کیشت او مات! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

کیشت او مات!

 

لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد

 

 افغانستان پر امریکا د سپټمبر حمله نه وه کړې خو نن یې نیولی دی ، نه هم عراق دا حمله پر کړې وه خو د امریکایی غضب مېلمه سو ، نه هم پاکستان پر کړې وه چی قبایلی سیمي د بې پیلوټه طیارو د راکټونو قرباني سوې . او نه هم امریکا پر خپل ځان دا حمله کړې وه چی نن د پوځی تلفاتو او سپماییزه کیشت او مات سره مخامخ ده . نو پوښتنه دا ده چی دا تروریسټی حمله چا کړې وه ؟ ځواب او اسناد وجود نلری ، خو دغو ټولو خپله خپله سزا ولیده او ټول د پنتاګون د ګوزارونو او د « سی آی اې » د پلانونو قربانیان سول .

 

پوښتنه دا ده چی د امریکا روان جنګ اصلأ د چا سره دی ؟ آیا هغه د یو تاکتیک ( یعنی تروریزم ) سره دی که د یو دین ( یعنی اسلام ) سره ؟

او که د یو جوړښتون ( یعنی القاعده ) سره ؟ او که د یو تحریک ( یعنی طالبانو ) سره ؟ او که د یو ملت ( یعنی افغانانو ) سره ؟ او که د دې ټولو سره دی ؟ خو اساسی خبره دا ده چی په تیرو نهو کالو کی همدا تمیز او تشخیص اصلأ ورک دی ، نو ځکه هر څه وران او ګران دي . ښه به دا وی چی د روان امریکایی جنګ څو نامشروع اړخونه مختصرأ وڅیړو :

 

لومړی ـ  وګورﺉ ، امریکا ( او ناټو ) چی په افغانستان کی څومره انسانان وژلي ، د هغوی ۹۹٪ د سپټمبر د یوولسمی سره هیڅ تړاو نه درلود . امریکایی بې پیلوټه طیارو  چی څومره خلک په قبایلی سیمو کی وژلي ، د هغوی ۹۹٪ د سپټمبر د حملې سره هیڅ تړاو نه درلود . آیا هغو په زرګونو ښځو ، کوچنیانو او سپین ږیرو هم د سپټمبر د یوولسمی سره تړاو درلود چی په تیرو نهو کالو کی دلته او هلته وژل سوي دي ؟ که داسی وی ، نو د سپټمبر د حملې ۱۹ ظاهری کړوني خو په دوو هېوادو کی اوسېدل چی هغه سعودی عربستان او امریکا وو ، نه افغانستان او قبایلی سیمي !

 

دوهم ـ  وګورﺉ ، د سپټمبر تر حملې وروسته جورج بوش مکررأ د طالبانو څخه ( بېله قید او شرطه ) د بن لادن ورتسلیمول غوښتل . نو که طالبان په دې حمله کی دخیل وای ، یا په هغه خبر وای ، نو ولی یې بن لادن ځنی غوښت ؟ ولی یې دواړه سره بېل کړل ؟ آیا دا پخپله د دې ثبوت نه دی چی طالبانو د سپټمبر د یوولسمی د حملې سره هیڅ تړاو نه درلود خو بېواکه یې کړل ؟ هو ، همدا حساسه باریکی د روان تحمیلی جنګ د لومړنۍ او نننۍ ورځی د هدف او ستراتیژۍ تر منځ ضدیت ثابتوی .

 

درېیم ـ  بل مهم نامشروع والی یې دا چی پر افغانستان د امریکا تر حملې مخکی بوش مسلسل د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا څخه غوښته چی امریکا ته اجازه ورکړي چی پر افغانستان حمله وکړي . نو سوال دا دی چی که واشنګټن شواهد او ثبوتونه درلودای ، نو ولی یې دغسی ننواتی کولې ؟ او ولی ملګرو ملتونو دا اجازه ورنکړه ؟ آیا دا پخپله د دې ثبوت نه دی چی طالبان ( یعنی د هغه مهال حکومت ) د سپټمبر په حمله نه خبر وو او نه هم پکښی سهیم وو ؟ همدغه تریخ حقیقت نن د واشنګټن لاسونه او پښې تړلي دي .

 

څلورم ـ د لومړۍ ورځی راهیسی د روان امریکایی جنګ مهم نامشروع والی دا دی چی جورج بوش پر افغانستان تر حملې وروسته دا شعار ورکاوه چی : بن لادن باید « ژوندی ونیول سی یا ووژل سی » . پوښتنه دا ده چی بن لادن خو ( پخپله د امریکایی انګیرنی له مخی ) په توره بوړه کی و ، نو امریکا ولی خپل ټول ګوزارونه پر کابل ، کندهار او مزار شریف باندی کول نه پر توره بوړه ؟ په بل عبارت ، امریکا ولی خپلي ټولي بم ورۍ او راکټ ورۍ پر طالبانو کولې نه پر القاعده ؟ او نن پخپله د « سي آی اې » د لوی ریًس ( لیون پنیتا ) د اعتراف له مخی « په افغانستان کی صرف ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده جنګیالي شتون لری » ، نو چی داسی ده ولی دیرش زره نور امریکایی پوځیان را روان دي ؟ آیا دا عمل پخپله د واشنګټن د لومړۍ او نننۍ ورځی د هدف او تګلورې ضدیت نه ثابتوی ؟

 

پنځم ـ د روان جنګ بل غټ نامشروع والی دا دی چی پر افغانستان تر حملې مخکی د واشنګټن د پرله پسې فشارونو سره سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دغه هېواد د حملې اجازه ورنکړه څو چی د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه یې په خپل سر او بېله اجازې پر افغانستان وسلوال تېرﺉ وکړ او هغه یې ونیوﺉ . باالاخره ، درې میاشتي وروسته ( یعنی د ډسمبر پر شلمه ) امنیت شورا د خپل ( ۱۳۸۶ ) نمبر پریکړه لیک له مخی کابل او د هغه ورپورو سیمو ته د « ایساف » په نوم د یو پوځ ورلیږل اعلان کړ . دغه پریکړه لیک د افغانستان اشغال ته یو « غولونکیً » رنګ ورکړ . هغه کسان چی ادعا کوی چی امریکایی پوځ او ناټو ګواکی د ملګرو ملتونو د فیصلې له مخی راغلي دي ، په اغماض ، تجاهل یا بې خبرۍ سره همدغه پریکړه لیک پورته کښته کوی . خو هغوی دا تریخ حقیقت پټوی چی افغانستان د دغه پریکړه لیک څخه درې میاشتی مخکی لا ( یعنی د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه ) اشغال او بلواک سوﺉ دی . آیا په هغه هکله د ملګرو ملتونو کوم پریکړه لیک څوک ښودلای سی ؟ فلهذا ، د افغانستان اشغال او روان امریکایی جنګ د خپلی لومړۍ ورځی څخه نامشروع دی او په درواغو سره مخته ځی .

 

شپږم ـ  د روان تحمیلی جنګ بل نارواتوب دا دی چی هغه د خپل هدف او ستراتیژۍ قربانی سوﺉ دی . یعنی دا چی روان جنګ د یو چا په نوم د بل چا سره کیږی . په بل عبارت دا جنګ د « تروریزم ! » پر ضد اعلان سوﺉ و ، خو نن برعکس د طالبانو سره کیږی . د  لیون پنیتا  د اعتراف له مخی « القاعده جنګیالي په پاکستان کی دي » خو جنګ په افغانستان کی دی . بن لادن او القاعده هلته دي خو دیرش زره امریکایی پوځیان دلته راځی . د بارک اوباما د امنیتی سلاکار جیمز جون د اعتراف له مخی « القاعده وال پر امریکا او ملګرو یې حملې نسی کولای » خو برعکس جنګ د طالبانو سره ډیریږی . فلهذا ، دا هر څه پخپله د واشنګټن د هدف او ستراتیژۍ ضدیت ثابتوی او ځکه نو د امریکا جنګی طریقه ، جنګی نقشه ، او جنګی غایه غلطه ده او په هوا کی توره وهی .

 

اووم  ـ  امریکا او ملګري یې د طالبانو مقاومت په پاکستان پوری تړی او هغه افغانی خوځښت نه بولی . نو چی داسی ده ولی خپل پوځونه هلته نه ورلیږي چی دلته یې ډیروي ؟ ولی خپل یو نیم لک ( ۱۵۰۰۰۰ ) پوځیان پر ګډه پوله نه اچوي چی په کلیو او ښارونو کی یې جنګوي ؟ که دا مقاومت ملی صبغه نلری او برعکس د پولی څخه راصادریږی ، نو ولی همدا پوله نسی بندولای ؟ ( ځکه یو نیم لک امریکایی او اروپایی مجهز پوځیان ډیر لوی طاقت دی او هر ډول راتیرېدنه کنټرولولای سی  ) . او ولی په نهو کالو کی طالبان ختم نه کړای سول بلکی هغوی نور هم ډیریږی ؟  هو ، همدا تریخ حقیقت بل هغه دلیل دی چی روان امریکایی جنګ نامشروع ثابتوی .    

 

اتم ـ  د دې جنګ بل لوی نامشروع والی دا دی چی هغه د یو خورا فاسد او غیر ملی رژیم د بقأ لپاره کیږی او امریکایان د همدغه مصنوعی او ماشینی تولید په دفاع کی خپلی وینی تویوی او خپلی خزانې تشوی ( همدا نن نن امریکا د دغه فاسد رژیم د واکمن ساتلو لپاره خپل ۱۲۳۰ پوځیان تلفات ورکړي او ۳۵۰ بلیونه ډالره یې ضایع کړي دي ) ، خو د دې ټولو سره سره نه دغه جنګ ګټونکی دی ، نه یې تخلیقی رژیم ټینګېدونکی دی ، نه مقاومت ماتېدونکی دی او نه هم « تروریزم ! » ختمېدونکی دی .

وګورﺉ ، امریکا د خپل نهه کلن اشغال سره سره نن د داسی افغانستان واکوال او اختیار دار دی چی هغه د نړۍ پنځم غریب ترین هېواد دی ، د نړۍ دوهم فاسد ترین دولت دی ، د نړۍ لومړنی مخدره تولیدونکی هېواد دی خو بیا هم په دغه وران هېواد کی د کاله ۸۴ بلیونه ډالره اور ته اچوي . په رښتیا هم د بد هدف بد اثرات وی او د بدی ستراتیژۍ بدی پایلي وی .

 

هو ، امریکایی پوځ دومره « تروریسټان ! » وژلي نه دي لکه تولید کړي چی یې دي . امریکا څنګه په ۲۰۰۱ کی طالبان په خپلو صرف ۷۰۰ خاصو ځواکونو او « سی آی اې » والو سره مات کړل ، خو نن یې په ۱۵۰۰۰۰  پوځ سره هم نسی ماتولای ؟ همدا تریخ حقیقت د روان جنګ اصلی نامشروع والی ثابتوی . نو آیا نسو ویلای چی امریکا په افغانستان کی د کیشت او مات سره مخامخ ده ؟ هو ، باالکل .

و ما ذالک علی الله بعزیز

( ن . صمد )

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *