کارغه چې سپینه کوتره شي! — شاهد شفق وردګ

 

کارغه چې سپینه کوتره شي!

شاهد شفق وردګ


د تورو کارغانوتوره نړۍ له تورو هیلو ډکه وه مګر هغه نه بد لیدونکی رنګ نن څنګه سپين شو ؟؟یو تور کارغه څنګه سپینه کوتره کېدای شي؟؟
که یو چا ته ووایو چې کارغه سپینه کوتره شو ښایی په کړس کړس را ته وخاندي او ووایی چې دا هيڅکله امکان نه لري ،ښایی زمونږ په لېونتوب  باندې دلالت وکړي.

مګر له بده مرغه که خبر شوی وی ،هو حتمي ده چې ټول به خبر وي چې کارغه د سولې د سپینې کوترې دنده په غاړه واخیسته ،خپل تور کمیس یی ویوست،خپله په وینو سره مښوکه یی هم پاکه کړه او یی ویل چې زه نور د سولې حامي یم.
د روسانو له ماتې وروسته پټو جاوسوسو شبکو د مجاهدینو په صفونو کښې د کارغانو د موندلو لارې چارې تر لاس لاندې ونیولې ،او د څو پیسو به مقابل کښې یی ګڼ شمېر تورمخي او بدرنګه بڼو لرونکي کارغان وپیرل،د یادولو وړ بولم چې ګاونډیو هېوادونو په کښې خورا لوی رول لوبولو ځکه دوی اوس پوهېدلي وو چې لوی خطر د افغانانو په مټ مات شو نور باید خپلې ګټې ولټوو او شیطاني قوتونو سره هم غږي شو.
ښایی زمونږ د عظمتونو د تاریخ تر ټولو سخت پړاو سره به مخ کېدلو ،ښایی پټو وینو څښونکو شبکو به زمونږ د ورور وژنې د نندارې کولو تلوسه درلوده،ښایی د یوه اسلامي انقلاب د مخې د ډب کولو شومې او انسان وژونکو دسیسو سره به لاس او ګریوان کېدلو،ښایی د انسانانو په لباس کښې د کارغانو د لیدلو یوې نړۍ ته به ننوتلو،ښایی له یوه ورک پټ مخي غلیم سره به مخ کېدلو هغه هم د ورور په بڼه د مجاهد په جامه او د اسلام تر سرلیک لاندې ،درنو ورونو لږ خو فکر وکړی چې دا به څومر سخت وو چې دوست او دښمن وپېژندل شي؟؟
دا څومره سخت پړاو وو چې غلیم د کورله غړو څخه د ځنو به رګونو کښې د وینې په څېر ګرځېدو ،څوک به د وژل ؟؟
د هغه چې تا به ورته ورور ویل هغه به د کارغه دنده په مخ وړه،هغه چې تا به ورته ورور ویل د هغه په رګونو کښې د هېواد او اسلام غلیمانو منډې وهلې،دلته رښتیا هم د مومنو ورونو لپاره سخته وه چې د شخصیتونو تفکیک وکړي ،هغوی یو له بل څخه جدا کړي ځکه هر چا د اسلام دعوه کوله.
دا به ښایی د یوه اسلامي انقلاب د جوړېدو لومړی پړاو وو
مهربانه رب ج د انقلاب دوهم پړاو هم پرانیست ،دغه پړاو د مومنانو او منافقینو صفونه سره جدا کړل،دا به ښایی زمونږ د یوه راتلونکي بریالي اسلامی انقلاب د بري نښه وي.
د نړۍ دوهم مغرور او متکبر ځواک د مظلومو افغانو پر خاوره یرغل وکړ،منافقینو د صلیب تر جنډې لاندې د ځانونو د ځایولو په رقابت کښې ګرمې منډې پیل کړې،صلیب یی نه ماتېدونکي ګاڼه،ځکه دوی مخکې هم په الله کامل ایمان نه درلود.
رښتیا هم د دغه منافقو ډلو جداکېدل زمونږ د اسلامي انقلاب لپاره زمونږ د مظلوم ملت لپاره،زمونږ د ځورېدلو مجاهدو ورونو لپاره څومره لوی بری دی.
په کار ده چې لوی رب ته د شکر په سجده پرېوځو چې زمونږ په څنګ کښې درېدلې مذهبي بڼې چې د کارغانو او منافقینو دنده یی پر مخ وړه له مونږ جدا کړې.
ټول ملت اوس وپوهېده چې څوک مجاهد او څوک غداران وو؟؟؟؟
د نن ورځې بڼې بېرته دوهم رنګ واخیست،هغوی چې د صلیبیانو سره یی د وروری تړونونه لاسلیکول نن وپوهېدل چې دغه زورور ځواک د مجاهدو ورونو د تکبیر د غږ به وړاندې څومره وارخطا دی ،د تښتې لار لټوي،نو وارخطا کارغان څوک له صلیبه ځانونه لرې کوي او څوک بیا د سولې حامیان کېږي،څوک بېرته ځانونو ته د مجاهد په کلمه کښې ځای لټوي مګر اوس دوی نه پوهېږي چې د ځمکې او اسمانونو ستر واکمن ج دوی د ټول ملت په وړاندې څنګه وشرمول؟؟؟
دوی به بیا په کوموسترګو وایی چې مونږ مصلحین یو؟؟
دا ملت به بیا څنګه پر دوی اعتماد کوي؟؟
که کارغه د ځان د سپینولو لپاره ځان په شیدو کښې هم ولمبوي نه سپينیږي او نه هم د سولې سپینه کوتره د کارغه له هګیو څخه بېرون ته راوتی شي.
په درنښت
والله علی مانقول وکیل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *