که ناټو په افغانستان کی ماته سی نو بیا ؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

که ناټو په افغانستان کی ماته سی نو بیا ؟

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : انفارمیشن کلیرینګ هاؤس ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۰/۱۱/۱۹

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د ډیری حیرانۍ خبره ده چی ناټو ، یعنی په نړۍ کی تر ټولو غښتلی پوځی اتحاد ښایی هغه یوازینی جنګ چی دغه ۶۱ کلن پکټ تر اوسه لرلي دي ، بایلی . د هغوی هر څه یعنی پوځیان ، دروند بم غورځونکیً قوت ، ټانکونه ، توپ لرونکي هلیکوپترونه ، اجیر پوځیان ، کمپیوټری سامان آلات د څو ساده وسلوالو افغان کروندګرو او غرنیو قبایلیانو لخوا ځپل کیږی .

همدا اوونۍ په لزبن کی د ناټو ۲۸ غړي د افغان جنګ په سر په داسی حال کی د سختو اختلافاتو سره مخامخ سول چی هلته په امریکا ، کاناډا او اروپا کی عامه ذهنیت د دې جنګ پر ضد نور هم ډیریږی .

ولسمشر بارک اوباما یو ځل بیا په حسرت سره وښودل چی د امریکا بهرنۍ تګلاره د ده په اختیار کی نه ده . د ده هغه ژمنه چی ویلی یې وو په راتلونکې جولای کی به له افغانستانه یو څه پوځیان راوباسی ، د امریکایی جنرالانو د سپین سترګۍ حتی کرکجن ضدیت سره مخامخ سوه او هم جمهوریت غوښتونکو ښورښی پارلمانی استاځو کلک مخالفت ور سره وکړ . اوس څوک چندانی د ولسمشر لخوا د پوځی ایستنی پر نېټه باور نه کوی .

اوباما په ظاهره د افغان جګړې څخه راوتل غواړي . په دغه جګړه کی چی د میاشتی اووه نیم ( ۷٫۵ ) بلیونه ډالره مصرف لری ، د ده وروستیً قمار چی هماغه د دیرش زرو پوځیانو ورلیږل و ، د غوڅ بري د حصول پر ځای ناکامۍ ته تللی دی . خو پیاوړي جنګ پلوه ډلی د پنتاګون ، پوځی صنعت او د جمهوریت غوښتونکو په شمول د اوباما دا هڅی شنډوی چی غواړي دغه جنګ لږ کړي .

هغه امریکایی ، کاناډایی او اروپایی سیاست وال چی د افغان جنګ ټینګ ملاتړي دي ، اوس بیریږی چی دا جنګ د سړیو ککرۍ خوری او خزانې تشوی . د هغوی سیاسی دریځونه اوس د خطر سره مخامخ دي .

د کاناډا صدراعظم ، چی ورځ تر بلی د برتانوي ټونی بلیر غوندی د واشنګټن تابع ملګری کیږی ، اعلان وکړ چی تر هغه نېټې وروسته به چی پخپله همده ټاکلې وه ، ۹۰۰ کاناډایی پوځیان ظاهرأ د « روزنی » په نوم په افغانستان کی پاتیږی . دا بېله شکه هلته په غولونکي ډول د یو داسی غونډ دایمی استقرار دی چی غواړي افغان مشتری رژیم همداسی واکمن وساتی . « روزنه » لکه امریکایی ځواکونو چی په عراق کی مخته وړله ، اصلأ د سپین پوستو افسرانو تر قوماندې لاندی د ځایی پوځیانو د برتانوي راج معنا ورکوی .

هغه کاناډایی خبریالان چی د افغان جګړې د پایښت سره کلک مخالفت لری ، او یا هم د دې جنګ حقانیت درواغ ثابتوی ، د هارپر د حکومت یعنی هغو کسانو د فشار له امله د خپلو ورځپاڼو څخه شړل سوي چی ادعا کوی چی په افغانستان کی د « دیموکراسۍ » لپاره جنګیږی .

په داسی حال کی چی امریکا په جنګ او پور کی نوره هم ډوبیږی ، اروپایی متحدین یې ځکه تر پزی راغلي چی د القاعده د اډو تباه کول یې محدود « پولیسی عملیات » بللي وو . خو اروپایانو د دې برعکس د افغانستان د پښتنی ټبرونو پر ضد په یو پراخ او ټول ټال جنګ اخته دي چی سړي ته د نولسمی پیړۍ استعماری « غلی کونکي عملیات » ور په یادوی .

وګورﺉ د فرانسې د دفاع نوي وزیر « الن جوپی » په ښکاره توګه افغان جګړه د ناټو لپاره یو « دام » وباله او د وتلو د یوې ستراتیژۍ غوښتنه یې وکړه . هو ، هغه باالکل رښتیا وایی .

خو د ده برعکس د برتانیې د دفاع وزیر جنرال سر ډیویډ ریچرډز بیا خبردارﺉ ورکړ چی « ناټو نور ۳۰ ـ ۴۰ کلن پلان ته اړتیا لری » چی مطلب یې هماغه دایمی اشغال دی . همدا کار به د استعماری کمپ لپاره اساسی محور وی . ځکه د مرکزی آسیا منابع اصلی دلیل دی .

د امریکا لخوا نصب سوﺉ افغان ولسمشر حامد کرزﺉ د امریکا د معینو پوځی عملیاتو او د شپې لخوا د حملو غوښتنه کوی چی د سختو ملکی تلفاتو باعث ګرځی . خو واشنګټن په ځواب کی وایی چی کرزی دماغی ثبات نه لری . که واشنګټن د هغه پر ځای کوم مناسب ځای ناستی پیدا کړی ، نو را وبه یې پرزوی .

پر افغانستان د امریکا د حملې دلیل دا و چی غواړی القاعده تباه کړی . خو د « سی آی اې » لوی ریًس لیون پنیتا لږ موده مخکی دا ومنل چی په افغانستان کی تر پنځوس زیات القاعده جنګیالي پاته نه دي . متباقی چی څو سوه نفره کیږی ، څو کاله مخکی لا پاکستان ته تښتېدلي دي .

نو چی داسی ده ، یو لک او لس زره ( ۱۱۰۰۰۰ ) امریکایی پوځیان او څلوېښت زره هم ناټویی پوځیان په افغانستان کی څه کوی ؟ اکثریت راپورونه ښیی چی افغانستان نن د امریکایی یرغل تر مخکنۍ مودې ډیر په غربت او مصیبت مبتلا دی .

په داسی حال کی چی د لزبن پر غونډه بې خوندي او ساختګی خوشالي مسلطه وه ، هلته د امریکایی ستر پوځ بلډوزرونه ، ورانونکي ټیمونه او توپونه لګیا وو د پښتنی مورچل یعنی کندهار پر شا وخوا یې د خلکو زیات شمیر کورونه ورانول او هوارول . امریکایی مرین پوځیانو په ۲۰۰۶ کی د عراق د یاغی فلوجه د پاځون ځپلو لپاره هم کټ مټ ظلم کړی و .

وګورﺉ امریکا په افغانستان او عراق کی عینأ هغسی جزایی تاکتیکونه مخته وړي لکه اسراییل چی یې پر نیول سوې لویدیځه تړه باندی لوروی چی هغه اهدافی وژنی ، مرګونی بانډونه ، د کورونو او حتی یوې سربسته سیمی د ټولو ودانیو ورانول او هر څه ویشتل او سوځول دي تر څو په دې ډول یې جزا ورکړې وی . خو په حقیقت کی امریکایی پوځ ته په دغسی عملیاتو کی اسراییلی مشاورین لارښوونه کوی .

هو ، د کندهار د زیاتی سیمی نړول او لوټی لوټی کول د زیاتېدونکی امریکایی مأیوسۍ نښه ده او معنا یې دا چی جنګ بایلونکی دی . دغه کار په یقین سره د ځایی خلکو زړونه چی هماغه د امریکایی مستعمراتی جنرال ډیویډ پترس ویل سوﺉ هدف دی ، نسی ګټلی . پترس هم د پنتاګون د نورو کسانو غوندی اړم دی او وایی چی د امریکا غښتلی پوځ باید د افغانی قبایلو لخوا مات نسی . دغسی تحقیر او سپکاوﺉ به و نه زغمل سی . په افغانستان کی به ماتې د امریکایی پړسوَل سوي پوځ یعنی هغه تور دېب د مصارفو لږښت په بر کی ولری چی اوس د ټولی نړۍ نیمایی ( ۵۰٪ ) پوځی لګښت یوازی کوی .

د واشنګټن تش په نوم د ملی امنیت اداره ( چی په برتانیه کی به یې « استعمارچیان » بلل ) په دې هم بیریږی چی په افغانستان کی به ماتې د ناټو ګرده اتحاد له دننه محوه او دړی وړی کړی .

اروپا یو ځل بیا ، د خوږمنو دردونو سره سره ورځ په ورځ نړیوال قدرت کېدونکی دی . ناټو د ۱۹۴۰ لسیزی راهیسی د لویدیځی اروپا د جیو پولیټکل کنټرول لپاره د امریکا یوه ابتدایی وسیله ګڼل کیږی . د جاپان ـ امریکا امنیتی تړون کټ مټ رول په شمالی آسیا کی لوبوی .

د افغان جګړې بایلل به امریکا او د هغه زړه نازړه متحدین د پوښتنی سره مخامخ کړی ، او هغه دا چی د دې اتحاد هدف به نور نو څه وی ؟ او دا کار به باالاخره د امریکایی کنټرول څخه د اروپا نظامی استقلال ته سرعت ورکړی . هو ، په دې ډول به پر لویدیځه اروپا باندی د امریکا ښخي کړي منګلی هم پای ته ورسیږی .

همدا علت دی چی افغانستان هلته د واشنګټن ښی لاسي یرغلګر خورا ډیر عصباني او نا آرامه کړي دي . په ۱۹۸۹ کی په افغانستان کی د شوروی پوځونو ماتې د هماغه شوروی امپرتورۍ نړول راپیل کړ . آیا کټ مټ برخلیک به امریکایی راج ته منتظر نه وی ؟ پای  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.