د جمعي په لمانځه کښې! — شاهد شفق وردګ

 

د جمعي په لمانځه کښې!

شاهد شفق وردګ

د جمعې لمونځ معمولا ګڼ شمیر لمونځ کونکي مسجدونو ته رابولي چې د ا کچه د نورو لمونځونو په وخت نه لیدل کیږي په خاصه توګه د سهار د لمانځه په وخت چې زیاتره خلک د خوب په څپو کښې زانګي.
له دې سره یوه خبر ذهن ته راغله چې کابل کښې یو چا را ته وویل چې دلته کله خلک د جمعې لمونځ وکړي بیا نود هفتې په اوږدو کښې نورو لمونځونو ته رخصتي ورکوي،چې د هغه ورور پر دې خبره هغه ورځ ما ډېر خندلي هم وو مګر اوس اوس چې کله مسجد ته ځم د هغه ورور دا خبر را ته سترګو ته ودرېږي او څه نا څه ريښتونې را ته وبریښي.
د اسلامي نړۍ د عظمت تاریخ ښایی هغه وخت را ژوندی شي چې کله د سهار د لمانځه په وخت هم مسجدونه د جمعې د لمانخه په بڼه خپل لمونځ کوونکي ولري.
ت
یره ورځ د جمعې لمانځه د اداکولو لپاره مسجد ته لاړم،د اسلامي ورورولی صفونو د اسلامي اخوت د کلمو په تورو کښې لمونځ کوونکو ته د اسلام د تاریخ زرینې پاڼې اړولې.
ما ته نږدې یو په غوښو پټ ،تندرست او د ښکلو جامو درلودونکی او له عمر څخه پوخ سړی ناست وو،لومړی ځل مې هغه وخت هغه ته پام شو چې د اذان پر وخت یی ګړبړ پیل کړ او د مسجد سکوت یی مات کړ ،خپل ملګري ته یی څه ویل له لږ ځنډ وروسته بیا نوموړی خبرې پیل کړې که ګورم دا ځل یی خپلې پښې هم غځولې او خپل ملګري ته خپل ښکلی ساعت تشریح کوی پرته له دې چې د اذان او خطبې او یاهم د خلکو بد بد کتل په نظر کښې ونیسي.
زیاتره لمونځ کوونکو خپلې ټندې تریوې نیولې وې خو چا ورته څه ونه ویل ښایی د نوموړی عمر به تر مونږ ډېر زیات وو که یی عمر لږ کم وی ښایی یو څه مو ورته ویلی وی.
له لمانځه وروسته کله چې له مسجده را ووتم له ځانه سره مې دا خبر څو ځله تکرا ر کړه چې مونږ یو اسلامي امت یو ،مونږ د خپلو پښو غځولو او خبرو کولو ځای او وخت تر اوسه نه پ
یژنو،دردونکې نده چیرته چې مونږ خدای ج ته عبادت کوو چیرته چې مونږ سجده ږدو چیرته چې مونږ د دعا لاسونه پورته کوو چیرته چې مونږ خپل عجز او د خپلې بندګۍ اظهار کوو هلته دومره بې پروا شو هغه ځای له عظمته دومره باغي شوو چې هلته د عبادت پر مهال خپل ښکلي ساعتونه یو بل ته څرګند کړو او خپلې پښې وغځوو.

د دغه کس په هکله زما لومړی او وروستی انګیرنه دا وه چې نوموړی ترهر څه وړاندې یو شتمن وو چې د شتمنی او مادي لوړتیا تر بوج لاندې ځپل شوی احساس او ویده زړه ورسره وو،دا ډول کسان زیاتره له اسلام څخه ناخبره وي .
د یادولو یوه بله مهمه خبر هم ټلفونونه دي چې ډول ډول زنګونه یی د لمانځه په وخت د لمونځ کوونکو نړۍ ښایی کله ناکله د سندرو اورېدو ته وهڅوي په ت
یره بیا ځنو زلمیانو په کښې هندي سندره ثبت کړیوی په دې سره د خپل متمدنیت څرګندونه کوی کله چې ترې وپوښتې په دې سندره پوهېږي نو زر درته وایی ما یی فلم لیدلی ده
دغه د تمدن سندرې مونږ ته هغه افغان شاهان هم سترګو ته دروي چې اروپا ته تر تګ وروسته په دې فکر کښې شول چې ښایی تمدن د جامو ایستل او بربڼډېدل وي زمونږ اوسنیو ځوانانو بیا تمدن په هندي سندرو کښې موندلی دی که د صحابه وو نومونه ترې وپوښتې نه به یی وي زده خو د هندي سندرغاړو او اکټورانو نومونه به یی د خپل ژوند د یوه ښکلې برخې په توګه یاد ساتلي وي.

یوه ورځ له یو شمېر محصلو ورونو سره د ماښام په لمانځه ودرېدلو البته امام تر مونږ په عمر یو څه مشر وو او د ملګرو په وینا چې له یوه غوره کورنۍ سره یی تړاو درلود ما ورسره نوي پېژندلي وو
کله چې ښاغلي امام د الحمدو په لوستلو پیل وکړ ورسره سم دې نوموړي سندرغاړی تلفون هم هندي سندرې ته زور ورکړ امام هغه خوا دغه خوا لاسونه وځغلول خو تر څو یی سندره خاموشوله اوبه له ورخه اوښتې وې او ځنو ورونو په کړس کړس خندل ،ټولو له سره اودسونه وکړل او دا ځل مو دوهم کس د امام په توګه مخکې کړ ځکه مخکنی امام نورد مخکې کېدو لپاره نور څه له ځانه سره نه درلودل او خورا خجالت وو.
دا چې مسجد ته ننو ځو او یا هم په لمانځه درېږو لږ تر لږه باید خپلو تلفونو نو ته پام وکړو کله چې ستاسې تلفون سندره خپروي که له یوه طرفه تاسې په لمانځه نه پوهېږي له بل طرفه نور لمونځ کوونکي هم د خشوع کولو ته نه پرېږدی.
هر څومره چې متمدن شوي وی هر څومره چې له هندي فلمونو سره اشنایی لری خو دغه تمدن مو دومره مه غځوی چې ستاسې او ستاسې د رب تر منځ دیوالونه ودروي.
او هم دغه هندي سندرې ستاسې لپاره معنوی او اخروي لاسته راوړنې نه لري
د خپلو تلفونونو حافظې د د بې دینو او مفسدو سندرغاړو د سندرو په ځای د قرانکریم لپاره ځانګړې کړی او مه پريږدی چې ړانده تقلیدونه ستاسې د ژوند ټولګه په نابلدو رنګونو ولړي.
د مومن ژوند او مفکوره باید دومره وړوکې نه وي چې د څو حرامو غږونو لپاره او یا څو ناولو کرکتړونو د لیدلو قربانی یی کړي .
په دې هیله چې ویده اسلامي امت راویښ شي،په دې هیله چې تللی عظمت بیرته راژوندی کړو په دې هیله چې خپلواک سرلوړی،واحد افغانستان ولرو.
په مینه
والله علی مانقول وکیل.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *