رباني او سوله — ‏ شاهد شفق وردګ

 

رباني او سوله


‏ شاهد شفق وردګ

 

د روسانو  له ماتې وروسته په قدرت کښې د پاتې کېدو تلوسه د ښاغلي پروفيسور په مغزو غالبه شوه او نوموړي یې دې ته اړ کړ چې د خپل ژوند لپاره یو ډېر لوړ او سپېڅلی شعار غوره کړي،داسې شعار چې د نوموړي ځان غوښتنه ،د قدرت لېوالتیا او د پیسو تونده مینه په کښې خوندي وي.
رباني همدلته له اوږده سوچ وروسته خپل شعار جوړ او لوړه یې وکړه چې د خپل شعار د اوچت ساتلو لپاره هر هغه  څه کوي کوم چې د یوه مجاهد او مسلمان له شان سره نه ښایې.
نوموړي د خپل مقدس شعار تر جوړولو وروسته افغان ولس ته خپل شعار ابلاغ او په څو ورخو کښې د واړه نه تر زاړه هرڅوک په دې وپوهېدل چې یاارګ یامرګ د کوم ستر مبارز شعار دي.
پروفیسور صاحب به تل هڅه درلوده چې د خپل شعار ملا د پیسو په مټ چې هغه یې هم روسي ورونو ورکولې ټینګه وساتې ،د همدې لپاره یې کله ناکله د شورای پول نقد په جوړولو پسې هم مټې رانغښتلې او دا شوراګانې طبعې خبره ده چې د نوموړي د وخت په روسیه کښې د چاپ شوو شنو لس زریزه او پنځه زریزه بانک نوټونو تر شنه سیوري لاندې خورا ښه پر مختللې او روسانو ته د داسې کاغذونو د کمبود کومه اندېښنه نشته وه چې دوی ترې خپل پروفیسور ته بانک نوټونه جوړول.
روسانو پر دې هم بسیا ونه کړه او دا یې غوره وګڼله چې نوموړی ته څو ټانګونه،توپونه او څه نوره سلاح هم ورکړي چې په دې توګه به یې هم په پروفیسور احسان کړیوي او هم که کله په افغانستان کښې بدلون راشي نو دوی به دا بېرته د قرض په بڼه تر لاسه کړي.
رباني چې د خپل شعار د ساتلو په ژمنه کښې ګير وو د روسانو هر ډول مرستې ته یې لبیک یا روسیه لبیک ویلې  او پرته له دې چې د جهاد او مظلوم ملت په لکونو شهیدان،کونډې رنډې او وران افغانستان یې سترګو ته ودرېږي د روسانو او ایران په لمسه او د خپل شعار په تلوسه یې خپلو مجاهدو ورونو ته ټوپک خوله ونیوله،له خدای ج له مجاهدو ورونو او ملت سره له کړو وعدو په شا شو او هېواد یې د کورنۍ جګړې په اور کښې لولپه کړ.
نه مو اسلامي انقلاب بریالی شو نه مو د شهیدانو هیلې ترسره شوې نه مو د یتیمو ماشومانو اوښکې وچې شوې،نه مو د بمونو ،راکټونواو توپونو له ظالمانه او وحشیانه وژنو څخه سترګې په امن شوې،دا ټول د یوه شعار د لوړلو په هڅه کښې وران شول او دا ټول پروفیسور صاحب د یاارګ یامرګ د چېغې قربان شول.
کلونه تېر شول مګر د نوموړي د چوکۍ حس نور هم ورسره ژوندی شو تر دې چې نور به یې چوکۍ په ځان پورې تړلې ګرځوله مګر نن به داسې څوک پیدا شي چې د نوموړي دا کړنې هېرې کړي او په نوموړي اعتماد وکړي؟؟؟
د امریکایې ډموکراسۍ په وینو لړلې لمن کښې کابل یو ځل بیا په بېلا بېلو چوکيو کښې د یاارګ یا مرګ  د شعار د پيروانو د واکمنۍ ډګر شو او کله چې په ملت بمونه ورېدل د دوی دا هیله ور سره مل وه چې تر دې هم لوی بمونه پرې ور وغورځول شي.
د څه لپاره لوی بمونه؟؟د ماشومانو د وژلو لپاره،د کلیو او بانډو د تباه کولو لپاره ،د هېواد د ړنګولو لپاره،د افغانانو د ټولنیزې وژنې لپاره؟؟؟
دوې ورځې لا ندي پرې اوښتې چې اوس مې واورېدل رباني صاحب د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شو او حضرت صاحب یې مات او په شا وځغلولو.
هغه رباني چې په ټول ژوند کښې یې د سولې په مروړلو لاس ستړي شول او دپیسو په لاندې کولو یې احساس هېڅ ستومانه نه شو نن تاسې ته د سولې د عالی شورا د مشر په توګه ولاړ دی،هیله لرم چې ډېر لوی بمونه یې د واسکټ په جېبو کښې له ځان سره نه وي راوړي.
والله علی ما نقول وکیل.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.