د اسامه وژنه په درې ټریلیونو ډالرو؟ — لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د اسامه وژنه په درې ټریلیونو ډالرو؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

اسامه بن لادن د امریکا پر ضد په ۱۹۹۶ کی خپل جهاد اعلان کړ چی له هغه مهاله پنځلس کاله تیر سوي دي . د وخت په تیرېدو سره دا جنګ هم سختېدﺉ څو چی امریکا یې په سختو ځانی ، مالی او روحیاتی تلفاتو کی را ګیر کړه خو د ده ژوند یې هم پای ته ورساوه .

 

اسامه بن لادن امریکا ته له بل هر دښمن څخه ډیر ګران تمام سو او دا هغه څه وو چی اسامه غوښتل . یعنی ، هغه د امریکا پُرمصرف ترین دښمن و . د هغه د سر بیه په دغو پنځلسو کالو کی امریکا ته په درې ټریلیونو ډالرو تمامه سوه چی په هغه کی د سپټمبر د یوولسمی حمله ، د کورني اقتصاد خرابېدل ، دوې اوږدې او خورا ګرانی جګړې ، په امنیتی ، پوځی او استخباراتی برخو کی ستر مصارف هم شامل دي . د افغانستان او عراق جګړو د امریکا د پوځی بودجې څلورمه برخه وخوړله ، په امریکا او دنیا کی یې د تیلو بیه ( چی د اقتصادی خرابۍ اساس دی ) آسمان ته ورسوله ، د امریکا پور یې راپیل او خپل اوج ته ورساوه ، ستر بودجوی کسر ، پراخه بېکاري ، د کاروبارونو سقوط ، د ډیوالي توب یا مفلیسۍ پرله پسې څپې ، د کورني امنیت ستونزې او د مدنی آزادیو تر پښو لاندی کول یې معلوم او ثابت نتایج دي .

 

بن لادن دا هر څه په سترګو لیدل او د خپل یو ډالر په مصرفولو سره یې د امریکا یو بلیون ډالره ور ضایع کول . هغه په ۲۰۰۴ کی په خپل یو پیغام کی داسی وویل : « موږ خپلی دغه تګلارې ته پایښت ورکوو چی د امریکا پزه به تر مفلیسۍ پوری وینی کوو . » هغه همداسی هم وکړه او دا هر څه عملأ دنیا ولیدل . وګورﺉ نن امریکا ۱۴ ټریلیونه ډالره پوروړې ده ، بودجوی کسر یې ۱٫۷ ټریلیونه ډالرو ته رسېدلی دی ، ۹٪ وګړی یې بېکاره دي او په دواړو جګړو کی یې ۶۰۳۰ پوځیان وژل سوي دي . . .

 

امریکا په دوهمه نړیواله جګړه کی د هټلر له لاسه ۴٫۴ ټریلیونه ډالره مصرف کړل . دا لا څه ، امریکا د پخواني شوروی سره په « ساړه جنګ » کی ۱۹ ټریلیونه ډالره مصرف کړي وو . خو د دې ټولو سره سره « د ترور پر ضد جنګ ! » د امریکا په تاریخ کی لومړنی جنګ دی چی یو سړي ته متوجه و حال دا چی مخکني جنګونه یې د هېوادو سره وو .

 

په ۱۹۸۸ کی په افریقا کی د امریکا پر دوو سفارتونو حملو څه باندی دوه بلیونه ډالره زیان پیښ کړ . په ۲۰۰۰ کی په یمن کی پر « یو . اس . اس . کول » امریکایی جنګی بیړۍ حملې ۲۵۰ ملیونه ډالره زیان پیښ کړ . د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمی حملې ۱۲۵ بلیونه ډالره زیان رامنځته کړ . د افغانستان او عراق جګړو هم تر اوسه ۱٫۴ ټریلیونه ډالره خوړلی دي ( چی دواړی د پور په روپیو چلیږی ) . آینده کال به هم امریکا د دغو دواړو جګړو لپاره نور ۱۱۸ بلیونه ډالره په پوځی عملیاتو کی مصرفوی ( چی په دې کی به ۱۴ بلیونه ډالره د کورني امنیت لپاره وی ) .

 

په ۲۰۱۰ کی په امریکا کی د تروریسټی فعالیتونو او شکونو په اړه د ۱۴۲۱۲ کسانو څخه ګرویږني سوي چی دا د تیرو دوو کالو تر مجموعې هم زیات دی . نو ځکه د بن لادن د ژوند پای د ډالرونو د مصرف پای نه رامنځته کوی بلکی دا بهیر به همداسی جاری وی . یعنی د بن لادن په وژنه سره به مالی خونریزی نه تم کیږی .

 

عجیبه لا دا چی دغو دوو جګړو د ۲۰۰۱ راهیسی د امریکا پوځی بودجه په ملا ماتونکې توګه ۵۰٪ ته جګه کړه حال دا چی د هیڅ کوم هېواد سره د جګړې په حال کی نه دی .

 

نو که پورتني ټول مصارف او نور فرعی او ضمنی خرڅونه ( لکه د پور سود ، پر سود نور سود ، د زخمی او معیوبو پوځیانو ګران روغتیایی مصارف ، د بیمې لګښتونه . . . ) سره جمع کړو نو تر درې ټریلیونو ډالرو به واوړی ، حال دا چی پرفیسوري لینډا بیلمز په خپلو څیړنو کی ثابته کړې چی یوازی د عراق جنګ څلور ټریلیونه ډالره خوړلی دي . وګورﺉ همدا سږ کال د القاعده سره په جنګ کی د پور پر پیسو صرف ۴۵ بلیونه ډالره سود لویږی چی دا څه معمولی خبره نه بلکی د ملا ماتېدل دي .

 

کارپوهان او سیاسی شنونکي وایی چی د لومړۍ نړیوالی جګړې ، دوهمی نړیوالی جګړې او سړې جګړې تر ختمېدو وروسته امریکایانو سړه ساه وکښله او بېغمي یې احساس کړه ، خو « د ترور پر ضد جګړې » که څه هم بن لادن یې ووژﺉ ، خو بیا هم امریکایان روحأ نا آرام ساتلي دي او هغوی نه پوهیږی چی څه به ورپیښه سی .

 

تریخ حقیقت خو دا دی چی دغه جنګ اسامه له منځه یووړ ، خو القاعده ژوندۍ او ګړندۍ ده . د بن لادن مرګ د « کتاب » صرف یو فصل ختم کړ نه ټول کتاب ! « تروریزم » خو وژل سوی نه بلکی ژوندی او ټکنی دی که هغه مځکنی وی یا هوایی !

 

نو که روان درانه پوځی ـ امنیتی مصارف ، پورونه ، اقتصادی رکود او سقوط ، او بودجوی کسر همداسی جاری وی ، نو د سپماییزه کارپوهانو  په نظر به په راتلونکې لسیزه کی د امریکا پر ملی پور نهه ( ۹ ) ټریلیونه ډالره نور هم ور اضافه سی چی هغه به د یو اسامه نه ، دوو اسامه نه ، بلکی درو اسامه وو برابر وی ! والسلام ، ( ن . صمد )

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *