ډاکټر نثار احمد صمد د ليکوالۍ او بشر حقوقو د کال جايزه وګټله
Dr Nisar Ahmad Samad Honoris Causa for " HUMAN RIGHTS / LETTERS "
منبع : د لراوبر وب پاڼه
ليک : احمدشا هوتکي – کاناډا
د کاناډا د مطبوعاتو شورای په ۲۰۱۰ کال کي د بشری حقوقو او لیکوالی جایزه، ستاینلیک او مډال ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته په خاصو تشریفاتی مراسمو سره د آنټریو د ګورنر جنرل ښاغلي ډیوید اونلی ( Honorable David Onley) لخوا د ( دکاناډا د آنټریو ایالت په ګورنر جنرل هاؤس /پارلمان ) کی د یوه پرتمینی غونډه په ترڅ کي وړاندی سو.
په دې غونډه کي د پارلمان ځینو استازو د مختلفو ټولنو استازو ، مخورو ، د سیاسی ګوندونو استازو ، حکومتی مامورینو هم ګډون کړی و
په کاناډا کی د ګډملتیزه خپرونو (مطبوعاتو) شورا هر کال غوندی په کاناډا کي د استوګن بېلا بېلو توکمیزو ټولنو د فعالو او مخکښه کسانو د ستاینی لپاره جوړیږی
غونډه د کاناډا د ملي سرود په ږغولو سره پیل سوه . وروسته د دکاناد د مطبوعاتو د شورا لوی رئیس خپله وینا واوروله او د ټولو هغو کسانو لنډ ژوندلیک او د خدمتونو څو بېلګې یې ذکر کړې چی د دې معتبری ټولنی د ستاینلیکونو او جایزو مستحق ګڼل سوي وو .
په کاناډا کي د بېلا بېلو استوګن ټولنو څخه څه نا څه ( ۳۵ ) استازو ته د بشری حقوقو د تأمین په مبارزه کی د هغوی د فعالی ونډی اخیستنی ، مطبوعاتو ته د خدمت په ویاړ او ټولنی ته دهلو ځلو دپاره دا ستاینلیکونه او جوایز ووېشل سول .
په کاناډآ کی د افغانی ټولنی په نمایندګی ۳ و مخکښو کسانو ته ستاین لیکونه،جایزې او مډال ورکول سوې چی لومړنی د افغانستان پيژندل سوی لیکوال، محقق، ژباړن او د افغانستان او نړی د مسایلو کار پوه ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته د بشري حقوقو او د لیکوالی لپاره د ښه خدمت په برخه کي ، بل د ټولنی د خدمت دپاره د کابل فارم مشر ښاغلي سردار محمد شهنوازی او د ژورنالیزم او ورځپاني په برخه کي د افغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی وو .
Excellence in Journalism and Visual Presentation
دغونډی په وروستی برخه کي د آنټریو د ګورنر جنرال ښاغلي ډیوید اونلی انځور چي دافغان رسالې په وراندیز د افغانستان د پیاوړی انځورګر ښاغلي کامران احمدی لخوا تهیه سوی وو ښاغلی ګورنر جنرال ته وړاندی سو ، چي په لیدو سره یی ښاغلي ګورنرجنرال حیران سو. او د ښاغلي کامران احمدی هنر ته یی آفرین ووایه.
د غونډی په ورپسی برخه کی د آنټاریو ګورنر جنرل ښاغلی (ډیویډ اونلی) هغوی ټولو ته مبارکی ویل او د هغوی د کار او زیار ډېره ستاینه یې وکړه . د غونډی په پای کی هغه عصریه وخوړل سوه چی په همدې مناسبت د مطبوعاتو د شورا لخوا تهیه سوې وه .
د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران دخپل مشر او درانه همکار او د افغانستان د چارو وتلي سياسي څېړونکي ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته د زړه له کومي د مبارکۍ په وړاندي کولو سره له کاناډايي چارواکو په خاص ډول د آنټريو ايالت له والي ښاغلي ډيويد اونلي څخه مننه کوي چي افغانستان او ټولي نړۍ د سولي په لاره کي يې زموږ د ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد نه ستړی کېدونکي هڅي وستايلې او هغه يې په رسمي ستاينليک او مډال ونازاوه . موږ له مهربان خدای جل جلاله څخه خپل قدرمن مشر همکار ته د پوره روغتيا او خوښۍ دعا کوو چي نړۍ او افغانستان يې تر ډېره پوري د قلم له رڼا په تياره لارو کي ګټه پورته کړي .