دوه مخي او منافق — شاهد شفق وردګ

 

دوه مخي او منافق

 

شاهد شفق وردګ

 

 

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لا تُفْسِدُوا فِي الأرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ؛بقره
هر یو ګام چې اوچتوو او هرڅوک چې وینو یو او دوه خبرې چې ورسره کوو د ژوند له نوو اسرارو څخه د پردې د پورته کولو په درشل درېدلی یو.
دا چې ژوند د رنګینیو ټولګه ده تور،سپین،سور او شین هر ډول رنګونه په خپله غېږه کښې رانغاړي
په همدې ډول انساني ټولنه هم د رنګ رنګ انسانانو په درلودلو زمونږ مخې ته د انسانانو د لوستلو اوږده اوله ستونځو ډکه کیسه ږدي.
انسان لوستل او پر انسان پوهېدل ښایی ډېرو ته ګران وبرېښي چې تر ډېره بریده همداسې هم ده مګر کله چې د انسان کلمه د مومن له سترګو څخه ووینو کومه داسې تیاره نقطه به ونه مومو چې نه وو پرې پوهېدلی.
هلته چې زړه دومره لوی شوی وي چې د ټولو زړونه لوستلی شي،هلته چې زړه دومر سپېڅلی شوي وي چې د خپل زړه څخه اخوا د نورو د زړونو خیری او تنګ وجدانونه لیدلی شي او هلته چې زړه له داسې الهي الهامونو خوند اخیستی وي چې د نورو په زړونو کښې د حرامو خوند حس کولی شي،له دې وروسته ویلی شو چې انسان لوستنه او څېړنه د مومن لپاره کومه معما نه شي جوړولی .
د اسلامي نړۍ د هسکو ټيتو په دغه پل کړل شوې او راتلونکې لاره کښې ډېر داسې انسانان موندلی شو چې تر هر خطرناک غلیم مونږ ته ډېر خطرناک ثابت شوی دي.
دلته چې پتو ډلو او شبکو په هکله چې د اسلام غلیمان یې جوړوي او د اسلامي نړۍ په زړه کښې د مسلمانانو تر سرلیک لاندې د اسلام په خلاف خپلې کړنې په خورا ډاډه زړه تر سره کوي زمونږ سترګو ته درېږي او نن د دغه ستر امت د بدمرغیو زیاتره برخه د همدغو دوه مخو منافقو ډلو لاسته راوړنې دي.
دا ډول غلي جوړښتونه یواځې تر ښارونو پورې محدود ندي،د کلو بانډو او په خاصه توګه د پوهنیزو مراکزو او ښوونخيو په ککړولو کښې لوی لاس لري.
په کلو کښې به ښایی تاسې ليدلي وي چې څوک دي چې د زلمیانو د مفکورو د اړولو د نفاق د تخم د شیندلو او پر مظلومانو د خپلې ناروا حکمرانۍ د چلولو تلوسه لري،دوی کله خانان،ملکان،امامان او داسې نور اغېز درلودونکي کسان تر ډېره له ځانه سره مل کوي او دوی ته د ټاکلو امتیازاتو په منلو له هغوی څخه د محلي واکمنو په توګه کار اخلي.
په ښوونځیو او مدرسو کښې له اسلام څخه د ناخبره ښوونکو او پیسه خوښونکو امامانو څخه په لوړه کچه پرته له کومې ستونځې استفاده کېږي او د زده کوونکو د روزنې متودونه برعکس لوستل کېږي.
زه په دې برخه کښې له ځانه سره خوږې او ترخې لرم خو د مجبوریتونو له کبله یواخې یوه لنډه یادونه کوم.
پر طالبانو د امریکا له یرغل مخکې مې په یوه غونډه کښې ګډون درلود هلته د خنو خانانو او ملاصاحبانو له احساساتو ډکې ویناوې داسې وې چې نږدې وو مونږ هم ورسره په څپو شو او هغوی  زمونږ لپاره تر ټولو غوره شخصیتونه څرګندېدل مګر دوه ورځې نه وې اوښتې چې هغه امام په پي ار ټي کښې دنده پر مخ وړه او هغه خان صاحب تر هغه ډېر لوړ غربی وو کوم چې مونږ ليدلي وو.
ښایي مونږ د یوه اسلامي انقلاب په لوری ور نږدې شوي وو او دا باید هېڅکله هم هېر نه کړو چې د دوی تر ټولو لویه ځانګړنه اوس دا ده چې څنګه وکړای شي اسلامي صفونو ته لار ومومي تر څو خپله راتلونکې وساتي او هم د یوه راتلونکي اسلامي نظام د ريښو په ایستلو کښې خپله ونډه ولري.
د دوی د اوصافود لوستلو لپاره زمونږ او ستاسې مفدس کتاب تر تولو غوره لارښوونې کړي دي.
په نړۍ کښې د یوه اسلامي انقلاب د بري په هیله.

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ؛

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *