افغانستان خپلواک دﺉ که بلواک ؟ — نثار احمد صمد

 

افغانستان خپلواک دﺉ که بلواک ؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

خلک وایی چی د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ ۹۱ یمه کالیزه ده . مګر په واقعیت کی دغسی نه ده ، بلکی د دې ۹۱ کالو څخه « لس کلنه » شوروۍ نیونه او « نهه کلنه » امریکایی نیونه اصولأ باید منفی سی چی پدې حساب افغانستان د ۱۹۱۹ کال راهیسی جمعأ ( ۷۲ ) کاله د خپلواکۍ له نعمت نه برخمن سوﺉ دﺉ او بس .

 

که یو څه شاته ولاړ سو ، نو و به ګورو چی افغانستان هغه بد نصیب هیواد دﺉ چی په صرف ۸۲ کالو کی درې ځله د وخت د ستر ځواک تر پوځی نیونی لاندی راغلی دﺉ . افغانستان په نولسمه پیړۍ کی انګریزانو نیولی و ، په شلمه پیړۍ کی شورویانو نیولی و ، او دا دﺉ په یوویشتمه پیړۍ کی هم امریکایانو نیولی دﺉ . لومړني اشغال د افغانستان ریښې ولړزولې ، دوهمي اشغال هغه سُستي کړې ، او درېیمي اشغال له بیخه پسی وکښلې .

 

افغان ولس تل د پردي یرغل او بهرنۍ نیوني پر ضد کلک مقاومت کړﺉ او یرغلګر یی هر ځل د سترو تلفاتو او شدیدو سر خوږیو سره مخامخ کړي دي . د هندوستان مرستیال واکمن « لارډ لارنس » حق په جانب و چی ولیکي « افغانان به فقر حتی له خطره ډک ژوند وګالي خو د پردیو تر واک لاندی راتلل هیڅکله هم نه زغمي .»

همدا علت دﺉ چی افغانان  د « ملی مبارزینو » په نوم د انګریزانو سره وجنګیدل ، د « مجاهدینو » په نوم د شورویانو سره وجنګیدل او د « طالبانو » په نوم هم نن د امریکایانو سره جنګیږي . سابقه او تجربه ښیٍیً چی تر څو د افغانستان نیونه جاري وی نو مقاومت به هم موازی ور سره رهی وی . دا به حق تلفي او ناځواني وی چی د افغانانو دا غیرت او سرښندنه د پردیو ( مثلأ پاکستان ) په پله کی ور واچوو او د افغاني همت اعتبار ټول نورو ته وقف کړو حال دا چی په باطن کی ښه پوهیږو چی دا هر څه بنا پر کومه خاصه عُقده او عقیده باندی کوو .

 

په هر صورت ، که موږ ووایو یا نه ، او که نړیوال ووایی یا نه ، افغانستان نن د امریکا  تر باالقوه اشغال لاندی دﺉ . افغان عوام ګرم نه دي چی وایی موږ « د غلام هیواد آزاد خلک » یو چی پر سر مو د بلیونونو ډالرو سیاسی تجارت روان دﺉ . د کابل رژیم خو هسی هم د واشنګټن لخوا خلق سوﺉ ، اوبه سوﺉ ، لوی سوﺉ ، او «مشروع ؟!» سوﺉ دﺉ نو ځکه په حساب کی نه راځی . دغه رژیم د امریکا تر پوځی مداخلې وروسته وزوکید چی په مصنوعی توګه یی د « ویټامین بي- ۵۲ » په زور ژر ژر لوی کړ او په چل ول ، ټګۍ او تذویر سره یې  پسی « قانونی ؟! » کړ . ځکه نو هغه اصلأ خپلواک نه بلکی بلواک دﺉ .

 

وګوری ، بهرنۍ نیونه خو هغه وي چی په زرګونو بهرني پوځیان ( د اشغالی ولس د اجازې او موافقې نه پرته ) پخپل سر اړونده هیواد ته ور ننوځي ، خپل مخالف رژیم نسکور کړي او پر ځای یی خپل ګوډاګیً یا د خپلي خوښي رژیم نصب او تحمیل کړي ( امریکا ته پر افغانستان باندی د حملې اجازه نه افغان ولس او نه هم ملګرو ملتونو ورکړې وه ، بلکی د امنیت شورا د ۲۰۰۱ په سپټمبر کی صرف دا اختیار ورکړﺉ و چی د تروریزم پر ضد خپله دفاع وکړي « نه دا چی پر افغانستان حمله وکړي » . په دې پریکړه لیک کی هیڅ د افغانستان نوم هم نه دﺉ ذکر سوﺉ .)

 

بهرنیً اشغال خو هغه وی چی یرغلګر پوځونه صرف او صرف پخپله اراده او خپله قومانده سره په اشغالی هیواد کی بی کنټروله او بی مسؤلیته پوځی عملیات ، بم ورۍ ، نیوني او وژني وکړی ، هیڅوک او هیڅ مرجع یی هم مخ نسی راګرځولای که هغه ګوډاګیً رژیم وی او که بهرنی جهان وی .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د اشغالی هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت په روزمره توګه پایمال وی . په سلګونو بهرني پوځیان هره ورځ په خپلو طیارو کی دې هیواد ته داخلیږی یا له هغه نه وزی ، نه د رژیم مشر او نه یې هم د دفاع وزیر او نه هم هیڅوک په خبر وی چی هغوی له کومه راځی ، چیری ځی ، څه شی راوړي ، څه شی وړي ، څه کوي او پر کومه ولسوالی یا کوم کلي باندی د بمونو باران لوروي او څومره انسانان  پارچه پارچه کوي .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی اشغالګر پوځونه د نیولي هیواد پر مځکه او فضا مطلق حاکمیت ولری ، هیڅ کوم ګوډاګی مقام هم نه پوهیږی او نه هم پدې خبر وی چی د ورځی څو نظامی پروازه له خارج نه داخل ته یا له داخل نه خارج ته کیږی .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د هیواد په عمده پوځی هوایی اډو کی د رژیم آن یوه پوځی طیاره یا هوایی قوت موجود نه وي ، بلکی  مطلق کنټرول یې د اشغالګرو په واک کی وي .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د پورتنیو کوایفو له امله هیواد تقریبأ د ملی حاکمیت ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی او سیاسی مشروعیت څخه بی برخی وی . اصلی اراده او اداره باالکل د پردیو په لاس کی وی او د هیواد د برخلیک تصمیم د هغه د پولو څخه بهر نیول کیږی . همدا علت دﺉ چی د اشغال په صورت کی د خپلواکۍ ، دیموکراسۍ ، آبادۍ ، انتخاباتو او لویو جرګو جوړول . . . ټول هغه غولونکي او ساختګی لوبی دي چی نتایج یی له مخکی څخه لا معلوم او ثابت وي .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی د نړۍ د سرمایدارترینو هیوادو د شتون او نیونی سره سره د اشغالي هیواد ولس د غربت او مصیبت شپې سبا کوی او پر سر یی ښه سیاسی بزنس روان وی .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی هیواد یو تولیدی حالت نه بلکی یو بشپړ مصرفی حالت ولری او ملی اډانه په خټو کی بنده وی . صادرات پر مځکه خو واردات پر آسمان ګرځی . مافیایی او مخدره اقتصاد په اوج کی وی . د ارتشأ او فساد بازار ښه په موج کی وی .

 

بهرنۍ نیونه خو هغه وی چی هلته بیا رغاونه د میږي په رفتار سره روانه وی او که کوم څه هم کیږی نو هغه تش په نوم او غیر تولیدی یا غیر عایداتی جنبه لری ، او یا هم دا چی تبلیغاتی یا سیاسی هدف لري .

 

آیا د پورتنیو څو لنډو انګیرنو څخه کومه یوه یی په افغانستان کی صدق نه کوی ؟  نو داچی د نړۍ لومړنیً شتمن هیواد یعنی امریکا دلته د خپل اشغال سره سره مؤثره پانګه نه اچوی ، د ترازو د « پوځی حل » پله یی له مځکی پورته کیدای نسی خو د « سیاسی حل » پله یی بیا مځکی ته را کوزیدای نسی ، نو دا ترې ثابتیږی چی افغانستان د یوویشتمي پیړۍ یو بلواک هیواد دﺉ ، او واشنګټن افغانستان د یو بل هدف لپاره استعمالوي او پخپله یی هغه په کار نه دﺉ . اوس شواهدو ثابته کړې چی « تروریزم » یوه پلمه وه او اصلی غایه د کسپین د حوزې او منځنۍ آسیا نفتی زیرمتون ته ځان ور رسول دﺉ چی دروازه یی همدا افغانستان دﺉ . دوهم دا چی  افغانستان د درو عمده ستراتیژیکی سیمو د تړلو نقطه ده چی هغه منځني ختیځ ، منځنۍ آسیا او جنوبی آسیا ده او واشنګټن همدې نقطې ته سخته اړتیا لری . پدې حساب ، افغانستان نن د خپل حساس موقعیت قرباني سوﺉ دﺉ او د خپل دغه مهم دریځ سزاوي ګالی .

 

هو ، دا هر څه د تاریخ تکرار دﺉ . وګوری برتانیې په ۱۹ مه پیړۍ کی افغانستان ته نیغ ضرورت نه درلود ، بلکی هغه یې د هندوستان د « طلایی مرغۍ » د ژغورني په غرض نیوﺉ . شوروي اتحاد هم په ۲۰ مه پیړۍ کی افغانستان نه غوښت بلکی هغه یې پر « تړمو اوبو » د کنټرول په خاطر نیوﺉ . کټ مټ امریکا هم نن په ۲۱ مه پیړۍ کی افغانستان نه غواړي بلکی هغه یې د منځنۍ آسیا او کسپین د « نفتی زیرمو» د خپلولو په هدف نیولیً دﺉ او بس .

 

فلهذا ، برتانویانو په نولسمه پیړۍ کی افغانستان د « یو بل هدف » په غرض د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک کړﺉ و ، شورویانو بیا هغه په شلمه پیړۍ کی د « یو بل هدف » په غرض لس کاله د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک ساتلیً و، او باالاخره امریکایانو بیا په یوویشتمه پیړۍ کی افغانستان د « یو بل هدف » په غرض دا نهه کاله کیږی چی د خپلواکۍ څخه محروم او بلواک کړﺉ دﺉ ( خیر دﺉ که موږ هر څومره هم ځانونه  په عارفانه تجاهل سره تیر کړو ، خو دا تریخ حقیقت نسی پټیدای ) .

 

امریکا په خپل دغه ارتکاب سره هغه ګرانښت او محبوبیت چی د افغانانو په زړونو کی یې درلود ، ټول له لاسه ورکړﺉ او برعکس هغه په مخالفت آن نفرت سره بدلیدونکیً دﺉ . دا ځکه چی امریکا پرون د شوروی څخه په اصطلاح د افغانستان د آزادونکی او نجات ورکونکی رول لوباوه ، خو نن دا دﺉ پخپله د هماغه افغانستان نیونکیً او اشغالګر سو . ځکه نو ، که نن موږ د افغانستان د « خپلواکۍ!» د نمانځني په غرض هرڅومره خوښۍ او میلې جوړي کړو ، هرڅومره مشاعرې او غونډي جوړي کړو ، هرڅومره محفلونه او جشنونه جوړ کړو ، هرڅومره کنسرټونه او اتڼونه جوړ کړو ،  بیا هم د یو تریخ حقیقت په توګه افغانستان د تیرو  نهو کالو راهیسی خپلواک نه بلکی بلواک دﺉ . والسلام ، ( ن . صمد )

                                                                       

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *