د نيکټاېي په غاړه کولو حکم، اصل او تاريخ — مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د نيکټاېي په غاړه کولو حکم، اصل او تاريخ

 

ليکوال: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

           

دي ليکني ته ځکه ضرورت لرو چي ځيني خلک نيکټائي غاړي ته اچوي، څرنګه چي دا زمونږ په کلتور،تهذيب او ثقافت کي نده رواج ؛ نو ډير خلک ددي په هکله پوښتني کوي چي شرعا د ټآېي په غاړه کول څۀ حکم لري؟

نو د ټآئي په جواز او نه جواز د حکم لګولو نه مخکي د ټاېې په هکله يو څو مهمو خبرو ته ستاسي پام را ګرځوم .

(١) د ټاېي تاريخ او اصل:

د ټائي د تاريخ او اصل معلومول ځکه پکار دي چي د يو څيز پيژندل دده تر اصل او تاريخ پوري اړه لري، نو مونږ به اول ددي تحقيق وکړو چي د ټايي په غاړه کولو تاريخ د کوم وخت نه را شروع شوى؟ ددي د تر غاړي کولو تر شا څه فلسفه، علت او وجه پرته ده، ايا دا خو به له کومي مذهبي عقيدي سره تړاو نلري ؟

دا او ديته ورته خبري له مونږ سره د ټآېي په حکم کې تر ډيره بريده مرسته کولى شي؛ نو پدي خاطر مناسبه ګڼو چې اول د دي تاريخ او اصل وليکو، چې ټاېي د څۀ وخت نه شروع شوي  او دا ولي په غاړه کيږي؟.

نو د ټائي په په تاريخ او اصل کې د محقيقينو او څيړونکې بيلابيل نظرونه دي، ددوي د نظرونو خلاصه په لاندي ډول ده:

(١) دا د صليب علامه او نښه ده، صليبيانو به په اصل کې د وسپني صليب په غاړه ګرځول؛ ليکن هميشه د هغه گرځول ورته مشکل وو؛ نو پدي وجه ېي يوه ټکړه جامه د صليب د علامي په شکل په خپله غاړه کي واچوله.

(٢) دويم ديته نزدي نظر دى ، دوي هم واېي چې دا د صليب نښه او شعار ده، دوي واېي کله چې ((  انسائيکلوپيډیا برټانيکا )) په لومړي ځل چاپ شوه؛ نو په هغي کې ېي دټاېي متعلق ليکلي وو، چې ددينه مراد هغه نښه ده چې صليبيان ( نصارا) ېي د صليب مقدس د علامي په شکل په غاړه کي ګرځوي.

(٣) دريم نظر دا دى چې ټاېي په اصل کې په يورپ( اروپا) کې د ميړه له طرفه خپلي ميرمن ته همدارنګه د عاشق له طرفه خپلي معشوقي او محبوبي ته د تابعدارۍ راز او نښه وه، څه زمانه پس بيا د عامو اروپايانو تهذيب( کلتور) جوړه شو.( وګوره فتاوى الشبکة د دکتور عبدالله الفقيه).

(٤) ځينو ليکني چي دا د اروپايانو د کورنيو جګړو په وخت کي را پيداشوه، دا به ساحرانو او جادګرو په عسکرو باندي په دي نيت او عقيدي ور خرڅولي چي ګني پدي سره دوي ته فتحه حاصله شي او د مرګ څخه به خلاص شي.(  لکه زمونږ په مسلمانانو کي ځيني ساده لوحه خلک د تيغ بند په نوم څه شى  په لاس يا غاړه کي ګرځوي).

ورسته بيا دا د دوي عادت او د ډول  شى جوړه شوه.( وګوره شبکة السحاب السلفية ) ( انټرنيټ). 

 (٥) پنځم نظر دا دى: چي ټاېي ته په انګريزي کې ((  Cravat ))کريويټ  هم ويل کيږي؛ او کريويټ په اصل کې د بوسنيا سره نزدي د يو مشهور ښار نوم دى .

ټاېي ته ځکه کريويټ ويل کيږي چې د دي علاقي جنګيالو به چې کله په واورو کې د خپلو دښمنانو سره جنگونه کول نو د خپلو مريو(غاړو) څخه به ېي پنبه( مالوچ ) د يخنې نه د ځآن ساتلو لپاره تاوول، بيا چې کله دوي پدي جنګ کې په خپلو مخالفينو فتحه حاصله کړه نو دا د دوي د کاميابۍ نښه او شعار وګرځيده، څه زمانه پس په اروپا کې عامو خلکوهم ددي استعمال شروع کړ، ورسته په نوره دنيا کې هم ددي په غاړه کول شروع شو.

( ٦) ځينومحقيقينو ليکلي: په شپاړسمه صدۍ کي د اروپانو د ديرش کلني جګړي په وخت کې د کرووات ( کروشيا ) ملک په نوم فوجيانو چې به کله د ( عثماني خلافت په ضد) د عثمانيانو سره جنګ کول نو هغوي به يوه ( سور نګي) ټکړه؛ وړوکي څادر( ګلي بند) په خپله غاړه کي را ځوړندول.

په سوررنګ سره به اشاره ويني تويولوته وه، او په غاړه کې اچولو کې به ېي اشاره صليب ته وه، چي مونږ د صليب په دفاع کې د خپل ځان زندۍ (په دار) کولو او ويني تويولو ته تيار يو.

  هغوي په ټوله اروپا خصوصا پاريس کې خواره واره وه، فرانسويانو به هغوي ته کروات او يا کرفات ويل.

فرانسويانو ته د دوي د غاړي ټکړي ډيره ښه ښکاره شوه؛ نوکله چې دوي د جرمني (المان) څخه بيرته فرانس ته را ستنيدل، نو د فرانسي پاچا لوئس څوارلسم (  French Louis Xiv) دا په خپل فوج کې د افسرانو او نورو لوړرتبه کسانو لپاره د هغوي په لباس کې شامله کړه، څه زمانه ورسته په نورو خلکو کې هم ددي استعمال شروع شو.

(٧) ځينو نورو محقيقينو ديته ورته خبره په لاندي ډول ليکلي:

د شپاړسمي او ولسمي صدۍ تر مينځ د عثماني خلافت (عثمانيانو) او اروپايي پاچيانو ترمينځ سختي خونړۍ جګړي ونښتي؛ د فرانسي، رومانيي او بلغاريي پاچيانو ټولو په شريکه د کروشيا د پاچا په مشري کي له ( محمد رابع د عثماني خلافت د خليفه) سره جنګونه شروع کړل، له دي جنګونو نه يوه خونړۍ جګړه د دوي ترمينځ په 1660ميلادي کال کې ونښته؛ نو پدي جنګ کې کروشيائي ( کروواتي ) فوجيانوته ترسختي مرګ او ژوبلي ورسته فتحه په لاس ورغله، نو د دوي پاچا پدي سخته خونړۍ جګړه کي په خپله کاميابۍ باندي د فخر او خوشحالي په غرز له مرګ څخه پاتي شوي عسکر فرانسي ته د فاتحينو په نامه ور وليږل، د فرانسي پاچا لوئس څوارلسم (  French Louis Xiv) د عثماني خلافت په خلاف سخته قرباني ورکولو له وجي د دوي ډيرعزت او اکرام وکړ، د فرانسي عامو وګړو هم دويته د عزت او افتخار په سترګه کتل.

لوئس Xiv د دوي د تقليد په بناء خپلو ټولو حکومتي افسرانو او لوړرتبه مامورينو ته حکم وکړ چي د عثماني خلافت په ضد جنګيدونکو کروواتي فوجيانو په شان دي  په خپله غاړه کي يوه ټکړه جامه را ځوؤندوي، چي دي ( د غاړي وړوکي ګلي بند ته به يي ) کروات ويل، عامو خلکو هم ددوي په تقليد کي دا شان ټوټه په غاړه کي ( د  ډول او فيشن په ډول ) را ځوړندول شروع کړ.

پدي خاطر اوس هم په مختلفو ملکونو کي د ټآيي همغه نوم دى چي چي ددي کافرو او اسلامي خلافت نړونکو عسکرو ته ئي نسبت پکښي کيږي لکه:

کروواتيان ورته  : Kravata وايي.
ايټالويان ورته  :
Cravatta واېي.
فرانسويان ورته :
Cravate واېي.
اسپانويان(د سپين اوسيدونکي ) ورته :
Corvatta واېي.
پولينډيان ورته  :
Krawat واېي.
آلمانيان( جرمنيان) ورته:
Krawate واېي.

ورسته که څه هم د زماني په  تيريدو سره د ټاېي په نوم او شکل کي څه نا څه تغير او بدلونونه راغلل ولي اصل او تاريخ ېي له دي ځايه را شروع کيږي.

 

په لانديني رسم کي تاسي ددي صليبي عسکرو دهغه زماني انځور وينئ:

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دي محقيقينو د دخبري تاييد د مسيحيانو ( د کيتهولک فرفي ) د اطلاعاتو د سابق معاون مدير ډاکټر مارشال ټائيلور (Dr. Marshall Taylor) له قوله هم کيږي چي هغه په واشنټن کي د ټائي په اړوند موضوع خبري کولي:

هغه پدي هکله داسي ويلي: ماته اجازه راکړئ چي زه نن د ځينو هغو مسلمانانو خبري ته اشاره وکړم چي هغوي ( نورو مسلمانانو ته ) دا خبره کوي چي د ټائي په غاړه کول خطا کار دى ځکه پدي سره صليب ( د عيسى عليه السلام په دار کولو ) ته اشاره راځي.

زه ( د دوي پر ضد) عامو نصارا وو (Christians ) ته وايم : تاسي په ډير فخر سره ټايي په غاړه کوئ! ځکه دا د هغو عسکرو يادګار ته اشاره ده چاچي ( د عثماني خلافت په نړولو کي ) د نصرانيت دين مرسته کړي.

وګوره : د ډاکټر مارشل ټائيلور ويبلاک:  .(."Canterbury Tales"

دارنگه په انګريزي کي د

Taylor Marshall 2008 "celebrated the triumph of Christianity: wore a necktie"

 تر عنوان لاندي تفصيلي مضمون په انټرنيټ کي کتلاى شئ.

د نور تفصيل لپاره امين الفتاوي دويم ټوک درى سوه دوه اتيا مخ، وګورئ.

نور بيا…………… ( انشاء الله).


Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *