د ټولنې له زړه څخه د قلم تر څوکې — شاهد شفق وردګ

 

د ټولنې له زړه څخه د قلم تر څوکې

شاهد شفق وردګ


د طالبانو د حکومت دوره وه،هر سړي هڅه درلوده چې ښکلې نبوي ږیره جوړه او ځان تر نورو ډېر ښه مومن څرګند کړي که به طالبانو پر چا دوه ځلې لمونځونه کول دوی به په دې خوښ وو چې د هغوی د رضا لپاره دری ځلې لمونځ وکړي
دلته رښتیا هم د حق او باطل توپیر کول ګران شوي وو
ځکه له شا نه د و هلو ټکولو او بندي کولو وېره وه او خلکو د خدای تعالی د رضا په ځای دولتي لمونځونه کول،ګڼ شمېر خلکو خپل زامن قاریان او ملان کړل خو کاش چې چا ورته ویلی وی چې اسلامي تربیه چېرته ده؟؟؟

زما یو هم ټولګیوال وو هغه هم ښوونځي پرېښود او قاری صاحب شو ،خو کاش چې هر چا هغه زما په څېر پېژندلی ،هغه شرموونکې کیسې به چې کله زمونږ تر غوږونو کېدلې په حیرت کښې به ولوېدو خو چا به نه ویل چې کورنۍ تربیه او اسلامي تربیه لري او که نه؟؟
ځنو خانانو او له هغوی سره تړلو مولوی صاحبانو به عجیبه لوبه په مخ روانه کړېوه
دوی به د مسجد او مدرسې په نوم له خلکو مرسته ټوله او بیا به یې په خپلو جېبونو کښې واچوله ،هلته تر ډېره د ونو ټولول لوی رواج شوی وو
او دوی به بیا ونې وپلورلې او پیسې په یې په خپلو لویو شرمونکو بې وجدانه واسکټونو کښې واچولې،عوامو د ملا صاحب له خبرې چېرته سرغړولو په تېره بیا چې به د مسجد او مدرسې د جوړولو خبره شوه.

کوم ملاصاحب  به چې خپله اسلامي او وجداني دنده پېژندله او د دا ډول ملکانو او ملانو سره به ضد وو په هغه به زر یوه ټاپه ولګول شوه او د اخواني او حزبي په توګه به یې معرفي او دا به یې هم ورپسې علاوه کړه چې نوموړي پسې لمونځ نه کېږي
هغه مولوی صاحب به دې ته اړ شو چې کلی پرېږدي او چېرته فرار وکړي
زمونږ یو مولوی صاحب چې زما ښوونکی هم وو له همداسې وضع سره مخ شو او بالاخره یې دې ته مجبور کړ چې هجرت وکړي.
د عشر ټولول به یوه داسې چا ته سپارل شوي وو چې له ولسوال سره به یې لار درلوده ده او ولسوال به له عشر څخه ټاکلې حصه تر لاسه کوله او له خلکو سره به یې جوړ جاړی کولو او دا خبره هیڅ هم مطرح نه وه چې څومره عشر کېږي  مهمه دا وه چې څومر د دوی شخصي جیب ته لوېږي.
د وسلو ټولولو یوه لویه پروژه د طالبانو په دوران کښې بشپړه شوه ،طالبان د نه په غصه کېږي زما په اند دا د ډي ډي ار لومړنۍ او تر ټولو لویه پروژه وه چې ملت یې خلع سلاح او امریکایانو ته لاس تړلی پرېښود.
د سلاح په ټولولو کښې د خلکو ځانګړنې په نظر کښې نیول کېدلې مثلا حزبی ده او که نه؟؟
که به یې له حزبې اسلامي سره تړاو ودرلود نو کور یې ګډ وو،تر هغه به وهل کېده چې تر څو به له اخه ټوخه نه  وه لوېدلی له خلع سلاح وروسته به ولسوال او ملګرو یې د سلاح د خرڅلاو بازارونه ته مخه کړه او په نیمه بیه به یې خرڅه او د ملت راتلونکې به هره ورځ د امریکایانو د راتګ قرباني کېدله.
چا به چې له حزب اسلامي سره تړاو نه درلو حتی تر ډېره خلع سلاح هم نه شول،پوښتنه را پيداکېږي چې دا ولې؟؟ولې په اخوان المسلمین پورې تړلي کتابونه د منع شوو کتابونو په لست کښې راغلي وو؟؟؟
ولې یوه اسلامي ډله په خاصه توګه ټکول کېده؟؟
که بهرنیو دوستانو ورته ویلي بیا نو څه ګیله؟؟؟
او هم که بهرني یواځي حزب اسلامي یو خطر ګڼي نو بیا زمونږ د مومنو ورونو لپاره څومره لوی ویاړ؟؟؟
زمونږ یو مجاهد ورور چې یواځې یو میل کلاشینکوف یې درلود او هغه یې هم ملاصاحب ته سپارلی وو دومره وټکولو چې اوس په پښو شل ده ځکه د مني په یخو شپو کښې به یې سېند  اوبو ته غورځولو او بیا به یې د چلاخې په مټ بېرته وچولو،هغه به ویل چې په قرانکریم به مې لاس ورته کېښود چې څه نشته راسره دا یې هم منله او ویل به یې چې تاسې اخوانیان یې،هغه ورور چې کله زمونږ کور ته راشي رښتیا به وایم د نوموړي مظلومیت او تنهایی مې سترګو ته ودرېږي ،نوموړی د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو بل څوک هم نه لري او زامن یې هم وړوکي دي.
کاش چې هلته چا پوښتلی وی چې اسلامي عدالت؟؟؟عمري عدالت تاسې راوړی؟؟؟

خو دا پوښتنه ګناه وه که چا ویلی وی هغه حزبی ګڼل کېدلو او د کفر ټاپه ورباندې لګول کېده

زما په اند هغو ټکو ته باید پام واړوو چې ټولنیزې بدمرغۍ ترې را زېږېدلې دي،هغه رنګونو باید لرې کړو چې د سپین او تور توپیر ورکوي،حقایق پټوي،او د ملت پر سر چې څه تېر شوي هغه له پامه غورځوي.

نور باید مجرم ته ګته ونیول شي تر څو ټولنه د هغه جرم د هغه بڼه وپېژني که څه هم په دیني او مذهبي جامه کښې وي،د خاین څېره لوڅول خیانت نه خدمت دی.
د کایناتو ستر واکمن ته دعا کوم چې زمونږ د مظلومو هېوادوالو د ارمانونو او هیلو غوټۍ وغوړوي
امین یا رب العلمین
نوټ:هره لیکنه یواځې او یواځې زما شخصي نظر څرګندوي او زما د سترګو لیدلی تور تمونو ته ګته نیسي.
په درنښت
شاهد شفق
وردک

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *