آی اس آی د چا پړونی؟؟— شاهد شفق وردګ

 

آی اس آی د چا پړونی؟؟

شاهد شفق وردګ

د ټول افغان د وېبپانې پر مخ مې د ډاکتر ابو عبدالحق نومي پاکستان پر مجاهدینو د اس زین وړي لیکنه تر سترګو شوه د نوموړي دغه لیکنه د خدای ج په لار کښې سر اېښودونکو،د افغان ولس د خپلواکۍ لپاره قدم پورته کوونکو او زمونږ د دغه اوږدې تل پاتې مبارزې لپاره یو حقارت او سپکاوی ګڼم او نوموړی دېته رابولم چې د افغان ولس څخه د بښنه وغواړي .
تر دې وړاندې ما هڅه درلوده چې د ای اس ای په هکله د ځنو لیکنو په وړاندې یو څه ولیکم مګر وخت را سره یاري نه کوله او نن د دې لیکنې په لیدو نوموړي ته یو لنډ ځواب ضروری ګڼم.
دا پرېږدم چې پاکستان د روسانو له ماتې وروسته زمونږ له مجاهد ولس زمونږ د شهیدانو له وینو زمونږ د انقلاب له هڅو سره څه لوبې وکړې او د چا په ګټه ؟؟؟واضحه خبره ده چې د افغان مجاهد ولس په ضد،د دې خاورې د هغو بچیانو په ضد چې وینه یې دې هېواد ته سوغات کړې وه پاکستان تر ټولو بد سلوک وکړ او هېڅ د هېرولو وړ هم ندی،د پاکستان کړنې په دې وخت کښې هم د خپلو ګټو د غرب د فرمایشو او د غربي غلامانو په ګټه وې او دا همدا پاکستان ووچې زمونږ د اسلامي انقلاب هیلې یې په چا وپلورلې.
کله چې امریکا او صلیبي قوتونو په افغانستان یرغل کولو ای اس ای او پاکستان چاته اډې ورکړې؟؟ زمونږ د هېواد نقشه چا پرې خرڅه کړه؟؟ کرزی او پلویان یې له کوم هېواد څخه افغانستان ته د ننه شول؟؟په شمال کښې د طالبانو خطونه چا وپلورل؟؟؟د عربو مجاهدو ورونو د شهادت کیسه که د نورو اته زرو افغان طالبانو د شهادت کیسه د چاپه قلم وکښل شوه…..؟؟؟؟؟که دا ټول د پاکستان او ای اس ای په هڅه شوي وي نو مهرباني وکړه ما ته ووایه چې ته دې خاورې ته چا راوستلې؟؟که پاکستان ته راوستلې او مونږ یې په هرځای کښې نیولو او په امریکا یې خرڅولو ،زمونږ په وینو یې له نورو سره معامله کوله او ته یې د کابل واکمن ګرځولې اوس ته را ته ووایه چې ته یې ښه غلام یې که زه؟؟؟د یهودو او د هغوی د پلویانو واکمنول ته د مجاهدینو مرسته ګڼې؟؟
له بلې خوا زمونږ جهاد د پاکستان په هڅو نه د افغان ولس د خپلواکۍ له احساس څخه راپورته شویدی که پاکستان د مجاهدینو اومسلمانانو کوم خیرغوښتونکی وی نو لومړی به یې زمونږ د هېواد په نيولو کښې له صلیبیانو او تاسې په څېر د هغوی له مزدورانو سره مرسته نه کوله،ایا دا همدا ننی پاکستان نه وو چې امریکایانو په کښې د خپل زړه سره سم چې په هر ساعت کښې غوښتل او اوس هم چې په کښې وغواړي عملیات په کښې کوي ،مجاهدین نیسي او شهیدانوي یې؟؟
دا زمونږ د مجاهدو ورونو وژل ،نیول،او ربړول ستاسو او ستاسو د بادارانو د بریا لپاره که دا هم زمونږ د جهاد یوه برخه وه؟؟؟؟؟
دا به کوم بې عقل او لېونی ومني چې د امریکا په یرغل کښې د امریکا سره د پاکستان مرسته زمونږ د مجاهدو ورونو د بري لپاره وه؟؟؟
ای اس ای خو ستاسې او یهودو لپاره د هغه تور او وحشتناک پړوني کار ورکړ چې په ټول هېواد خپور کړل شول او په توره تیاره کښې یې د مجاهدینو په نیولو شهیدانولو او د هېواد په ورانولو کښې تاسې ته د جال کار ورکړ.
نن ورشه له همدغه جال غوړونکي څخه و پوښته  چې زما او ستا شریک ټکی څه ده؟؟؟حتما به در ته ووایې چې غلامي ،خو زما برتري پر تا شته هغه دا چې زه چې هر څومره نورو ته خدمت کوم اود مسلمانانو افغانانو وینې ورباندې پلورم بیا هم خپلو ملي ګټو ته وفادار پاتې کېږم.
رښتیا هم همداسې ده پاکستان خپلې ګټې د نورو په وینو ساتي د غربیانو په راوستلو او د مجاهدینو په وژلو او نيولو کښې چې پاکستان کومه ونډه لري هغه دومره د کرکې وړ ده لکه د رباني او کرزی د قدرت مینه.
که تاسې فکر کوی چې په دې تور به مونږ مجاهدین او ولس تېر باسو غلط اټکل مو کړیدي ،مونږ تاسې او پاکستان ډېر ښه پېژنو او هېڅکله هم درباندې باور نه شو کولی.
او هم یوه بل ټکي ته اشاره کول غواړم هغه دا چې له حکمتیار څخه د غرب،غرب ته نږدې سرچینو،په قومي سیستمونو پالل شوې خيرنې مفکوې سخته وېره لري،ځکه نوموړی یو داسې څوک ده چې کولای شي د یوه اسلامي انقلاب بنسټ کېږدي او افغانان پرې راټول شي نه یواځې افغانستان بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته به دا انقلاب مخه کوي لکه څنګه یې چې مختلفو هېوادوته افغان مجاهدین ولېږل.
د حکمتیار د اخلاص او اسلامي بصیرت څخه د تاسو وېره ستاسو د غربي بادار له خوا تاسې در ننه کړل شوېده او زر ده چې زمونږ د تکبیر غږ ستاسو له خیرو ډکو غوږونو کښې اذانګې وکړي.
په دې هیله
صبغت الله ومن احسن من الله صبغه ونحن له عابدون،بقره؛138

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *