یو د ۱۶ په مقابل کی ؟! — لیکوال : نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

یو د ۱۶ په مقابل کی ؟!

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د « تروریزم پر ضد جنګ ! » هغه ورا ده چی د افغانستان د واټونو څخه په ډمامو او نغارو تیریږی ، خو نه یې د زوم درک سته او نه هم د ناوي . دا نامشروع جنګ په نوم د یو چا سره اعلان سوﺉ خو عملأ د بل چا سره کیږی . امریکا دلته په یو څه پسی راغلې وه خو نن بل څه کوی . دا شړۍ به ځکه وړۍ نسی چی جنګ د القاعده پر ضد اعلان سوﺉ و خو نن برعکس د طالبانو سره جریان لری .

 

د افغانستان حساس او سوق الجیشی موقعیت همیشه ستر ځواکونه د مچانو غوندی را کش کړي او پسی رټلي دي که هغه سکندر و یا صفویان ، او که مغول وو یا برتانویان ، او که پرون شورویان وو یا نن امریکایان .

 

روانه افغان جګړه د امریکایانو لپاره د ویتنام غوندی اوږد ترین ، ذلیل ترین او خراب ترین جنګ ثابت سوی دی چی د پوځیانو ککرۍ یې خوری او خزانې یې تشوی . دا لا څه ، واشنګټن د دې لپاره چی ځان تجرید او ملامت و نه ښیًی ، نو خپل پوځی او غیر پوځی ملګري یې هم په دې « ورا » کی ورګډ کړل . وګورﺉ نن د ناټو او د هغوی د ملګرو هېوادو پوځیان په افغانستان کی جنګیږی چی جمعأ ۴۸ هېوادو ته رسیږی . فلهذا ، د نړۍ په تاریخ کی هیڅکله داسی نه ده پېښه سوې چی د یو هېواد په یوه ( کوچنۍ ) جګړه کی دې د ۴۸ هېوادو پوځیان وجنګیږی ، یعنی د پنځو لویو وچو ، منځني ختیځ ، اوقیانوسیه پوځیان دې په یوه کوچنۍ جبهه کی د صرف  دیرش زرو مخالفینو سره په وسلوال جنګ لګیا وی .

 

که دا جنګی جبهه د بلی زاویې څخه وڅیړو ، نو د ځواک د انډول ستر توپیر به ووینو . وګورﺉ افغانستان څه نا څه دیرش ملیونه وګړی لری حال دا چی د ناټو او ملګرو هېوادونه یې تر یو بلیون هم زیات نفوس لری . که دا جنګ په ټولیزه توګه وګڼو ،  نو تناسب به یې یو افغان د ۳۳ بهرنیانو سره په جنګ کی ولرو . او که صرف طالبان مدنظر ونیسو ( چی د ناټو له قوله دیرش زره کسان دي ) ، نو په هغه صورت کی به دا تناسب ۸۸۳ وی ، ځکه د ناټو او ملګرو ټول پوځیان تر دوه نیم ملیونو هم زیات دي . یعنی یو طالب د ۸۸۳ بهرنیو پوځیانو په مقابل کی . که اوس یوازی د دې جنګ مخکښ یعنی امریکا مدنظر ونیسو ، نو هغه جمعأ یو نیم ملیون ملبس پوځیان لری چی په دې حساب هر طالب د ۵۰ امریکایی پوځیانو سره جنګیږی . که موضوع نوره هم ځانګړې کړو ، نو وبه ګورو چی نن په افغانستان کی د امریکا ، ناټو او د هغوی د نورو ملګرو هېوادو یو نیم لک ( ۱۵۰۰۰۰ ) پوځیان د طالبانو سره ډغری وهی . په دې حساب یو طالب د پنځو بهرنیو پوځیانو سره جنګیږی . که مسأله ښه پسی وشنو ، نو و به ګورو چی نن په افغانستان کی د بهرنیو یرغلګرو تر څنګ د رژیم دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) اردو ، پولیس او نور امنیتی پرسونل هم جنګیږی ، او ( ۱۲۰۰۰۰ ) نور د شخصی ملیشو او کمپنیو مربوط اجیران هم د هغوی تر  څنګ ولاړ دي چی د ټولو مجموعه څلور لکه اویا زره ( ۴۷۰۰۰۰ ) وسلوال کسان کیږی او په دې حساب دا تناسب تقریبأ ۱۶ ته رسیږی ، یعنی یو طالب د ۱۶ بهرنیو او کورنیو وسلوالو سره جنګیږی ( د هغوی د ټولو عصری وسلو او تجهیزاتو ، عالی روزنی ، حساسو طیارو او ډکو جیبونو سره سره ) . څومره عظیم تفاوت ! آیا د نړۍ په تاریخ کی څوک داسی کوم جنګ ښودلای سی چی د زمان د « زیر پاور » او « سوپر پاور » تر منځ دې دغسی ناانډوله جنګ ( هغه هم د ستر ځواک په زیان ) موجود وی ؟ نو آیا نسو ویلای چی دا « د ارادې او وسلې جنګ » دی ؟

 

د افغان جنګ بنسټیزه پېچلتیا او مغلق تیا دا ده چی روان جنګ د یو چا په نوم د بل چا سره کیږی . دا جنګ د القاعده پر ضد اعلان سوﺉ و چی « د ترورویزم سره جنګ » یې وباله ، خو القاعده نن دلته نسته بلکی برعکس د طالبانو سره کیږی . وګورﺉ د بارک اوباما امنیتی سلاکار جنرال جېمز جون د ۲۰۰۹ د اکتوبر پر څلورمه داسی اعتراف وکړ : « موږ القاعده په افغانستان کی په بریالیتوب سره دړی وړی کړه . څه نا څه ۱۰۰ القاعده وال په افغانستان کی پاته دي چی عملیات کوی . هغوی اډې نه لری . نه پر موږ او نه هم زموږ پر ملګرو د حملو توان نور نه لری . » چی داسی ده ، نو ولی نور دیرش زره امریکایی او ۷ زره ناټویی پوځیان را روان دي ؟ آیا دا هر څه « د ترور پر ضد د جنګ » نامشروع والی او د افغانستان اشغال نه ثابتوی ؟

د مسألې اساس ته باید په صادقانه توګه نظر وسی نه په مغرضانه یه عُقدوی ډول . دا تریخ حقیقت باید ومنو چی القاعده او طالبان قطعأ عین اجندا نه لری . هغوی دوه بیل بیل جهتونه  او تحریکونه دي خو د امریکا او لویدیځ ستراتیژي دا ده چی پرهغوی یو لېبل وهی او دواړه یو بولی . لاکن حقیقت دا دی چی طالبان صرف « ملی » هدف لری یعنی یوازی په افغانستان کی شریعت او اسلامی حکومت غواړی نه له هغه نه بهر ، حال دا چی القاعده « بین المللی » هدف لری یعنی د امریکا او ټولو اسلام دښمنه ځواکونو ماتول او پر ځای یې اسلامی خلافت غواړی . دا چی د « جېمز جون » د پورتنی اعتراف له مخی امریکا القاعده وال له افغانستانه شړلي او مات کړي دي نو بیا جنګ ولی د طالبانو سره نور هم پراخوی ؟ آیا واشنګټن په لوی لاس طالبان د ځان نه دښمان کوی ؟ او اهداف یې نه نړیوال کوی ؟ که امریکا او ناټو دلته یو افغان وژنی ، آیا پر ځای یې څلور نور نه راپاڅوی او دا « مخالفت » په « مقاومت » سره نه بدلوی ؟ نو که باالفرض بن لادن ونیول سی یا ووژل سی ، دغسی کار به د طالبانو مقاومت لږ یا ختم نه کړی . ځکه نننۍ افغان جګړه د تروریزم سره هیڅ تړاو  نه لری بلکی ورځ په ورځ د خپلواکۍ ګتلو صبغه او مایه اخلی . همدا علت دی چی ګڼ شمیر سیاسی او پوځی شنونکي جدأ معتقد دي چی « د تروریزم سره جنګ » نه ګټونکیً لری او نه هم بایلونکیً ، بلکی یو شی په بر کی لری چی هغه « دوام او پایښت » دی . هو ، د دغسی دوام زیان به مستقیمأ افغانانو او امریکایانو ته متوجه وی او بس ! د افغانستان روانه ستونزه سیاسی ده نه پوځی ، خو واشنګټن یې په « پوځی » طریقه سره حلوی نه په « سیاسی » ډول . نو ځکه به یې کښتۍ توپانی او باالاخره ډوبېدونکې وی انشاالله . والسلام ، ( ن . صمد )

Nsamad57@hotmail.com  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.