د ښځو د نړیوالې ورځي په ویاړ د ملګرو ملتونو د عمومی منشی پیغام — فریدون پویا

 

 

د ښځو د نړیوالې ورځي په ویاړ د ملګرو ملتونو د عمومی منشی پیغام

 

 

لیږونکی: فریدون پویا

د مارچ ۸ کال ۲۰۱۱

 

سل کاله پخوا کله چې نړۍ د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله، د جنسیت پر بنیاد برابری او ښځو ته واک ورکول بنیادګری نظریې ګڼل کیدي. نن ورځ سل کاله وروسته موږ هغه وتلی پرمختګونه نمانځو چې د څرګندي مدافعې، عملی فعالیتونو او روښانه او منورو پالیسیو په پایله کې رامنځ ته شوي دي. سره د دې هم په د ډیرو ملکونو او ټولنو کې ښځي اوس هم د دویمې درجې اتباع  ګڼل کیږي. که څه هم په تعلیمی برخه کې د جنسیت په اړه توپير په کمیدو دی، د ملکونو په منځ کې او په ډیرو ملکونو کې دننه لا اوس هم پراخ توپيرونه تر سترګو کیږي او ډیري نجونې لا اوس هم ښوونځیو ته د تللو اجازه نه لري، ښوونځی په دایمی او یا نابشپړ ډول پریږدي چې محدود شمېر مهارتونه او فرصتونه په اختیار کې لري. ښځي او نجونې د پخوا په شان له تبعیض او تاوتریخوالې څخه ځوریږې، چې ډير ځله د خپلو میړونو یا خپلوانو له خوا ورسره کیږي. په کور او په ښوونځي کې، په کار ځاي او په ټولنه کې ښځي زیانمنیدونکې موقف کې پاتې دي. د شخړو په ډیرو برخو کې جنسی تاوتریخوالی په عمدي او سیستماتیک ډول ترسره کیږي څو ښځي او ټولنې وډاروي.

 

زما له خوا د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالې په ضد متحده مبارزه د نارینه وؤ د مشرتابه د شبکې سره یو ځاي کار کوي چې د معافیت دود ته خاتمه ورکړي او ذهنیتونه بدل کړي.

 

دغه راز په نړۍ واله کچه داسی ډیري هڅې پیدا شوي چې په جګړو کې جنسې تاوتریخوالی مجازات کړي او د هغې مخنیوي وشي، او ډیر نور څه د دي لپاره وشي چې د امنیت د شورا ۱۳۲۵ ګڼه پریکړه عملی شي چې د ښځو، سولي او امنیت په باب صادره شوې او د ودانولو او سولی ساتنې په ټولو خواوو کې د ښځو په نقش باندي ټینګار کوي. یوه بله برخه چې موږ غواړو په هغه کې زیات پرمختګ وشی د ښځو او ماشومانو روغتیا ده. د ۲۰۱۰ د سپتمبر په عمومې غونډه کې چې د زریزی پرمختیایی موخو په باب جوړه شوي وه د دي مسالې مرکزي اهمیت په ډاګه شو او غړو هیوادونو او مرستې کوونکو شتمنو ټولنو ژمنې کړي دي چې زما د نړیوالې ستراتیژی څخه پوره ملاتړ وکړي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د ښځو او ماشومانو روغتیا ښه شی او د دوي ژوند وژغورل شي.

 

د پریکړو د نیولو په برخه کې په ډیرو ملکونو کې اوسی زیات شمېر ښځي په پارلمانونو کې خپلې څوکۍ نیولې دي. خو لا اوس هم تر لس سلنه په کمو ملکونو کې ښځې د حکومتی او دولتې پوستونو په سر کې ځایونه لري. حتی په هغو ځایونو کې چې ښځې په سیاسی ژوند کې مهمه برخه لري، خو د پریکړو کولو په نورو برخو کې لکه د سوداګرۍ او صنعت په لوړو کچو کې اوس هم ډیر کمزوري استازیتوب لري. د ملګروملتونو یو وروستی نوښت د ښځو د واکمنې کولو اصول – اوس د ۱۳۰ لویو شرکتونو او سازمانونو له خوا منل شوي، چې هدف یې په دي برخه کې د توازن ساتل دي.

 

د ښځو د نړۍ والې ورځې نمانځنه په دې کال کې تعلیم، روزنې، ساینس او تکنالوژی ته په مساوي لاسرسی باندي ټینګار کوي. د بیلګی په توګه، موبایل ټیلیفونونه او انټرنیټ کولاي شی له ښځو سره د روغتیا په ښه کولو او د کورنیو په هوساینه کې مرسته وکړي، له دي لاري دوي د عایداتو سرچینو ته لاسرسی موندلای شی چې له استثمار او زیانمنتوب څخه ځانونه خوندي وساتي. دغسې وسیلو ته لاسرسی چې تعلیم او روزنه ورسره وي کولای شی له ښځو سره مرسته وکړي چې د غربت کړۍ ماتي کړي او د بی عدالتی په وړاندي مبارزه وکړي او له خپلو حقونو څخه برخمنې شي.

 

په دي کال کې په ملګروملتونو کې د جنسیت د برابري او د ښځو د واکمن کولو د اداري – ښځي په ملګروملتونو کې پیل کیدل زموږ اراده ښیی چې د دي اجندا په تعقیبولو کې خپلې هڅی ګړندۍ کړو. یوازی د عامه او شخصی ژوند په ټولو ساحو کې د ښځو د بشپړ او مساوي ګډون له لاري موږ د دي امید کولاي شو چې داسی یوي ټولنې ته ورسیږو چې دايمی سوله او عدالت په کې موجود وي، لکه څنګه چې د ملګروملتونو په منشور کې یې ژمنه شوي ده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *