د مصر د انقلاب ملاتړي — شاهد شفق وردګ

 

د مصر د انقلاب ملاتړي

شاهد شفق وردګ

یو داسي انقلاب چې د راتګ خبر یی بارک اباما له خوا حسن مبارک ته ویل شوی وو او څو ورځې نه وې وتلي چې د اباما د انقلاب  غږ په مصر کښې اوچت شو.
زه پر دې ځای نه پوهيږم چې د حسن مبارک او غرب تر منځ څه پېښ شول او هغه کومه ګټه او لاسته راوړنه وه چې امریکا تر حسن مبارک غوره وبلله؟؟
نهه ورځې ووتلي چې لاریونونه دوام لري او امریکا یې ملاتړ کوي او حسن مبارک ته وایی چې نور ځغله خو حسن مبارک دواړې پښې په یوه موزه کښې د ننه کړې او یواځې پر دې یی بسیا وکړه چې د راتلونکي لپاره به ځان نه کاندیدوي له بل پلوه د امریکا ملل متحد د بانکي مون په ژبه له مصري لاریونونو څخه ملاتړ وکړ.
د روسیی بهرنیو چارو وزارت بیا په ډاګه وویل چې بهرني باید د مصر په داخلي چارو کښې لاس و نه وهي.

مصر ته څېرمه د د ترور او د انسانیت د قاتلانو علمبردار اسراییل د لاریونونو تر سره کېدلو سره د سولې هیله څرګنده کړه دغه څرګندونې زمونږ مخي ته له ځنو عجیبو پېښو او دسیسو څخه پرده پورته کوي
په افغانستان کښې استاد رباني د سولې پلار شو هيڅ امکان لری چې رباني د دسولې حامي وي؟
په نړۍ کښې بیا اسرا ییل له سولې څخه خبري کوي هغه اسراییل چې وینه څښل چې انسان وژل ورته یوه لوبه اود ماشومانو له وژلو څخه خوند اخلي
هغه اسراییل چې د انسانانو کورونه ورانوي ،انسانان تر ټانکونو لاندې کوي او هغه عسکر چې د انسان په وینو یی تر نورو ډېر لاس سره وي د سوغات او ستایلو وړ بولي هغه چک چک کوي
د دې لپاره چې انسانیت یې وژلی د دې لپاره چې ماشومان یی وژلي هو همدغه خلک د سولې ملاتړي دي.
هغه اسراییل چې نور انسانانو ته د انسان په سترګه نه ګوري ،ځانونو تر نورو لوړ ګڼي او د انسان وینه تویول د همدې لپاره خپل حق ګڼي.
اسراییلو په مصر کښې د دریو حالتونو د راتګ په هکله وړاند وینې وکړی

لومړی د حسن مبارک د اقتدار پايښت چې دا د اسراییلو لباره تر ټولو غوره حالت دی
دوهم د اردو له لوري د دولت د چارو کنترولول چې دا هم د اسراییلو لپاره ښه دی

دریم د اخوان المسلمين لاس کښې د چارو پريوتل د اسراییلو لپاره خطرناک ګام دی
خو تر ډېره اسراییل د مصر پېښو څخه کومه لویه اندېښنه تر دم ګړۍ پوري نه لري ،ښایی داسې کوم څه به وجود لري چې دوی یې ډاډه کړي وي.
دا چې انقلاب به د چا په ګټه پريوځی دا به راتلونکي ورځې په ثبوت ورسوی او هم به پوه شو چې د اسراییلو او غرب ګټې څه او د روسیی ویره له څه ده؟
مګر د اخوان المسلمین لپاره دا تر ټولو ډېر حساس پړاو دی ځکه دوی ته په کار دي چې لاریونونه په خپله ګټه پای ته ورسوي او غربي ټولنه او اسراییل بیا هیڅکله دا نه غواړي او مخه یی هم ډب کوي.

زمونږ هیله دا ده چې مصري مومن ورونه د فرعونانو له واکمنۍ څخه خلاص او په نورو دسیسو کښې راښکېل نه شی،خدای مه کړه هسی نه چې دا انقلاب د مومنو ورونو لپاره یو بل سخت پړاو وي.
په درنښت
والله علی ما نقول وکیل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *