راوتنه که توپ بازي؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

راوتنه که توپ بازي؟

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : د ده سایټ

نېټه : ۲۰۱۱/۶/۲۵

ژباړن : نثار احمد صمد

 

نیویارک ـ جنګ د دې لپاره وی چی سیاسی اهداف تر لاسه کړی نه دا چی دښمنان ووژنی . نو په دې معنا سره امریکا دغه لس کلن افغان جنګ چی تر ټولو اوږد جنګ یې ګڼل کیږی ، بایللی دی . افغانستان نن بیا هم « د امپراتوریو قبرستان » پیژندل سوی دی .

 

امریکا په کابل کی د یو داسی تابع رژیم په نصبولو کی ناکام سوی چی ټول افغانستان کنټرول کړای سی . هغوی نن د پښتنی اکثریت قوم لپاره دښمنان ګرځیدلي دي او د دې جنګ په دوام سره یې پاکستان هم شدیدأ زیانمن کړی دی . دغه ادعاګانی هیڅ د منلو وړ نه وې چی ویل یې امریکایی ځواکونه ځکه په افغانستان کی دي تر څو اسامه بن لادن ونیسی .

 

تیره چهارشنبه ولسمشر بارک اوباما په دې اعلان سره چی د راتلونکي دوبی تر پایه به د افغانستان څخه د سلو زرو امریکایی پوځیانو درېیمه برخه راوباسی عامه نظر ، نږدې کیدونکو انتخاباتو ، پوځی واقعیت او مالی ناورین ته تسلیم سو . په دې سره د پنتاګون د لویو افسرانو د مخالفت رمباړی هم راپورته سوې .

 

هلته د امریکې ملګرو یعنی فرانسې او جرمنی هم د کټ مټ پوځی لږښت اعلان وکړ . په پام کی دي چی ټوله بهرني پوځیان به د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه راووزی .

 

واشنګټن همدا نن په افغان جنګ کی د میاشتی لږ تر لږه لس بلیونه ډالره مصرفوی چی په هغه کی « تور » پرداختونه ، د سي آی اې او ملی امنیت د شبکې عملیات شامل نه دي . امریکا د ۲۰۰۱ راهیسی د انکشافی کومک په نوم افغانستان ته ۱۸٫۸ بلیونه ډالره ور شیندلي دي خو هیڅ ځای یې هم نه دی نیولی . پاکستان ته هم د افغان جنګ د ملاتړ لپاره ۲۰ بلیونه ډالره ورکول سوي دي .

 

د امریکا کسر څه باندی ۱٫۴ ټریلیونو ډالرو ته رسیدلی دی . ملی پور ، که سپمیدلی تقاعد او امتیازات هم پر علاوه سی ، نو د ( پی. آی. ایم. سي. او. ) له مخی چی د نړۍ تر ټولو غټ پرداختی تشبث دی ، ۱۰۰ ټریلیونو ډالرو ته رسیږی .

 

همدا نن څلور څلوېښت ملیونه امریکایان امدادي غذایی مواد اخلی ؛ د سړکونو ، هوایی ډګرونو ، پلونو او مکتبونو ترمیم او جوړښت د غفلت له امله د ورانیدو سره مخامخ دی . د بیکارۍ سلنه چی رسمأ منل سوې ، ۹٫۵٪ ته رسیږی ، خو احتمالأ ۲۰٪ ده . نو ځکه له هری خوا دا فریادونه اورېدل کیږی چی وایی : « د امریکا بیا رغونه وکړﺉ ، نه د افغانستان . »

 

د جنګ پلوۍ د سختو تبلیغاتو سره سره ، نن څه باندی نیمایی امریکایان د افغان جګړې سره مخالف دي . آن د امریکا لخوا نصب سوی افغان ولسمشر حامد کرزی هم وایی چی هغوی « د ملکی تلفاتو په مخنیوي کی بې وسه دي . »

 

نو چی داسی ده ، آیا امریکا به په رښتیا هم د افغانستان څخه راووزی ؟ دا به وروسته وګورو ، خو نښی یې فعلأ متضادی ښکاری .

