کاشکې!
د دوکتور محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
رښتیا بشر د احتیاج ، مشکلاتو او تنګسو د خلاصون په هڅه دغارونو او سمڅو څخه را ووت او بر ، بحر او هوایی تسخیره کړه ، نوی نوی اختراعات او اکتشافات یی مینځ ته راوستل او ډیر داسې کارونه یی وکړی چي پرون نه کیدونکي ښکاره کیدل .
دنیایې رڼا کړه او د خوند ، رنګ او شرنګ جهان یې جوړ کړ !
علمي ، صحي ، اقتصادي ، اجتماعي ، سیاسي ، تخنیکي ، زراعتي ، دفاعي ، مواصلاتي ، مخابراتي اونورو ډیرو حیرانونکو پر مخ تګونو سره مخامخ شول او لیا نورهم د فعالیت او مسابقي په ډګر کښې د راتلونکو نوو ابتکاراتو هیله لری ، هڅه کوی او د جدیت او فعالیت په میدان کښې پاخه قدمونه پورته کول غواړي او …. . خو کاشکې !!!
کاشکې : چی دا شریف انسان ، دی زړه لړزونکو ټکرونو ، تصادمونو او تضادونو سره نه مواجه نه کیدلې .
کاشکې : اخلاقي معیار ښه ، په زړه پورې په خیال او نظر کښې نیول شوی وای ، او په دغه اساس ژوند عیار ، او یو تربله د لورنې ژوند پوره مطمین وی .
کاشکې : په ختیځ او لویدیځ کښې یو جهاني عادلانه حکومت او نظام جوړ شې او بی له هیڅ ډول ناروا فشار او غولولو څخه بشري طاقت په کار واچول شي .
کاشکې : د مساوات او برابری اصلي او اساسي اصول د خلکو د استعدادونو او امکانیاتو په اساس عادلانه تطبیقیدلې .
کاشکې : استعمماري او استثماري مفکوري او دسیسي په ټولو رنګونو له مینځه تلی وی ، زور زیاتې ، باداري او اقایي نه وې .
کاشکې : سیاسي مانورو او تکتیکو نو او حربي وسلو او سامانو نو د خلکو ژوند دویرې او تشویش سره نه وی مواجه کړي او په دغه لیاره کښې ګذاف مصارف د فساد په ځای د بشر د ارتقاء او ارامې په لیاره کښې صرفیدلې .
کاشکې : احتکاري او انحصاري جدیت او فعالیت نه وی روان او د پیداوارو او تولیداتو څخه عادلانه استفاده کیدلې .
کاشکې : د جنګ ، جدال ، شقاق او منفی اختلاف په ځای دمیني ، محبت او مرستي دنیا جوړه شي او د غدر ، خیانت ، ظلم ، استبداد ، حسد او کیني ځای ورورولي او عاطفه ونیسي .
کاشکې : د دنیا ټولې شاړې او میرې ابادې او ثروتی منابع او مدارک د عادلانه استفادې وړ ، علم ، فن ، تحنیک او د بشر د صحت ، سلامت ، ارامي او اطمینان لپاره استخدام شې .
کاشکې : نژادي تو پیر له مینځه لاړ شي او خانداني تفوق او امتیازات نه وي .
کاشکې : ناوړو رسمونه ، رواجونه او عادات نه وي او نه د حق او حقانیت اثبات په دغه مقیاس کیدلې . هو : ارمان چی که د حق او حقیقت د معرفت لپاره اساسی او بنیادی حرکت د واقعیت بینی په مدار څرخیدلې .
کاشکې : دخلکو له قوا او څخه استفاده د استعمار ، استثمار ، غلامې او بردګې په چم نه وی .
کاشکې : د علم ، فضل ، تعلیم ، تربي او ښوونې په پروګرامونو کښې د اغفال آلوده آمال او اغراض د خل نه در لو دلې .
کاشکې : حدود او سرحدونه د انسان او انسانیت پر مخ خلاص وې او د جاسوسي او تخریباتو ویره او ډار نه وې.
کاشکې : د خیر ، فضیلت او تقوی لپاره کار د ریایي تلو ثاتو څخه خلاص وی ، د تزویر دامونه او جالونه نه وی او نه ظواهر و باندی د غولوونکو صحنو چلیدل ؛ د مایوسی ، نا امیدی او بد ذهنیت د پیدا کیدو موجب ګرځیدلې .
کاشکې : د غیرت ، میړانې او مبارزې عناصر په خبلو کښې پخلا او اشتی وی ، ترڅو خلک د وحشت پستو عناصرو له ناروا « ګیر ، بند ، بی ابی اوعار ژوند » له تحمیله خلاص وی .
کاشکې : یوه ښکلې ، ښایسته او متحد نه دنیا د بشر د جایزو ارمانونو او هڅ د پوره کیدو په اساس او مستوی جوړه شي او په کښی د انساني شرافت او کرامت د ټولو رمزونو او نزاکتونو خیال قوي او سالم و ساتلې شي .
افسوس : زما او د نورو ډیرو خلکو سره د څه داسې زیاتو جایزو او روا هو سونو ، ارمانونو او هڅو خیال ، تصور او فکر شته دی ، کوم چی ورته د رسیدلو چاره ګرانه ښکاری .
د دی سره سره قسم چي ؛ زه به تل په خپل ژوند کښی د خپل ټکل څخه وانوړم ، او ضرور به حق او عدالت ته د رسیدو لپاره هـاند و باسم او په دی لیاره کښی به خپل رسالت تر سره کړم .
زه به دهغو ملې بازانو مطالب هیر نه کړم ، کوم چی په کتابونو او لیکنو کښی می د ریالست لیک و الانو انقلابی افکار ، هڅی او هیلی لوستی دی او یا په غوند و کښی د دوی د دغه شانی تحلیل سره مخامخ شوی یم ، او یا راته حکایت شوی دی .
حقیقت دا دې ! چی د اجتماعی ملی انقلابی رهبر د ژوند هڅی او هیلی پوره د پام لرنی وړ دی .
دکتور محمد سعید « سعید افغانی »
د ۱۳۵۶ هجري شمسي ـ کال ـ کابل