مفلِسه واکمني— ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

مفلِسه واکمني

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

نن امریکا مفلسه ده او نور نو دنیا نسي تمویل او اداره کولای . د نړۍ تر ټولو بډای هیواد نن د نړۍ تر ټولو ډیر پوروړﺉ دی . هغه ستر ځواک چی نورو ته به یې غټ پورونه ورکول ، نن پخپله تر غوږو په پورونو کی ډوب دی . پر امریکا همدا نن څه باندی ۱۴ ټریلیونه ډالره پور باندی دﺉ چی نه یې سي ادا کولای . څه ښه یې ویلی چی خپل عمل د لارې مل دی ، یا دا چی : څه کرې هغه به ریبې ! امریکا دا ده خپلو بې باکیو او مغروریو ډیوالي او مفلسه کړه .

 

که یو څه شا ته ولاړ سو ، نو و به ګورو چی امریکا په ۲۰۰۰ کی ( چی بیل کلنټن خپل ځای جورج بوش ته خوشی کاوه ) په خزانه کی ۳۰۰ بلیونه ډالره مازاد یعنی اضافه لرل . خو کله چی بوش د سپټمبر تر یوولسمی وروسته خورا لوی پوځی او مالی مصارف راپیل کړل ، نو دا مازاد منفی خوا ته وښویید . یعنی په لومړیو دوو کالو کی درې سوه ( ۳۰۰ ـ ) بلیونه ډالره لږښت راغی . په مابعده دوو کلونو کی هغه دوه چنده سو یعنی منفی شپږ سوه ( ۶۰۰ ـ ) بلیونو ډالرو ته راولوېد . په ورپسې دوو کالو کی منفی نهه سوه ( ۹۰۰ ـ ) بلیونه ډالره سو او په ۲۰۰۹ کی نور هم راولوېد یعنی منفی یو زر او دوه سوه بلیونه ( یعنی ۱٫۲ ـ ټریلیونه ) ډالرو ته را خطا سو او نن یې ګورو چی دا دی څه باندی یو زر او اووه سوه بلیونو ( یعنی ۱٫۷ ـ ټریلیونو ) ډالرو ته راولوېد چی د امریکا تاریخ یې هیڅ سارﺉ نه لری .

 

دغه کار واشنګټن مجبور کړ چی پورونه واخلی او خپل څیری اقتصاد ورباندی پینه او پترﺉ کړی . همداسی یې هم وکړه چی د جاپان ، چین ، سعودی عربستان او نورو خلیجی هیوادو څخه یې مسلسل غټ پورونه واخیستل .

د امریکا پور د جورج بوش په لومړۍ دوره کی ۷٫۶ ټریلیونه ډالره و ، خو په دوهمه دوره کی ۱۰٫۶ ټریلیونو ډالرو ته ورسید ، حال دا چی نن ۱۴٫۰۲ ټریلیونو ډالرو ته جګ سو . د دې ارقامو څخه ښکاری چی د ننني پور نیمایی په تیرو صرف شپږو کالو کی ( چی د افغانستان او عراق جنګونه په اوج کی وو ) ، اخیستل سوی دی .

که دغه څوارلس ټریلیونه ډالره پر ټولو امریکایانو تقسیم سی ، نو هر امریکایی به ۴۵۳۰۰ ډالره پوروړﺉ وی.

 

سپماییزه کارپوهان وایی چی واشنګټن باید سږ کال تر هغه پیسو چی حاصلوی یې ، ۱٫۳ ټریلیونه ډالره زیات مصرف کړی . دا ځکه چی بودجوی کسر هره ورځ څلور سوه بلیونه ډالره نور هم پر ملی پور باندی ور زیاتیږی او دا هغه سورﺉ دی چی امریکایی کښتۍ سَوکه سَوکه ډوبیدو ته بیایی .

د دې خبری معنا دا ده چی واشنګټن چی هر ډالر مصرفوی ، نو د هغه ۴۱ سِنټه په پور اخلی . د خزانې وزیر د جنورۍ پر ۱۵مه وویل چی دا پیښه هیڅکله هم د امریکا په تاریخ کی نه وه لیدل سوې .

 

د پیغور ځای خو لا دا دی چی دغه ستر بحران دواړه ګوندونه یو پر بل تاوانوی او هر یو ځان له دې مسؤلیته کاږی . کانګریس مجبور دی چی د لاندنیو دوو کارونو څخه به یو هرومرو کوی : یا دا چی د پور اخیستلو قانونی حد به ایسته کوي تر څو حکومت نور پورونه هم وغوښتلای سی ، او یا دا چی په مصارفو او بودجو کی به خورا لوی کمیً راوړی . که هر څه هم وکړی ، چندانی ګټه به و نه کړی . ځکه پور همیشه د جګړې او چړپیدلي سولی پر مهال یو څه ډیریږی مګر نه دومره لکه بوش چی یې ور واخیست ، دولت یې مفلس کړ او په همداسی ډیوالیتوب کی یې اوباما ته په غاړه کی پسی ور واچاوه .

 

د افسوس خبره خو لا دا ده چی پر دغه ۱۴ ټریلیونو ډالره پور باندی د هغه تقریبأ نیمایی یعنی ۶ ټریلیونه ډالره سود پسی لویږی . هغه څنګه ؟ اصلی سود ۹۰۰ بلیونه ډالره دی خو د څو دلایلو پر اساس هغه آن ۶ ټریلیونه ډالرو ته رسیږی :

 

الف ـ حکومت یې نسي تادیه کولای ، نو ځکه پر سود باندی نور سود هم لویږی ؛

ب ـ پور ورکونکي ( دولتونه ، شرکتونه ، بانکونه ، اشخاص ) د خپل سود اندازه پسی لوړوی ؛

ج ـ حکومت د پور لپاره د پور ورکونکو اعتماد بایلی او هر طرف ځان ورڅخه کاږی یا د خپلی خوښی شرایط پر ایږدی ؛

د ـ پوځی ستر لګښت او بودجه هماغسی لوړ ساتی ، نو ځکه دواړه جنګونه د پور په روپیو سره مخته ځی ؛

 

وګورﺉ د ۲۰۱۱ یعنی روان کال لپاره د پنتاګون بودجه ۷۱۷ بلیونه ډالره ده . نور ۲۰۰ بلیونه ډالره هم د افغانستان ، عراق او په اصطلاح د ترور پر ضد د جنګ لپاره اختصاص کیږی . دا ولی ؟ شوروی اتحاد خو هم مړ سوی دی او د وارسا تړون هم ښخ سوی دی . نو څه بلا پر نازله ده چی ځان او جهان دغسی ورانوي ؟ ولی یې ناحقه خپل شپږ زره پوځیان تلف کړل او درې ټریلیونه ډالره یې هم اور ته واچول ؟ همدا علت دی چی د افغانستان او عراق جنګونو درې مهمی پوښتنی تر ننه هم ناحله پرې یښي دي ، یعنی :

 

لومړی ـ که هغه نه وای ، نو آیا امریکا به نن دومره زیانمنه کیده ؟

دوهم ـ که هغه نه وای ، نو آیا امریکا به نن دومره پوروړې کیده ؟

درېیم ـ که هغه نه وای ، نو آیا امریکا به نن دومره ډیره په اقتصادی بحران ننوته ؟

 

ځوابونه طبعأ منفی دي . پر افغانستان او عراق حملو او په دواړو کی لویو پوځی لګښتونو سټاک مارکیټ نوسانی کړ ، کمپنیانی تاوانی او ډیوالی سوې ، په ۲۰۰۷ ـ ۲۰۰۸ کی لوی سپماییزبحران راپیل سو ، دې کار مالی او تجارتی کسر ګړندی او سخت کړ ، څو چی بړاس یې د کور رانیولو او خرڅولو د کاروبار تر زړه راووت ، اقتصاد لکه یخیً او کنګل داسی ویلی کیدﺉ ، پورونه نور هم ډیر واخیستل سول ، بې پشتوانې ډالرونه چاپ سول چی هغه د ډالر ارزښت نور هم کښته کړ ، انفلاسیون یې پیښ کړ ، مالی کسر زیات سو ، لویی کمپنیانی د تړلو تر حده ورسیدې څو چی حکومت په بلیونونو ډالره ورکړل چی تباه نسی ، بیکاری پسی راپیل ، ډیره او دوامداره سوه …. دغو ټولو د یو ځنځیر د کړیو غوندی یو بل سره ټینګ کړی او د امریکا لاس او پښې یې کلک تړلی دي چی خلاصون یې مشکل حتی ناشونی دی .

 

وګورﺉ شوروی اتحاد هم یو وخت دا نه منل چی افغان جنګ موږ له پښو اچوی ، کټ مټ امریکا هم نن همدغه تریخ حقیقت نه منی . نو پوښتنه دا ده چی که د دې ستر بحران اساس افغان جنګ نه دی نو څه دی ؟

 

دا چی امریکا نن ۱۴٫۰۲ ټریلیونه ډالره پوروړې ده ، څنګه او په څونه موده کی به یې تر عهدې ووزي ؟ ځواب باالکل مکدر او مبهم دی . نو ځکه ویلای سو چی دا خورا ملا ماتونکیً او نه راګرځیدونکیً بحران دی چی امریکا کرار کرار په ځان کی ډوبوی . آیا نسو ویلای چی دا ستر څپاند هم د قلزُم ( سرې بحیرې ) د هغو مستو څپو غوندی ټوپونه وهی چی فرعون یې په خپل بطن کی میلمه کړ ؟ والسلام ، ( ن . صمد )     

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *