د طالبانو څخه د امریکا د غچ اخستلو ستراتیژي؟! — اجمل غښتلی

 

د طالبانو څخه د امریکا د غچ اخستلو ستراتیژي؟!

 

لیکوال: اجمل غښتلی

لیږونکی: نورآغا مشرقی وال

 

ستا په بل باندې تيرى بشر دوستي ده ::: زما د ځان ځنې دفاع دهشتګردي ده
دا قانون دې دكوم ځاى ځنې راوړى::: چې بمونه ورول دي همكاري ده

 

 

کله چې د امریکې په سياسي او پوځي اداره  کې د افغانستان په اړوند د نظر اختلافونه مخ په ډيريدو شوه او وروستۍ نظرسنجونې وښوده چې په سلو کې له شپېتو زیات وګړي په افغانستان کې د امریکې د اوسنۍ پاليسۍ مخالف دي او دهرې ورځ په تېریدو سره دغه مخالفت نور هم زیاتېږي. د جمهوري غوښتونکي ګوند یو ډیر لوړ پوړي سیاستمدار دغه جګړه د اوباما جګړه و بلله. تر دې چې ددغه هیواد د دفاع وزیر رابرټ ګېټس له (پي بي اېس) تلوېزوني چینل سره په مرکه کې دا ومنله چې په افغانستان کې واشنګټن پوځي او سیاسي ماتې خوړلې. او هم د ناټو په هیوادو کې دامریکا ځینې ملاتړو په افغانستان کې د پوځ له زیاتوالي سره مخالفت وکړ او له افغانستانه دخپلو پوځیانو د شاتګ غوښتونکي شول. نوموړوهیوادونو په افغانستان کې د ملي جهادی پاڅون د ځپلو لپاره د کرزي ادارې ته د خپل هیواد د امنیت په ګډون د غیر پوځي لګښتونو د سپارلو وړاندیز وکړ او د امریکا له حکومته یې وغوښتل چې دکړکېچ د اواري لپاره نوې تګلاره غوره کړي. په دغه وضعیت سره په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا او د دغه هیواد ملاتړو په پوځي او سیاسي ډګرونو کې ماتې روښانه شوه نو نړیوالې صلیبي ټولنې ته په افغانستان کې ځان له لویو ستونزو او ننګونوسره مخامخ څرګند او خپله بې وسي یې د سر په سترګو ولیده نو طالبانو سره مقابله کول چې په  حقیقت کې افغانانو سره مقابله ده ورته ناشونی کار وبرښېد نو دې حالاتو ته په پام سره د امریکې دولت په دې هڅه کې شو څو یوه بېړنۍ د حل لاره پيداکړي مخکې له دې چې حالات یې بيخي له کنتروله ووځي او یوه د خټې پوزه هم په لاس ورنه شي. نو لومړی یې زیات کوشش وکړ چې طالبانو کې درز پیدا کړي او د پخوا څخه یې په تېزۍ سره هڅې توندې کړې ترڅو دغه ملي پاڅون (طالبان) په دوه درې ډلو وویشی او یا کم تر کمه د مشهور جهادي قومندان جلال الدین حقاني (چې یرغلګر یې پوزې ته راوستي دي) په څېر میړني قومندانان د خپلو لاسپوڅو (پاکستان او د کرزي ادارې) په لاس د اولس په وړاندې بدنام کړي کله یې یو څه او کله بل څه ورپسې ویل. خو د طالبانو یو موټي والي او کلک دریځ دا ټولې هڅې په سیند لاهو کړې. بله داسې ډله یې هم ونه موندله چې طالبانو ته په آینده کې یو سردرد جوړ کړی شي. نو د صلیبي یرغلګرو څخه نوره هم لاره ورکه شوه او د خبرو اترو د لارې یې د روغې جوړې هلې ځلې ښې په درز کې پیل کړې خو دا ټولې هڅې یې هم د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رد شوې، چې تر هغه به جنګیږي چې یرغلګر وشړل شی.

نو په دغه وخت کې د حزب اسلامي له اړخه دولت سره د خبرو کولو تیاری وښودل شو خو امریکایانو او د کرزي ادارې په لومړي سر کې څه اهمیت ورنه کړ خو دا هم هله وشول کله چې په بغلان کې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ د 2010 کال د مارچ په ۶مه نېټه جګړه ونښته، نو امریکا او د کرزي حکومت ترې داسې وانګېرله چې حزب طالبانو ته یو څه سرخوګی پیدا کولی شی، نو لکه چې د هر یرغلګر دا عادت وي چې کله په کوم هیواد کې ماتي وخوري نو هلته یوه لانجه پرېږدي، بیا تښتي. نو ځکه امریکا او ملګرو یې هم حزب اسلامي سره د خبرو اترو د لیارې جوړجاړي ته غاړه کېښوده. هماغه وه چې سمدلاسه د دغه ګوند یو پلاوی د 2010 کال د مارچ په ۲۱مه نېټه کابل ته ورسېد او هلته یې په کرزي، سیاف، ستیفان دي مستورا اونورو سربېره د بهرنیو قواوو د ځینې چارواکو سره هم پټه لیدنه وکړه. په دغه لیدنو کتنو کې امریکایانو ته دغه ګوند د طالبانو په وړاندې د خنډ په توګه هومره پیاوړی ونه برېښېد څومره یې چې پرې ګومان کړی وه ځکه د حزب اسلامي یو لوړپوړي غړي راته وویل: کله چې دغه پلاوي امریکایانو سره وکتل نو ورته یې په ډاګه وویل: [د حزب اسلامي سره په روغه جوړه د روان کړکیچ مخه نه نیول کېږي بلکې زمونږ په وړاندې طالبان خنډ دي نه  حزب، ستاسو ګوند مونږ د یو سیاسي ګوند په توګه پېژنو، نه د نظامي ګوند په توګه] نو حزب ته یې چې کومه هیله وه هغه هم ترسره نه شوه.

دا وه د طالبانو په وړاندې د امریکایانو نظامي او سیاسي ماتي، د هیواد په هر ګوټ کې يې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې نظامې ځواک د سختې ناکامۍ سره مخ شو چې روښانه بېلګه یې د هلمند مارجه ولسوالۍ ده. د پښتو متل دی: په تا مې زور نه رسي مړ به دې ابا کړم. نو امریکا اوس خپل فوځي ځواک یوازې په ملکي وګړو کارولی شي نه په مخالفینو، چې په دې وژنو سره یې ستره موخه دغه وحشت په طالبانو وراړول دي. خو اولس یې ګوري چې دا وحشت د دوی ځیږند دی، نه د طالبانو چې د اولس د دفاع په موخه جنګېږي.

نړیوال او هیوادوال شاهد دي چې څو میاشتې وړاندې د کونړ د نرنګ په ولسوالۍ کې امريکایې بین المللي ترهګرو د ښوونځي تنکې ځوانان دشپې له خوا له کورونو راوايستل او بيایې شهيدان کړل. او هم یې دې ته ورته وحشي مانوره په پکتيا، پکتيکا، لغمان، هلمند او قندهار کې ترسره کړې وه. او اوس تازه یې بیا د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې هم په ملکي وګړو زړه یخ کړی دی.

اوس امریکایانو ته د غچ اخستلو دوه اسانه لیارې پاتې دي چې دوی ته پکې تلفات هم نه اوړي، یو دا چې ملکیان وژني او پړه یې پر مخالفو وسلوالو وراچوي. او بل فرهنګي ډګر کې غچ اخستل، چې په دې لړ کې یې بې شماره رادیو ګانې، تلویزوني چینلونه، ورځپانې، مجلې ورسره مل دي. او هم يې بې شماره لیکوالال، ژبور نطاقان، سیاسي محللین، مبصرین د نړۍ په هر توکم کې روزلي او د ښو ډېرو ډالرو په بدل کې یې دنده ورکړې چې طالبانو پسې درواغ ووایی ترڅو یې په اولس کې اعتماد له منځه یوسي، او د ماتې خوړلو یرغلګرو پیاوړتیا څرګنده کړي. خو بالمقابل طالبان بېچارګان نه راډیو خپرونې لري او نه تلویزوني. یوه ویبپاڼه لري هغه یې هم ورباندې هر وخت بنده کړې وي، کله یې یو ځای خلاصه کړي کله بل ځای. د بیان د ازادۍ دعوه کوونکي رسنۍ یې هم هر څه نه خپروي، که څه خپروي نو زیادت او کمبود سره یې خپروي، نه کټ مټ. خو بیا هم د طالبانو دغه په لږه کچه خپرونې په اولس کې د اعتبار برخمنې دي او امریکا چې نړیواله رسنۍ یې په ګټه څرخېږي په خپلو تبلیغاتو کې نه ده بریالۍ شوې او هیوادوال یې هرې خبرې ته د شک په سترګه ګوري، الوتکه یې چی رانسکوره شي وایي د تخنیکي ستونزو له امله یې بېړنۍ ناسته وکړه. شوبلې چې په ماین والوزول شي دړې وړې شي وایي یو عسکر مامولي ټپي دی نور د سر زیان نه لري کوم عقل به یې ومني چې څوک پکې ژوندي پاتې شي. که یو مخالف وسلوال ووژل شي نو دوی یې په لسو کې ضربوي.

په پاي کې د یو افغان په توګه دغو نړیوالو دهشتګرو ته په کلکه وایم چې تاسي د نويو ستراتژيو په جوړولو او د نويو جنرالانو په بدلولو رابدلولو، په چنګيزډوله وحشت او ظلم د افغانستان اشغال ته دوام نه شئ ورکولی. بس دی ستاسو د دیموکراسۍ په سهی مانا پوه شوو، دیموکراسي او بشر دوستي راته ښه جوته شوه چې د بمونو ورول، د بېګناه افغانانو زورول دي. او هیودوالو ته په کار دي چې سره یو موټي شي ځکه یوالی داسې وسله ده چې مقابله ورسره ممکنه نه ده.


 

Leave a Reply

Your email address will not be published.