 

د امریکا او طالبانو د منځنۍ رتبې کسانو تر منځ خبری اتری روانی دي . امریکا به په اغلب ګومان تر ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کی خپل ۶۶۰۰۰ پوځیان پریږدی او هغوی ته به د روزونکو ظاهری نوم ورکړی . په کندهار او بګرام کی به امریکایی ستری اډې همداسی پاته وی . په بلیونونو نور ډالرونه به هم د افغان حکومت په اردو او پولیسو مصرفیږی . خو هغوی په بې سارې توګه خورا بې کفایته او بې وسه ثابت سوي دي ، دا ځکه   مطلق اکثریت یې د تاجکو او ازبکو اجیرو څخه جوړ سوی چی پښتانه ورباندی بې باوره دي او کرکه ځنی لری .

 

کټ مټ کړنه هلته په عراق کی هم پایښت لری چی ترې « وتنه » په دې معنا ده چی امریکایی جنګی غونډونه په بل نوم پکښی پاته دي ، په زرګونو اجیران او امریکایی پوځیان هم په ګاوندی کویټ او خلیج کی هماغسی مستقر دي . په بغداد او کابل کی به نوي ستر امریکایی سفارتونه ، چی خپل جنګی اجیر ځواکونه به پکښی ځای پر ځای وی ، په نړۍ کی تر ټولو غټی ودانۍ وی . د کابل په هغې کی به یو زر کسه امریکایی پرسونل لګیا وی . نو ځکه بن لادن هغه « صلیبی کلاګانی » بللی دي .

 

د دې ټولو سره سره به امریکا بیا هم په افغانستان کی خپلو تاجکو او ازبکو ملګرو ملیشو ته وسلې او پیسې ورکوی . د پاکستان امریکا ملاتړي رژیم او ازبکستان ته هم باید د کاله د درو بلیونو ډالرو ورکړه پایښت ومومی.

نو ځکه داسی ښکاری چی امریکا به په عین حال کی هم وزی او هم به پاته وی . خو برعکس د طالبانو دریځ واضح او ساده دی : هغوی به تر هغه مهاله جنګیږی څو چی ټول بهرني پوځیان نه وی وتلی . امریکایی خاص ځواکونه ، بې پیلوټه طیارې ، او وژونکي ډلی په دې نه دي توانیدلي چی د طالبانو ډیر قوماندانان ووژنی تر څو مجاهدین خپل جنګ ودروی .

 

امریکایانو هیڅکله تاریخ ، آن خپل تاریخ هم نه دی لوستلی . هغوی د خپل هیواد د مؤسس لوی بنجامین فرانکلین دا پند هیر کړی چی ویلی یې دي : « هیڅ ښه جګړه او هیڅ بده سوله شتون نه لری. » یا دا چی پښتنی طالبان او د هغوی ملګری خورا زیږه ، ځان سپارلي او نه ماتیدونکي جنګیالي دي . زه شخصأ د هغوی سره په جګړه کی ملګری وم او د هغوی جرأت او د جنګ سره محبت می په سترګو لیدلی دی . پښتانه مجاهدین تر هغه مهاله جنګ ته پایښت ورکوی چی وسلې او مهمات ولری .

 

وګوری امریکا د خپلو ټولو وسلو یعنی بي ـ ۱ سترو بم اچونکو ، ګوزاریزه جټ الوتکو ، توغندیو او راکټونو ، توپ لرونکو هلیکوپترونو ، بی پیلوټه طیارو ، زرهپوشونو ، خورا عالی برقی وسایلو ، فضایی جاسوسیو ، او نوری عالی او عصری تکنالوژۍ سره سره په دې کی ناکام سوی چی څه نا څه دیرش زره هغه قبایلی جنګیالي مات کړی چی بیله کوچنیو وسلو او افسانوی زړه ورتوبه نور هیڅ هم نلری .

 

امریکا په افغانستان کی ټول پوځی نوښتونه له لاسه ورکړی دي . دوی به دلته ځنډ کوی ، خو ګټلای یې نسي . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *