ارواښاد مولانا سعید افغاني ، او د هغه ټولنیز شخصیت! — برهان الدین سعیدی

 

ارواښاد مولانا سعید افغاني ، او د هغه ټولنیز شخصیت!

 

لیکونکي : مـولوی غلام  سرور  « منظور »

د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱  میلادی

 

مرحوم مولانا  دوکتور سعید افغاني  څپل لو مړنی  زده کړی د خپل  پلار مرحوم  مولوی عبدالمجید  څخه چه  د لغمان  د ولایت په تیر ګړیو کې  او سیده  او هلته یی امامت او تدریس کاوه،  زده کړل .

دی په لو مړیو کلونو کې  د دیني  علومو طالب و چی  د کلی او ښار  د نورو طالبانو سره یی یو ځای «  تفسیر ، حدیث ، فقیه ، حدیث اصولو و …  »   مطالعه او زده کړل .  بیا د عربی  دارالعلوم شاګرد  شو ، چی په «  ۱۳۲۵هـ ـ ش »  کال کې    د کابل  د عربی دارالعلوم   څخه فارغ شو ،  او سمدستی  په همدی  مدرسې  کښی  ، مدرس « استاد »  شو .

ډیر وخت لانه  و تیر شوی چی  د ننګرهار د ولایت ،   د نجم المدارس د مدرسی د مدیر په حیث مقرر شو .  ده  د ننګرهار  د ولایت په نجم المدارس کی هماغو مره  د قدر وړ کار نامی  پریښې  دی ،  چی نن سبا  پری  د مدرسې  زده کوونکی  لاڅه ؛   چې  د ننګرهار د ولایت  ټول  دینی عالمان او ټو لنیز شخصیتو نه یی  ستاینه  کوی .

ده خپلی  لو مړنی لیکنی  په اجتماعي ،  اخلاقي او دیني  موضوکانو  په باره کې   شروع  کړیدی . ده دویښ ځلمیانو د نهضت  غریتوب  په مستقیمه توګه حاصل  نکړه ،   مګر؛  د ویښ ځلمیانو د نهضت پلوی یی  به کلکه تعقیب  کړی  ده .

ده  د استبداد ، ظلم ، رشوت ، سود خوری ، بی عدالتي  ،   ورانکاري ، فسادونـو او نور و و مظالمو پر ضد یی  ټینګه  ملاټړی  وه ،  او مهمه دا چی  د ځوانانو په  مظاهرو او میتنګونو کی یی  ویــناوی کړیدی او مقالی یی  لیکلي  دی .

واقعیت  دا دی چې   د روحـــانیت پــه  مقام  کې   داسی  اشخاص لکه  د سعیدافغاني  ، په څـیر مـونز ډیر کم  پیژنو .  ځکه دې  هــم عــالم  و هــم روحاني  ؛   هــم مـلا و  او هــم خطیب  ؛  هـــم سیاست مـدارو او هـــم پخپله  لیاره کې  ریښتني ؛  هــم  په فلسفه کې  وارد و او هم  په الهیاتــو کې ؛  ده هـم  په دیني  علــوم  کې  لاس  درلـوده  او هــم  په  اجتماعي علـوموکي ؛  دې  هــم محقـق  وو  او هــم  ژورنالیست !

لنډه  دا چی  خپل  رول یی  د یوه واقعــي  افغان  او واقعـــي   مسلمان  په حیث  ټولنه کی   ولوباوه . په نړیواله سطه کی هم پیشقدم و . ده په بین المللی کنفرانسونو کی څو څو ځله ګډون  کړی  او خپلی علمي  مقالی یی  لوستلی  دی .

د مولانا ډاکتر سعید افغاني  « ۳۲»  ټوګه  کتابونه او رسالی د مختلفو  عنوانو لاندی  نشر ته  سپارل شویدی.  د دغه مرحوم څخه یو شمیر لیکني پاتی او نشر ته آماده پرتی دی ، او هیله  ده چی هغه هم یو پر بل پسی له چاپه  را ووزی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *