ارواښاد مولانا سعید افغاني ، او د هغه ټولنیز شخصیت!
لیکونکي : مـولوی غلام سرور « منظور »
د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱ میلادی
مرحوم مولانا دوکتور سعید افغاني څپل لو مړنی زده کړی د خپل پلار مرحوم مولوی عبدالمجید څخه چه د لغمان د ولایت په تیر ګړیو کې او سیده او هلته یی امامت او تدریس کاوه، زده کړل .
دی په لو مړیو کلونو کې د دیني علومو طالب و چی د کلی او ښار د نورو طالبانو سره یی یو ځای « تفسیر ، حدیث ، فقیه ، حدیث اصولو و … » مطالعه او زده کړل . بیا د عربی دارالعلوم شاګرد شو ، چی په « ۱۳۲۵هـ ـ ش » کال کې د کابل د عربی دارالعلوم څخه فارغ شو ، او سمدستی په همدی مدرسې کښی ، مدرس « استاد » شو .
ډیر وخت لانه و تیر شوی چی د ننګرهار د ولایت ، د نجم المدارس د مدرسی د مدیر په حیث مقرر شو . ده د ننګرهار د ولایت په نجم المدارس کی هماغو مره د قدر وړ کار نامی پریښې دی ، چی نن سبا پری د مدرسې زده کوونکی لاڅه ؛ چې د ننګرهار د ولایت ټول دینی عالمان او ټو لنیز شخصیتو نه یی ستاینه کوی .
ده خپلی لو مړنی لیکنی په اجتماعي ، اخلاقي او دیني موضوکانو په باره کې شروع کړیدی . ده دویښ ځلمیانو د نهضت غریتوب په مستقیمه توګه حاصل نکړه ، مګر؛ د ویښ ځلمیانو د نهضت پلوی یی به کلکه تعقیب کړی ده .
ده د استبداد ، ظلم ، رشوت ، سود خوری ، بی عدالتي ، ورانکاري ، فسادونـو او نور و و مظالمو پر ضد یی ټینګه ملاټړی وه ، او مهمه دا چی د ځوانانو په مظاهرو او میتنګونو کی یی ویــناوی کړیدی او مقالی یی لیکلي دی .
واقعیت دا دی چې د روحـــانیت پــه مقام کې داسی اشخاص لکه د سعیدافغاني ، په څـیر مـونز ډیر کم پیژنو . ځکه دې هــم عــالم و هــم روحاني ؛ هــم مـلا و او هــم خطیب ؛ هـــم سیاست مـدارو او هـــم پخپله لیاره کې ریښتني ؛ هــم په فلسفه کې وارد و او هم په الهیاتــو کې ؛ ده هـم په دیني علــوم کې لاس درلـوده او هــم په اجتماعي علـوموکي ؛ دې هــم محقـق وو او هــم ژورنالیست !
لنډه دا چی خپل رول یی د یوه واقعــي افغان او واقعـــي مسلمان په حیث ټولنه کی ولوباوه . په نړیواله سطه کی هم پیشقدم و . ده په بین المللی کنفرانسونو کی څو څو ځله ګډون کړی او خپلی علمي مقالی یی لوستلی دی .
د مولانا ډاکتر سعید افغاني « ۳۲» ټوګه کتابونه او رسالی د مختلفو عنوانو لاندی نشر ته سپارل شویدی. د دغه مرحوم څخه یو شمیر لیکني پاتی او نشر ته آماده پرتی دی ، او هیله ده چی هغه هم یو پر بل پسی له چاپه را ووزی.