یادونې — شاهد شفق وردګ

 

یادونې

شاهد شفق وردګ


د ګاونډیو هېوادونو په لمن کښې راټوکېدلو ګروپونو او ډلو ټپلو افغانستان ته څه راوړل؟
څو هفتې کېږي چې کله د هیواد په یوه او کله بل ګوټ کښې د افغان هېوادوالو په سر ځان وژونکي نازل شول البته د یادولو وړ ګڼم چې دا کومه نوې خبر نده،دا ځانمرګي بریدونه نور داسې شوي وو چې ښار په واټونو کښې ګرځېدونکي او کار کوونکي هېوادوال یی دې حالت ته راوستلي ول چې ويرېدل هسی نه نن زمونږ دوکانونه او پلورنځي د برید نښه ونه ګرځي او حق په جانب هم وو ځکه وروستیو پېښو مارکېټونه او عام المنفعه تاسیسات تر برید لاندې ونیول اوس ښایې خلک له دې وډار شي چې هسې نه زمونږ کورونه د کوم ځانمرګي د برید په ټس کښې له منځه لاړ نه شي؟
له یوه لوري صلیبي قوتونه او له بل لوري له اسلام څخه ناخبره مفتیان او د جنت ټکه داران د ملکي وګړو د وژنې څخه خوند اخلي،هغوی چې صلیبیان دی ،هغوی چې زمونږ د عظمت دښمنان دي،هغوي چې زمونږ د وینو تنده لري،هغوي چې د ماشومانو په وژلو په امریکا او اروپا کښې ځانونو ته هوسا ژوند جوړوي،هغوي چې د وسلو د ازمویلو لپاره افغانستان او افغانان غوره کوي،هغوی د تاریخ په اوږدو کښې همداسې جنایتونه کړي او دوام به ورکوي ،د لیوه فطرت په وینه څښلو او د نورو د غوښو په خوړلو ایښودل شوي
مګر نن پوښتو چې یو افغان څنګه او په څه ډول د خپل بل افغان ورور د وینې تږی وي او له هغه څخه خوند اخلي؟؟
په هېواد کښې د تعلیم کچې ټېټوالی او د ټولنې ناخبري د ګاونډیو هېوادونو د توطیو لپاره غوره چاپېریال جوړ کړیدي ،داسې ولایتونو لرو چې هلته ښوونځي ته تلل د کفر لپاره کافي ګڼل کېږي،داسې ولایتونه هم لرو چې په ټول ولایت کښې یوه فعاله لېسه نه موندل کيږي،داسې هېوادوال،داسې ملان،داسې مفتیان لرو چې ویل به یی د ښوونځي بنسټ فرعون اېښودی او له همدې کبله څوک چې ترې فارغیږي کفار دي.
شاهي پرستان او د هغوي تر قوماندې لاندې مرموزه دینه طبقه د ټولنې په جهل کښې ساتلو لپاره تر خپل وسه هر څه تر سره کوي او د عوامو د تېر ایستلو لپاره هر شوم عمل ته لاس اچوي.
ځنې د دین تر نقاب لاندې طبقې په ټولنه کښې د خپلو امتیازاتو د ساتلو هڅه لري او علمي پرمختګ د خپل دم،تعویز او چپنې لپاره خطرناک ګڼي.
دریم ګاونډیو هیوادونه هم خپله او هم زمونږ د هېواد حالاتو دې ته ښه اماده کړي او دا فرصت یې په لاس ورکړی چې افغانستان د خپلو لوبو مرکز وګرځوي.
دوی کله یوه ډله کله بله ډله رالېږي او د خپلو ګټو لپاره د افغانانو وینې کاروي .

پاکستان هغه هېواد دی چې د طالبانو د تشکیل لپاره یی د امریکا او انګلستان سره اوږه په اوږه حتی تر هغوی مخکې روان وو ،دا هغه وخت وو چې د پاکستان ګتو په سیمه کښې د طالبانو د راوستلو غوښتنه کوله نو ځکه خوبده نه وه چې پاکستاني افسران زمونږ هېواد کښې د جګړې ډګرونو ته لاړ شي.

خو کله چې د امریکا غوښتنې تر سره نه شوي نو د طالبانو د له منځه وړلو لپاره هم پاکستان لاس په کار شو خپله خاوره یی د ا مریکا په واک کښې ورکړه او د پاکستاني افسرانو په لارښونه امریکایی الوتکو د طالب جنګیالیو د ویشتلو او شهیدانولو اسانه لارې وموندلې.

د پاکستان په دننه کښې یی د افغانانو په نیولو او امریکا ته په سپارلو کښې هم ځنډ ونه کړ او د دې لپاره یی له شورای نظار سره هم لاس یو کړ او د هغوی په مرسته یی د تحقیقاتو پړاونه وهل.
دا ځل داسې حالت هم راغی چې د پاکستاني استخباراتي شبکې پخوانیو ځنو غړو بیا څرګندونې پیل کړې دوی امریکا ماته وبلله او افغان مجاهدین یی ځواکمن وبلل مونږ دلته له دغه ښاغلو څخه پوښتو تاسې هغه وخت چیرته وی چې امریکا ستاسې د خاورې له لارې په افغانستان یرغل کولو؟؟

که هغه وخت د پاکستان د ګټو غوښتنه دا وه چې تاسې د پټه خوله او ستاسې له خاورې د په افغانستان یرغل وشي؟؟

د افغان مقامت له لومړیو څخه پاکستان هغه ډلو ته مرستې ورکړلې کوم چې مکتبونه او مسجدونه یی ورانول او کوم چې د عامو وګړو د وژلو لپاره یی په ښارونو کښې ځانمرګي بریدونه کول.
اوس همدې حالت ته لمن وهي په افغانستان د ملکي وګړو په وژنه کښې هغه ډلې لاس لري کوم چې په مستقیمه توګه د پاکستان تر ادارې لاندې کار کوي.

په هېواد کښې چې نن کوم دردوونکی حالت روان دی په دې د ګاونډیو ایران او پاکستان ګټې نغښتې دي،د هغوی لپاره هیڅ پروا نه لري چې څومره افغانان وژل کېږي د هغوی لباره نه اسلام کومه معنی لري او نه هم انسانیت د هغوی لپاره یواځې خپلې ګټې محترمې دي.

داسې څرګندیږي چې صلیبیانو،پاکستان او په هغوی پورې مربوطو هېواد پلورونکو ډلو د افغانانو د وژلو لپاره لاس یو کړیدي نو ځکه کله نوبت د ناټو وي او کله نوبت د پاکستان پورې تړلو ډلو .
الله تعالی به ته دعا کوو چې افغان ولس نور د دغه شیطاني کړیو له شره وژغوري،امین یارب العلمین.
په درنښت

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *