د افغانستان څخه د کندهار ۸۸۸ ورځنی بیلتون — نثار احمد صمد

 

د افغانستان څخه د کندهار ۸۸۸ ورځنی بیلتون

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

[ څنګه چی د جولای ۲۷مه د افغانستان د معاصر تاریخ ډیره مهمه اوپرېکنده ورځ یعنی د « میوند » د جګړې کالیزه ده ، او د همدې جګړې له برکته له هېواده  بیل سوﺉ  کندهار بیرته د افغانستان سره ملحق سو ، نو په همدې مناسبت لاندینۍ څیړنیزه لیکنه تهیه او ترتیب سوې ده چی ګرانو دوستانو او د تاریخ مینه والو ته یې وړاندی کوم ـ ( ن . صمد ) ]

 

په ۱۸۳۹ م کال د انګرېز – افغان لومړۍ درې کلنه جګړه ځکه پېښه سوه، چي برتانيې په منځنۍ اسيا کي د روسيې د مخنيوي په خاطر غوښتل، چي ځانونه د امو تر سينده ورسوي، که نه له هندوکشه به هرومرو د برتانوي هند "ثابته پوله" جوړېده. هغوی ته دا مهمه نه وه که دغسي پوله د افغانستان سره وای يا له روسيې سره. يعني که افغانستان د نقشې پر مخ نور وجود لرلای يا نه هغو ته بې تفاوته وه. دا جګړه انګرېزانو ته د دومره لوی زيان په بيه پرېوته چي ان يوازي د کابل له محاذه يې د شل زره کسيز پوځ څخه فقط يو نفر (ډاکټر برايډن) په مړژواندي ډول ځان وايست او بس، خو برتانوي چارواکو د دې رټني او ځپني سره سره خپل دا ارمان له مغزه ليري نه کړ. په دې اړه هلته په لندن کي دوو نظريو لوري وموندل. لومړی دا چي ليبرال ګوند د افغانستان د "سياسي نيوني" غوښتونکی سو، ځکه هغوی د دې ناورين څخه په زده کړه سره هلته د نيغي حملې پر ځای سياسي نفوذ ته ترجيح ورکړه، يعني دا چي امير به د انګرېزانو په خوله وي. دوهم دا چي محافظه کار ګوند نور هم وپارېد او د خپلي بې حيثيتۍ د غچ په خاطر هلته د  "پوځي نيوني" غوښتونکی سو. دغسي هدف ته د رسېدو يوازينۍ ذریعه هماغه مخکښه تګلاره (يا فارورډ پاليسي) وه. د دې تګلاري مبتکرانو لکه (لارډ اکلينډ، جان لارنس، سرهنري، راولسن، بارون ليټن او لمسډن) د ۱۸٦۵ کال راهيسي دې کار ته لېچي نغښتي وې. هغوی د روسانو له خوا د منځنۍ آسيا د يوې يوې سيمي لاندي کولو سَوکه سَوکه عصبيان کړي وو. لکه ډيوک آف ارګايل چي د روسانو له خوا د مَرو په نيولو سره برتانوي چارواکو ته د عصبي ناروغۍ يعني (Nerousness) د نوم پر ځای د (Merrousness) نوم ورکړ، چي په ملنډو سره يې معنی د مَرو د نيولو په وجه عصبي ناروغي ده. برتانوي چارواکو په ۱۸۷۳ کي د خیوه تر سقوط وروسته فيصله وکړه، چي بيا به د افغانستان په شمال کي د روسيې د هري نيوني په بدل کي دوی هم د افغانستان په جنوب کي يوه يوه سيمه لاندي کوي. هغوی همداسي هم وکړل او د روسيې له خوا يې هلته د مرو په نيولو  سره دلته کوئټه لاندي کړه. د مخکښي تګلاري لمسوونکي د هند د دولتي شورا غړي (بارترفريډ) وړانديز وکړ، چي کوئټه به نيول کېږي او په هره توګه چي وي، پر امير (شیرعلي خان) بايد په کندهار او هرات کي د يو يو انګرېز (پوځي) نماينده ټاکنه ومنل سي. په لندن کي د هند وزير سالسبري دا طرحه تائيد او په محافظه کار صدراعظم بنيامين ډيزرائيلي سره يې هم منظور کړه.

 

            اميرشیرعلي خان د زياتو کښېکښنو او نامعقولو غوښتنو په څپو کي راغی ، خو هغه مقاومت کاوه. دا بهیر ورو ورو په تهديدونو، اخطارونو او بالاخره په اولټيمېټم سره بدل سو، چي څلوېښت زره  کسيز برتانوي پوځ د ۱۸۷۸  د نومبر پر ۲۱مه د درو جبهو (خيبر، کورمي او پښين) څخه پر افغانستان يرغل وکړ. امير د پنځوس زره کسيز غښتلي پوځ په لرلو سره سره د نه مقاومت امر صادر کړ او په خپله مزار شريف ته ولاړی، چي د روسانو له خوا ورکړې ژمنه امتحان کړي. ده تر دې خوځېدو مخکي خپل مشر زوی محمديعقوب خان تر اته کاله قيد وروسته آزاد او د کابل د والي په توګه وټاکه. ځينو ناوړو پېښو لکه د شپاړس کلن زوی او وليعهد عبدالله جان مړينه، د انګرېزانو بريد، د روسانو لخوا د مرستي څخه انکار او تر ټولو مهمه د هغه خپله د نقرص (ګانګرين) ناروغۍ امير په بستر کي واچاوه، چي د ۱۸۷۹ د فبرورۍ پر ۲۱ مه همالته مړ او ښخ سو.

 

            د امير شېرعلي خان په مړينه سره د قدرت خلا منځ ته راغله او برتانوي چارواکو داسي انګېرله چي که افغانستان غښتلی کېږي، نو يو پياوړی واکمن هم بايد ورته ولټول سي، حال دا چي داسي څوک نه تر سترګو کېد. د هند مرستيال واکمن يا وايسرا (بارون ليټن) ته په دې اړه ډیري لاري چاري پرتې وې : لومړی دا چي افغانستان دي مستقيماً په برتانيه پوري وتړل سي. دوهم دا چي هغه دي يو غښتلی او خپلواک ملګری کړای سي، او دريم دا چي هغه دي تجزيه او پر څو مستقلو برخو ووېشل سي.

 

            لومړۍ چاره ډېره خطرناکه معلومېده او وايسرا هغه ځکه دونه ممکنه نه بلله، چي يو خو له مالي پلوه د دغه غرني هيواد نيونه ګرانه تمامېده او بل دا چي لندن هم دا وخت د دغسي طرحي سره موافق نه و. د دوهمي چاري د تحقق له پاره يو داسي تکړه واکمن ته چي کولای يې سوای افغان مشران يې په ځان پسې روان کړي وای اړتيا احساسېده. ستونزه دا وه چي يو خو دغسي څوک نه و او بل دا چي وايسرا قطعاً دغسي واکمن نه غوښت، ځکه چي د جاه طلبۍ او نافرمانۍ خطر يې موجود و. له همدې کبله هغه درېيمه چاره يعني د افغانستان تجزيه او ټوټه کېدنه  غوره کړه. ده وليکل :

            "زه په ځاني توګه … په دې باوري يم چي زموږ د تلپاته ګټو په خاطر د افغانستان د ستونزي وروستۍ چاره د دې هيواد د جوړ کړي سياسي يووالي ماتول او تجزيه ده". 

            لېټن په دې لټه کي و، چي کابل او کندهار بايد دوه بېل بېل دولتونه سي، چي يو له بله به خپلواک وي. په داسي حال کي چي دواړه به تر برتانوي پالني لاندي راځي، خو د هرات په هکله يې پرېکړه وکړه، چي هغه به په څو شرطونو ایران ته ورکول کیږي.

            د ۱۸۷۹ په اګسټ کي د کابل پاڅون او د سپټمبر پر دريمه د برتانوي سفير(کيوناري) او د ورسره هيئت وژلو لېټن نور هم وخښماوه، چي د نومبر پر لسمه يې په لندن کي د هند وزير (کرين بروک) ته داسي وليکل :

            "نور نو پر افغانستان د يوې واحدي ادارې چلول امکان نه لري او زموږ ټول راتلونکي عمليات بايد د همدغسي يوې لاسته راوړني په خاطر لوری ومومي".

            کرين بروک د لېټن د دې مفکورې سره چي ويل يې :

            "افغانستان بايد په مجموع کي نور نو وجود ونه لري !" موافق و. لندن يوه مياشت وروسته يعني د ډسمبر پر يوولسمه د افغانستان د تجزيې سره خپله خوښي اعلان کړه او د وروستۍ منظورۍ په تمه سو.

 

            لېټن د ۱۸۸۰ د جنوري پر اوومه کرين بروک ته د خپل يو مخفي ليک په ترڅ کي ټينګار وکړ، چي : "هرات او سيستان دي اېران ته وسپارل سي … په کابل او کندهار کي دي د انګرېزانو تر څارني لاندي دوه بېلابېل دولتونه جوړ سي. پښين، سيبۍ او کورمه دي مستقيماً تر برتانوي کنټرول لاندي راسي او د آمو ولايت برخليک دي وروسته وټاکل سي …". د همدغسي تجزيې پر سر غور روان و، چي په کابل او غزني کي د انګرېزانو پر خلاف ملي پاڅون زور واخيست او سختي مرګ ژوبلي پېښي سوې. لېټن دغو پرمختياوو ډېر تلولی او وخښماوه او په کابل کي يې جنرال رابرټس ته هدايت وکړ، چي: "هر افغان بايد د برتانوي ځواک په غچ اخيستونکي وسلې سره ووژل سي". (او ځکه نو د کابل د لوی امام په ګډون تقريباً سل کسه افغانان په دار وځړول سول). نوموړ د يو جزا ورکوونکي عمل په توګه د افغانستان تجزيې ته نور هم لېونی سو.

د لېټن په وړاندي اصلي پلان له افغانستانه د کندهار بېلتون و، چي په دې اړه لومړنی ګام وړاندي لا اخيستل سوی و. د جنرال ډونالد سټيوراټ په مشرۍ د انګرېزانو دوولس زره کسيز پوځ د ۱۸۷۸ د نومبر پر ۲۱ مه د کندهار د پښين ولسوالۍ ته داخل او ښار تر يوې نيمي مياشتي محاصرې وروسته يعني د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ. د افغانستان څخه د کندهار د بېلېدو پلان د ۱۸۸۰ د اپرېل پر لومړۍ نېټه عملاً پيل سو. لارډ لېټن د کرين بروک تر منظورۍ وروسته شیرعلي د مهردل خان زوی د کندهار او ورپورو سيمو د خپلواک (والي) په توګه وټاکی او اعلان يې وکړ، چي کندهار نور د تل له پاره له کابله بېل کړای سو. ډګروال سېنټ جان په کندهار کي د انګرېزانو سياسي افسر د می پر يوولسمه يوه لويه غونډه راوبلله او د هغې په ترڅ کي يې د کندهار ولس له دې اقدامه خبر کړ. سېنټ جان د دې غونډي پر مهال شیرعلي خان د کندهار او ورپورو سيمو د والي په توګه اعلان کړ، (والي هغه چا ته ويل کېد، چي په کورنيو چارو کي به خپلواک او په بهرنيو چارو کي به د برتانويانو تابع و).

نوموړي په دې مراسمو کي د ولايت توره د شیرعلي تر ملا وتړله او مبارکي يې ورکړه. شیرعلي هم خپل ګوډاګيتوب داسي اعلان کړ :

"هيله من يم چي ډېر ژر داسي موقع په لاس راسي چي دا توره د برتانوي دولت د خدمت په لار کي له تېګي راوباسم". خو په حقيقت کي د هغه توره په تېګي کي زنګ ووهله، چي تر يو کال وروسته په مړو سترګو د انګرېزانو سره د تل له پاره د افغانستانه ووت او په کراچي کي میشت سو. د کندهار ټولي سيمي د انګرېزي پوځ له خوا ساتل کېدې او اصلي واک د برتانوي سياسي افسر (اوليور سېنټ جان) په لاس کي و. يوازي په ظاهره سِکه او په مسجدونو کي خطبه د شېرعلي په نوم وه. تر دې وروسته د (کندهار پوځ) هم جوړ کړای سو، چي مالي لګښت يې د برتانوي هند له خوا کېدی.

 

کندهار څه کم دوه نيم کاله د افغانستان څخه جلا سو، چي په دې کي يو نيم کال مستقيماً د انګرېزانو او پاته يو کال د هغوی تر پالني لاندي د يو بېل هيواد په توګه اداره کېد، چي د ميوند د سپېڅلي او تاريخي جګړې په برکت بيرته د خپلي مور تودې غېږي ته ولوېد.

 

ملي پاڅون د موج په حال کي و، چي دوې پرمختياوي پېښي سوې، يوه دا چي په لندن کي د ۱۸۸۰ کال د اپريل په پای کي د محافظه کار ګوند په زيان انتخابات ليبرال ګوند وګټل، چي له افغانستانه يې د خپل پوځ د (شرافتمندانه) او (عزتمندانه) ايستني ژمنه کړې وه. بل دا چي د هيواد په شمال او لوېديځا چي د هيواد په شمال او جنوب کي د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان راپيدا سول، چي مخ پر کابل د يون په حال کي وو. سردار عبدالرحمن خان د امير محمدافضل خان زوی د تاشکند څخه د شمال له خوا او سردار محمدايوب خان د امير شیرعلي خان زوی د هرات له خوا په بېلابېلو ډولونو راروان وو. لومړنی يون (محتاطانه) و، په داسي حال کي چي هغه بل يون (جګړه ييز) و. ايوب خان د ۱۸۸۰ په لومړيو کي دوه درې ځله عبدالرحمن ته د جهاد بلنه ورکړه، چي انګرېزان د شمال او جنوب له خوا يو دم وځپل سي، خو عبدالرحمن په دې او هغه پلمه له داسي کاره ځان ژغور. انګرېزانو د دې نوو پرمختياوو په ليدنه او شننه سره تصميم ونيو، چي عبدالرحمن خان غوره کړي، ځکه د هغه سره د روسيې رضايت هم مل و، حال دا چي د ايوب خان انګرېز دښمنه احساسات هغوی ته پوره ثابت وو. وايسرا (ليپل ګريفن) مؤظف کړ، چي کابل ته وخوځي او د عبدالرحمن خان سره تماس ټينګ کړي. د هغوی دواړو تر منځ د څو ليکونو په راکړه ورکړه سره دوه اړخيز باور ايجاد او زيات سو. ګريفن  هغه امير کېدو او کابل ته په راتګ سره هڅاوه، خو عبدالرحمن خان د ۱۸۸۰ په می کي لاندني معلومات وغوښتل :

الف : زما تر واک لاندي سيمو پولي به تر کومه ځايه وي ( یعنی څومره افغانستان راکول کیږي)؟

ب : آيا کندهار به هم په هغه کي شامل وي که یا ؟

 

ګريفن د جون پر ۱۴ مه ورته وليکل چي د کندهار پراخه سيمه د کوم بل واکمن په واک کي ورکول سوې، حال دا چي د پښين او سيبۍ ولسوالۍ د برتانيې تر همېشني کنټرول لاندي راغلي دي. عبدالرحمن خان يوه اوونۍ وروسته ورته وليکل، چي د د هغه افغانستان د ورسپارني څخه ډېر خوښ دئ، چي حدود يې د امير دوست محمد خان سره د لاسليک سوي تړون پر اساس تثبيت سوي وو، خو د هرات په هکله يې وليکل، څنګه چي هلته د ده د اکا زوی محمدايوب خان والي دئ، نو پر همدې مقام به يې پرېږدي. بايد وويل سي چي د امير دوست محمد خان سره دوه تړونه لاسليک سوي وو، لومړی د ۱۸۵۵  کال تړون چي په هغه کي کندهار ورڅخه بېل کړای سوی و او دوهم د ۱۸۵۷ کال تړون، چي په هغه کي کندهار د افغانستان سره بيرته ملحق سوی و. خو مهم ټکی دا دئ، چي لومړنی تړون دايمي او دوهم تړون پرته له يوې مادې څخه موقتي و. نو له دې نه ثابتېږي چي عبدالرحمن خان په ځيرکۍ سره د کندهار د اخيستو څخه تېر سو، که نه د هرات د اخيستني له اشارې سره به يې د کندهار ذکر يا د ۱۸۵۷ کال د تړون يادونه هم کړې وای او دا بېله شکه يو ځيرکانه تجاهل و.

 

ريپن (نوی وايسرا) د عبدالرحمن خان د دې نامشخصي څرګندوني څخه ډېر خوښ سو او هرينګ ټن ته يې وليکل، چي : "دا کفايت کوي چي نوموړی (عبدالرحمن خان) زموږ په دې اراده پوهېږي چي موږ کندهار ده ته ځکه نه ورکوو، چي د هغه له پاره يو بل پلان لرو". وايسرا په کابل کي سټيوراټ ته واک ورکړ، چي عبدالرحمن د کابل او ورپورو سيمو د امير په توګه رسماً ومني او هغه هم په داسي حال کي چي عبدالرحمن لا په چاريکار کي و، د ۱۸۸۰ د جولای پر ۲۲ مه د يوه دربار په رابللو سره عبدالرحمن د کابل او مربوطو سيمو د واکمن په توګه اعلان کړ.

 

د کابل د پرمختياوو تر څنګ هلته په بېل سوي کندهار کي عام خښم راپورته او انګرېزان په سختو امنيتي سرخوږيو کي رانغښتي وو، مثلاً په ښکاپر بازار کي د قاضي دانې تر څنک د يو بوټ جوړونکي له خوا په رنده سره پر سېنټ جان باندي حمله او د نواب غلام حسين هندي او انګرېزي ساتونکي له خوا د هغه ژغورل او د موچي نيول او وروسته ځړول. د يو بل ځوان له خوا په چاړه سره پر څو انګرېزي عسکرو حمله او د توپخانې د يو افسر وژل او وروسته د ده ټوټه ټوټه کول. د پنځو طالبانو له خوا د انګرېزانو د سپورټ په ميدان کي پر هغوی حمله او د څو پوځيانو وژل. يو بل ځوان چي نوراحمد نومېد پر انګرېزانو بريد وکړ او څو کسه يې ووژل. يو کليوال چي کله د خپلو دوو زامنو په ملګرتيا څو کسه انګرېزان وليدل، نو خپل اوښان يې ايله کړل او اووه کسه يې ووژل، څو چي دوی هم پسې شهيدان سول. ښاريانو پر انګرېزي توپخانې ناڅاپي بريد وکړ، دښمن هم په وارخطايۍ سره ځواب ووايه، خو په نتيجه کي يې خپل ګڼ شمېر پوځيان ووژل. کليوالو د ګرشک او ښار تر منځ د انګرېزانو پر درنو وسلو چريکي بريدونه وکړل، چي زيات نقليه وسايل يې ورڅخه يووړل او د سر زيات زيانونه يې ور واړول. انګرېزي پوځيان وروسته د ښار په څلور دېوالي کي محصور او پرله پسې د نامنظم جنګ سره مخامخ وو. مبارزينو به تل د دښمن د پياوړي توپخانې د شنډولو په خاطر د هغوی لوی حيوانات له منځه وړل. لکه څنګه چي د هغوی دومره زيات اوښان ووژل سول، چي ان ټوله سيمه بوی پر سر اخيستې وه. له دې نه پرته د انګرېزانو کاروانونه او رسَد هم تل د چريکي حملو ښکار وو، چي دې کار هغوی تر سږمو راوستلي او بېزاره کړي وو، (خو د افغاني تاريخ د وياړلو پېښو مسخه کوونکی او مرموز ليکوال صديق فرهنګ دا چريکي عمليات له بده مرغه تروريسټي اعمال بولي).

 

د مخورو او مشرانو لويه تمه دا وه، چي د ايوب خان په مشرۍ له هراته افغاني پوځيان راورسېږي ځکه همداسي اوازې رارسېدې او ملت د عمومي قيام له پاره ساه اخيستله.

د کندهار پوځي قوماندان جنرال بوروز او سياسي افسر ډګروال سېنټ جان ته د ۱۸۸۰ د جولای پر دوولسمه خبر راغی، چي د ايوب خان د پوځ مخکښه ځواک واشېر ته رارسېدلی او د پخپله هم د هغه څخه ډېر ليري نه دئ. د جولای پر شلمه يو برتانوی غونډ هلمند ته ولېږل سو او په همدې ورځ د ايوب خان په مشرۍ مبارزين هم د ميوند پراخ دښت ته راورسېدل. دواړه پوځونه يوه اوونۍ يو بل ته مخ په مخ پراته وو، څو چي د جولای پر ۲۷ مه دومره سخت جنګ ونښت، چي په اسيا کي يې د انګرېزانو ملا ور ماته کړه او د افغانستان سره د کندهار د بيرته پيوستون باعث سو. ښځو او پېغلو هم دې جګړې ته ودانګل. پېغلي ملالي د يوه ټپي افغان څخه توره واخيسته او خپل پوړنی يې د جنډې غوندي ورپوري وتړﺉ او د غازيانو ويني يې په دې لنډۍ سره په غورځنګ راوستې :

خال به د يار په وينو کښېږدم

چي شينکي باغ کي ګل ګلاب وشرموينه

 

که په ميوند کي شهيد نه سوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه

د انګرېزي مؤرخينو په حواله د ميوند په جګړه کي د جنرال بوروز څه باندي دوه نيم زرو پوځيانو برخه لرله، چي يو کنډک يې د انګرېزانو او دوه کنډکونه يې هم د هنديانو څخه جوړ وو. په دې جګړه کي د هغوی د انګېرني له مخي (۱۳۰۰) انګرېزي پوځيان له منځه ولاړل او زيات توپونه او وسلې يې هم ولجه سوې. يو برتانوي افسر مک لاين ژوندی ونيول سو، چي وروسته محاکمه سو. ٦٦ مه نومره برتانوي کنډک پرته له يو کس نه ټول تباه سو. د جګړې څخه يو بچ سوي برتانوي افسر خپل کهول ته داسي وليکل :

"يوه ستره تباهي را په برخه سوه، زموږ جنډې، نښانونه، د موسيقۍ ترومان او ډُولونه او يو څه توپونه د مهماتو په شمول دښمن راڅخه ولجه کړل، زه وروسته له هغه چي ماتې راګډه سوه، درې ځله پر مځکه ولوېدم، حال دا چي زموږ ځواکونه د ډېري بېري څخه دوري هوري تښتېدل. زموږ تورن ووژل سو، شپه تر سهاره د منډو او تعقيب په حال کي وو …".

 

په دې جګړه کي د ۷۰۰ کسو په شاوخوا کي افغانان هم شهيدان سول، چي نن د ميوند هديره ورباندي وياړي.

انګرېزانو د افغانانو سره تر خپلي لومړۍ جګړې وروسته دومره ستره ماته نه وه خوړلې او په دې ډول د هغوی برم ته سخت زيان ورسېد. د ګليډسټن نو ليبرال حکومت ډېر سرځوړی سو. لندن د دې ستر ناورين له کبله د خپل افغاني سياست د ګړندي بدلولو په لټه کي سو او وايسرا ته يې هدايت ورکړ، چي د امير عبدالرحمن خان سره د روغي جوړي له مخي ګامونه واخلي. هرينګټن په هند کي وايسرا (ريپن) ته وليکل، چي "د برتانيې سياست پرته له دې چي افغانستان دي تجزيه کړي نور نو بايد داسي وي چي د هغه له مخي د نورو له مرستي پرته يو غښتلی افغانستان منځته راسي. د کندهار د بېلتون پر مسئله دي له سره غور وسي او هرات دي هم په دغسي يو متحد افغانستان کي شامل کړه سي".

 

بېزاره کړي وه، (خو د افغانيد ميوند ماتي وايسرا درو بېړنيو ګام اخيستنو ته اړ يوست : لومړی د برتانيې د بې حيثيتۍ په بدل کي ايوب خان ته غاښ ماتونکی ځواب، دوهم د امير عبدالرحمن خان هڅونه او د زياتي مالي او پوځي مرستي ورکړه او درېيم د کندهار "واکمن" شیرعلي ته يې د هغه د بې کفايتۍ او ناپسندۍ له امله تقاعد ورکړ.

 

د لومړني ګام په توګه د ۱۸۸۰ کال د اګسټ پر اوومه امير عبدالرحمن خان کابل ته داخل او انګرېزي پوځونه له هغه ځايه ووتل. د دې پوځ له منځه لس زره ډېر تکړه او جنګيالي پوځيان د زياتو او درنو وسلو سره د جنرال فريډ ريک رابرټس په مشرۍ د ايوب خان د ځپني له پاره مخ پر کندهار وخوځېدل او پاته يې د جنرال سټيوراټ په مشرۍ د جلال آباد له لاري هند ته ولاړل. البته د هند څخه هم تازه ځواکونه د سيبۍ د اورګاډي له سټېشن او هم د بولان او کوږک له لاري کندهار ته ولېږل سول. جنرال رابرټس د غزني، مقر او کلات مجاهدينو ته د عبدالرحمن خان د ليکونو او د دې پوځ سره د خپلو استازو په لېږنه او ډاډ سره وکولای سول چي له کوم خنډه پرته په ۲۳ ورځو کي کندهار ته ورسېږي، او په هماغه سبا پر ايوب خان يرغل وکړي. د ايوب خان پوځ په پيرپايمال، باباولي او چهل دختران کي د کلک مقاومت سره سره ماته وکړه او خاکرېز ته پر شا سو، چي وروسته نادعلی او بيا هرات ته وخوځېد. په دې ډول د ميوند غچ واخيستل سو او کندهار بيرته د انګرېزانو په لاس کښېوت.

 

د دوهم ګام په توګه د وايسرا په لارښوونه ګريفن د امير سره د جولای پر ۳۱ مه او د اګسټ پر لومړۍ نېټه د کوهستان په زمه کي وکتل. عبدالرحمن د کندهار او هرات د غوښتني څخه تېر سو، خو څرګنده يې کړه چي (که په دې اړه کله هم کومه ستونزه پېښه سي) د داسي شرم څخه د برائت په خاطر بايد یو څه وسي او هيله يې وکړه چي کلات دي د ده په سلطنت کي شامل کړه سي. هغه د ګريفن سره د يو پټ ملاقات غوښتنه هم وکړه، چي ومنل سوه. عبدالرحمن خان په دې خصوصي (يو په يو) کتنه کي زياته نغدي او پوځي مرسته وغوښته او ويې ويل : "دا به د سرکار (برتانيې) په ګټه وي، که د په ټولو ممکنه لارو سره تقويه کړي او د به دغسي احسان هيڅکله هم هېر نه کړي …". خو د بده مرغه د عبدالرحمن درو نيمګړتياوو د افغانستان مځکنی چوکاټ مات او ملي ګټي خاوري کړې. يعني :

الف : د سياسي مقاومت له لاسه ورکول؛

ب : د برتانيې د بدل سوي سياست څخه بې خبري ؛

ج : د انګرېزانو د خطرناک او ضعيف سوي حالت څخه ګټه نه اخيستل؛

همدا وجه وه چي هغه د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتيا ټينګار ونه کړ، که نه بايد د افغانستان سره يې د کندهار، هرات، خيبر، کورمي، سيبۍ او پښين بيرته الحاق ته ليچي نغښتي وای.

 

د دريم ګام په توګه وايسرا د ۱۸۸۰ د جولای پر ۳۱ مه د هند وزير هرينګټن ته په يو تلګرام کي وليکل، چي : "… د وروستۍ ماتي (ميوند) په بدل کي موږ ته ښايي چي هغه (والي) تنزيل مقام کړو او هغه بايد زموږ تر پالني لاندي په هند کي استوګن سي". انګرېزانو د ميوند ماته د (والي) د خيانت، دوه مخۍ او بې کفايتۍ څخه انګېرل. پس نو مهم سوال دا و، چي کندهار بايد چا ته سپارل سوی وای؟ که کوم "باکفايته" او "دوست" افغان واکمن نه وای پيدا سوی، نو بيا يوازينۍ چاره دا وه، چي کندهار هم د کابل تر څنګ عبدالرحمن خان ته سپارل سوی وای. هغوی هڅه وکړه، خو مطلوب څوک پيدا نه سو.

 

د لندن کابينې لارډ ريپن ته په دې هکله بشپړ واک ورکړ، چي د شرايطو او پرمختياوو سره سم اجراآت وکړي. خو د ريپن په وړاندي درې مسئلې پرتې وې :

لومړی : والي شېرعلي ته به ورکړي ضمانتونه او بيعانې څنګه کېږي؛

دوهم : د امير عبدالرحمن له خوا به کړي ژمني او راتلونکي ارادې څنګه وي ؛  

دريم : د کندهار راګرځول به څومره اهميت ولري؛

 

د لومړۍ مسئلې د اوارولو په خاطر والي وهڅول سو، چي د زيات مبلغ تقاعد په منلو سره په هند کي سوکاله ژوند غوره کړي او همداسي هم وسوه.

د دوهمي مسئلې د حل په منظور د افغانستان سر د کندهار يو ځايوالی د امير عبدالرحمن په دوستۍ، صداقت او ښه نيت پوري وتړل سو، چي تر دې وخته لا عملاً ثابت سوی نه و. همدا وجه ده چي د کندهار « سپارني » په قطع بازۍ يا پتو کي د رنګ حيثيت درلود. ياني چي څنګه برتانيې غوښتل هغه پته يې ورباندي ماتولای سوای.

د درېيمي مسئلې حل ياني د کندهار راتلونکی برخليک ډېره موده وځنډېدی، ځکه برتانوي جنرالانو د مهم ستراتيژيکي دريځ په وجه د کندهار تخليه نه غوښته په داسي حال کي چي ملکي او سياسي افسرانو د کندهار مالي رسيدګي د هغه تر ستراتيژيکي اهميت درنه او ملا ماتوونکې ګڼله. وايسرا د دې مشکل د اوارولو پرېکړه د لندن څخه وغوښته، او د ۱۸۸۰ د سپټمبر پر شپږمه يې د هند د وزير څخه وپوښتل، چي : "آيا تاسي غواړئ، چي د کندهار څخه موږ په بشپړ ډول ووزو او هغه د کوم بدلون څخه پرته بيرته د افغانستان سره يو ځای کړه سي؟  زه خو په خپله د همداسي ګام اخيستو پلو يم …" د هند وزير د سپټمبر پر نهمه تلګرامي ځواب ورکړ، چي "موږ د پخوا په څیر د کندهار د بشپړي او بېړنۍ تخليې په اندېښنه کي يو او که عبدالرحمن هغه حکومت هم غواړي نو دا به ښه خبره وي، چي هغه بيرته د افغانستان سره يو ځای کړه سي. موږ فرصت او آينده ټول تا ته درسپارو خو د پښين او سيبۍ د راګرځولو مفکوره بايد درسره وي".

 

لندن په خپل دې نرمښت سره روسيې ته خپله په اصطلاح سوله ييزه تګلاره هم په نظر کي ورکول. ځکه روسيې په کندهار کي د برتانيې شته والی نه خوښاوه، کټ مټ لکه برتانويان چي په مَرو کي د روسانو شتون وارخطا کړي ول. د روسيې د نرمولو په خاطر ان لندن د پښين او سيبۍ تخليې ته هم چمتووالی وښود، خو کابينه په دې اړوند پر دوو برخو ووېشل سوه. ناربت بروک او نورو د پښين او سيبۍ په شمول د ټول کندهار تخليه غوښته حال دا چي هرينګټن بېطرفانه دريځ درلود خو صدراعظم (ګليډسټن) بې تفاوته و. عيناً اختلاف د وايسرا (ريپن) په ملکي شورا کي هم روان و. لاکن ريپن د کندهار پر تخليه او د پښين او سيبۍ پر نيونه ټينګ و.

 

د کندهار ستونزه او برخليک د پورتنيو عواملو له امله څه موده نور هم همدغسي کش راکش کېد او کابينه نور نو د دې اختلاف او بې تصميمۍ څخه ډېره ستومانه سوې وه. پای دا سو، چي د ۱۸۸۰ په نوامبر کي د دولت وزير وايسرا ته خبر ورکړ، چي د پښين او سيبۍ د بيرته ورکړي موضوع نور نو هيڅ نه سي مطرح کېدای او ريپن ته واک ورکړل سو، چي د کندهار د راتلونکي  په هکله د امير سره خبري اتري وسي او که چيري دا خبري ناکامه سي نو بيا دي د افغاني مشرانو يوه جرګه راوبلل سي، چي هغوی په خپله فيصله وکړي. خو د يادوني وړ ډېر مهم ټکی دا دئ، چي د لندن کابينې پرېکړه وکړه، چي د کندهار څخه د برتانوي پوځ تر وتني وروسته به د مسلطو شرايطو په پاملرني سره سيبۍ او پښين هم بيرته افغانستان ته وسپارل سي او دا اوسنۍ راګرځونه به موقتي وي. خو له بده مرغه تر دې تخليې وروسته که څه هم چي په سيمه کي هيڅ کوم خارجي خطر وجود نه درلود، مګر بيا هم دا سيمي په ۱۸۸۷ کي رسماً او دايماً له افغانستانه بېلي کړای سوې.

 

د پلان سره سم د وايسرا او امير تر منځ د کندهار په اړه د همدې نوامبر څخه مکاتبې پيل سوې، څو امير خبر کړای سو، چي برتانوي پوځيان به د ۱۸۸۱ د اپريل تر پايه له کندهاره ووزي. ځکه په لندن کي د نماينده ګانو مجلس د مارچ پر ۲۴ مه او ۲۵ مه په ۱۲۰ رايو سره د کندهار تخليه رسماً منظور او پاس کړه. برتانوي پوځ د پروګرام له مخي د ۱۸۸۱ د اپريل تر ۲۷ مي نېټې له کندهاره ووت او هغه يې عبدالرحمن خان ته وسپار. د برتانيې بيرغ د يوويشت توپونو په سلامۍ سره راکښته سو او انګرېزان او افغانان دواړه په دې توګه د مبتلا مصيبته خلاص سول، خو دا چي د کندهار ځيني برخي لکه سيبۍ، کوټه، چاغي، ږوب، پښين، چمن … د انګرېزانو سره پاته سول، مانا دا چي هغوی نيم کندهار په خپله واکمني کي مدغم او له افغانستانه بېل کړ، په داسي حال کي چي امير عبدالرحمن خان د مرکزي کندهار په وړيا اخيستو سره دومره خوشحاله سو، چي د پاته کندهار غوښتنه يې (د عادت له مخي) هېره کړه.

 

لنډه دا چي نننی کندهار تر ۸۸۸ ورځي بېلتانه وروسته د ميوند د تاريخي سوبي په نتيجه کي بيرته د خپل مورني هېواد افغانستان تودې غېږي ته ولوېد او د انګرېز – افغان دوهمه جګړه په دې وتنه سره پای ته ورسېده، چي په بېلو وقفو سره يو لک او څلوېښت زرو انګرېزي پوځيانو برخه پکښې لرله او درې زره کسه يې تلفات او څلوېښت مليونه پونډه يې لګښت وسو.

 

ايوب خان چي کله د ۱۸۸۱  د جولای پر ۲۷ مه کندهار بيرته د امير عبدالرحمن څخه ونيو، نو امير د انګرېزانو څخه د زياتي مالي او پوځي مرستي تر اخيستو وروسته په سپټمبر کي د ايوب خان د دوو کابلي کنډکونو په پېرېدلو سره هغه بيرته مات او هرات ته وشړ او تر يوې مياشتي وروسته يې هرات هم ورڅخه ونيو، چي هغه ایران ته ولاړ. وايسرا د دغو پرمختياوو په نتيجه کي د دولت وزير ته وړانديز وکړ، چي  نور دي نو عبدالرحمن ته د کابل او ورپورو سيمو د امير پر ځای د افغانستان او ورپورو سيمو د امير خطاب و سي. لندن هم د دې وړانديز تر منظورۍ وروسته ډېر ژر عبدالرحمن په رسمي توګه د افغانستان او د هغه د مربوطاتو امير اعلان کړ.

 

تر دې وروسته افغانستان د انګرېزانو د پوځي جنګ څخه بېغمه سو، خو له بده مرغه د هغوی په سياسي جنګ کي راونغښت، چي په نتيجه کي په ۱۸۹۳ کي  د ډيورنډ د منحوس تړون په تحميل سره د انګرېزانو د زړه بړاس ووت او افغانستان د درېيم ځل له پاره وسکڼل سو. په همدې مناسبت په ځينو برتانوي آثارو او خپرونو کي دا خبره ذکر سوې، چي "هيڅ يوه ولس انګلستان ته دومره ناګومانه سوغاتونه نه دي ورکړي، لکه افغانانو چي ورته تقديم کړي دي …". والسلام، نثاراحمد صمد

nsamad57@hotmail.com

 

 

مأخذونه :

غبار، مير غلام محمد : افغانستان در مسير تاريخ، تله، ۱۳۴٦، کابل.

رشتيا، سيد قاسم، افغانستان در قرن نزده، سلواغه، ۱۳۴٦. دريم چاپ، کابل.

کاتب، فيض محمد : سراج التواريخ، ۱۳۳۱ هـ ق. کابل.

حبيبی، پوهاند عبدالحی: د افغانستان پېښليک، لومړی ټوک، ۱۳۵۳ ل، کابل.

عطايي، محمدابراهيم : د اسيا په زړه کي توپان :۱۳۵۹ ل، کابل.

خالفين، نفتوله : انګلستان د افغانستان پر ضد، د شاه محود نېک ژباړه، ۱۹۸۰، ماسکو.

فرهنګ، مير محمدصديق : افغانستان در پنج قرن اخير، لومړی ټوک، ۱۳۷۱، مشهد، ايران.

وفا جريده، شپږم کال، ۲۹ – ۳۰ ګڼه، حمل، ۱۳۷٦ پېښور.

D. P. Singhal: India and Afghanistan 1876 – 1896, New Delhi.

Ludwig W. Adamec, Who’s Who of Afghanistan, Graz-Austria, 1975.

Ludwig W. Adamec, Historical Dictionary of Afghanistan, New Jersey, 1991.

Ludwig W. Adamec, Afghanistan Foreign Affairs to the Mid Twentieth Century, Tucson, Arizona, 1974.

           

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *