې،تر څو مو چې له الف نیولي تر یا پورې هر چا توبه نه وي ایستلې،ترڅو مو چې د بندګۍ حق نه وي ادا کړی،تر څو چې مو له هر وينې څاڅکي څخه د تکبیر غږ نه وي اوچت شوی د اسلامي نړي د لوړتیا ارامۍ او سوکالۍ خوب لیدل یواځې او يواځې یوه هېره شوې افسانه ده.
په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي انقلابونو د بري په هیله.
و ما نقمو منهم الا ایومنو باالله العزیز الحمید[بروج].

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *